لوې دندې او واړه وگړي

 
 سياست د ارمانونو او هيلو په ځای د عمل او پايلو ډگر دی


پرون موږ هيله درلوده او نن هم يو شمېر دا ډول يوه هيله لرې چي يوه ځلانده څېره به را وړانډي شي او د نيکمرغې او هوساينې په لوربه  د دې هيواد او ټولنې لارښوونه وکړې. پرون موږ په ډېره مينه په  دی او هغه مشر، په دی او هغه رهبر، په دی او هغه " کبير" او په دي او هغه " خردمند" په دي او هغه " ښوونکی" په دي او هغه "لارښود"  پوري خپل برخليلک وتاړو د هغوې په نوم مو شعارونه ورکړل، د هغوې په نوم  موهوراگانې او نارې وکړې، هغوې ته مو لوی او اوږده نومونه او ښايسته القابونه ورکړل،  د هغوې خبرې مو د خپل عمل لارښود وگرزولې، هغوې ته  مو شعرونه، ترانې او سندرې  وويلې، ورته ډولونه مو ووهل او ورته اټنونه مو وکړل د هغوې په نوم مو زندانونه ومنل او قربانې مو ورکړې، خو له بدمرغه  هغوې  د ځلاندو او وړ څېرو په ځای له يوې خوا دخپلو دندو په وړاندي واړه او له بلې خوا واک پالونکي اوځان پالونکي  وو. د هغوې دا او يا هغه د ژغورونکی او ناجې په ځای  ديکتاتور، ولس غولونکی هم بيگانه پالونکی وو.
په افغانې ټولنه کي يو په بل پسي انقلابونو، جگړو، انارشيو او ايدیولوژيک واکمنيوهم  د سياست او واک په ډگر کي د وړو او اتفاقي وگړو، د بدماشانو او اوباشانو لاره  همواره کړه. کله چي په افغانې ټولنه کي نظم او قانون له منځه ولاړ، کله چي په ټولنه کي انارشې خپره شوه او افغانې ټولنه د ځان ساتنې او دفاع په کار کي بې وسه شوه داتلانو، رهبرانو او قوماندانانوجوړولو او منځ ته راتلو بازار هم په بې سارې توگه تود شو. دا او هغه بدماش، دا او هغه  اوباش د قوماندان او پهلوان مقام تر لاسه کړ. د واک او قانون په دا ډول خلا کي دي چي واړه او تصادفې وگړې، ولس غولونکې او ځان پالان په ټولنه واکمن کېږې. وايې چي په فرانسه کي د انقلاب څخه وروسته د جرمونو، جيب وهلو او غلا کولو اندازه را ټيټه شوه او لامل يې داوو چي جيبوهونکي، مجرمين ... په انقلابې کميتو کي تنظيم شوي وو.
 دلته د ما موخه  د " وړو او اتفاقي وگړو"  د عبارت په کارولو سره  په ځانگړې توگه دا او هغه وگړی نه دی.
د دې عبارت په کارولو سره د ما موخه په هيڅ وجه د دې او هغه وگړی  انسانې ارزښتونو او انسانې کرامت ته په ټيټه سترگه کتل نه دي. زه انسانان په وړو او لويو نه ويشم. انسان په هر حالت کي د خپل انسانيت په بنياد د کرامت څښتن دی او بايد درناوی يې وشي. موخه مي د دې او هغه وگړی په ښو خواو او لاس ته راوړنو د بطلان خط را کش کول هم نه دی.  زه شخصيت پېږندونکی نه ېم. شخصيت پېږندنه  د ټولنې پېږندنی او سياست پوهنې دنده ده. دا د سيکولوژې دنده ده او په افغانې ټولنه کي خو په عمل کي دا ډول دود نشته دی. که کله کله دا ډول هڅه کېږې مانا يې د مقدساتو په حرېم ورختل شمېرل کېږې او لویه گناه ده.
