کاوون توفاني

غلې نغمې

په بڼو ستوري زنګوم د اشنا کلي ته ځم
سترګې په لاره غوړوم، د اشنا کلي ته ځم

کلي خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دوده ډکې
رقيبه، کډې باروم ، د اشنا کلي ته ځم

په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه
ورو، ورو له سسره تېروم ، د اشنا کلي ته ځم

ريښې ريښې ګرېوان مې لاړو د رقيب ګوتو کې
د ننګ ځولۍ پيوندوم ، د اشنا کلي ته ځم

بلبل له غږه بېکانه، ګل له بلبله پردي
غلې نغمې مې ژړوم د اشنا کلي ته ځم

 

 

 

 

 

 

د اغزو په سر

خپل رانه پردي شول، د پردو په سر
ګل راته اغزي شول، د اغزو په سر
نن څومره راټيټ شولو آسمان په ما
ستوري مې ځليږي، د بڼو په سر
ژبې يې د سترګو راتهه وويل،
ژوند دي تېروه يې د لمبو په سر
تېر شولو بلبله د ګلونو وخت
اوس دې زنده ګي شوه د اغزو په سر
ګوره د اشنا پسرلني ښايست
خاندي يې ګلان، د اننګو په سر
خير دي که يې سترګې درواغجنې شوې
پالمه يې مينه، د لېمو په سر

 

 

 

 

فاروق فردا

 

 

راشه زما کلي ته

 

راشه زما کلي ته
 
واوره په خپلو غوږو
 
زما دمتينو کليوالو دغرور سندري.
 
که دي غوږونه کاڼه شوي نه وي
 
زمادکلي په جګړو کي دټوپک په ډزو.
 
راشه زما کلي ته!
 
سپيني کوترو په بامونړ زموږ لوبي کوي
 
ته دکوترو له غمبرونو نه به وپوهيږي
 
چي په جګره باندي پوهيږي
 
زما ساده ساده دکلي خلک.
 
راشه زما کلي ته !
 
زه به دي بوځمه دکلي يتيمانو کره
 
چي شپه او ورځ د دروازي لاري په سترګو څاري
 
دخپلي ځواني کونډي مور غيږه کي
 
راتګ دپلار ته انتظار باسي.
 
پلار يي راځي؟
 
تا نه تپوس کوي يتيمي سترګي.
 
تاته دهغو ماشومانو سري خوږي سترګي الهام درکوي
 
که چيري سترګي دي ړندي نه وي او ويي ويني.
 
هلته زموږ کلي کي
 
ته به دجنګ په رښتياني معني ښه وپوهيږي.
 
راشه زما کلي ته!
 
زه به دي بوځم دسپين سري نړيدلي کور ته
 
چي يوه ورځ يي ديوالونه او بامونه جوړ وو
 
او بليدله هره شپه يي دخوښيو نغري.
 
ځوي به يي ناست و دچرګي غاړه کي
 
کولي لوبي له بچو سره نغري په څنډه.
 
هغه بوډي به دلمسو او دخپل ځوي په خنداګانو يادوله دځواني وختونه .
 
هغي دځوي او دلمسيانو له خنداوو سره
 
لاس به يي يوړله ګريوانه او شکرونه ايستل.
 
نن هغه کور هغسي نه دي لکه څنګه چي وو
 
اوس يوه تشه کنډواله ده اوبس
 
له هغه کور نه ټول مړه شوي دچنګونو په اور
 
يوازي پاته ده سپين سري بوډي
 
تل ويني ژاړي او دهغو نړيدلو ديوالونو زيارتونه کوي.
 
ته به بي کسي او زړي بوډي ته څه ووايي؟
 
دزړي ښځي جنګ وهلي احساس
 
ستا په احساس به څه اغيزه وکړي ؟
 
ته ووايه.
 
راشه زموږ کلي ته!
 
زه به دي بوځمه غونډي دشهيدانو ته دخپل دکلي
 
هلته په خپلو سترګو وګوره چي رپي بيرغونه پر قبرونو باندي
 
دبيرغونو درپا غږونه،
 
اوروي زموږ دکليوالو دغرور سندري.
 
