نشر در وبسایت آسمایی 10.01.2007

 

 برگرفته از شمارهٔ26 مجلهء آسمايی ( مورخ اکتبر 2003)

ولې  منځ لاري او دموكراسي پلوه  گوندونو  تبارز ونكړ

 

له پوهاند دکتور م. حسن کاکړ سره د آسمایی مرکه 

 

پوښتنه  ــ  ستاسو له نظره ولې  د دموكراسۍ يا د اساسي قانون په لسيزه كې  منځ لاري او دموكراسي پلوه  گوندونو  تبارز ونكړ ؟

ځواب  ــ د قانوني پاچاىۍ په لسيزې  كې ، يو شمېر اعتدالي او دموكرات سياسى گوندونه هسك شول او تبارز يې وكړ ، خو قوي نه شول، دوام ىې ونه كړ او پر ملي سىاست  ىې اثر ونه كړ ، يا د يادولو وړ مهم اثر  ونه كړ. د محمد هاشم ميوندوال په سروالۍ مترقي دموكرات گوند ، صداى عوام ، د خليل اللّٰه خليلي په مشرۍ گوند، او د غلام محمد فرهاد په مشرۍ دافغان ملت گوند ، د دغسو گوندونو وتلي بېلگې وې . دا چې دوى ولې ملي گوندونه  نه شول او له افغان ملت نه پرته ، نور گوندونه له سياسي ډگر نه ووتل په دې هكله ډول ډول نظرونه وړاندې شوي دي. شايد غټ دليل ىې دا وي چې دغه گوندونه د برحال حكومت په شان د ډموكراسي په اصولو ، په مشروطه پاچاىۍ او د اساسي قانون په اړه سره موافق وو. په بل عبارت ، د دوى تر منځ په اساسي ټكو كې اختلاف نه وو. نو ځكه د دغو گوندونو مشران او كدرونه يا په خپلو نوښتونو يا د رسمي مقامونو په هڅونې سره په حكومت كې ننوتل. يوازې ميوندوال دغسې ونه كړل، هغه هم  د صدارت له گوښه كيدو نه ورسته. كه دغه نظر سم وي ، له گوندونو څخه د دوى د مشرانو او كدرونو توقع ، دولتي مقام ته رسيدل و ــ نظر دې ته چې د  ډموكراسۍ او گوندي ژوند ته د ژمنې لرل وي. شايد همدغسې هم وي ، ځكه چې په افغانستان كې تر هغه وخته پورې هېڅ معتدل گوند ، د وېښ زلميانو د گوند په گډون ، د گوند له لارې دولتى واك ته نه و رسېدلي  . سره له دې چې دغه وروستى گوند ، ملي ، اعتدالي ، دموكرات او لوى گوند و.

د دغو گوندونو په اړه ، د يادونې وړ بل ټكى د حكومت يا په دقيق ډول د واكمنې كورنۍ چلند و.  هغه وخت واكمنه كورنۍ له دغسې گوندونو نه په انديښنه كې وه  او فكر ىې نه كېده چې افراطي چپي او مذهبي تنظيمونه به  په خپله په واك را شي. نو  واكمنې كورنۍ نه غوښتل چې  داندېښنې وړ گوندونه له حكومتي چوكاټ نه د باندې د قدرت مركز وگرزي. نو څنگه چې د وېښ زلميانو ډېر لويان  ىې په رتبو او مقامونو سره تطميع كړل او گوند يې ور ضعيف كړ . دغسې يې هم د پاچايي  دورې د اعتدالي گوندونو لويان او كدرونه  تطميع كړل. په دې برخه كې بل ټكى د محمد داوود چلند و چې په زور واكۍ معتقد  او د ډموكراسۍ مخالف و. له صدراعظم كېدو سره  يې د لومړۍ لنډې ډموكراسې دورې گوندونه خنثىا كړل. او په دولتي سروال كېدو سره يې د پاچايي دورې دموكرات گوندونه غلي كړل. په داسې حال كې چې د هغه خپل ملي كلوب او ملي غورځنگ چې له رسمي مامورانو او بيروكراتانو نه جوړ و ، گوندونه  نه شول.

