رسیدن به آسمایی : 10.08.2007 ؛ نشر : 10.08.2007

دستگېر خروټی

د روشنفکرانو نوی نسل

بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده
په افغانستان کي د روشنفکرانو د نوی نسل په وړاندي لويې، پيچيلې او څوگونې دندې پرته دې، کومي چي پېږندنه يې څواړخېزه او ژوره څېړنه غواړې. د افغانې ټولنې په جوړښتونو کي ښکاره ناانډولې او په ځينو برخو کي گواښوونکې او بحران راوړونکي ناانډولې او ټکرونه شته دي. په دي ټولنه کي د تارېخې او سياسي جوړښتونو تر منځ ناانډولې او ټکرونه شته دي، د ملت جوړولو، دولت جوړولو او ملې هويت تر منځ ناانډولې موجوده ده، د سياسي جوړښتونو او د ټولنېزو غوښتونو تر منځ، د سياسی او حقوقي جوړښتونو تر منځ پراخه ناانډولې شته دي. په ټولنه کي اقتصادي وده او پرمختگ په پراخه توگه ناهم اهنگ دی، کوم چي د راتلونکو سياسي او ټولنېزو ستونزو او جنجالونو پېاوړی لامل کيداي شي. سره ددي چي همدادم په ټولنه کي د دودېز جوړښتونو په پرتله نو ې سياسي او ټولنېز جوړښتونه په چټکې سره وده کوي او بدلون مومې، خو په ټولنه کي دودېز او سنتې جوړښتونه تر اوسه دا وړتيا لرې چي په سياسي او ټولنېزو برخو کي پېل شوي بدلونونه په ټپه ودروې، ورته ماتې ورکړې او د هغو ځای نيسي، کوم چي له يوې خوا استبدادي ځانگړتياوې لري او له بلې خوا په اوتوريته او زور ډډه لگوي او دا نه يوازي دموکراسي او مدنې جوړښتونو ته چلنج دی، بلکي د پرمختگ او بدلون په وړاندي د خنډ په توگه هم خپل رول تر سره کوي او دا هغه څه دي چي افغانې ټولنه له نورې نړۍ گوښه کوي او شا ته يې ساتې. په ننۍ نړۍ کي اتوريتې او زور هغه پرونی رول له لاسه ورکړی چي د پيښو لوری وټاکي. په نړيوال ډگر کي هم د زور پوسيله پيښو ته په لوری ورکولوکي د امريکايې نويو محافظ کارانو تگلاره ناکامه شوه. نن دا اقتصاد، اقتصادي پرمختگونه او اقتصادي سيالې دي چي د پيښود لوری د ټاکلو په کار کي ټاکونکی رول تر سره کوي.
د نوی نسل روشنفکرانو په وړاندي د ټولنې، د ټولنېزو پيښو، ټولنېزو جوړښتونو، د سياست، واک ... د پېږندنې او څېړنې په کار کي د يوې علمې او فکرې لارښونې په نشتوالې برسېره د معيارونو او آرزښتونو ستونزه هم شته دی او دا دردونکې او ناورين راوړونکې ستونزه ده. په ټولنه کي نه يوازي د جوړښتونو، بلکې د آرزښتونو تر منځ هم مخامختيا او ټکرونو شته دي. ډير روشنفکران او ورسره زيات شمېر سياست کوونکي د ټولنې، ټولنېزو پيښو، سياست ... د پېږندنې، څېړنې او د قضاوت کولو په کار کي له ويشونکو او پرونيو عناصرو څخه د ارزښتونو په توگه کار اخلې او خپلې تگلارې ټاکې. د سياست او ټولنې په هکله دا آرزښتونه نه يوازي زاړه آرزښتونه دي، بلکې د ستونزو د حل په ځای په خپله ستونزې راوړونکې او بحران ايجادکونکي آرزښتونه دي. دا آرزښتونه د ستونزو په حل کولو کي په ښکاره توگه پاتې راغلې دې. له دې آرزښتونو گټه اخستل د ټولنېزو او سياسي مفهومونو د نه پېږندلو په کار کي د بې وسې په مانا دی. دا هغه آرزښتونه دي، کومو چي د ويش او وسله والو ټکرونو په لور د ټولنې لارښوونه کوله. په دې آرزښتونو ولاړو تگلارو په ټولنه کي ټولنېز واټن ايجادکړ، دې تگلارو په ټولنه کي ټولنېزه بې باورې منځ ته راوړه، دې تگلارو په ټولنه کي کرکه او نفرت ايجاد کړ او دې تگلارو دا او هغه قوم، دا او هغه ژبه، دا او هغه مذهب په دوښمنې ونيو او د ټولو بدمرغيو او ناخوالوملامتې ور باندي ور واچول شوه. په دې تگلارو کي نه يوازي انسان او انسانې آرزښتونه په بشپړه توگه له پامه وغورزيدل، بلکې په ډېره بې باکې سره په انسان او د هغه په کرامت تېری وشو، دې تگلارو دومره ضد انسانې څېره او ضد انسانې ځانگړتيا درلوده چي انسانان يوازي د ټولنېز اړيکو په بنياد د وژلو موضوع وگرزيدل او وژلو ته يې د يوې مقدسې دندې د تر سره کولو نوم ورکړل شو. د نوی نسل روشنفکران په ډېره ښه توگه ددې تگلارو دردونکې پايلې احساس کولاي شي. د نوی نسل روشنفکران بايد د آرزښتونو د غوره کولو په هکله له سره کتنه وکړې او ددي ويشونکو او ناورين راوړنکو معيارونه په ځای تر هر څه د مخه “ انسان” ، “ انسانې آرزښتونه” معيار وگرزوې. انسانی ارزښت يو ځای کوونکی، مينه او درناوی جوړونکی ارزښت دی.

