خوشال روهي

 

ملي متشکل ځواک

 

داچې پنځه ويشت كاله افغانستان دكورنۍ او بهرنۍ جگړې ، دسړې او تودې جگړې كوربه دی ، او داچې دوه نيمې لسيزې دغلامۍ يوه كړۍ له غاړې وباسو بله رالوېږي، كه يوجلاد دقدرت له گدۍ څخه لرې كوو نوبل راته كښېني ، دنورو لاملونو تر څنگ يو غټ لامل يې ديوه ملي ، متشكل اوژمن ځواك نشتوالی دی.او څوچې دغه تشه ډكه شوې نه وي زموږ دولس له مبارزو او سرښندنو څخه به يوازې كورني دلالان اوبهرني ټپوسان گټه اخلي اوبس.

پوښتنه داده چې ملي ځواك ولې نه جوړېږي ؟ آیا په افغانستان كې  د ملي فكر اواحساس خلك نشته اوكه څوك دملي مبارزې جرأت نه لري ؟ كه خبره دغیرت اوشهامت وي ښايي دبشريت په تاريخ كې دآزادۍ لپاره ډېرو لږو ولسونو دافغانانو په څېردومره لويې قربانۍ وركړې وي ، خوكه خبره دملي درايت وي نو بيا ژور فكر په كار دی!

لومړی خوبایدداووایم چې دروسانو ترتېري دمخه هم موږ داسې ملي  ــ  سياسي  تشكل چې دبدې ورځې سودموپرې وشي نه درلود، خوكله چې دروسانو له تېري سره افغانستان دنړيوالې وزلوبې ډگر وگرځېد، داجیرو اوافراطي ډلو له تقويې سره دملي ځواكونو بالقوه زړي هم شنډ شول.دواړو خواووته دكیڼ او ښي انټرنشنلېزم په نامه دافغاني نشنلېزم پر مرۍ پښې كېښودل شوې ، دروسانو په وړاندې له مقاومت څخه افغاني ملي صبغه وايستل شوه اویوازې مذهبي بڼه وركړل شوه اوبيادمذهب په نامه ملي عناصر په لوی لاس تكفير اووځپل شول.خو سره له دغو ټولو ستونزو نه شو كولی ټوله پړه پر بهرنيو عواملو واچوو اوپه خپله دبې مسووليتۍ پر غونډۍ كښېنو.زموږ منورينو هم پدې ټوله موده كې داسې حسابي گام نه دی اوچت كړی چې سړی یې پر ناكامۍ اوښكې تويې كړي.ددې پرځای چې دوی له شته امكاناتو څخه ديوه دايمي ملي الټرناټيف لپاره استفاده وكړي ياداچې دموسومي سياستونوتراغېزې لاندې راغلل اودلنډ مهاله اهدافوپه تمه يې په هغو جنگي ډلواو تنظيمونو  پسې اقتدأوكړه چې ولس يې ترننه پورې له غوبل څخه نه دی خلاص.

یاداچې د پخواني پاچا اواوسني بابا اعليحضرت محمدظاهرشاه په تمه يې لاسونه ترزنې كېښودل اوخپل ټول مسووليت يې دبابا په اوږو ورحواله كړ.اوبابا هم ياټوله موده دښه كوئ بد مه كوئ اعلاميې خپرولې اويا چې كله هېواد ته ستون شو نوديوه تش سمبول رول ته يې غاړه كېښوده.دبابا چاپېره ټيم له بده مرغه اكثرأداسې ورځ چاري كسان ووچې نه يې دهېواد لپاره كومه ستراتېژي درلوده اونه هم لازم تحرك.همدا دليل دی چې پاچا پلوي ډلې اوافراد ترننه پورې نه په یوه نغري راټول شول اونه بالفعل ځواك ترې جوړ شو.

ځينوته بيا زبر ځواكونه دځمكې خدایان  ښكارېدل اوځانونه یې ددوی له خوا دټاكلي برخليك ناچاره لارويان گڼل اوپه همدې دليل يې خوځښت اومبارزه دوخت بېځايه ضياع بلله.

برسېره پردې دروښانفكرانو په نامه يوشمېر داسې كسان هم ووچې تر خوځښت یې نه خوځښت ډېر غوره و.له بده مرغه ددوی دنده داوه چې زهر وشېندي او دقوم ، ژبې ، مذهب ،اوسيمې په نامه ذهنونه كنډو) مسموم ( كړي.څومره چې بهرنيو غليمانو زموږ كورني نفاق ته لمن وهلې ده همدومره دوی  پسې خپوركړی دی.