   همدارنگه مي مطلب  دا او هغه لوری هم نه دی. په حقيقت کي دا د دې او هغه ځانگړی وگړی او يا د چپ او ښی لوری ستونزه هم نه ده. دا يوازي پرون ستونزه نه وه نن هم ورته ستونزه شته دی. دا په افغانې ټولنه کي يوه ټولنېزه، تارېخې او فرهنگې ستونزه ده. سره د دې چي افغانې ټولنه د رهبر پالنې پېاوړي دودونه لري، خو هغه وړ رهبر نشته دی. دا په ټولنه کي د سياسي، فرهنگې او د پوهې د خوارې پايله ده  د ما مطلب له " وړو او اتفاقې وگړو"  د عبارت له کارولو څخه د وگړو او د هغوې د دندو تر منځ واټن دی او همدارنگه  د هغوې او د هغوې د مسوليتونو ترمنځ  د انډول او تناسب نشتوالی دی. دبيلگې په توگه په دي وروستيولسېزو کي  په پيوسته توگه دندې او مسوليتونه لوې او وگړې واړه دي. په بل عبارت د دندو او وگړو تر منځ  انډول او تناسب نشته دی.
   بې له شکه په دي وگړو کي به  دا او هغه  وگړی ښه نيت او ښه ارمانونه لرې او د ښو ارزوگانو څښتن به وې، خو له يوې خوا سياست د ارمانونو او هيلو په ځای د عمل او پايلو ډگردی او له بلې خوا ټولنه او ټولنېز واقعيتونه  د دې او هغه وگړی د هيلو او آرمانونو په معيار نه سنجول کېږې. هيلې درلودل ښه خبره ده او څوک دی چي هيلې نه لرې، خو دي وگړو ونشواي کولاي  د خپلو هيلو، غوښتنو او واقعيتونو ترمنځ انډول پيدا کړې. د دې وگړو د هيلو او د واقعيتونو تر منځ د ځمکې او اسمان واټن موجود دی.  دې وگړو د دې وس پيدا نکړ او له ځانه يې دا وړتيا ونه ښودله چي د خپلو ارمانونو او د ټولنې د جوړښتونو او غوښتنو تر منځ اړيکې جوړې کړې.  همدارنگه دا وگړي  د خپلو باورونو او سياست تر منځ د اړيکو په پيدا کولو کي هم پاتې راغلل. په دي برسېره دې وگړو د خپلو ارزوگانو او انديښنو تر منځ  هم د انډول په پيدا کولو کي څرگنده بې وسې وښودله.
که په مشخصه توگه وواېم په وروستيو درو لسېزو کي په وار سره په پيشوا پسي پيشوا او په رهبر پسي رهبر له يوې خوا ونشواي کولاي د حکومت او حاکميت تر منځ  او له بلې خوا د حاکميت او ټولنې تر منځ اړيکې ايجاد کړې. دوي ونشواي کولاي او د دې وړتيا يې پيدا نکړه چي د ټولنې د مشرتوب په کار کي ټولنېز باور او قانونيت تر لاسه کړې. په افغانې ټولنه کي د هغوې  مشرتوب او واکمنې مشروعيت  او قانونيت نه درلود. هغوې افغانې ټولنه او د دې ټولنې جوړښتونه نه پېږندل او يوه يې هم د دې ټولنې په هکله په ډېره لېږ اندازه هم يو سم تصوېر ورنه کړای شواي. هغوې په دې برخه کي له يوې خوا د نيمگړې پوهې او له بلې خوا د کاپې شويو نظريو په پېروې کولو سره په ټولنه کي د ټولنېز جوړښتونو او واکمنې اندیښنې تر منځ لوی واټن ايجاد کړ او دي حالت د ټولنې او واکمنو تر منځ ټولنېزه بې باورې او واټن په دوښمنې بدل کړ. واکمنو د زور او ټوپک پوسيله خپله واکمنې خوندي کوله  او ټولنې بيا په خپل وار سره د زور پوسيلو سره د هغوې د راپورزولو هڅه کوله.
د تارېخ تجربې په ډېره څرگنده توگه ښيې چي کله د واکمنو او ټولنې تر منځ باور له منځه ځې د دوې تر منځ اړيکې د زور په اړيکو بدلېږې.  وړو وگړو په پراخه کچه  د واک او ټولنې تر منځ  اړيکې  د زور او ځپلو  په اړيکو بدل کړل اودا  له افغانې ټولنې سره لويه او نه بښونکې تارېخې جفا ده.