که د تگلارو او قضاوتونو معيار “ انسان” وگرزول شي
په ټولنه کي يوشمېر دودونو او حکمونو انسانان د هغه څه کولو ته اړ کړې چي په عمل کي په پراخه او ظالمانه توگه په انسان، د انسان په ژوند، د انسان په آرزښتونو او د انسان په حقونو او ازاديو تېری او يرغل بلل کېږې. په ټولنه کي هره ورځ په تېره بيا له ښځو او ماشومانو سره هغه څه کېږې چي په عمل کي جرم او جنايت دي، کوم چي هر يو يې د جزا او تعقيب کولو وړ بلل کېږې، خو له بده مرغه په ټولنه کي د واکمن ذهنيت او واکمنو دودونو پوسيله نه يوازي دي جرمي عملونو ته قانونيت ورکول کېږې، بلکي حق هم بلل کېږې. په ټولنه کي انسانان خرڅېږې. په ټولنه کي انسان په غلامې نيول کېږې. همدارنگه په ټولنه کي انسانان او په تېره بيا ښځې د عزت په نوم قربانې کېږې او سوزول کېږې. د اسلام او خدای په نومونو له انسانانو سرونه پرې کېږې. په لسگونو زره ماشومان د زده کړۍ له حق څخه محروم پاتې کېږې. ښوونځې سوزول کېږې، ښوونکې او په خپله ماشومان وژل کېږې. له ماشومانو څخه نه يوازي د زده کړې حق، بلکې د ښې راتلونکي حق هم اخستل کېږې. دلته د لسگونو زرو ماشومانو ژوند او راتلونکې ددې او هغه بنسټ پاله اخوند د فکرونو قربانې کېږې. دلته له انسانانو، له زده کړې، له هوساېنې، پرمختگ او راتلونکې څخه کرکه او نفرت کېږې او بيا دي ته د اسلام په نوم توجيه ورکول کېږې. داخرت په ورځ به خدای ته ددې کارونو په کولو سره د اخوندانو ځواب څه وې؟
دا د نوی نسل روشنفکرانو دنده ده چي ټولنه وښوروې او ټولنه را ويښه کړې او بايد ټولنه ويښه شي ترڅو انسانان د عقل او خرد په بنياد عمل وکړې. ترڅو له ويشونکو معيارونو، له ځپونکو دودونو او ايسارونکو دگمونو څخه د ژغورولو په منظور هم پخپله ټولنه او هم انسان خپلواک شي، تر څو انديښنې، فکرونه، چلندونه او قضاوتونه خپلواک شي او انسانان د هغه څه کولو ته اړ نشي چي تر سره کول يې جرم او جنايت دي. په ټولنه کي روان حالت د روشنفکرانو نوی نسل يا ځوان روشنفکران دي ته اړ باسي چي په يو شمېر مفهومونو: ټولنه، سياست، حاکميت، ملت، هويت ... او په تېره بيا په انسان او په انسانې آرزښتونو له سره فکر وکړې. د انسان، د انسان د مقام او د هغه د کرامت په هکله يو ځل نه، بلکې څو ځله او بيا بيا فکر وشي.
د نوی نسل روشنفکران د انسان، انسانې حقونو او ازاديو، ټولنې، ټولنېزو پيښو، سياست، فرهنگ ...په هکله په فکري برخه کي ژور او هراړخېز بدلون ته ضرورت لرې. دا روشنفکران د انديښنې په برخه کي په بشپړه توگه رونسانس او روښانتيا ته ضرورت لرې. ددې مانا دادې چي د تقليدکولو، کاپې کولو، بت پرستې کولو او له پخوا څخه د جوړشويو اصولو د پېروې کولو ځاي خپلواکې انديښنو او “ پخپله فکرکولو” ازمايښ او بيا ازمايښ، کتنې او بيا کتنې ته ورکړل شي. “ خپل غوښتونکی نابالغتوب” ختم شي او له خپل عقل څخه د کار اخستلو اراده او جريت تر لاسه شي. په دي هکله به زه يو ځل بيا د کانت خبرې را يادې کړم. هغه وايې:
له “ خپل غوښتونکی نابالغتوب” څخه د ځان ژغورولو په کار کي ستونزه د عقل کمی نه دی، ستونزه له عقل څخه د کار اخستلو په کارکي د ارادې او زړورتوب نشتوالی دي. هغه په “ خپله فکرکولو” ټينگار کوي.
