منبع : اکادمی علوم - د افغانستان د سمییزو مطالعاتو مرکز


خوشحال روهی

په پاکستان کې وروستی بحران او طالبيزم


د ۲۰۰۷ کال له پيل راهيسې پاکستان د يو لړ داسې پېښو او انکشافاتوشاهد و ، چې دا هېواد يې د بې ثباتۍ د ژور ګړنګ غاړې ته نږدې کړی او د ځينو په عقيده حالات په دې هېواد کې داسې ځای ته رسېدلي ، چې بدلون پکې حتمي ښکاري. دا بدلون يا بايد د پاکستان په پالېسۍ کې او يا هم د پاکستان په حکومت کې منځته راشي . د پاکستان سياسي حالت ، د قدرت پرسرسیاليو او استخباراتي لوبو داسې بڼه غوره کړې ، چې نور يې د نړيوالو لپاره منل ، د پاکستان د ولس لپاره زغمل او د جنرال پروېز مشرف لپاره ادامه ناشونې ښکاري .

لومړی غواړم هغو مهمو پېښو ته په لنډه توګه اشاره وکړم ، چې په وروستيو څو مياشتو کې يې پاکستان له ژور بحران او فشار سره مخ کړی دی :

1 ـ پاکستان ته د امريکې د ولسمشر مرستيال ډېک چيني سفر : دروان کال په مارچ کې د امريکې د ولسمشر مرستيال ډېک چينی په ناڅاپي توګه اسلام آباد ته سفر وکړ او له جنرال پروېز مشرف سره يې وکتل . که څه هم دکتنې جزئيات څرګند نه شول ، خو ويل کيږي چې ډېک چيني له ډېر توند پيام سره مشرف ته په ګوته کړل ، چې که پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جدي عمل ونه کړي ، نور به د جورج بوش لپاره د ده ملاتړ ګران وي . ويل کيږي ، چې ډېک چيني د هغې لايحې په اړه مشرف ته خبرداری ورکړ ، چې دموکراتانو په کانګرس کې له پاکستان سره د مرستو د بنديز په اړه برابره کړې وه . پاکستان د۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر يولسمې وروسته له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه ، هره مياشت له امريکې څخه ۸۰ مليون ډالره ، چې د کال ۱ مليارد ډالر کيږي مرسته تر لاسه کوي . د امريکې په کانګرس کې اکثريت دموکراتان وايي ، چې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان مبارزه د قناعت وړ نه ده اوتر نورو مرستو دمخه پاکستان بايد لومړی په دغه مبارزه کې خپل صداقت ثابت کړي .

د ډېک چيني تر سفر وروسته ، له معمول سره سم، پاکستان يو څه سمبوليک حرکات پيل کړل ، يو شمېر طالبان يې ونيول او د ترهګرو په وړاندې يې د افغانستان او ناټو له ځواکونو سره همکاري او همغږي زياته کړه او دهمدغې همکارۍ په نتيجه کې يو شمېر طالب ډلې له پولې څخه تر اوښتو وروسته سمدلاسه وځپل شوې .خو داډول حرکات معمولاً مؤقتي وي او يوازې د فشار د دفع کولو په موخه ترسره کيږي .

2 ـ په جنوبي وزيرستان کې دازبک اورپکو او قبايلي جنګياليو تر منځ جګړه : څه موده وړاندې په جنوبي وزيرستان کې د ازبک اسلامي اورپکو او وزير قبايلو تر منځ خونړۍ جګړه ونښته . په دغه جګړه کې شاوخوا ۲۵۰ تنه ازبک اورپکي او ۵۰ قبايلي جنګيالي ووژل شول . داعظم ورسک ، شين ورسک او د جنوبي وزيرستان يو شمېر نورې سيمې له ازبکو څخه تصفيه شوې . داسې ښکاري ، چې په دې جګړه کې پاکستاني پوځ هم مداخله کړې وي ، خو پخپله د پاکستان پوځ وايي ، چې دوی يوازې د احتياط له مخې حاکمې سيمې نيولي خو په جګړه کې يې مداخله نه ده کړې . دغو جګړو د پاکستان حکومت ته ډېره ښه موقع په لاس ورکړه ، چې له وزيرو قبايلو سره د کړي تړون پر حقانيت ټينګار وکړي . د دوی په وينا وزير قبايلو خپل تړون ته د ژمنتيا له مخې بهرني اورپکي له خپلو سيمو وايستل، خو بې پرې شننونکي وايي ، چې دا جګړه له تړون سره هېڅ تړاو نه لري .

اصلي خبره دا ده ، چې ازبک اورپکو له خپل ټغر څخه پښې ډېرې غځولې وې او په جنوبي وزيرستان کې يې نه يوازې د کوربه واکونه خپل کړي وو ، بلکې د کوربه په وژلو پسې يې هم رااخېستې وه . د ازبک اورپکو مشر طاهر يولداش ، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر هم دی تر هغو وروسته ، چې له جمعه نمنګاني سره يو ځای پر کال ۱۹۹۹ د تاشکند په بمي چاودنو تورن شو ، له خپلو يو شمېر پلويانو سره چېچن او بيا افغانستان ته راغی . جمعه نمنګاني، چې هغه وخت د غورځنګ مشر و ، افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو تر راتګ وروسته دافغانستان په شمال کې ديوه هوايي بريد له امله مړ شو او د ده پر ځای طاهر يولداش د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مشر وټاکل شو .( ۱ )يولداش له خپلو پلويانو سره د يو زيات شمېر نورو افغان ، عرب او چېچن طالبانوپه څېر د ډيورنډ ترکرښې هاخوا وزيرستان ته پناه يوړه . ازبک اورپکوته په واڼه کې د احمدزيو وزيرو له خوا تود هرکلی وويل شو او په آسانۍ سره پناه ورکړل شوه . د ازبکو مشران طاهر يولداش او قاري فاروق ډېر ژر د واڼه په جوماتونو کې د تکړه واعظانو او خطيبانو په توګه وځلېدل . (۲ )