په دواړو چپ او ښیې لورو کي مشرانو!، لارښوونکو!، امرانو!، پيشوايانو! يوه هم د " ملې مشرتوب"  " ملې رهبر"  ډېره لږ وړتيا هم تر لاسه نه کړله. دوې په عمل  د ملت او ټولنې په ځای د وړو گروپونو، قومونو، مذهبې ډلو، سېمو، ډلو او فريکسونونو مشران پاتې شول. د دې وگړو همدا بې وسې، د ټولنېز باوراو ملاتړ نشتوالی او ور سره د مشروعيت او قانونيت نه درلودل  دوي دي ته و هڅول چي واک د زور، کودتاگانو، دسيسو، وژلو، بدنامولو... په وسيلو تر لاسه کړې او په همدې وسيلو سره د واک ساتنه وکړې.  په بل عبارت  دوې په وار سره هڅه کوله  واک  غلا او بيا په بشپړ واکمن بدل شي.  د همدې هڅو پايله دا شوه چي  په ټولنه کي د دولت جوړولو کار له طبعي او قانونې حالت څخه وايستل شي او  په ټولنه کي د سياسي ــ ټولنېزو جوړښتونو د ړنگولو عملې امکانات منځ ته راوړې. دا د دوې د کار پايله وه چي په ټولنه کي په کلې توگه سيستم ړنگ شي.    

      رښتيا دي وگړو په انقلابونو، کودتاگانو، دسيسو او وژنو سره افغانې ټولنې ته څه ورکړو، خپلو ځانونو ته يې څه ورکړو او خپل تارېخ  ته يې څه ورکړو؟  موږ څه ډول کولاي شو د دې وگړو پالنه وکړو او که يې پالنه کوو د دې پاللو توجيه به څه وې؟
موږ څه ډول کولاي شو له هغوې څخه د پرستش بوتونه جوړ کړو او که يې جوړو، څه ډول به يې ساتنه کوو اوڅه ډول به خپل پرستش ته قانونيت ورکو؟
 که په اوسنۍ زمانه کي  د لويو وگړو له جملې نلسن مانديلا ياد کړم هغه خپل کار د سولې، سازش، پخلاينې او بښنې په دود پېل کړ، خو په افغانستان کي وړو وگړو خپل کار د ټوپک، د کلاشينکوف او زور په ژبه پېل کړ.
      پرون دي وړو او اتفاقي وگړو له پخوا څخه په زين شوی آس  نېزې وهلې اودوې ټولنه د نيکمرغي په ځاي د ناپېږندل شويو ژورو او لويو بدمرغيو په لورټيله کړه.  دوي لويې دعوې درلودي، دوي لويې خبرې او لويې غورې کولې، دوې له افغانستان څخه سويس جوړاوه، دوې ټولو ستونزو ته د ځواب درلودلو او ځواب ورکولو غورې کولې، خو په عمل کي يې انديښنې وړې او زړې، کارونه او عملونه يې ړنگونکې او لاس ته راوړنې يې ناورينونه وو. دوې په خپل ړنگونکی کار سره  افغانې ټولنه دومره بې وسه، بې مقاومته او خواره کړه چي د هر ډول تېری او ستونزې په وړاندي  د دفاع کولو او حل کولو په کار کي تر اوسه هم پاتې راغلې ده.
  وړو وگړو ټولنه ترور او په يرغمل ونيوله او هڅه يې  وکړه چي د ټولنې ټولې خواوې او ټول جوړښتونه تر خپلې ولکې  لاندي راولې او د ټولنېز ژوند ټول لورې د دوې په قومانده حرکت وکړې. همدا دوې وه چي په ټولنه يې ډار او وېره مسلطه کړه. د ټولنې اوسيدونکې يې له ټولنې او ځانه بيگانه او په سبا يې  بې باور کړل. د ټولنې اوسيدونکې يې ناهيلې او بې اميده کړل. خلکو د گوښه کيدلو او په ځانونو کي د غرق کيدلو او وروسته يې هم د فرار لاره ونيوله. دا د وړو وگړو د کار پايله ده. دا د نه پخلاکيدونکوطبقاتې مبارزو پايله ده، دا د ښی او جپ افراط د ارمانگرېو پايله ده، دا د بشپړ واک د تر لاسه کولو او مجراغوښتونکو هڅو او چلند پايله ده.