اروپا له خاورو او يرو څخه هغه وخت را پورته شوه چي انسان خپلواک شو. د اروپا پرمختگ هغه وخت پيل شو چي “ فکرونه او انديښنې” خپلواکې شوې.
دلته زه يو ځل بيا د روشنفکری په هکله د خپلې تېرې ليکنې يوه برخه تکرار کول غواړم:
“ روشنفکری” ترټولو د مخه له هغه څه عبارت دی چي د ‍شيانو، د موجودو حالاتو، دودونو او باورونو، د پرون، نن او سبا په هکله شک او پوښتنه را پورته کړې. روشنفکرې هغه څه دی چي په خپل کار کي په دليل، استدلال او منطق تکيه کوي او دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي د عقل، خرد او آزمايش په بنياد د پيښو او شيانو څېړنه او راسپړنه کوي. دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چي نوې انديښنې، نوي فکرونه او نوي ابتکارونه ايجادوي او د حالاتو په هکله د قضاوت کولو په کار کي د پرونيو حکمونو په ځاي په بدليدونکې خرد او پوهه ډډه لگوې. روشنفکرې له روښانتيا “ روشنگرې” سره اړيکې لرې او په دي لحاظ يوه مدرن مفهوم دی. د روشنگرې ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادي او خپلواکي کي ده. په بل عبارت روشنگرې د عقل او انديښنې له خپلواکې څخه عبارت دی.”
انسان نه په طبعيت باندي د منگلو، غاښونو، مټو او زور پوسيله غلبه پيدا کوي او نه د منگولو، غاښونو او زور پوسيله د طبعيت د ناخوالو په وړاندي مقاومت کوي. انسان دا کارونو د خپل عقل او خرد په بنياد تر سره کوي. فرهنگ، کوم چي د انسان دهڅو او کار محصول هم ددې له پاره نه دی پيدا شوی چي له انسان سره په جنگ شی او يا د انسان ژوند او راتلونکې يرغمل کړې، بلکې فرهنگ ددې له پاره ايجاد شوی چي انسان د طبعيت له يو اړخېز تکراري او ساده حالت څخه ځان را جلا کړې، خپله انديښنه په کار واچوې او د يوه خپلواک موجود په توگه له خپلې ارادې کار واخلې او د خپل عقل او شعور په بنياد عمل وکړې. د انسان د انسانيت بنسټېز بنيادونه “ انديښنه” او “ کار” دي. هگل انسانيت په “ انديښنه” او مارکس انسانيت په “ کار” کي ليد.
په اروپا کي رونسانس او روښانتيا ددې عملې امکانات منځ ته راوړو چي نور په انسان د هغه د هويت، رنگ، پوست، ژبې، قوم، مذهب له مخې نه، بلکې د هغه د انسانيت اود هغه د انسانې آرزښتونو له مخې قضاوت وشي. په افغانې ټولنه کي د پېړيو له پاره په انسان د هويت ، ژبې، قوم، مذهب په معيارونو قضاوت شوی او په همدي نومونو د وژلو او ځورولو هدف هم گرزيدلی.
د ادب او لکينو په ډگر کي څومره چي ددې او هغې ژبې په هکله ليکل کېږې، څومره چي ددې او هغه قوم په هکله ليکل کېږې، څومره چي ددې او هغه اتل په هکله ليکل کېږې د انسان، د هغه د حقونو، ازاديو او آرزښتونو په هکله نه دومره خبرې کېږې او نه هم دومره ليکل کېږې. د افغانې ټولنې په ادب کي د انسان په ځای د تورې، زور، قهر او د لويو مټو ستاينه کېږې او د انسان لويې او عظمت په قهر، زورزياتی او غضب کي لټول کېږې. همدا اوس په ټولنه کي لويان او د واک خاوندان هغوې دي چي له جگړې، قهر، زورزياتی او وژلو را وتلې او لوي او عظمت يې د زور د وسيلو په درلودلو کي دي. ددې حالت مانا دادی چي په ټولنه کي د طبعې او معنوې اتوريتې په ځای مصنوعي اتوريته واکمنې کوې او دا پخپله يو سياسي او ټولنېز ناورين دی.
دلته په شعرونو کي هم تر ډېره ځايه د واقعيتونو په ځای احساساتو، عواطفو او خيالونو ته انعکاس ورکول و کېږې ، د بيلگې په توگه د شنو خالونو، سپينو مړوندونو او د بنگړو د شرنگ ستاينه کېږې، خو د شين خالۍ د حقونو او ازاديو په هکله ډېرکم او کله هېڅ هم نه ويل کېږې. شېن خالې نه يوازي شنه خالونه او سپېن مړوندونه لرې، بلکي تر هر څه د مخه په خپل ځان، په خپل ژوند او په خپله راتلونکې د پريکړې کولو حق او ازادې هم لرې. شېن خالې د مېنې موضوع نه، بلکې پخپله هم مېنه او د مېنې احساس لرې.