خوتېر یونيم كال چې د)پېترزبېرگ ( دتړون له مخې په افغانستان كې دسياسي آزاديو وعده وركړل شوه ، په سياسي ډگر كې منډې ترړې ډېرې زياتې شوي خوداسې يوځواك چې دملت ډاډ پرې حاصل شي لاهم نه دی راټوكېدلی.

دمخكنيو ستونزو تر څنگ بدمرغي داده چې په هېواد كې دننه هېوادوال اكثرأ په لوېديځ كې مېشتو افغانانو ته سترگې غړوي او وايي چې له يوې خوا  په هېوادكې لاهم جنگي جنايتكاره ډلې اوورسره اختناق يې حاكم دی اوله بلې خوادهېواد اكثره مشهورې ملي څېرې  اوعلمي كادرونه په لوېديځ كې مېشت دي.خوپه لوېديځ كې مېشت  زموږ هېوادوال ځان بياپدې خبره سپينوي چې له هېواد څخه بهر هلې ځلې كوم ځای نه نيسي، اوكه څوك غواړي دوطن لپاره سياسي كار وكړي نو ځای يې افغانستان دی.

بله ستونزه داده ، كشران اوځوانان چې دمبارزې انرژي اوجرأت لري د مشرانوپه تمه ناست دي اواستدلال كوي چې دافغانستان په دوديزه ټولنه كې ترڅو پېژندل شوي سپين ږيري او مشران درسره نه وي ولس پر هرچا اعتبار نه كوي.خوكله چې مشرانوته مخ ورواړوې نوهريويې دليډرشپ او برياليتوب بشپړضمانت غواړي، اوداوږده عمر ترخوتجربو دومره محافظه كاره كړي چې دناكامۍ ډېر لږ رېسك ته هم غاړه نه ږدي.يوشمېرنور هېوادوال  بيادومره بې زړه شوي چې له بهرني ملاتړ پرته هرډول خوځښت بې گټې اوناكام گڼي.اوپه همدې دليل ديوه سياسي ځواك تر جوړېدو دمخه لومړی دبهرني ملاتړ لټه كوي  ، خوبهرنيان چې دچا ځواك اوتشكل ونه ويني معمولأ پر افرادو حساب نه كوي.ځينې هېوادوال بیا دومره بيړگندي شي ، همداچې دوه درې كسه يې راټول كړل سمدستي يوسازمان جوړوي ، له كش وفشه ډك نوم ورته ټاكي اوهمداچې دوه درې اعلاميې يې خپرې كړې خپل مسووليت رفع گڼي.خوستونزه داده چې كه ديو لوی ځواك لپاره له نورو ورته ډلو سره دیوځای كېدو وړانديز وشي هر یویې بياخپله ډلگۍ دعصر معجزه اوخپله طرح دكيميا اكسيرگڼي اووايي چې كه څوك راځي زموږ غېږ ورته خلاصه ده.ددوی عادت داسې دی چې نوي په سلو كې مشتركات يې گډ كارته نه شي هڅولی خولس په سلو كې اختلافات يې ددښمنۍ لپاره بس دي.له بلې خوا پنځه ويشت كلنو تجربو ولس داعتماد له بحران سره مخامخ كړی اوشكاكيت تردې بريده رسېدلی چې پرهرنوي حركت  ديوه نوي غلام ، جلاد اوياسياسي تاجر شك كېږي .همداچې څوك وخوځېږي دنېۍكه نېكه شجره يې راسپړل كېږي اوڅوچې دی خبرېږي دوسيه يې له رنگارنگ ټاپو ډكه وي.

یوه بله ستونزه چې نن سبا ورسره لاس اوگرېوان يوو داده چې په تېرو څولسيزو كې چا چې دهېواد اوولس له سياسي ژوند اوبرخليك سره لږه علاقه هم درلوده خامخا يې په سازماني ياغير سازماني سياسي هلوځلو لاس پورې كړی چې له بده مرغه اكثريې له ناكامۍ سره مخ شوي.اوبيا دغه ناكامه حركتونه ترننه پورې ددوی دغاړې غړوندی اودټنډې داسې داغونه گرځېدلي چې اكثر ملي جريانونه يې همكارۍ ته زړه نه شي ښه كولی. داسمه ده چې ولس حق لري خپل جنايتكاران اوملي خاينان ونه بښي ، خوكه موږ په عامه توگه دنفي درنفي قانون راټينگ كړو گومان نه كوم چې ديوه اغېزمن ملي  ـ سياسي ځواك لپاره دې ډېر خلك راپاتې شي ، اوله بلې خوا هغه كسان چې غواړي له پخوانيو ناكامولارو سره  مخه ښه وكړي موږ يې په لوی لاس مجبوروو چې یا هېڅ كار ونه كړي اوكه كوي يې نوپخواني ملگري دې ولټوي.