     وړو او اتفاقي وگړو له سياست څخه سم درک نه درلود. دوې سياست  د نازيستانو په دود د دوست او دوښمن په اړيکو بدل کړ. هغوې  سياست او سياسي ژوند د گلاديتور لوبو ته را ټيټ کړ. دوې يو په بل پسي
هڅه کوله خپلې انديښنې او خپل نظريات په نور هغه هم د " زور"  پوسيله تحميل کاندي او په دي کار سره يې د ديالوگ او پوهاوی لارې تړلې. دوې همدارنگه  دنورو په وړاندي د  زغم درلودلوپه کار کي بشپړه بې وسې ښودله.  دوې د پيښو په وړاندي  نه يوازي د بې مسوليتې او بې تفاوتۍ چلند درلود، بلکې د ستونزو په  وړاندي يې  بې حوصلې گې کوله او د حل کولو په کار کي يې له وروستې وسيلې " ټوپک"  کار اخيست.
دوې په ټولنه کي، د ټولنې په نظم کي او د ټولنې په سياسي او ټولنېزو جوړښتونو کي داسي بې ځايه کونه وکړه چي يو په بل پسي يې د ټولنېزو او سياسي ټکانونو او زلزلو د پيښيدو عملې امکانات منځ ته راوړل.  دوې په ټولنه کي د دوښمن جوړولو او په مصنوعي توگه د ټولنې د ويشلو تگلاره منځ ته راوړه او وروسته وروسته  دوې او د دوې پېروانو پخپله ځانونه په داسي پراخه  خلا کي پيدا کړو  چي نه يوازي د لوری د پيدا کولو په کار کي بې وسه شول، بلکې له ټولنې سره  د اړيکو په پيدا کولو کي هم پاتې راغلل او تر اوسه دا ستونزه حل شوې نه ده.
        افغانستان د اوږدې مودې له پاره له يوې خوا د لويو ځواکونو او له بلې خوا د سېمېزو  ځواکونو د سيالې ډگر گرزيدلی. همدارنگه افغانستان د لويو سياسي چلينجونو او له دې جملې يوچلېنج هم چي ډيورند کرښه دی مخامخ دی. په  افغانې سياسي ژوند او سياسي ډگر کي لوبغاړي د دې ستونزو او د دې سياليو په پرتله  په کلکه بې وسه اوبې ابتکاره دي. د افغانستان او پاکستان په اړيکو کي ابتکار له هماغه پېله  د پاکستان له لوری سره دی. همدا نن له پښتنو څخه د ملاتړ او د پښتونستان په هکله د افغانستان په ځای د پاکستان اواز اوچت دی. په دي هکله د موږ د اوږدې مودي د هيلو سنگرونه د مذهبې بنسټ پالنې او د طالبانو په  اډو بدل شوي دي.
پوښتنه داده چي ولې افغانې لوری  د ډيورند د کرښې په هکله د لسېزو له پاره  له يوې خوا د انتظارونو او له بلې خوا د نامعلومو سياستونو تر منځ زانگې او د دې سياستونو پايلې يو بل پسي  بايلنې او د فرصتونو له لاسه ورکول دي. د ډيورند د کرښې ستونزه بايد حل شي او دې مسلې په بېړنې توگه د يوې روښانې سياسي تگلارې او سياسي مېړانې ضرورت را منځ ته کړی دی.
 په ننی افغانستان کي نه يوازي په ډېرو برخو کي د دندو او وگړو تر منځ هېڅ ډول انډول او تناسب نشته دي، بلکې د سياسي مېړانې کمزورې هم شته دی. نن په افغانستان کي د ډېرو لويو او پېچليو حرفوي دندو  دحل کيلې د جنگ سالارانو په لاس ورکړل شوې ده او په سياسي ژوند او سياسي ډگر کي هم اصلي لوبغاړی همدا  جنگ سالاران دی. جنگ سالاران له يوې خوا په زاړه فيودالې دود سره هم په خپلو سېمو کي په تېره بيا پوځی نفوذ ساتې او له بلې خوا په دولت کي هم برخه لرې. دوې هم د پرونيو په څېر لویې دعوې لرې، خو عمل او لاس ته راوړنې يې ډېرې وړې دې. د دوې او د دوې د دندو او مسوليتونو تر منځ د ځمکې او اسمان واټن پروت دی. دا ډول وگړي نه يوازي  د افغانستان  او د ننۍ نړۍ د ستونزو په پېږندنه او حل کي له واقعيتونو سره په خلاصو سترگو او خپلواکه توگه د مخامخ کيدلو وړتيا نه ښيې، بلکې دا د دموکراسي جوړولو په ځای د دموکراسي د بدنامولو او ځپلو ځواک دی.  دوې په ښکاره د خلکو د خلکو په حقونو او مالکيتونو تېری کوي. دوې تر هغو دموکراسي غواړي چي د دوې گټې او امتياذونه په کي خوندي وي.