په ټولنېزو چارو اود سياست په کار کي انسان او انسانې آرزښتونه معيارگرزول به له روشنفکرانو سره مرسته وکړې چي په عملي توگه د څېړونو، قضاوتونو او تگلارو جوړولو په کار کي له ويشونکو لاملونه ) قوم، ژبه، طبقه، مذهب ( څخه ځان وژغورې او نور ټولنه په پورته او کښته طبقه ونه ويشل شي، نور په ټولنه کي د قوم، مذهب او ژبې په بنياد کرکه او ټکرونه ايجاد نشي. دا ويشونکي عناصر پرونې بنيادونه دي او دا معيارونه بايد د تارېخ برخه شي. د انسان په معيار گرزولو سره به د هغوې مخه ونيول شي چي ټولنه وي‍شي،کرکه، بې باورې او ټکرونه ايجادوي. همدارنگه به دا کار د هغوې مخه ډب کړې چي تورې بلواگانې لمسوې، تور انقلاب راگرزوې او غواړې په ټولنه تاريکې واکمنه کړې او ټولنه د لسېزو له پاره په شا وغورزل شي.
د انسان په معيار گرزولو سره به سياست او سياسي تگلارې له انسان سره د مېنې درلودلو او د انسان د هوسا کولو پېاوړې ځانگړتيا تر لاسه کړې او د انسانانو تر منځ به د کرکې په ځای د مېنې او محبت اړيکې او ذهنيت ايجاد کړې. دا کار به د انسانې آرزښتونو په بنياد د سياسي او حقوقي جوړښتونو د ايجاد لاره پرانېزې، په ټولنېز ذهنيت کي به له انسان سره د مېنې کولو اومرستې کولو بڼه پېاوړې کړې او دا ډول چلند بې له شکه د ټولنې د يووالی له کار سره ټاکونکې مرسته وکړې. دا کار او دا ډول چلند به د انسانانو تر منځ د بيگانگې غېرطبعې، موقتې او ويشونکي دیوالونه او خنډونه له منځه يوسي.
د انسان او انسانې آرزښتونو په معيار گرزولو سره به په ټولنه کي په جنسې زړو توپېرونه د غلبې امکانات تر لاسه شي. په ټولنه کي به انسانان او په تېره بيا ښځې په مالکيت نه نيول کېږې، د هغوې فردي ازادي او حقونه به يې نه اخستل کېږې، ښځه به په دوهمه درجه انسان نه بدلېږې او د مال په څېر ورسره تلنه نه کېږې.
افغانې ټولنه کي نه يوازي د قوم، ژبه، مذهب په بنياد يوه ويشلې ټولنه ده، بلکي جنسي توپېرونو هم افغانې ټولنه په ژوره او دردونکې توگه ويشلي او جنسي نابرابري يې منځ ته راوړې. همدې توپېرونو په ټولنه کي ښځه دوهمه درجه انسان گرزولې ده.
د انسان په معيار گرزولو سره به نور د انسان د ژوند حق په دومره اسانې سره نه اخستل کېږې، په ډاډمنه توگه به دانسان د سپکولو، توهېن کولو او ځورولو مخه ونيول شي او د هغه د حقونو، ازاديو او کرامت درناوی به وشي. همدارنگه به انسان او د منځنيو پېړيو د زړو دودونو په قربانې نه بدلېږې.

د علمې او فکرې لارښونې نشتوالی
د روشنفکرانو نوی نسل نه يوازي د جگړو، انقلابونو، انارشيو، ويشونکو سياستونو او چلندونوله امله په کلکه هم متاثير او هم ټپې شوي دي، بلکې د ټولنې او سياست په هکله د علمې ــ فکرې لارښونې له نشتوالی سره هم مخامخ دی. دوې په پيښو او په تېره بيا په ثور انقلاب! ، جهاد او طالبانو د هغوې د موخو، تگلارو په ځای د هغوې د لاس ته راوړنو او پايلو له مخې قضاوت کوي، کومې چي له تراژيديو، ځورونو، دردونو او ناخوالو ډکې دې. په بل عبارت دوې دواړو انقلاب او جهاد ته د هغوې د لاس ته راوړونو په ايينه کي گورې. خو دې پوښتنې ته هم ځواب ورکول په کار دی: ولې داسي وشول او لاملونه څه وو. ولی روان ناورين نه ختم کېږې بنسټېز لامل يې څه دی؟
دروشنفکرانو د نوی نسل په وړاندي يوه بله لويه ستونزه په افغانستان کي دملې انديښنې اوملي تفکر کمزورې دی او همدا کمزورې نه يوازي ددې لامل کېږې چي قومې، ژبنې ... هويتونه پېاوړي پاتې کېږې، بلکي د هغوې توجیه کوی. دملې تفکر پېاوړتيا او د گډو ملې آرزښتونو ايجاد د نوی نسل روشنفکرانو له لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږې.