ته به دهغو سرو رپاندو بيرغونو نه چي نه يي شي شميرلي په دي وپوهيږي،
 
چي دلته څوک دي دجګړو مينان
 
او دلته څوک څوک سولي ته لار باسي؟
 
راشه زموږ کلي ته!
 
هلته به وويني يوازي دباروتو او لوګليو هغه شنه بويونه
 
چي دجګړو له ورځو پاتي دي لا.
 
راشه زموږ کلي ته!
 
زموږ دکلي کروندي له سره شني شولي بيا
 
زموږ دکلي دګل ولو هغه وچ بوټي بيا شنه شول او غوټي يي کړي.
 
زموږ دکلي جنګ وهلي وني،
 
بيا پسرلي غوندي شني پاڼي کوي.
 
راشه زموږ کلي ته!
 
وګوره خلک له جګړو نه ويره هيڅ نه لري
 
خو دجګړو له اور او نوم ځيني دوي کرکه کوي
 
نه غواړي وريت شي انسانان ددي جګړو په اور کي
 
ځکه دجنګ له شنه لوګي څخه تيريږي
 
ځي دسولي په لور.
 
راشه زموږ کلي ته!
 
زموږ دکلي پيغلي بيا وهي موجونه دګلڅانګو په څير
 
نور نو دمرګ او ژوبلي ويره يي په زرو کي نشته.
 
دا به وي تل همداسي،
 
که چيري ته ګوته ماشي پوري بيا ونه تړي

 

 

 

 

 

 

               غزل                        

زما دژوند غزلي يو انعام دچا دميني دي
 
ته وايي شراب دي دا زما دزړګي ويني دي
 
څومره چي در ګورمه له تانه غزل جوړه شي
 
ته غزل غزله يي ستا سترګي غزليني دي
 
ګوره چي دشعر هر يو توري زما دمشكو شو
 
دا چي توري توري آشنا ستا زلفي مشكيني دي
 
زه دښكليو ښكليو له كتلو الهام اخلمه
 
شيخ ته او ملاته زما خبري تكي سپيني دي
 
څومره ديره شوي زما دخيال په بڼ كي پيغلي دي
 
دا دجنت حوري كه دپوري كلي لوڼي دي
 
ښكلي دسپرليو خپل دكلي فردا پيژني
 
ښه يي په سرونو نښي كړي شني پړوني دي

 

 

 

 

 

 

 

مصطفي سالک

 

د چا سترګې

د چا سترګې مې په زړه کې لاره ګوري
 
سندريزې چينې غره کې لاره ګوري
 
 
ستا ښايست مې له وجود نه بهر نه ځي
 
دا که موج دي ، په راده کې لاره ګوري
 
 
ټيټې سترګې په ورو ورو قدم اخلي
 
لکه ناوې چې واده کې لاره ګوري
 
 
ستا پر ‌ذهن خورېدو ته مي پرستې
 
تخيل مې په ويښته کې لاره ګوري
 
 
تر شنو ونو لاندې شنه چينه کې لامبي
 
ګوره وړانګو ته ځنګله کې لاره ګوري
 
 
لاروي د لويې لارې ورته تم شو
 
تورې سترګې يې په وره کې لاره ګوري

 

دردانې غواړي

 

 دردانې غواړي چې ستا د غاړې هار شي
 
ستوري هم تمه لري چې دې مدار شي
 
 
دا ته هسې سپين تندي په کاڼو ولې
 
دا هنداره ده ، يو وخت به دې پکار شي
 
 
ويده لمر به څه درانه خوبونه ويني
 
چې شبنم د ګل پر پاڼو باندې بار شي
 
 
دا ساړه ساړه بادونه څه پېغور کا
 
ګل به غېږې له راځي ، خو چې بهار شي
 
 
په ښکاره له خندا شين ، د ننه سوزم
 
طبيعت مې د قاضي بابا چنار شي
 
 
چې هر ستوري ورته خپله رڼا لارکړي
 
دا سړي واعظه څنګه نو په لار شي