پاکستاني پوځ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال په نوامبر کې د بهرنيو اورپکو پر ضد د وزيرستان د اعظم ورسک په سيمه کې عمليات وکړل ، د عملياتو په ترڅ کې ۱۰ تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول . د ۲۰۰۴ کال په مارچ کې ، چې پاکستاني پوځيانو د جنوبي وزيرستان په ( کلوشه ) کې عمليات وکړل ، له جدي ستونزو سره مخ شول او پته ورته ولګېده ، چې له کوم عادي دښمن سره نه دي مخامخ . د همدغو ظاهري ستونزو له امله پاکستان د خپل سرخوږي او مسووليت د راکمولو او افغانستان ته د ستونزو د زياتولو په موخه لومړی ځل په ۲۰۰۴ او دوهم ځل د ۲۰۰۵ کال په فبروري کې له وزير قبايلو سره د سولې تړون لاسليک کړ . د دغه تړون له مخې قبايل مکلف وو ، چې بهرني اورپکي له خپلو سيمو وباسي او د ترهګرو عملياتو مخه ونيسي ، د دې په وړاندې د پاکستان پوځ مکلف و ،چې د قبايلو په چارو کې به لاسوهنه نه کوي او هلته به له پوځي عملياتو څخه ډډه کوي . خو دغه تړون يو اړخيزه پلی شو ، مانا دا چې د قبايلو په سيمه کې بهرنيو اورپکو اوکورنيو طالبانو ته د آزاد فعاليت او پياوړو مرکزونو د جوړولو زمينه برابره شوه ، د بهرنيواورپکو شمېرنور هم زيات شو تر دې ، چې دوی د سيمې په واکمنانو بدل شول . ازبک اورپکو له خپلې شړۍ پښې ډېرې پسې وغځولې، د قبايلو په چارو کې يې لاسوهنه پيل کړه او د دوو کلونو په ترڅ کې يې شاوخوا ۲۰۰ حکومت پلوي قبايلي مشران ، د استخباراتو مأمورين او د دوی قبايلي مرستندويان ، ژورنالېستان او نور حکومتي مأمورين په بې رحمۍ سره ووژل . خو تېريو کال د ازبکو په وړاندې قهر او غوسه مخ په زياتېدو شول ، وېرې او کرکې د خواخوږۍ ځای ونيو . حالات هغه وخت مخ په بدلېدو شول ، کله چې له افغانستان څخه طالب مشرانو په وزيرستان کې د سيمه ييزو طالبانو په جوړښت کې بدلون راوست . مولوي عمر ، چې د قوماندان نېک محمد پر ځای د ټولو احمدزيو وزيرو د ملېشو مشري کوله ، د ده پر ځای مولوي نذير وټاکل شواو د ده له ټاکل کېدو سره څو داسې پېښې رامنځته شوې ، چې د ازبکو برخليک يې وټاکه :

الف ــ طالبانو او په وزيرستان کې د دوی ملاتړو دا درک کړه ، چې ازبکان د يو شمېر وژنو تر شا لاس لري ، چې مهمه پېښه پکې د مارچ په ۱۳ د شيخ الاسد وژنه وه . شيخ اسد د سعودي عربستان تبعه و او د طالبانو تر منځ يې ډېر درناوی کېده ، ده ته د پيسو د بوجۍ په سترګه کتل کېدل .

ب ـ ازبک ملېشو له هغو قوماندانانو سره لاس يو کړ ، چې د معزول شوي مولوي عمر له خوا يې مشري کېده . مولوي عمر ، چې د مولوي نذير سيال ګڼل کيږي ، دسيمې يوه مهمه څېره ده .

ج ـ دازبکو لاسوهنو د وزيرو تر منځ قبيلوي اختلافاتو ته لمن ووهله . مولوي عمر د وزيرو د احمد زيو په څانګه پورې تړلی ، حال دا چې مولوي نذير د يوې بلې پښې يعنې غلام خېل غړی دی او د مولوي جلاالدين حقاني ملا تړ هم ورسره دی . دغې سيالۍ هم د سيمې په نښتو کې مهم رول ولوباوه .

د ـ ازبک اورپکي له امريکايانو سره تر جهاد زيات له پاکستان سره د جګړې لېوا له وو ، د دوی په اند تر بهرنيو کفارو ، له کورنيو خاينينو سره جهاد لومړيتوب درلود . دا ډول فکر د پاکستاني چارواکو لپاره د زغم وړ نه و .

مولوي نذير هڅه وکړه د ازبکو د خپل سريو مخه ونيسي ، په همدې موخه يې يو کال وړاندې د خپلو پلويانو يوه غونډه راوبلله ، چې د ازبکو پر برخليک خبرې وکړي . په دې غونډه کې قاري عثمان جان ، چې د طاهر يولداش استازېتوب يې کاوه ، هم ګډون کړی و . که څه هم نوموړي په غونډه کې موافقه وکړه ، چې د قبايلو قومانده او مشري به مني ، خو خپل سريو همداسې دوام وکړ .

تر وروستۍ نښتو دوې اونۍ دمخه يو حکومت پلوي قبايلي مشر ، چې دوه ځله يې ځان د ازبکو له بريده ژغورلی و ، پرېکړه وکړه ، چې د خپلو دريخېلو قبايلو په مرسته د ازبکو مخه ونيسي . مولوي نذير ، چې تر دې دمه بې پرې و ، هم له دوی سره ملګری شو او د ازبکو پر ضد يې عمليات پيل کړل او لکه د مخه ، چې وويل شول له ده سره د طالبانو د يوه مهم مشر حقاني مرسته هم مله وه .

قبايلي لښکر جوړ شو او د ازبکانو په وړاندې عمليات پيل شول . که څه هم ملا دادالله او بيت الله محسود د شخړې داوارۍ لپاره سيمې ته ورسېدل او ازبکانو ته يې د سيمې د پرېښودو او په افغانستان کې د جهاد بلنه ورکړه ،خو کومه ګټه يې ونه کړه او د دوو اونيو په ترڅ کې شاوخوا ۲۵۰ ازبکان ووژل شول او پاتې هم له سيمې څخه وشړل شول .

دازبکو تر تصفيې وروسته احمد زيو وزيرو د ملا وزير تر مشرۍ لاندې په واڼه کې جرګه وکړه ، په دغه جرګه کې پرېکړه وشوه ، هر چا چې بهرنيو اورپکو ته په خپل کور کې پناه ورکړه يو مليون روپۍ به جريمه ترې اخېستل کيږي ، کوربه يې سوځول کيږي ، د سيمې پخواني مأمورين به بېرته رابلل کيږي او د ملا وزير تر مشرۍ لاندې به د سولې يوه کمېټه جوړيږي .(۳ )

په دې توګه هغه ازبک ملېشې ، چې تر امريکې يې دپاکستان په وړاندې جهاد ته لومړيتوب ورکاوه له سيمې وشړل شوې او احتمالاً په هلمند کې يې د طالبانو ليکې پياوړي کړې او له بلې خوا د جلال الدين حقاني تر نفوذ لاندې د طالبانو واکمني نوره هم ټينګه شوه او هغه بهرني اورپکي لکه عرب او چېچن ، چې لا هم په شمالي وزيرستان کې دېره دي د سيمه ييزو طالبانو انقياد ته لا زياته غاړه کېښوده.