د علمې ــ فکري لارښوونې د نشتوالی مانا دا نه دی چي په افغانې ټولنه کي دا ډول هڅې نه وې. يا دا ډول هڅې نه دې شوې. په افغانستان کي د ټولنې په هکله، د سياست په هکله او له ناخوالو د راوتليو ستونزو په هکله هڅې شوې، خو ستونزه داده چي هر ځل د ټولنې او بيا د سياست په برخه کي علمې ــ فکرې کار پيل شوی وروسته وروسته يې ايديولوژيک اويا مذهبې بڼه غوره کړې ده او پيل شويو علمي او فکرې کارونو خپله خپلواکې لاسه ورکړې ده. د خپلواکې په نشتوالی کي دې ډول فکرونو او هڅو ددي وس او امکانات تر لاسه نه کړل چي د افغانې ټولنې په تېره بيا د سياست او ټولنېزو چارو په برخه کي ټولنېز ذهنيت او فکر ته لوری ور کړې او يا هم په دي ډگر کي د علمي او فکري لارښود سطحې ته ځان اوچت کړې. تراوسه هم په دي هکله کلکي ستونزې او نيمگړتياوې شته دي. په ټولنېز ذهنيت کي د روشنفکرانو تاثېر او رول په پراخه توگه کمزوری پاتې کېږې. تر اوسه روشنفکرانو دا وس نه دی پيدا کړی چي په سم او سالم لوری د افغانې ټولنې د لارښونې دنده تر سره کړې او هغه له ځان سره مل کاندي.
په ټولنه کي له پېړيو را پدي خوا د واکمنو عادتونو او دودونو په وړاندې خپلواک فکرونه او خپلواکې انديښنې په وارونو وارونو ماتې او ناکامې شوې دې او د موږ د نسل په شمول د روشنفکرانو تېر نسلونو ونشواي کولاي د انديښنې او فکر له خپلواکې دفاع وکړې او د خپلواکې انديښنې دود منځ ته راوړې او بيا هغه را تلونکو نسلونو ته په مېراث پرېږدې. د موږ نسل نه يوازي د يوې علمې او فکرې لارښونې د ايجاد په کار کي پاتې راغی، بلکې موږ ددې او هغې ايديولوژې په پېروې هڅه کوله ټولنېزو ستونزو اوپيښتو ته غوڅ او قطعي جوابونه پيدا کړو، کوم چي يو ناممکين کار بلل کېږې. ټولنېزې ستونزو او پيښو ته نه غوڅ ځواب شته دی او نه ورته قطعي حل پيدا کېږې. همدارنگه دي نسلونو ونشواي کولاي د زور او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې. د سياسي فرهنگ په بر خه کي نه يوازي د پرون په شان د زور او ټوپک په منطق تکيه وشوه، بلکي د هغه بڼه يې نوره خشنه او بې رحمه کړله. دوې هڅه وکړه د ځان په شاوخوا له پخوا څخه د جوړ شويونظرياتو مدار جوړ کړې او نور بيا دي ته اړايستل شي چي د همدي مدار په شاوخوا را ورڅرخېږې. د نوی نسل روشنفکرانو دنده نه يوازي له دي مدار څخه را وتل دی، بلکې همدا ډول مدارونه او ددې ډول مدارونو د جوړيدلو دود هم مات کاندي.. همدارنگه نوي نسل روشنفکرانو ته په کار دي چي له ايديولوژې پالنو، ځانپالنو، قوم پالنو، ډل پالنو او واک پالنو...هم ځان را وباسي او دا به له دوې سره مرسته وکړې چي له يوې خوا خپل وجدان په هميشنې توگه ويښ وساتې او له بلې خوا له واقعيتونو سره د عقل او خپلواکې انديښنې په بنياد مخامخ شي او هغوې ته په ښه توگه انعکاس ور کړاې شې. همدارنگه به دا د نوی نسل له روشنفکرانو سره مرسته وکړې چي د استبداد په ځای دموکراسي پالونکې پاتې شي.
د افغانستان تجربې وښودله چي ايديولوژي او واک پالونکو روشنفکرانو د افغانې ټولنې د پېږندنې او بدلون په کار کي بشپړه بې وسې وښودله. لکه چي وويل شو ايديولوژيک روشنفکرانو د څېړلو، راسپړلو او د سياسي او سوله اېز حل په ځای جگړېزه او د نورو د نفي کولو لاره غوره کړه. په تېره بياافراطې روشنفکرانو له ټولنېزو پېچېليو مسلو سره د ساده طبعې مسلو په شان چلند وکړ. دوې د واقعيتونوپه ځای له دگمونو سره احساساتې او عاطفي اړيکې جوړې کړې. دوي دواړه سياست او واک ايديولوژيکې او مذهبې کړ او دوې د ټولنې د بدلون په کار کي په زور او قومانده تکيه وکړه.
د نوی نسل روشنفکران له يوې خوا د خپلواکې انديښنې، د انتقادي او د پلوراليستې چلند او له بلې خوا د حقيقت پلټنې د چلند په درلودلو سره ددي وس پيدا کولاي شي د ټولنې او سياست په هکله علمې او فکرې لارښوونه ايجاد کړې او د زورزياتې، کرکې او خشونت په فرهنگ غلبه وکړې. پرون د روشنفکرانو دي او هغه لوری ځکه د زور او خشونت لاره ونيوله چي خپلې نظريې يې مطلق حقيقت بللې او ټولنه يې د هغوې مطلقي پېروې کولو ته اړ ايستله. د بيلگې په توگه پرون موږ چپيانو هڅه وکړه هغه نظريه په افغانې ميليونې ټولنه باندي تحميل کاندو چي موږ په پخپله د عقل، خرد او آزمايش په ځای د تقليد او کاپې کولو په دود منلې وه. هغه نظريه چي نه په نړۍ کي په بريالې توگه آزمايش شوې وه او نه يې موږ د آزمايلو وس درلود. موږ له دې نظريې سره د ترديد او شک په ځای عاطفوي اړيکې درلودې او را ته مقدسه ښکاريدله.