محمد داوود ، چې د صدراعظم محمد هاشم خان او پخواني پاچا په شان يا حتىا تر هغو   ډېر د افغانستان پر سياست  اثر كړى په افغانستان كې د ډموكراسۍ د بيخ نيولو مخه نيولې وه.

د ډموكراتو او اعتدالي گوندنو د نه تبارز په اړه د يو بل ټكي يادول به هم حتمى وي ، او هغه دا چې د هغوى لويان او كدرونه په اصل كې ډموكراسۍ ته رښتيني نه وو ، او كه واى دوى به په هر حال كې د ډموكراسۍ په پلي كېدو او واقعي كيدو باندې ټينگار كړى واى . دا يوه غټه او بيخكي موضوع ده چې شايد بل وخت به پرې خبرې وشي.

پوښتنه ــ ځينې كسان دا ادعا كوي چې منځ لاري گوندونه ځكه منځ ته نه شو ل او تبارز ىې ونه كړ چې د هغه وخت ټولواك د سياسي احزابو قانون توشيح نه كړ . خو د شاهي دورې او وروسته دورو كې هم هغوى چې ځان ته منځ لاري او دموكراسي پلوه  بولي له ځانه د تشكل او هڅې او هاند كوم ښه  توان و نه ښودل .اوس كه څه هم  خلك  له راز راز  استبدادي  تجربو څخه ځوريدلي ، خو بيا هم د  منځلارو  او دموكراسي  پلوو ځواك يا ځواكونو د تبارز  څرگنده علايم نه ليدل كيږي.   ستاسو په نظر ، د دې لاملونه كومي دي ؟

ځواب  ــ  ستاسې د پوښتنې لومړۍ برخه ، زما د پورتني ځواب په تاييد ده ــ په دې مانا ، چې د پاچا له خوا د گوندي لايحې په نه لاسلېك كېدو سره ، داسې  ونه شوه چې د وخت ټولو گوندونو تبارز و نه كړ .  افراطي چپي او بنسټ پالو مذهبي تنظيمونو تبارز وكړ، يوازې ډموكراسي پالو او اعتدالي گوندونو په منظم ډول تبارز و نه كړ ، چې په دې ټكي د مخه وغږېدلم.  د پوښتنې د دوهمې برخې په اړه بايد ووايم چې د محمد داوود له كود تا  په تېره بيا د ثور له كودتا وروسته ، خونړيو جنگونو ، باندنيو نظامي او نور ډول ډول مداخلو او وچكالۍ نه وروسته د افغاني جامعې مورفولوجي  اوښتې ده ــ له دغې اوښتنې سره د گوندونو حال هم تغيير كړى كه څه هم اوس ويل كېږي چى د قانوني پاچايۍ د دورې په شان » ليبرالي ډموكراسي« دوره پيل شوې ده. خو دغه » ډموكراسي« په ټينگو پښو باندې ولاړه نه ده او ټول حكومتي واك لرونكي ورته رښتينى هم نه دي.