3 ـ د باجوړ تړون :د وزيرستان تر تړون وروسته د روان کال د مارچ په ۱۷نېټه د پاکستان د سولې کمېټې په باجوړ کې له قومي مشرانو سره يو شفاهي تړون وکړ ، چې له مخې به يې پاکستان په باجوړ کې له پوځي فعاليتونو لاس اخلي او د دې په وړاندې به باجوړي قبايل بهرني اورپکي له خپلو سيمو وباسي او اجازه به نه ورکوي ، چې په افغانستان کې د بريدونو په موخه له پولو واوړي . د تړون پر مهال د باجوړ له خوا د ملېشو مشري مولوي فقير محمد کوله . مولوي فقير محمد د اسلامي شريعت د نفاذ يا پلي کولو مهم مخکښ دی . ده د ۲۰۰۱ په اکټوبر کې د امريکې پر ضد د طالبانو مرستې ته ۱۰۰۰۰قبايلي جنګيالي تيار کړي و ، چې يو زيات شمېر يې عملاً د طالبانو مرستې ته ورودانګل . د ( جېمز ټاون فاونډېشن ) فقير محمد د الظواهري پاکستاني متحد بولي . د ۲۰۰۶ کال په جنورۍ کې د الظواهري د وژنې په موخه ، د ده پر کلي ( ډمه ډوله ) باندې د امريکايي ځواکونو له خوا هوايي بريد وشو . په پېښه کې الظواهري او فقير محمد بچ شول ، خو د القاعدې يو بل مهم غړی( ابو جناب المصري) او څو نور کسان ووژل شول . د ۲۰۰۶ په اکټوبر کې فقير محمد ، بن لادن او ملا عمر ته د داسلامي نړۍ د اتلانو لقب ورکړ او له دوی سره يې د ګډ جهاد ژمنه وکړ ه . تر دې څو ورځې وروسته امريکايي ځواکونو د ده پر مدرسه ( چينګي مدرسه ) هوايي بريد وکړ او ۸۴ تنه ، چې د فقير محمد مرستيال لياقت حسين هم پکې و ، ووژل شول . تر دې وروسته باجوړ پر ختيځ افغانستان د بريدونو لپاره د القاعدې د قوماندې او کنټرول پر مرکز واوښت . فقير محمد پر مدرسې د بريدپه غچ ، په ( درګي ) کې دپاکستاني پوځيانو پر يوه اډه بريد وکړ او ۴۵ تنه يې پکې ووژل . تر دغې پېښې وروسته، پاکستان په باجوړ کې د سولې دتړون په لټه شو . ويل کيږي ، چې د دغه تړون تر شا د آی اس آی د متقاعد جنرال حميد ګل لاس دی . حميد ګل د ملا عمر او بن لادن نږدې ملګری دی او فکر کيږي ، چې د ۱۹۹۸ کال د امريکې د کروز توغنديو د بريد په اړه اسامه بن لادن ته خبرتيا همده ورکړې وه . حميد ګل هڅه وکړه د پاکستان له سترې محکمې څخه ، په باجوړ کې د دغه هېواد د پوځي فعاليتونو د مخنيوي لپاره يو دستور تر لاسه کړي ، دا چې دستور تر لاسه شو که نه ، خو تړون وشو . (۴ )

په دې توګه ښکاري ، چې پاکستان نه يوازې په باجوړ کې د طالبانو مخه نه نيسي ، بلکې د تړون په پلمه لا زياته خاوره او امکانات په واک کې ورکوي .

4 د قاضي القضات برطرفي : د۲۰۰۷ کال د مارچ په 9 نېټه پروېز مشرف د پاکستان قاضي القضات افتخارحسين چودري له دندې ګوښه کړ . له دندې څخه د لرې کېدو اصلی لامل د هغه دا دريځ ګڼل کيږي ، چې ويلي يې و پروېز مشرف بايد تر انتخاباتودمخه د لوی درستيز له دندې څخه تېر شي ، او دا هغه څه دي ، چې پروېز مشرف يې منلو ته چمتو نه دی . دقاضي القضات له ګوښه کېدو سره په پاکستان کې يو لوی اړو دوړ رامنځ ته شو ، ډېرې لويې مظاهرې ترسره شوې ، اعتصابونو دلویو ښارونو ژوندګډوډکړ اوپه کراچۍ کې د وروستيو اعتراضونو په ترڅ کې درنه مرګ ژوبله هم پېښه شوه . له قاضي القضات څخه يو شمېر مذهبي ګوندونو او د متحده مجلس عمل مشرانو لکه مولانا فضل الرحمن اومولانا سميع الحق ملاتړ وکړ. د قاضي القضات مرستيال اعلان وکړ ، چې دوی به هماغه کار وکړي ، چې مشرف له نواز شريف سره ترسره کړی و ، خو له قانوني لاروڅخه به کار واخلي . په همدې موخه افتخار حسين چودري د پاکستان د لويو ښارونو دورې پيل کړې او دا دورې اوس هم ادامه لري .

5 ـ په اسلام آباد کې د لال مسجد پاڅون : بله مهمه پېښه په اسلام آباد کې دجامعه حفصه او جامعه فريديه د طالبانو بغاوت او هغه هڅه ده ، چې غواړي قانون په خپل لاس کې واخلي او اسلامي شريعت پلی کړي . د اپرېل په مياشت کې د لال مسجد خطيب او د جامعه حفصه او فريديه مشر مولانا عبدالعزيز د نفاذ شريعت او عظمت جهاد تر سرليک لاندې يو کنفرانس ته دوينا پر مهال له حکومت څخه وغوښتل ، چې د يوې مياشتې دننه اسلامي شريعت پلی کړي ، د فحاشۍ ټول مرکزونه وتړي او له ښار څخه ټول لوڅ پوسټرونه او عکسونه ټول کړي . ده د ويډيو او موزيک ټولو هټيوالو ته د مرستې وړانديز وکړ ، چې د خپلو هټيو بڼه بدله کړي او بدلمنو ښځو ته يې دشرافتمندانه ژوند په برابرولو کې د مرستو ژمنه وکړه . ده ګواښ وکړ ، چې که حکومت دشريعت له پلي کولو څخه ډډه وکړي ، نو دوی به پخپله ګامونه اوچت کړي او چې که حکومت يې مخه ونيسي نو دوی به پر ځانمرګو بريدونو لاس پورې کړي . ده همداراز د اسلامي شريعت محکمې دجوړولو اعلان هم وکړ . ( ۵ ) د کنفرانس په پای کې مولانا عبدالعزيز د يونيم مليون روپيوپه بيه هغه سي ډي او ويډيو کسټونه په عام محضر کې وسوځول ، چې يوه هټيوال پخپله خوښه تسليم کړي وو . د اپرېل په شلمه نېټه مولانا عبدالعزيز خپلو پلويانو ته وويل ، چې او س د دې وخت راغلی چې يا به شريعت وي يا شهادت او د اپرېل په ۲۳ مه نېټه مولانا عبدالعزيز په لال مسجد کې وويل ، چې د مشرف حکومت يو غير اسلامي حکومت دی او دهر مسلمان ديني فريضه ده ، چې د هغې په وړاندې جهاد وکړي او د اسلام قانون واکمن کړي .

په دې توګه د جامعه حفصه او جامعه فريديه نارينه او ښځينه طالبانو پاڅون وکړ ، ښځينه طالبانود ماشومانو يو کتابتون ونيوه ، د فحاشۍ پر مرکزونو يې بريد وکړ، په لومړي ځل يې درې ښځې او يو ماشوم او وروستی ځل يې پنځه چينايي ښځې له يوه سړي سره د بدلمنۍ په تور وتښتول او نارينه طالبانو بيا دوه تنه پوليس يرغمل ونيول . همداراز د لال مسجد مشرانو مولانا عبدالعزيز او مولانا عبدالرشيد* ، چې دواړه سره وروڼه دي ، دقاضي کورټ په نامه د اسلامي شريعت يوه محکمه جوړه کړه . دغې محکمې د لومړني ګام په توګه په پاريس کې له يوه پيلوټ سره د تورېزم وزيرې نيلوفر بختيار لوڅ سر او غير اسلامي څرګندېدل له اسلامي شريعت سره مخالف عمل و ګاڼه او له حکومت څخه يې وغوښتل ، چې هغې ته سزا ورکړي او له کابينې څخه يې وباسي . ( ۶)

د دې په وړاندې جنرال مشرف له ډېر زغم څخه کار واخېست او د لال مسجد مشرانو سره يې د خبرو لپاره د مسلم ليګ مشرشجاعت حسين وګوماره . د ه وويل ، چې حکومت له زغم نه کار اخلي خو بې قانونۍ ته به په هېڅ بيه اجازه ورنه کړي . ده زياته کړه ، چې د حکومت ارزښتونه د معاملې وړ نه دي او هېڅ ډله نه شي کولی د خپلې خوښې او خپل ماډل اسلام پر خلکو تحميل کړي ، د ځانګړي فکر تحميلول او ځانمرګي بريدونه ټول غير اسلامي اعمال دي .