د نوی نسل روشنفکرانو ځانگړتيا د حقيقت په پلټولو کي دی او د حقيقت پلټنه مېنه او انرژې ايجادوي. د حقيقت پلټنه غرونه څېرې. د حقيقت پلټنه د پېړيو زاړه سنگرونه، دگمونه او بنيادونو ماتوې. د حقيقت پلټنې کار د دريدلو په ځای په هميشنېو هڅو تکيه کوي. د حقيقت پلټنې په کار کي په هميشنی ترديد او شک کولو تکيه کېږې. د نوی نسل روشنفکرانو بری به په دي کي وې چي د حقيقت د انتقال کوونکو او په حقيقت د مالکيت د درلودلو په ځاي د حقيقت پلټونکي وې. په علم کي نه مطلق حقيقت شته دی او نه علم د نه بدليدونکو اصول او حکمونو ډگر دی. په علم کي ترديد شته دی. په علم کي شک کول شته دی. په علم کي انتقاد شته دی. که په علم کي د شک، ترديد، انتقاد او د نيمگړتياو منل نه وايې نو پرمختگ او وده به هم نه وه. علم د همدي ځانگړتياو په لرلو سره له دواړو دين او ايديولوژې څخه ځان جلا کوې. پرون او نن د دواړو چپ او ښی افراطي روشنفکرانو د کمزورې لامل په دي کي دی چي ځانونه د حقيقت پلټونکو په ځای د حقيقت وړونکي او د حقيقت مالکان وبولې. د روشنفکرانو نوی نسل د حقيقت د پلټونکو په توگه کولاي شي د بې طرفو څېړنکو او ذهنې لارښونکو په توگه په ټولنه کي باور تر لاسه کړې.
د نوی نسل د روشنفکرانو دنده د ټولنې له خپلواکی او د ټولنې له سياسي کولو سره مرسته کول دی. روشنفکران په ذهنې او فکرې ډگر کي د هغو امکاناتو او څرنگوالې په ايجاد او پراختيا کي مرسته وکړې چي ټولنه په ازاده توگه خپله اراده او خپلې غوښتنې بيان کړاې شي. په افغانستان کي اساسي ستونزه د ټولنې د خپلواکې نشتوالی او له سياست څخه د ټولنې بيگانگې ده. ټولنه تر اوسه په هغه حالت کي نه دی چي خپل برخليک په خپله وټاکې او دواړه حاکميت او رهبرې په خپل لاس کي واخلې. له بدمرغه ټولنه د هغه څه په هکله بې توپېره پاتې کېږې چي په هراړخېزه توگه د ټولنې په بر خليک پوری تړلې دي. د هغو پيښو په وړاندي هم بې توپېره پاتې کېږې چي سبا د يوه وژونکی تندر په توگه د دوې په سر را لوېږې. د ټولنې همدا بې توپېرې وړو او اتفاقې وگړو ته امکان ورکوي واکمن شي او واکمن پاتې شي. د ټولنې دا حالت هغوې ته امکان ورکوي چي کرکه او نفرت ولمسوې، ټولنېزه بې باورې را منځ ته کړې، ټولنه وويشی او بيا د ټولنې دا او هغه برخه په دوښمنې ونيسې او وسله وال ټکرونه ايجاد کاندي. دا ډول يو حالت د يوې بيدارې او مدرنې ټولنې په ځای د يوې ناروغې او ورسته پاتې ټولنې ځانگړتياده. په يوه مدرنه ټولنه کي دا ټولنه نه دی چي د واکمنو پېروی کوي، بلکي دا واکمن دي چي د ټولنې په پېروی کولو مکلف دي. د ټولنې خپلواکې او سياسي کول کولاي شي دا او هغه ډله، دا او هغه زورور، دا او هغه اخوند، دا او هغه جنگسالار په ځای کينوې چي واک خپل مال او مالکيت بولې.