     همدا پورتنېو واقعيتونو هم په ټولنه کي داوسنی دولت  تاثير او نفوذ کمزوری دی. په افغانستان کي نه يوازې د دولت د تاثیر او نفوذ وده ورو  او يا کمزورې پاتې کېږې، بلکې دولت د خپلې ارادې په عملې کولو او بيا د وړ پايلو تر لاسه کولو په کار کي هم لوې ستونزې لرې. په دولت کي د وړو وگړو موجوديت  د مدېريت کولواو د دندو د لارښوونې سيستم له کلکو ستونزو سره مخامخ  کړې دی.
   پورتنې واقعيتونه  څرگندوې  چي افغانې ټولنه تر اوسه هم په سياسي لحاظ يوه  خواره او بې وزله ټولنه پاتې کېږې. د سياسي خوارې تر څنگ په افغانې ټولنه کي د پېړيو پېړيو ژوره، پراخه سياسي بيگانگې لا هم شته دی. په دې ټولنه کي په  پېړيو پېړيو استبداد، په يوه لوري فکرکولو، يو ډول فکرکولو،  د نورو د نفي کولو چلند او پراخې  سياسي بيگانگې د وړکدرونو او وړ سياست کونکو د پيدا کيدو او رامنځ کيدو چاره مشکلې کړې ده. په بل عبارت د افغانې ټولنې سياسي خوارې او په استبدادې دود د " رهبرې کولو مېراث او حق"  د وړ مشرانو د روزلو کار له ستونزو سره مخامخ کړی دی. په استبداد کي رهبرې حق دی. بې له دي چي دا ايديولوژيک استبداد دی، مذهبې استبداد دی، که شاهې دی او که د يوه سړی ديکتاتورې دي. 
     په يوه ټولنه کي د وړ مشرانو د روزلو امکانات  هغه وخت منځ ته راځې چي ټولنه د پوهنې له خوارې را ووزې، ټولنه خپلواکه شي،  ټولنه  سياسي شي،  او د ټولنې  سياسي کول يوازي د دموکراسي په ټينگښت او بري کي تر سره کيداي شي.
 ماکس وبر المانې فیلسوف او ټولنه پېږندونکی هغه څوک سياست کونکی بولې چي د يوه کار په اجراکولو
کي مېنه، او شور ولري. د مسوليت احساس وکړي، د پيښو په وړاندي بردبارې ولرې او خپله ارامې وساتې.
  افغانې څو ځله ړنگه شوي ټولنه داسي روشنفکرانو او په تېره بيا سياست کوونکو ته ضرورت لرې چي د غوښتنو او واقعيتونو تر منځ انډول ايجاد کړې. په  پرونی زندان کي د پاتې کيدو په ځاي د راتلونکي په لور گوري، د غورو او تېرایستلو په ځای د پيښو د ليدولو او څېړلو وس ورسره وي، پرانستې او انتقاد منونکي

وي. د ريسکونو يا خطرونو منلو ته چمتو وي. د لويو پريکړو او تصميمونو زړه ورسره وي.

سياسي گوندونه او د گډې انديښنې او گډو آرزښتونو ستونزې.