ځينې شنونکي د دغو پېښو تر شا دسيسه ګوري اووايي ، چې پروېز مشرف غواړي له دغو نمايشونو او ډراموسره لوېديځوال د پاکستان له افراطي کېدو څخه ووېروي او هغوی ته داسې وښيي ، چې ګواکې جنرال مشرف يوازېنی سړی دی ، چې د طالبانواو بنسټپالو په وړاندې درېدی شي . د دوی په ګومان مشرف د هغه فشار په وړاندې ، چې په پاکستان کې د دېموکراسۍ او خپلواکې قضا غوښتنه کوي دا ډول نمايشونه پيل کړي دي . دا چې جنرال مشرف وايي ، ما ځکه پر جامعه حفصه او جامعه فريديه له بريدڅخه ډډه وکړه ، چې طالبانو ته زيان ونه رسېږي او بل داسې ونه انګېرل شي ، چې ګواکې دا د کفر او اسلام جګړه ده . د دې په وړاندې منتقدين وايي ، چې که مشرف داسې د جومات او انسانانو پروا ساتله نو څنګه يې په باجوړ کې د ضيأالعلوم ‎پر مدرسې د هوايي بريد په ترڅ کې ۸۰ تنه طالبان ووژل . بل دا چې په پاکستان کې د تښتونې د جرم سزا لږ تر لږه ۷ کاله ده ، نو په کوم دليل دغه مجرمين وبښل شول . د دوی په وينا جنرال مشرف په خپله د همدغو طالبانو تر شا ولاړ دی ، خو له دې څخه غافل دی ، چې طالبان هغه دېو ته ورته دي ، چې يو ځل له بوتل( کوزې ) څخه خوشی شي بيا يې بېرته د ننه کول څه اسان کار نه دی . يو شمېر شنونکي داسې انګېري ، چې په پاکستان کې دغه ډول حرکات يوازې د هغو مذهبي ډلو له خوا تر سره کيږي ، چې په پټه يې د حکومت ځينې پټې شبکې کنټرولوي ، يعنې د طالبانو کوم آزاد حرکت په پاکستان کې داسې هڅې نه شي تر سره کولای . د جميعت العلمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن هم د لال مسجد پاڅون ته د شک په سترګه ګوري او توريې لګولی ، چې د جامعه حفصه او لال مسجد د حرکت تر شا د آی اس آی لاس دی او غواړي په دې توګه ديني مدرسې بدنامه کړي . ( ۷ ) خو د دې په وړاندې مولانا فقير محمدله باجوړ څخه او مولانا فضل الله له سوات څخه د مولانا عبدالعزيز او مولانا عبدالرشيد غازي د مرستې غوښتنې ته لبيک ووایه او داسلامي شريعت د نفاذ په لاره کې يې د دوی له هلوځلو د ملاتړ اعلان وکړ. مولانا فضل الله خو سمدستي سيدو شريف ته نږدې په ( مېنګوره ) او ( کبل ) کې د دوی په ملاتړ مظاهرې راوبللې او پر طالب نجونو يې د اوښلن ګاز استعمال وغانده .

د وروستي اړو دوړ په اړه يو ځل جنرال مشرف وويل ، چې يو شمېر خلکو له ده څخه غوښتنه کړې ، چې له بحران سره د مقابلې لپاره دې پارلمان او اسامبلۍ ړنګ کړي ، خو ده نه ده ورسره منلې .( ۸ ) همدغو خبرو له ځينو شنونکو سره داسې اندېښنه پيدا کړې ، چې ښايي مشرف به غواړي همداوروستی اړودوړ پلمه کړي او د پارلمان د ړنګولو او د ټاکنو د ځنډولو لپاره کار ترې واخلي .

پر دغو مهمو پېښو سربېره ، په پاکستان کې هره ورځ داسې پېښې روانې وي ، چې عادي بڼه يې غوره کړې خو د سرطان په څېر ريښې غځوي او ورځ په ورځ دا هېواد د تباهۍ ګړنګ ته ورنږدې کوي . ديوې نړيوالې څېړنې له مخې که افغانستان د بې ثباتو هېوادونو تر منځ اتم ځای لري نو پاکستان هم دولسم ځای نيولی او د بنسټپالنې او ترهګرۍ په ځاله او داسې يومرکز اوښتی ، چې نه يوازې سيمه بلکې ټوله نړۍ يې بې ثباته کړې ده .

اوس به په لنډه توګه هغو لاملونو ته نظر واچوو ، چې پاکستان يې تر دغې ورځې رارسولی دی .

په پاکستان کې د بنسټپالنې او طالبي کېدنې تاريخي شاليد( پس منظر) :

شپېته کاله وړاندې د افغانستان په ګاونډيتوب کې د اردو ترکيبي ژبې په څېر يو نوی ترکيبي او التقاطي هېواد رامنځته شو . لکه اردو ژبه ، چې د څو ګاونډيو ژبو له ترکيب څخه داسې منځته راغله ، چې پنجابي ژبه پکې واکمنه وه ، همدارنګه پاکستان هم د ګاونډيو هېوادونو له غوڅو شويو ټوټو څخه د پنجاب تر واکمنۍ لاندې رامنځته شو . دغه نوی هېواد له هماغه پيل څخه پر اسلام دسياسي تجارت پر بنسټ جوړ شو . د پاکستان جوړېدل د دې تر څنګ ، چې هند مېشتي مسلمانان يې پر دريو برخو يعنې په هندوستان ، پاکستان او بنګله دېش کې سره ووېشل, يو زيات شمېر ولسونه لکه افغانان ، کشميريان ، بلوڅان او حتی پخپله پنجابيان يې هم سره ووېشل . داچې د وېش پرسرد څومره مسلمانانو وينې تويې شوې ، پخپله يو لوی بحث دی . ويل کيږي ، چې اساساً د هند د وېش مفکوره په انګلستان کې د يوه چودري له خوا وړاندې شوه ، چې وروسته علامه اقبال پياوړې کړه . په غالب ګومان چودري ته دا فکر د انګرېزانو د خفيه کړيو له خوا ورکړل شوی و . خبره له منطق څخه لرې هم نه ده ، ځکه کله چې برتانيا اړ شوه خپل فزيکي استعمار ته پای ورکړي نو هڅه يې وکړه د هېوادونو او ولسونو دوېش له لارې د دايمي لاسوهنې او غير مستقيم استعمار لپاره لاره هواره کړي ، چې بېلګې يې موږ له فلسطين څخه تر چين او کوريا پورې لېدلی شو .