دموکراسي د افغانستان لپاره يو طبیعې سيستم دی
د نوی نسل روشنفکران دنده لرې چي له ټولنې سره د دموکراسي او دموکراتيک کولو د ضرورت د درک په کار کي مرسته وکړې. د ټولنې خپلواکې او د ټولنې سياسي کول يوازي د دموکراسي په وجود کي بسيا کيدلې شي. يوازي دموکراسی کولاي شي د واک او سياست په کارکي د هر يوه ځانگړی افغان ونډه اخیستنه خوندي کړې. يوازي دموکراسي کولاي شي چي د ټولنې د حاکميت او رهبري کولو د حق ضمانت او ساتنه وکړې. تېريو واکمنيو په هر نوم او هر شکل چي وي له ټولنې څخه يې هم د حاکميت حق او هم د رهبرې حق غلا کړ. په افغانستان کي يوازي دموکراسي کولاي شی د قومونو، فرهنگونو، مذهبونو، گوندونو تر منځ باور منځ ته راوړې او دلته په تکرار سره واېم چي د دموکراسي روح له تضادونه او زغم، څوگونيتوب او سوله اېز گډژوند، اختلافونه او سازش څخه عبارت دی. دموکراسي کولاي شي د واک په لور د هغو ځواکونو مخه ونيسې چي له ژوند څخه مرگ او له رڼايې څخه تياره ورته ښه ښکارې. تر هغوې چي ټولنه د دموکراسي ضرورت درک نه کړې او د دموکراتيک کولو په کارکي گډون و نه کړې نه يوازي به د ځواکونو ترمنځ د پوهاوی او گډ ژوند امکانات کمزورې پاتې کېږې، نه يوازي به په ناخوالو دغلبې کولو کار له ستونزو سره مخامخ وې، بلکې د پرمختگ په لور هڅې به هم کمزورې پاتې شي.
يوه بله مسله مو په هميشنې توگه په ياد وې چي د دموکراسي تفکر او د دموکراسی پراکتيک له بشرې حقونو څخه جدا موجود کيداي نشي. بشرې حقونه د دموکراسي نه جلاکيدونکې برخه ده. دموکراسي د بشرې حقونو د مراعات او درناوي کولو عملې امکانات منځ ته راوړې او بشرې حقونه د دموکراسي له ټينگيدو سره مرسته کوي. د دموکراسي شتون او بری د بشرې حقونو له مراعات او درناوی سره تړلی دی او همدا وجه دی چي د دموکراسي په مرکز کي انسان او انسانې آرزښتونه ځای لرې او د همدې آرزښتونه دي چي دموکراسي او بشرې حقونه ته نړيواله او Universal ځانگړتيا ورکوې، کوم چي هېڅ ډول ملې، قومې، ژبنې، مذهبې، فرهنگې او ايديولوژيکې پولې نه پېږنې او نه په دي پولو کي ځاېږې.
په افغانستان کي د دموکراسي د کمزورتيا تر ټولو لوی او ټاکونکی لامل بشرې حقونو ته د درناوی نه درلودل او ددې حقونو نه مراعات کول دي. رښتيا هم په هغه ټولنه کي چي د حق او ازادي ځاي دودونو نيولی وې د دموکراسي وده ډېر ستونزمن کار دی. دلته دموکراسي په سياسي برخه کي لاس ته راوړنې لرې، خو په حقوقې برخه کي له کلکو ستونزو او لويو خنډونه سره مخامخ دی. يو شمېر افغانې دموکراتان او روشنفکران سره ددې چي ځانونه د دموکراسي پلويان بولې، خو په عمل کي د دوي يوازي د دموکراسي سياسي لوری خوښېږې او د حقونو او ازاديو په لوري نه دومره حساب کوې او نه خوند ورکوي او دا له دموکراسي څخه د نيمگړی درک يوه څرگنده بيلگه ده.

“ ولې؟” “ همداسي دی”
د نوی نسل روشنفکرانو دنده په ټولنه کي د پرانيستوب، د دموکراتيک دود او فرهنگ خپرول دي. په افغانې ټولنه کي په کلکه ددې ضرورت شته چي روشنفکران د “ ولې ويلو”، “ انتقاد کولو”، “ شک کولو” او “ ترديد درلودلو” د فرهنگ له پراختيا سره مرسته وکړې. تر اوسه پورې په ټولنېز ذهنيت او ټولنېز شعور کي د استبدادې دود لاس بر دی او له دي سره جوغت په ټولنېز ذهنيت کي له يوې خوا د “ بې توپېرې” ، “ بيگانگې” “ د مايې څه” او له بلې خوا د “ پېرويو” او د “ تقليد” “ همداسي دی” فرهنگ واکمن دی.
په ټولنه کي د “ ولې” WHY او د “ ولې ويلو” په وړاندي لوې او لوې ستونزې شته دي. په افغانې ټولنه کي له کورنی ژوند څخه بيا تر ټولنېز، فرهنگې او سياسي ژوند پوري د “ ولې” فرهنگ نه يوازي کمزوری دی، بلکې په ډېرو برخو کي يو “ حرام” شی بلل کېږې. همدارنگه ورته “ بې شرمې” “ سپين سترگې” کله ورته د “ نافرمانې” په سترگه کتل کېږې او کله هم ورته “ کفر” ویل کېږې، او له بده مرغه کله کله “ ولې ويل” د ژوند په بيه هم تمامېږې. په هغه ټولنه کي چي انسانان د خپل ژوند په هکله، د خپلې راتلونکې په هکله او د خپل ځان په هکله د “ ولې ويلو” حق و نه لرې يوه ازاده ټولنه نه دی او په دي ډول يوه استبدادي ټولنه کي د “ ولې” ځواب “ همداسي” دی
په افغانې ټولنه کي ماشومان له کورنۍ بيا تر ټولنې پوري د فکری او ذهنې استبداد په چاپيريال کي لوېږي. هغوې کله کله د “ ولې” ويلو په وړاندي له گواښ او وهلو سره مخامخ کېږې او په دې برخه کي گواښونه او ځواب نه ورکول هغوې له استدلال کولو او دليل راوړولو څخه بيگانه کوي او کله چي دا ډول ماشومان لوي شي نو دوې هم په خپل وار د “ ولې” په وړاندي له ورته چلند او “ همداسي دی” څخه کار اخلې او د زورزياتی او خشونت لاره نيسې.