په افغانستان كې اوس تعليم كړي او د سياسي ويښتيا لرونكي افغانان  ، يعنى هغه افغانان  بيخي لږ دي چې په ډموكراسي ، ازادي ، گوندي ژوند، جر او بحث او زغم باندې معتقد وي. اوس په افغانستان كې د با سوادو شمېر بيخي لږ او د بې سوادو شمېر بيخي ډېر دى او عامه خلك هم د ژوند په اساسي ستونزو باندې اخته دي. د دغې سترې فاجعې اصلي عاملان اول د خلقي حكومت او بيا  پرچمي رژيم دى. دوى دواړه د نورو جناياتو په ډله كې د افغان متوسطې تعليم كړې طبقې په له منځ  وړلو كې په اوله درجه مسوول دي ؛ په دې چې دوى په زرگونو تعليم كړي  افغانان ــد ښوونځيو  له زده كوونكو  نيولي د پوهنتون او نورو  عالي موسسو تر محصلانو او استادانو پورې او داسې هم نور دموكرات او ازادي پال او د فن او كمال خاوندان يا ووژل ، يا بندي كړل ، او ىا هم  د وطن پريښودو ته اړ كړل. اسلامي تنظيمونو او طالبانو  بيا دغه چنگيز ډوله پروسه تر اخره پورې ورسوله. له بلې خوا ، اوس  په افغانستان كې وضع داسى هم نه ده  چې افراد دې د برحال حكومت په وړاندې  د حكومت كولو او انتخاباتو له لارې د واكمن كېدو بديل فكرونه او نقشې په ازادۍ سره وړاندې كړي. په  كراتو اورېدل شوي چې په دغه په اصطلاح » ليبرالي ډموكراسۍ« دورى كې ، ليكوالان ، منتقدان او اخباري چلوونكي هم په كابل او هم له كابل نه د باندې په نورو ولايتونو كې د حكومتى عمالو له خوا ټكول شوې دي. نو په داسې حال كې چې ژوند مصوون نه وي ، قانوني محكمې او پوليسي قواوې  د افرادو مصونيت خوندي كولى   نه شي ، د سياسي گوندونو ميدان ته را وتل به اسان نه وي ــ په تيره د هغو گوندونو ميدان ته وتل چې بې ملاتړه وي ، په څرگند توب ، ازادۍ او دموكراسۍ باندې عقيده لري. البته سياسي فعاليتونه به وي ، خو هغه به پټ او هغو ته منحصر وي چې وسله وال ملاتړان لري او له باندنيو نه الهام  او پيسې تر لاسه كوي ، په ډموكراسۍ ، انتخاباتو او ولسواكۍ عقيده نه لري او مقصد يې د موجود نظام تخريب وي.

پوښتنه ــ څه بايد وشي چې منځ لاره او دموكراسي پلوه قوتونه په افغانستان كې پياوړي شي ؟

ځواب  ــ د دې لپاره چې په افغانستان كې اعتدالي او ډموكرات قوتونه پياوړي شي  او د هر فرد لپاره څرگند فعاليت ميسر وي ، د لنډې او اوږدې مودې پروگرامونه بايد عملي شي.په ډموكراسۍ كې گوندي ژوند حتمي دى. نو د گوندونو قانون بايد وايستل شي. هغه به ډېر شرطونه ولري، چې زما په فكر ىو څو مهم ټكي يې دادي:

ــ د گوندونو د تمويل او دعوايدو منبع دې يوازې افغاني وي.ــ هر گوند دې د دې لپاره چې په قانوني ډول گوند شي ، بايد په محكمه كې وښيي چې مقصد ته د رسيدو لپاره به له تشدد ، زور او ترور نه كار نه اخلي.

ــ هيڅ گوند دې له دغسې افرادو نه جوړ نه وي چې يوه قوم ، يوه محل ، يوه مذهب او يوې ژبې او يوه جنس ته منحصر وي.

ــ د گوندونو له قانون نه سرغړونكي دې يوازې د محكمې له لارې ، نه د حكومت يا دبل چا له خوا تر پوښتنې لاندې ونيول شي او دملامت كېدو په حال كې ورته قانوني جزا وركړ شي.

د اوږدې مودې پروگرام دې د عصري پوهنې له لارې دنوي نسل روزل وي. د دې مانا دا ده  چې حكومت پخپله او هم شتمن او پوهپال افغانان وهڅوي چې د عصري پوهنې ، ساينس او تكنالوژۍ مركزونه جوړ كړي. همداراز دې باندنيو ته هم د قانون له مخې اجازه وي چې كه غواړي د لو ړې زدهكړې موسسى په افغانستان كې پرانيزې . خو پوهنه او زدهكړه دې انتقادي ، ډموكراتيكه او واقعي وي. د افغانانو د ژغورنې ، واقعي پرمختگ او ښه او سالم ژوند  اساسي لار د دغسې پوهنې لرل دي.