د هند تر وېش وروسته پاکستان لکه پښتانه يې چې دخود اراديت له حقه محروم کړل د دې پرځای ، چې د کشميريانو خپلې پرېکړې ته انتظار وباسي پر کشمير باندې يرغل وکړ او د کشمير هندي الاصله ګورنر ( راجا هري سنګ ) ته يې پلمه په لاس ورکړه ، چې له هند سره خپل الحاق اعلان کړي اوکله چې په دې کار کې د کشميريانو مشر ( شيخ عبدالله ) هم ورسره ملګری شو نو لکه پښتانه ، کشميريان هم سم دم په دوه برخو ووېشل شول . ( ۹ ) پاکستان په خپل لومړني يرغل کې د پښتنو قبايلو له اسلامي احساساتو څخه ډېره ګټه واخېسته او دقبايلو داوطلب لښکر يې پر کشمير وروخېژولو . کله چې انګرېزانو اعتراض وکړ نو پاکستان وويل ، چې دا خو د قبايلو مجاهدين دي ، چې په خپل سر يې بريد کړی . عيناً لکه نن ورځ ، چې له يوې خوا يو شمېر پښتانه د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره استعمالوي او له بلې خوا يې نړۍ ته د وحشي ، ترهګر او بنسټپالو په توګه ورمعرفي کوي . پر کشمير باندې د پاکستان د يرغل نقشه خو ناکامه شوه ، خو هم دا د کشمير مسأله د سيمې لپاره د ناسور په يوه زخم او د پاکستان په بهرني او کورني سياست کې په يوه حياتي مسأله واوښته او له بده مرغه له پيل څخه تر ننه پښتانه په دغه لوبه کې ډېر بد استعمال شوي دي. له هماغه وخت راهيسې پښتنو او په ځانګړې توګه ازادو قبايلو ته د کشمير په جګړه کې د بالقوه لښکر په سترګه کتل کيږي . پاکستان په آګاهانه توګه هڅه کړې ، چې آزاد قبايل يا ( فاټا ) سيمې له تمدن څخه لرې وساتي او هرکله يې چې زړه وغواړي د اسلام په نامه يې استعمال کړي . همداراز د کشمير د داعيې لپاره اسلامي ګوندونو ته په لوی لاس وده ورکړل شوه ، خو همدغو ګوندونو بيا پخپل وار په آی اس آی او د پاکستان پوځ کې ډېر نفوذ وکړ او په برلاسي عناصرو بدل شول . د کشمير مسأله د پاکستان لپاره دومره حياتي وګرځېده ، چې د ځينو په اند لکه د اسلام له نامه څخه ، چې د پاکستان په جوړېدو کې ګټه واخېستل شوه ، د کشمير له مسألې نه د پاکستان د بقا لپاره استفاده کيږي او د دوی په وينا که د کشمير موضوع حل شي کېدای شي پاکستان هم تجزيه شي . همدا دليل دی ، کله چې پاکستان له کورني اړودوړ سره مخامخ کيږي نو د کشمير مساله راپورته کوي .

د دې تر څنګ پاکستان له ديني مدرسو څخه هم د کشمير او افغانستان پر ضد پراخه استفاده کړې ده . که څه هم ديني مدرسې په پاکستان کې پخوانۍ سابقه لري خو دغو مدرسو ته پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال د جنرال ضيأالحق په واکمنۍ کې ځانګړې پاملرنه وشوه او د مدرسو شمېر له زرو څخه يولس زرو ته پورته شو او د طالبانو شمېر يې کابو يو ميليون ته ورسېد . ( ۱۰ ) جنرال ضياء له دغو مدرسو سره سياسي او اقتصادي مرستې پيل کړې او هغوی ته يې د جومات او مدرسې لپاره ځمکې هم ورکړې . په پاکستان او ځانګړې توګه د افغان مهاجرو تر منځ پراخه بې وزلي ، د زده کړې له امکاناتو څخه بې برخېتوب ، د جګړې له امله دډېرو ماشومانو بې کسي هغه لاملونه وو ، چې ډېر ژر يې د مدرسو خونې ډکې او د طالبانو ليکې پياوړې کړې . همدا مدرسې ډېر ژر د افغان مجاهدينو اوورسته د طالبانو پر پوځي اډو او روزنتونونو بدلې شوې او تر نن ورځې پورې د آی اس آی له لوري په خلاص مټ کارول کيږي . خو همدا مدرسې اوس دومره پياوړې شوي ، چې کله کله د قانون واکمني ننګوي او له حکومت سره ډغرې وهي . که څه هم د پاکستان واکمنانو وخت پر وخت د دغو مدرسو د راجستر کولو او پخپله ګټه کارولو هڅه کړې ، خو د پام وړ نتيجه يې نه ده ورکړې . همداراز څرنګه ، چې پاکستان د خپل جوړښت راهيسې له عربي هېوادونو څخه د اسلام په نامه ډېرې مرستې تر لاسه کړي ، نو د دغو مدرسو په تمويل کې يې هم دوی ته ازاد لاس ورکړی و . عربي هېوادونو نه يوازې د کشمير په مسأله کې پاکستان ته لاس ورکړ ، بلکې د روسانو پر ضد يې هم بې درېغه مرستې ورسره وکړې . خو دمرستو تر څنګ له عربي هېوادو څخه اسلامي بنسټپالنه ، وهابيت ، فناتېزم او بالاخره د القاعدې په څېر ترهګرې ډلې هم پاکستان ته راننوتل .

د کشمير د مسألې تر څنګ ، په وروستيو دېرشو کلو کې له ( فاټا ) سيمو څخه په افغانستان کې د روسانو د ‎يرغل په وړاند ې د آی اس آی ، سي آی اې ، سعودي عربستان او يو شمېر اسلامي، تر هګرو او مافيايي ډلو له لوري په پراخه کچه کارواخېستل شو . په دغه فقر ځپلې سيمه کې د جګړې اقتصاد په اسانۍ او چټکۍ سره وده وکړه او دغه اقتصاد تر ننه پورې د توپک او ترياکو په مټ د خداى په لار كې د جهاد خدای په نامه چلول کيږي . د افراسياب خټک په وينا شاوخوا نيم مليون کسان په دغه جګړه کې سوسيالايزاو وروزل شول . (۱۱)

که پخوا به انګرېزانو ( فاټا ) سيمو ته يوازې د افغانستان او روسانو په وړاندې د بفر زون ( حايل سيمې ) په سترګه کتل او له تمدن څخه يې محروم ساتل ، نوجنرال ضياء دغو سيمو ته په افغانستان کې د يوه لاسپوڅي حکومت پر لوري د پل په سترګه کتل او غوښتل يې له يوې خوا د تل لپاره د ډيورنډ له ستونزې څخه ځان بې غمه کړي او له بل لوري افغانستان د هند په وړاندې د ستراتېژيک عمق لپاره وکاروي . په دې مانا چې يو به وروسته پاتې او تحت الحمايه افغانستان او قبايلي سيمې د کشمير په جګړه کې د مجاهدينو بې پايه زيرمې برابرې کړي او بل که اړتيا پېښه شوه لکه ستالين ، چې په دويمه نړيواله جګړه کې يې د جرمني له بريد څخه خپل پوځي درانده صنايع د ختيځ خواته انتقال کړل ، دوی به خپل درانده صنايع افغانستان ته انتقال کړي .