سياسي گوندونه د تبليغاتې حضور په ځای سياسي حضور تر لاسه کړې
 

سياسي گوند او يا يوه سياسي ډله د دې له پاره جوړېږې چي واک تر لاسه کړې او هر سياسي گوند حق لرې د واک د تر لاسه کولو له پاره کار وکړې. يو سياسي گوند هڅه کوي د واکمنو په پرتله او يا د نورو سياسي سيالانو په پرتله د ټولنې د لارښونې له پاره يوه ښه او عملې تگلاره وړاندي کړې.  سياسي گوند هڅه کوی په پريکړو او تصميمونو تاثېر ولرې او ټولنېزه پايگاه تر لاسه کړې.  په افغانې ټولنه کي سياسي گوندونه،  غورځنگونه، تنظيمونه، جنبيشونه... هم له سياسي خوارې سره مخامخ شوي. گوندونه او تنظيمونه  د موخو په ټاکلو کي، د گډ انديښنې د ايجاد په کارکي او د موخود تر لاسه کولو له پاره د وسيلو په انتخاب کي له ستونزو سره مخامخ دي.  پرون دې او هغې ايديولوژې د گدې انديښنې ستونزه له منځه وړې وه. خو نن د ايديولوژې ناکاميو په تېره بيا د چپ لوری دا او هغه سياسي ډله د گډې انديښنې او گډ تفکر له خلا سره مخامخ کړې ده او دا ډلې نه يوازي د گډې انديښنې له نشتوالې سره مخامخ دی، بلکې ټولنېزه اډانه يې هم کمزورې پاتې کېږې. په کلې توگه سياسي گوندونوتر اوسه  ونشواي کولاي له يوې خوا د ځان له پاره ټولنېزه پايگاه پيدا کړې، په سياسي ځواک بدل شي او له بلې خوا يو وړ مشر او سياست کونکی را وړاندي کړې، يو مشر او سياست کونکی  چي د پيښو د ليدلو او څېړلو وړتيا ولري،  د پيښو لوری درک کړی او د خپلو موخو د تر لاسه کولو په کار کي ټولنه له ځان سره مل کړې. يو سياسي مشر چي  نورو ته د قناعت کولوتوان او هنر ولرې. يو سياسي مشر چي د نورو باور خپلولی شي.  په دی برسېره دې تشکيلاتو او اتحادونوونشواي کولاي د ټولنې اساسې ستونزه درک کاندي. گوندونه او ډلې له بده مرغه د ټولنې داوږدو او مزمنو ستونزه د درک کولو په ځای  له محتوا خالې او کلې خبرې  کوې. اوس هم دا او يا هغه ډله احساساتې شعارونه ورکوې او د ستونزو ملامتې په مخاليفينو ور واچوې. له گروپې او انحصاري حالت څخه په راوتلو کي بې وسې ښيې. یو شمېر ډلې  له يو بل سره د اتحاد کولو هڅې کوي، خو په عمل کي د يو بل سترگو ته کتلاي نشي.
   يو شمېر بيا هڅه کوي پرونېو زاړو او ناکامو حکمونو ته نوي ماسکونه ور واغوندي او له هماغو زړو شرابونو نوې بوتلونه ډک کړي. دوې خپلې بې محتوا موخې په داسي مشکلو کلمو او جملو کي را نغاړي پرگنې خو پرېږده چي ډېرو باسوادانو ته هم د پوهاوی وړ نه وي. د بيلگې په توگه دلته د پرونی انقلاب ځای سياسي پراکتيک ته ور کول کېږې او په  ټولنه کي د هر ځانگړی وگړي د حق ځای په ټولنه کي  د " مشخصو افرادو" حق ته سپارل کېږې. کارل پوپر دا ډول ليکنو ته رياکارې وايې.  خو دا نوي چپ انقلابېون په دا ډول عمل کولو سره ځانونو ته د تيوريسنانو نمايش ورکوي.
    يو شمېر بيا داسي ښکارې چي له اوسنی دوران سره هېڅ ډول اړيکې نه لري او دنيا ته ناوخته راغلي دي او هغه څه د سياسي قضاوتونو معيار گرزوي چی د باور په ځای د بې باورېو او د يو ځای کيدو په ځاي د ويشلو له چارې سره مرسته کوي. سره د دې چي په افغانستان کي د طبقې، قوم، ژبې، مذهب ... په بنياد سياستونو يو په بل پسي کرکې او ناورينونه ايجاد کړل، خو يو شمېر اوس هم دا ويشونکي او نفرت پيدا کونکي عناصر د خپلو تگلارو اساس گرزوي.