پوښتنه ــ كه مشران يو ې خوا ته پريږدو ،  آيا  ستاسو له نظره د پخوانيو گوندونو او تنظيمونو  په صفوفو او كدرونو كې داسې تمايلات تر سترگو كيږي چې هغوى له خپلو پخوانيو اشتباهاتو څخه زده كړه كړې وي او اوس هغه فكري پوخوالي ته رسيدلي وي چې له افراطي او تفريطي  او استبدادى اعمالو   او توتاليتارو ايدولوژيو څخه فاصله ونيسي او له نورو دموكراسي پلوو  عناصرو  سره يو ځاى د يو ځواكمن  دموكراسي پلوه غورځنگ د جوړولو لپاره هلې ځلې وكړي؟

ځواب  ــ دغې پوښتنې ته په دقيق ډول ځواب وركول كېدلى نه شي. انسان د شرايطو  په اوړېدو سره خپلو نظرونو ، ويناوو او كړو ته هم تغيير وركوي. شايد خپلو هدفونو ته تغيير ور نه كړي. په عمومي ډول متعهد كسان ، له خپلو اهدافو  نه تېريږي ، هغه ته د رسېدلو لارې اړوي.

په افغانستان كې خو اوس هر يو د ډموكراسۍ نارې وهي ــ حتى هغوى هم چې يو وخت د هغې مخالف وو او دخپل د اقتدار په وخت كې يې د ډموكراسۍ په مخالفت كارونه وكړل. دا چې دوى به په رښتيا ، لكه هسې چې نارې وهي ، ډموكراسى منلى وي ، خپل فكرونه اړولى وي او  په ډموكراتو ارزښتونو معتقد شوى وي ، زه څه ويلى نه شم. خو تجربو ښودلې چې څوك چې په يوې ټاكلې ايديالوژۍ عقيده لري ، او ايديالوژي يې ورته سپيڅلې وي ، دوى  تر دې حده پورې ورته جذمي او ټينگ  وي چې د هغې د عملي كولو او واقعي كولو لپاره له هيڅ ډول عمل نه ــكه اخلاقى وي يا غير اخلاقي ــ مخ نه اړوي. دا چې دغسې كسان په افغانستان كې وهڅول شي چې د دموكراسي د پياوړي كېدو لپاره له نورو سره لاس يو كړي ، دا به بى ځايه توقع وي. خو دا به عملي وي چې هر څوك بايد مكلف وگرزول شي چې خپل اجتماعي اعمال د قانون  مطابق ترسره كړي  او كه يې ونه كړي بايد په محكمه كې په قانوني ډول تر پوښتنې لاندې ونيول شي.پوښتنه ــ څه بايد وشي تر څو  له دموكراسۍ نه بيا سو استفاده و نه شي او د دموكراسي د مخالفينو او راز راز افراطي  او مخربو عناصرو او ډلو ټپلو  او ويجاړونكو تمايلاتو  لپاره ډگر محدود شي؟ځواب  ــ  د دې پوښتنې ځواب به دا وي چې د افغانستان د خلكو ژوند په مادي او معنوي لحاظ ښه شي . حكومت د قانون پر اساس ىانې په مشروع ډول له سالمو ، متقي او لايقو اشخاصو نه جوړ وي. په قانوني ډول حكومت وكړي ، قانوني محكمې فعالې او اغېزمنې وي اود هېواد له  ټولو اشخاصو سره له امتياز او تبعيض  پرته چلند وشي . خو په حاضر وخت كې ، په افغانستان كې دا ټول اىډيال ښكاري ، او واقعيت په زياته اندازه د هغو پر خلاف دى.