ضياءالحق په همدې موخه د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې روڼ اندي او ملتپاله ډلې بې درېغه وټکولې او د خپلې خوښې تنظيمونو ته يې وده ورکړه او بهرنۍ مرستې يې د همدوی تر منځ ووېشلې .

همداراز ده د پاکستان د ننه د پښتون نشنلېستانواو پښتونستان داعيې د ځپلو لپاره هم په پښتنو سيمو کې اسلامي ګوندونو ته وده ورکړه . په ۱۹۹۶ کال کې د فاټا په سيمه کې ټولو بالغو کسانو ته د رأيې حق ورکړل شو ، څرنګه چې ملي ـ سياسي ګوندونو د کانديدکېدو حق نه درلود نو تر ټولو زياتې رأيې ملايانواو په ځانګړې توګه د مولانا فضل الرحمن د جميعت العلما ګوند غړو تر لاسه کړې . همداراز په وروستيو ټاکنو کې اسلامي ګوندونه په صوبه سرحد او صوبه بلوچستان کې بر لاسي شول او په صوبه سرحد کې د اسلامي ګوندونو ايتلافي ( متحده مجلس عمل ) حکومت رامنځته شو . د دې تر څنګ که په مرکزي اسامبلۍ کې پخوا اسلامي ګوندونو ټول ټال ۷ کرسۍ درلودې نو دا ځل يې ۱۰ نورې پرې ورزياتې کړې او ۱۷ ته ورسېدې . جميعت العلمأ ، چې د پروېز مشرف د حکومت يوه اساسي ستن اود طالبانو مهم ملاتړی ګوند دی ، تر ۲۰۰۱کال وروسته يې طالبانو ته د آی اس آی په مرسته پراخ پناه ځايونه ورکړل .

د طالبانو تر نسکورېدو وروسته ، چې پاکستان د افغانستان په سياسي ډګر کې خپله برخه نه يوازې خواره ولېده بلکې ويې ليدل ، چې افغانستان غواړي د پاکستان له اصلي دښمن يعنې هند سره نږدې اړيکي ټينګ کړي ، نو يې مټې راونغښتې او له بلوچستان او فاټا سيمو څخه يې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او لاسوهنولپاره پراخه استفاده پيل کړه ، طالبان او القاعده يې بېرته تجهيز او سره منسجم کړل او په سيمه کې يې آزاد لاس ورکړ .پاکستانی آزاد ژورنالېست احمد رشيد وايي : بوش په تېرو پنځو کلو کې مشرف ته اجازه ورکړه چې پخپله انتخاب وکړي څوک تعقيب کړي او څوک خوشې کړي . مشرف هم يوازې القاعده تعقيب کړه ، دالقاعدې غړي يې ونيول خو طالبان يې تعقيب نه کړل او امريکې هم په دې برخه کې پر ده فشار ونه غورځاوه . يوازې په وروستيو شپږو مياشتو کې امريکا دې ته متوجه شوې ، چې طالبان اوس تر القاعدې لوی خطر دی . (۱۲)

د پاکستان د مسا يلو يو صاحب نظر وايي ، چې اسلامي بنسټپالنه او د ترهګرۍ کلتور هغه دېو ته ورته دي ، چې يو ځل له بوتل څخه خوشې شي بيا يې د ننه کول ګران دي . همدا دليل دی ، چې نن طالبېزم ، ترهګرۍ ، ځانمرګو بريدونو او بنسټپالنې که د افغانستان ژوند او ژواک حرام کړی نو پاکستان هم چندان ښه ورځ نه ده ليدلې. له پاکستاني اوامرو څخه د ځينو ياغي ډلو د ځپلو په موخه او همدارنګه د امريکې او ناټو د تسلۍ په موخه د ۲۰۰۴ کال په مارچ کې ۸۰۰۰۰ پاکستاني پوځيانو پر قبايلي سيمو بريد وکړ . په دغه جګړه کې ۲۵۰ تنه پاکستاني پوځيان مړه شول ، تر دې وروسته پوځ اته ځلې نور هم بريد وکړ ، خو هر ځلې د طالبانو پښې نورې هم ټينګې شوې . مشرف له ځايي طالبانو سره د معاملې په لټه کې شو او په همدې موخه يې د ۲۰۰۶ د مې په مياشت کې متقاعد جنرال علي محمد ورکزی ، چې پخپله هم قبايلو ته منسوب دی د صوبه سرحد د ګورنر په توګه وټاکه . د ورکزي له ټاکنې سره په سيمه کې د قدرت معادله په بدلېدو شوه او د سياست واګی له سياستمدارانو څخه د پوځ لاس ته او له قبيايلي مشرانو څخه قبايلي اورپکو او ځايي طالبانو لاس ته ورغی او په دې توګه په قبايلي سيمو کې د امن او نظم هغه دوديز سېستم چې د انارشۍ مخه يې نيوله د منځه تللو له ګواښ سره مخ دی .

دورکزي په راتګ سره د ۲۰۰۶ د مې په مياشت کې جلال الدين حقاني له شمالي وزيرستان څخه يوه ابلاغيه خپره کړه ، چې له ټولو کورنيو او بهرنيو طالبانو او اورپکو څخه يې غوښتي و ، چې د پاکستان پر ضد له جګړې لاس واخلي او خپل جهاد يوازې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې پر مخ بوځي . په ابلاغيه کې همدارانګه ويل شوي ، چې په وزيرستان کې بايددطالبانو لپاره ماليه ( عشر ) ټوله شي او د متقابلې همکارۍ لپاره دې اميران ونومول شي . ابلاغيه د اسلامي امارت په نامه صادره شوې وه ، چې د نورو تر څنګ ملا عمر هم لاسليک کړې وه .(۱۳)

ورکزی له طالبانو سره دخبرو او سولې په لټه کې شو . ورکزی هغه سړی دی ، چې ويلي يې و ، د ناټو ځواکونه هسې هم په افغانستان کې ماتېدونکي دي ، نوبهتره ده سر له اوسه له طالبانو سره خبرې پيل کړي او د افغانستان په واک کې يې شريک کړي .ده د ۲۰۰۶ کال په سپټمبر کې ظاهراً دوزيرو له ۴۴ تنو ملکانو سره خو په واقعيت کې له هغو اوو تنو قوماندانانو سره ، چې حقاني نومولي وو، يو تړون لاسليک کړ . د دغه تړون په نتيجه کې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان په اېجنسيو کې د شريعت محاکم ، طالب پوليس او د ماليه ټولولو عامه دفترونه پرانيستل شول او د پاکستان له مرکزي دولت سره موازي د طالبانو دولت هم په کار پيل وکړ . افغانستان ته د طالبانو تګ راتګ آزاد شو، يو زيات شمېر بهرنيو اورپکو هلته پناه واخېسته ، په افغانستان کې د طالبانو بريدونه او په ځانګړې توګه ځانمرګي بريدونه څو چنده زيات شول . همداسې معامله په باجوړ کې هم تکرار شوه ، چې ذکر يې مخکې راغلی .



پايلې :

د پورتنيو عواملو په نتيجه کې بنسټپالنې په پاکستان کې ژورې ريښې وغځولې او بنسټپالنه يوازې په صوبه سرحد او بلوچستان کې ايساره پاتې نه شوه ، بلکې ريښې يې ترسنداو پنجابه هم وغځېدې .