يوې خبرې ته کلکه پاملرنه په کار دي چي د منځنی ختېځ په يو شمېر هيوادونه لکه عراق، فلسطېن، لبنان
د اسلام د دين په دننه کي د يوې پراخې ايديولوژيکې جگړې په لور روان دي. په بل عبارت دا هيوادونه د کورنيو جگړو په لور روان دي چي ايديولوژيکه ځانگړتياوې لري. په  دي جگړو کي شکيل لوري خپل عملونو او د بل لوری وژلو ته د اسلام په نوم قانونيت ورکوي. دا جگړې د پراخيدو په لور روانې دې او کيداي شي د سېمې نورې برخې هم په کي شاملې شي. پرون د سړې جگړې په وخت ايديولوژيکې جگړې او سيالې د  هيوادونواو بلاکونو تر منځ وي، خو ننې ايديولوژيکې جگړې سره د دې چي تر شا يې د دې او هغه  هيواد ملاتړ شته دی په هيوادونو کي د ننه د سيالو ډلو تر منځ دي او دا جگړې کولاي شی د هيوادونو موجوديت له گواښ سره مخامخ کاندي. دا حالت نورو هيوادونو ته هم خپريداي شي. په پاکستان لا له پخوا د شعيه او سونې ډلو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي. له دي منځ ته راغلی حالت څخه سړی ته دا نظر پيدا کېږې چي همدا دم دا جغرافيایې لاملونه نه، بلکې ايديولوژيک لاملونه دي چي نه يوازي بحران منځ ته راوړي، بلکې د هيوادونو موجوديت هم له گواښ سره مخامخ کوي. افغانستان هم دا ډول يوگواښ په وړاندي يو خوندي هيواد نه دی.
په افغانستان کي ملې انديښنه، ملې تفکر او ملې هويت کمزوری دی. ويشونکي عناصر پېاوړي دي.
سياسي گوندونه او په تېره بيا د ښي لاسې گوندونه د نويو حالاتو په رڼا کي يو ځل بيا په خپلو تگلارو له سره کتنه وکړې. سياست يوازي گټې نه ،بلکې آرزښتونه هم دي. که گټې بيلونکي دي، خو آرزښتونه يو ځاي کونکي ځانگړتياوې لرې.  
همدارنگه  سياسي گوندونو ته په کار دی  چي اصلې ستونزه پيدا کړې. د ستونزې پېږندنه او د ستونزې سم تعريف کول د ستونزې له  نېم حل څخه عبارت دی.  دستونزو نه پېږندنې او د پيښو ساده کولو پايله دادې چي گوندونه او  ډلې په ټولنه او د پريکړو او تصميمونو په بهېر تاثيرو نه لرې. همدادم په افغانستان کي په سياسي پريکړو او د دې پريکړو په بهېر د سياسي گوندونو په پرتله دا او هغه کورنۍ او يا دا او هغه وگړی تاثېر او نفوذ و تاثېر لرې.
  په افغانستان کي دواړو چپو او ښیې سياسي گوندونو چي پرون په افغانې ټولنه کي واکمن وو او اوس هم د ټولنې د " سياسي رهبر" کيدو دعوې لرې تر اوسه يې د دې زړه او شهامت نه موندلی چي د ټولنې په وړاندي او د هغو زرگونو خپلو غړو او  وگړو په وړاندي چي د دوې په خوا راغلل او د دوې د سياستونو له پاره يې ځانونه يې قربان کړل دخپلو تېرو تگلارو او کړنو مسؤليت واخلې او په خپلو بې شمېرو خطاگانو او تېروتنو اعتراف او د هغوې له عمله بښنه وغواړې. دا گوندونه تر هغوې چي د خپلو تېروتنو د منلو شهامت تر لاسه نکړې نه بايد د ټولنې د " سياسي مشرتوب" دعوي وکړې او نه ټولنه په هغوې باور کوي.  په دموکراتيکو او ازادو ټولنوکي د سياسي گوندونو په وسيله د خپلو تېروتنوڅېړنه د دوې د سياسي ژوند يوه نه بليدونکې برخه گرزيدلې ده. خو په افغانستان کي په هماغه زاړه قبيلوي او ترايبالستې دود سره د تېروتنې منل دکمزورې او بې غېرتې په مانا دي.
                                                                                                         دستگېر خروټی