د “ همداسي دی” فرهنگ له انسان څخه د انديښنې خپلواکي او د ارادې ازادي اخلې او هغه په هميشنی توگه په مريد او پېرو بدلوي. دا فرهنگ انسان دوهره ټيټوی که چي کله کله له حيوان سره په پرتله کيدو سره هم د خوښې احساس کوي. پرون حضور مبارک ما ته وويل: » خره! کارونه دي سم کړه« همدارنگه د “ همداسي دی” فرهنگ د انسانانو د ټمبل کولو او نه هڅه کولو له چارې سره مرسته کوي. کله چي انسان دا خېره ومنې چي همداسي دي او بل څه نه کېږې او بل څه نه جوړېږې. کله چي انسان دا قبوله کړې چي دده د برخليک او ژوند په هکله دا نصيب او قسمت دی چي پريکړه کوي د هغه له پاره د هڅو، تحليل کولو، دليل پيدا کولو او څېړونو ضرورت هم منځ ته نه راځې.
هغه څوک چي د دا ډول يوه استبدادي او ظلم فرهنگ په چاپېريال کي لوی شوی وي او د پوښتنو کولو او
“ ولې ويلو” په وړاندي د ځواب، استدلال او قناعت په ځای له گواښ او وهلو سره مخامخ شوی وي که ددې چانس تر لاسه کړې چي واکمن ور څخه جوړ شي د “ ولې” او د نورو نظرياتو د خاوندانو په وړاندي به څومره زغم ولرې او په کومه اندازه به د نورو واوارې. زه په دي باورې شوې ېم چي په ټولنه کي استبداد ددې او هغه وگړی ځانگړتيا نه، بلکې همدا واکمن فرهنگ دي چي مستبدين روزې او په مستبد پسي مستبد ايجادوي. په ټولنه کي، په کورنۍ کي او په تېره بيا د سياسي ژوند او واک په ډگر کي يو په بل پسي د مستبدينو او ديکتاتورانو د راتگ لامل د دوې د شخصی ځانگړتياو په ځای د ټولنې په ټولنېز جوړښت او فرهنگ کي دی او دا ډول يو فرهنگ د مستبدينو د روزولو فرهنگ دی.
د افغانستان د واکمنې په تارېخ څوعادل او مهربانه واکمن پيدا کېږې او هغه څوک وو چي واک تر لاسه کړ او په يوه مستبد او ميرغضب بدل نشو؟ له دواړو شاهزاده او چوپان زاده څخه مستبدين را پورته شول.
استبداد د انسان فطرت نه دی. انسان له موره مستبد نه پيدا کېږې. استبداد ددې واکمن فرهنگ فطرت دی. په روشنفکرانو کي له پخوا داسي تصور موجود دی که دا مستبد را پرويزې نوره به ټولنه له استبداد څخه وژغورل شي، دموکراسي به واکمنه شي او ټولنه به د ازادي او پرمختگ په لورحرکت وکړي. خو عمل او تجربې په بشپړه توگه بل څه وايې. عمل او تجربه وايې هغه چا چي کلنو کلنو د استبداد او ظلم په ضد نارې وهلې او مبارزه يې کوله کله چي پخپله واکمن شو په داسي مېرغضب بدل شو چي ټولنه يې د پرونی مستبد په ياد او هغه ته په دوعا کولو کيښنوله د واکمنۍ په برخه کي د افغانستان تجربه په مستبد پسي د مستبد، په مېرغضب پسي د مېرغضب او په ديکتاتور پسي د ديکتاتورتجربه دی.
زه يو ځل بيا او په ټينگار سره واېم چي اصلې ستونزه دا او هغه مستبد نه دي. ستونزه په خپله په ټولنه کي ده. ستونزه د ټولنې په فرهنگ کي نغښتې ده. د روشنفکرانو دنده د همدې فرهنگ بدلول دي. اصلې ستونزه ددې او هغې واکمنۍ بدلون نه، بلکې د ټولنې بدلون دي، خو نه د ديکتاتور او مېرغضب په دود او نه د انقلاب او ټوپک په دود.
که د “ ولې ويل” نه وي او د “ ولې” پوښتنه را منځ ته نشي دليل او استدلال هم خپل اهميت له لاسه ورکوي. دا “ولې” دی، دا “ شک کول” دي. دا “ بيا اوبيا ازمايش کول” دي چي انسان د څېړلو، بيا کتنو، بيا مطالعه کولو او له پخوا څخه د پېاوړيو دليلونو او استدلال پيدا کولو ته اړ باسي.
“ ولې” او “ ولې ويل” هغه خوزونکی ځواک دی چي د څېړلو، پرمختگ او ودی لارې پرانېزې.