مذهبي او ترهګرو ډلو په ډېرو سيمو کې هڅې پيل کړې ، چې قانون پخپل لاس کې واخلي او موازي حکومت رامنځته کړي . په نتيجه کې په ډېرو سيمو کې د قانون واکمني له منځه تللې اود بېلابېلو ملېشو ، اورپکو ډلو او ياهم مذهبي پوليسو واکمني منځته راغلې او د صوبه سرحد په ځينو سيمو کې خبره بېخي د انارشۍ تر کچې رسېدلې . همدااوس په ټانک ، د ادم خېلو دره او دېره اسماعيل خان کې طالب ډوله ملېشې واکمنې شو ي او د مومند اېجنسۍ او پېښور ترمنځ سيمو پر سر مبارزه روانه ده . په شمالي وزيرستان ، جنوبي وزيرستان او باجوړ کې خو د طالبانو بشپړه واکمني چلېږي او تقريباً هره ورځ يو څوک بهرنيو ځواکو نواو يا د پاکستان حکومت ته دجاسوسۍ په تور ځړېدلي او يا يې سر پرې شوی وي .

د مذهبي ډلو ګواښونه ان تر پېښوره هم رسېدلي دي .په بنو کې طالبانو يوه کمېټه جوړه کړې او پر هغو خلکو يې ۵۰۰۰کلدارې جريمه لګولې ، چې څوک پر نڅا ، موزيک اورېدلو ، تلويزيون کتلو او يا په موبايل کې د موزيک پر کښته کولو ونيول شي . د راپورونو له مخې د بنو د پوليسو آمر هم له دغې کمېټې څخه ملاتړ کړی او ويلي يې دي ، چې پوليس به له دغه کمېټې سره د فساد په ورکولو کې مرسته وکړي . په مردان کې د ښوونځيو نجونو ، تر ګواښل کېدو وروسته د حجاب اغوستل پيل کړي او سلمانيان د ږيرو له خريلو څخه منع شوي . په پېښور ، کوهاټ او دره ادم خېل کې د سي ډي او وېډيو يو شمېر هټۍ الوزول شوي او په لکي مروت کې د يو شمېر سندرغاړو سرونه او برېتونه خريل شوي دي . په صوبه سرحد کې حکومت په ښکاره د همدغو طالبانو دفاع کوي او غواړي په خپله هم طالبي نظام پلی کړي . څه موده وړاندې په صوبه سرحد کې د متحده مجلس عمل حکومت د شريعت د نفاذ يوه لايحه پخپل پارلمان کې پاس کړه او مرکزي پارلمان ته يې واستوله او دا ګواښ يې هم ورسره وکړ ، چې که لايحه رد هم شي دوی به يې پخپله صوبه کې خامخا پلې کوي . د متحده مجلس عمل حکومت ويلي ، چې پر موزيک او نڅا به بنديز ولګول شي . د صوبه سرحد اعلی وزير اکرم درانى وايي ، چې طالبي غورځنګ به په تدريجي او سوله ييزه توګه پر مخ لاړ شي . دی پر يو شمېر حکومتي کړيو تور لګوي ، چې هڅه کوي طالبان بدنامه کړي .

له بلې خوا د سيمې خلک د حکومت له ناکارۍ څخه ، له بې امنۍ ، طالبي قوانينو ، تښتونو او وژنو څخه سږمو ته رسېدلي او په ځينو سيمو کې خلک مجبور شوي ، چې د خپل امن د ساتلو لپاره پخپله اقدامات وکړي . د بېلګې په توګه د جون په ۱۴ نېټه دلکي مروت په سيمه کې مروت قبايلو يوه لويه جرګه رابللې وه . د جرګې ګډون کوونکو دحکومت په ناکارۍ سختې نيوکې وکړې اوپرېکړه يې وکړه ، چې قبايلي لښکر به جوړوي او ټولو سرغړونکو ته به په خپله سزا ورکوي . په دې توګه که ځايي طالبان هڅه کوي قانون په خپلو منګولو کې واخلي نو عام وګړي په ځانګړې توګه قبايلي خلک اړ شوي ، چې د خپلې دفاع لپاره خپل لښکر جوړ او خپل قانون تطبيق کړي .

که څه هم د فاټا سيمې په لوی لاس له نويو مدني پرمختګونه څخه لرې ساتل شوې وې ، خو د کورني امن او نظم لپاره يو قبيلوي دوديز سېستم ، چې ډېر اغېزناک و ، موجود و ، خو په وروستيو وختو کې دغه سېستم ته لويه صدمه رسېدلې ده او پر ځای يې يو نوی طالبي سېستم رامنځته شوی ، چې د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده .

د دې تر څنګ د جامعه حفصه او جامعه فريديه ښځينه او نارينه طالبانو پاڅون او د قانون په لاس کې اخېستل ، د ځانمرګو بريدونو ګواښونه او د قاضي کورټ جوړونه د طالبي کېدنې دحاد پړاو څرګندويي کوي .

په ډېرو نورو سيمو او لويو ښارونو کې هم دقانون واکمني له ګواښ سره مخ ده . د پاکستان د بشري حقونو کميسون د کالني راپور له مخې په لويو ښارونو او وړو کلو کې د تښتونو په شمېر کې زياتوالی راغلی ، په سند کې په ځانګړې توګه هنديان په نښه کيږي .

کميسون همداراز وايي ، چې د دولتي عناصرو او اورپکو ګروپونوتر منځ ټينګ اړيکي منځته راغلي او د غه اورپکي ګروپونه د پاکستان په ټولو برخو کې په خلاص لاس او مصوونيت عمل کوي . يو زيات شمېر خلک د همدغو پټو اېجنسيو او ډلو له لوري وړل کيږي او بيا يې د کورنۍ غړي ګواښل کيږي ، چې خپل غږ ونه باسي . د ۲۰۰۷ کال په اوايلو کې پوليسو د هغو کورنيو په وړاندې له زور او تېري څخه کار واخېست ، چې د کورنۍ غړي يې غيب شوي وو او غوښتل يې د دولت له خوا توجه ورته وشي .حکومت وايي ، چې دغو خلکو په خپله خپل کورونه پرېښودي او ښايي جهاد ته تللي وي .

په بلوچستان کې بمي چاودنې او راکټي بريدونه عادي چار ګرځېدلی ، يوازې په وروستيو شپږو مياشتو کې د ۱۱۶بمي چاودنو راپور ورکول شوی . دکميسيون په وينا حکومت نور قادر نه دی د خلکو ژونديا مال وساتي . (۱۴)

کله چې خلک دسياسي مخالفينو په وړاندې د حکومت ظالمانه چلند ته ګوري او بيا يې له مذهبي ډلو سره د مدارا له چلند سره پرتله کوي نو دوی د استخباراتي ارګانونو او اورپکو ډلو تر منځ د اړيکو په اړه کامل ډاډ څرګندوي .

