Textfeld:                       

 

 

 

 

چي تللې وو دتشو پيــمـــانـــــو ســــره راځـــــو

په او ښکو لمبيدلـــــې له سلګو ســــره راځــــــــو

څه حکم دزمان څــه بــه يې زور څه به ځنځير وي

در شل ته دي اشــنا لــــه زولنــــــو ســــره راځــــــو

سزا مو ده قبـــــولـــه دخــــو بــــــو نــــو دليــدلـو

کنعا نــه يوه ورځ د تــعــبيـــرو ســـــره را ځـــــــو

يـــــوازي وزر مـــا تـــي لــه چــمــنـــه څـــخه ولاړم

دا زيــــري مـــې در بــانــدي دسيلوســـــره را ځو

چي بيا دي تر قيا مته په ګوګل کي سړي نــه سې

پا نوسه ځان تيـار که دلمـــــبـــــو ســـــره راځـــــــــو

درځـــو چــــې زلـــــزلــــه ســـي دريــــا پر خلوتــونو

محرابه نن دشيـــخ لـــه جــــنـــازو ســــره راځــــــــــو

چي پــل درقيـــبـــانـــــو دي په ښار کي پاته نه سې

يو زه يـــــم يـــو قلــم دي دګـــــز مــــو ســره را ځـــــــو

نــن بيـــا لـکه شبــــــــنــم دجـــهــــانــې سره در وزو

دشپو به زړه اوربــــل کــــه د ډيـــــووســـــره راځــــــو

 

 

 

 

د نيمو شــپــو په اوښکو مي د رد ونه نه لمبــوم

تڼاکي پر ليــــمــو وړمه مـزلـونـــه لــمـــبــــوم

سجدي ته د شيـريـنې مي تنـدي نــه د ي راوړي

يـو بـول مې دي وهلي کلـــنګــونـــه لــمبــوم

د تـورو زلـفــو تور ته دي زيندۍ په غا ړه ځمه

زنـدان تــه دي راغـــلي يـــم تــورونــه لمبـوم

بي ږغه بي رو يباره دشبـنم پــر اوږو راغــلــم

جـانــا نــه نــن دي کلې کــې ګلــو نـه لــمــبــوم

چې بيا يې له شيطا نو ستر ګو تښتې د يــد نونـه

له نــوم د محـتــســـبـــه ګود رونــه لــــمــبــــوم

چې تــمـه زمـا د مــرګ د رتــه پيــدا نه زاهده

دخضرپه چيــنه کې مــې خيـــالـونــه لــمــبــوم

 

 

 

 

 

اوربل يې ما په خوب کې پريشان ليدلې دې

قسمت مې د يارانو دغــه شان ليـد لـې دې

پـــه تـور د ا نتخاب له جنتو نو آ د م باسې

دعرش په کنګرو کې مې شيطان ليد لې دې

ټولۍ د قـا بيلا نـو دها بيل پر وطن ګر ځې

دې خلکو ته په قهر مې آسمان ليــد لې دې

د نوح په تد بيرونوچې يې زړونه نرم نه سول

پــه برخه د د ې مځکې مې توپا ن ليد لې د ې

ازل مــې پــرلمــبــو د وصل لاره ده ليـــکلې

خليل يم په انګار کې مې يز ذ دان ليد لې دې

د خــپــلو له  شامــتـه دکنعان کوهې ته لويږو

تعبير مې د خو بونو بــند يــوان ليــد لې دې

دعمر په سينا کې هر قد م  د صنم کور د ې

دطور په سره لمبه کې مې مغان ليد لې دې

سنګسار ته يې راوړې دې دبل وطنه کا ڼې

ما چيغو د منصور لره ميـدان ليـد لې دې

نصيبه له دي موجه خلا صيده لکه چې نسته

دا ليک مې پر تـنـد ې د جا لوان ليد لې  دې

ترڅو به مې رقيب راته دسيو رې په نوم ښيې

لښکر مې په وطن کې د جانان ليــــد لې د ې

راځه جهانې ويښ کړو دالفت په ناره زړونه

له ليرې مې يو سيورې د کاروان ليد لې د ې

    

 

 

 

 

شيــــبـــــې دانـــتــــظـــــار دي پـــه ليـمـو درته ساتو

اغــــزې نــــه دې دالار ي پـــه بـــڼـــــو درتــــه ســـاتــــــو

پــــه شــــرنــــګ مو چي ټولۍ دغمازانوويښه نه شې

مــــحـــرم بــــه ليـــونـــتــــوب دزولـــنـــو درته سا تو

ازل مــــو نـــــذرانـــــــه دســــو زيـــــدو مــنــظـوره کړې

هــــر پــــل دې تــــر در شـــلـــــه پــــه لــمــبـو درته ساتو

چــــې ســـتــــرګــــې درقيب دې په جلوه روښانه نه سې

جــــانـــــانــــه ربـــــاتـــــونــــــه پـــــه تيــارو درته ساتو

ستا شپي دې وې روښانې موږ دي سوزو لکه شمعې

بيــــړي دې پـــه پـــانــــوس کـــې په ګزمو درته ساتو

وعـــــــده مـــــــو لـــــه فــــريـــاد او له قسمته سره کړې

دردونــــــه لــــکــــه ژبــــــه دزخـــمـــــو درتــــــه ســاتـو

يـــــوه شــــپـــــه يـــــــو راغـــــلــې بي اختباره بي خبره

شـــبــــنــــم غـــونـــدي مو کډي پرغونچو درته ساتو

نــــــن جــــنـــــګ تــه يو راغلې جهانې ستنيده نسته

مـــور چــــــل پـــــه کــــکـــــريـــو په پښتو درته ساتو