يو بل تريخ واقعيت دادی چې داوږدې جگړې په ترڅ كې غليمان  پدې وتوانېدل چې زموږ دواحد ملت پر مخ دقوم ، ژبې ، سيمې ، مذهب اوتوكم په نامه دنفاق كرښې وباسي.په همدې دليل وروستني حركتونه معمولأدځانگړي قوم په كړۍ كې ايسار پاتې شوي اودنورو له خوا په بېلا بېلو نومونوتحريم شوي دي.نن سبا دملي وحدت اصطلاح هم ددموكراتيك يا داسلامي   اصطلاح په څېر خپل مفهوم له لاسه وركړی اوديوه بازاري شعار سطحې ته راټيټه شوې. هغه څوك چې دملي وحدت چيغې وهي اكثرأ یوقدم هم دملي تفاهم اوگډكار لپاره چمتووالی نه لري.

څرنگه چې زموږ روښانفكران دعملي گامونو پر ځای غوره گڼي چې مقالې وليكي اویانوروته دخوځښت توصيې وكړي زه به هم په پای كې يوڅوكرښې دوړانديزونوپه توگه تورې كړم:

ديوه لوی ملي ــ سياسي حركت لپاره بايدډېر مهم اوغټ ټكي داهدافو په توگه وټاكل شي اودايډيالوژيولنــــډ اوتنگ كالي دې نه پرې اغوستل كېږي.دوخت له غوښتنو سره سمه دې اقتصادي كړنلاره جوړه شي خودكوم ځانگړي اقتصادي مكتب ټاپه دې نه پرې لگول كېږي.هدف دادی چې دټولو ملي عناصرو راتگ ته چې په اساسي اهدافو كې سره شريك وي لار خلاصه وي.

ددې پرځای چې یوه نوې ډله جوړېږي اوبيا نورو لویو اووړو ډلوته بلنه وركوي ، غوره داده چې له موجوده ډلواومستقلوشخصيتونو سره خبرې وشي اوپه گډه سره ديوه نوي پروگرام پر بنسټ يونوی اولوی ځواك جوړكړي.اودماته راشه پر ځای دسره ورشو ستراتېژي غوره شي.

ټولو مخورو اومشهورو ملي شخصيتونو ته ، دمشرتابه له وعدې اودبرياليتوب له ضمانت پرته دگډ كار بلنه وركړل شي.مشران بايد له ناكامۍ څخه ونه وېرېږي  اوداخبره په پام كې ونيسي چې كه بشپړ بشپړ برياليتوب تر لاسه هم نه شي نو لږ تر لږه به يې خپل دروندتاريخي مسوولیت رفع كړی وي.خوكه چېرې مشران بياهم نه ښورېږي حتمی نه ده چې نورددوی په تمه  وخت ضايع شي.دپخوانيو سياسي گوندونواوتنظيمونو هغو غړوته چې پخوانۍ ناكامې لارې يې پرېښودي وي اودبدنامه جريانونو په مشرتابه كې يې كار نه وي كړی ، بايد دگډ كارلپاره  هركلی اوښه راغلاست وويل شي.

ملي حركت دملي اهدافو تر څنگ بايدله پيل څخه  ملي تركيب هم ولري او په طبيعي توگه دافغانستان دبېلابېلو قومونو اوتوكمونو استازېتوب وكړي.حركت باید په نه شلېدونكي توگه په هېواد كې دننه او بهر افغانان راټول كړي اوددوی هلې ځلې په مؤثره توگه تنظيم كړي.بهر مېشتي افغانان بايدله خپلو امكاناتو څخه دنړيوال ملاتړ لپاره استفاده وكړي ، دحركت مالي اړخ ته سمه اوږه وركړي  اوكه چېرې اړتيا وه هېوادته له ستنېدو څخه ډډه ونه كړي، او په هېواد كې دننه هېوادوال بايد په ډېر درايت سره دمبارزې اساسي برخه پر مخ بوزي.

اساسي خبره داده چې ديوه لوی ملي حركت جوړښت نوربايددليكنو ، مقالو ، وجيزواومركوله بريده ورواوړي اودعمل جامه واغوندي.دهمدې لپاره زه پر هغو هېوادوالو چې دپورتنۍ ليكنې له اساسي ټكو سره موافق دي غږ كوم چې راځئ نور انتظار اوخورو وروهلو ځلو ته دپای ټكی كېږدو اوپه گډه سره دافغان  ځوريدلي ولس لپاره دډاډ وړ ملي سنگر جوړ كړو.