د دغو ستونزو تر څنګه په قضا کې هم لوی بحران منځته راغلی . په قضا کې د لاسوهنې او د قاضي القضات د ګوښه کولو له امله يو څه هيلې ، چې د قضا ناپېيلتوب ته موجودې وې هغه هم له منځه تللي او د دموکراسۍ د يو مهم اصل په غورځولو سره د خلکو ناهيلي ډېره زياته شوې ده او دا ناهيلي پخپله په يوه لوی اړودوړ بدله شوې ده . د قاضي القضات او حکومت تر منځ نوې وزلوبه روانه ده . د سترې محکمې قونسل ، مدافع وکيل چودري اعتزاز حسن وايي ، چې ستره محکمه بايد هماغه کار وکړي ، چې جنرال مشرف له نواز شريف سره کړی و ، یعنې د خپلې برطرفۍ په بدل کې يې واکمن حکومت نسکور کړى و .

دوروستيو مظاهرو او اعتراضونو په وړاندې د مشرف سخت غبرګون ، د مظاهره چيانو وژنه ، د سياسي مخالفينو نيونه او نور د موکراسۍ ضد اعمال لوېديځ هم په اندېښنه کې اچولي، چې څنګه له مشرف څخه ديوه پارټنر په توګه دفاع وکړي .

له يوې خوا امريکې له مشرف څخه د دموکراتيکو اصلاحاتو د راوستو غوښتنه کړې او له بلې خوا يې پاکستان دترهګرو په وړاندې د ګډو عملياتو په اړه تر فشار لاندې راوستی . که چېرې جنرال مشرف سمونونه پلي کوي ، مانا دا چې بايد له واک څخه لاس واخلي . همدارازکه د امريکې او ناټو له ګډو عملياتو سره موافقه وکړي نو د هېواد دننه به د ټولو اسلامي کړيو او په آی اس آی او پوځ کې د ځانګړو کړيوله سخت غبرګون سره مخامخ شي . که چېرې مشرف پخپله پر طالبانو بريد وکړي ، يو خو به ده له طالبانو سره خپل تړون مات کړی وي ، بل دا چې پوځ به دتېرو ماتو له وجې د تېري په اړه زړه نازړه وي ، آی اس آی به يې مخالفت وکړي ، اسلامي ګوندونه به د هېواد دننه اړودوړ ورته جوړ کړي ، ځانمرګي بريدونه به په پاکستان کې ډېر زيات شي او دی به پخپله د طالبانو او القاعده د بريدونو موخه وګرځي . خو که چېرې پر طالبانوله بريدڅخه ډده وکړي ، نو کېدای شي امريکايان د ده پر ځای کوم بل جنرال راولي ، يا د دموکراسۍ په نامه د ده حکومت نسکور کړي او يا هم په خپله پر طالبانو بريد وکړي ، چې بيابه يې هم پايلې د مشرف لپاره ډېرې بدې وي . خو تر ټولو خطرناکه يې دا ده چې امريکاد پاکستان پر ضد له هندوستان سره تر نېټې دمخه معامله وکړي . نو داسې ښکاري چې مشرف په خپلو چالونو کې بند پاتې شوی او لار ترې ورکه شوې ده . په وروستيو وختو کې د امريکې يو شمېر لوړ پوړو چارواکو لکه د بهرنيو چارووزارت مرستيال جان نګرو پونتې او رېچارډ بوچرله پاکستان څخه ليدنې کړي او د ترهګرۍ په وړاندې يې د جنرال مشرف هڅې ستايلي او تر څنګ يې قبايلي سيمو ته د ۷۰۰ مليون ډالرو مرسته هم منظور کړې ده . ځيني شنونکي فکر کوي ، چې ښايي د جنرال مشرف ډرامه او دېپلوماسي به بريالي شوې وي ، خو زما په اند هغه مجبوريتونه چې امريکا يې د ايران او عراق په اړه لري امريکا دې ته اړ ايستلې ده ، چې پاکستان ته يو بل چانس هم ورکړي . خو دا په دې مانا نه ده ، چې که مشرف په خپل سياست کې بدلون رانه ولي نو بيا به هم د لوېديځ ملاتړ ورسره وي . خو مهمه پوښتنه دا ده ، چې که جنرال مشرف په رښتيا عزم وکړي د بنسټپالنې او طالبېزم دېو بېرته په بوتل کې ايسار کړي ، آیا دی به بريالی شي ؟

که په لنډه توګه ووايو : په تېر يو کال کې ، که له يوې خوا په افغانستان کې امنيتي وضع خرابه شوې او د هغوبريدونو په کچه کې ، چې له پاکستان څخه سمباليږي ډېر زياتوالی راغلی ، نو په خپله پاکستان هم د بې ثباتۍ له سنډروم څخه ځوريږی او هلته هم د بريدونو کچه تر دې حده لوړه شوې ، چې ان پروېز مشرف او دکورنيوچارو وزير آفتاب احمد شېرپاو هم ترې خوندي نه دي پاتې .

زه چې د پاکستان اوسني ترينګلي حالت ته ګورم ، نو د پاکستان د چارو د يوه کارپوه خبره له حقيقت څخه چندان لرې نه راته ښکاري ، چې ويلي يې و : په پاکستان کې نه يوازې ځانمرګي روزل کيږي ، بلکې له پاکستان څخه پخپله يو ځانمرګی هېواد جوړ شوی دی او که حالات همداسې دوام وکړي ، نو ډېر ژر به په خپله هم ځان والوزوي .





اخځليک :

1 Kamal Matinuddin , Foreign militants and Pakistan , The News international , April 8 , 2007 .

2 Ismail Khan ,The game is up for Uzbeks ; Dawn , April 5, 2007.

3 Staff report , Tribesmen to hunt Uzbek in south Waziristan , the News international , Daily Times , April 11, 2007 .

4 The Weekly Standard , Alqaeda s Pakistan sanctuary , Afghanistan Times , April 2 , 2007 .

5 Mohammad Imran ; Sharia enforced in Lal Masjid , Jamia Fareedia , Hafsa ; Daily Times , April 7 , 2007.

6 Editorial , Jamia Hafsa , Dictatorship and democracy , Daily Times , April 4 , 2007 .

7 Fazal , Agencies behind Hafsa standoff , Dawn webswite , April 10 , 2007.

8 Staff report , Musharraf offer talks to Mullahs , Daily Times , April 8 , 2007 .

۹ وزيري ، عبدالرشيد ،كشمير او د دغې سيمې سياسي ستونزې ته کتنه ، سيمه ييز مطالعات ، درېيمه ګڼه ۱۳۸۵کال .

۱۰ ـ محمد شاه ، حميدالله ، په پاکستان کې ديني مدرسې ، د هغوی تاريخ ، رول او راتلونکي پروګرامونه ، د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له خوا تر چاپ لاندې .



11 Graham Ashar , Pakistan Talibanisation , Counter Punch.org , Feb.22 , 2007

12 An interview with Ahmad Rashid , FRESH AIR ( weekly one hour radio station ) April 5 , 2007 .

13 Graham Ashar , Pakistan Talibanisation , Counter P unch .org , Feb.22 , 2007 .

۱۴ د پاکستان د بشري حقونو د کميسون کالنی رپوټ ، د اپرېل 8 ، 2007 کال.


--------------------------------------------------------------------------------

* مولانا عبدالعزيز او مولانا عبدالرشيدغازي د مولانا عبدالله زامن دي ، دوی په دولت کې لوړې دندې درلودې ، خو د وسلو درلودلو له امله د کاره ګوښه شول . جامعه فریديه د مولانا عبدالعزيز له خوا او جامعه حفصه يې د ښځې له خوا چلول کيږي .

***