رسیدن به آسمایی :03.2008 .26؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.2008 .27

 

دستگېر خروټی

خلکو دوې ته رأی ورکړه،

دوې به خلکو ته څه ورکړې؟


په پاکستان کي جوړ شوی ايتلاف په تار کي پېېلې مرې نه دې
د پاکستان وروستيو ټاکنو نه يوازي په همدې هيواد کي، بلکې په نړۍ کي هم د ډار ترڅنگ هيلې هم منځ ته راوړې دي. دي ټاکنو لاس ته راوړنې د يوه ښه پېل په سترگه کتل کېږې او دا لاس ته راوړنې هم په پاکستان کي او هم له پاکستان څخه  د باندي په تېره بيا په افغانستان کي له هر کلی سره مخامخ شوې.
په پاکستان کي دموکراسي او د دموکراسي بری د بل هر هيواد په پرتله د افغانستان په گټه او دا د افغانستان بری هم شمېرل کېږې. په پاکستان کي د دموکراسي ټينگښت په افغانستان کي د سولې د بری يو مهم ‍شرط دی.
 بری په هره برخه کي چي وي خوښحالې ده او لمانځنه يې کېږې. خو د بری تر لاسه کول يو څه او د هغه ساتل او ټينگول بل څه دي. له بری لږ وروسته د سړی په ذهنيت کي دا پوښتنه را پيدا کېږې چي دا لاس ته راغلی بری څه ډول ټينگ او څه ډول وساتل شي. په تېره بيا په سياسي ژوند او سياسي پراتيک کي د بری د ترلاسه کولو په ځای د بری ساتل او ټينگول ډېر لوی او ټاکونکی اهميت لری.
له " دوي"  څخه په مشخصه توگه د ما مطلب د پاکستان د خلکو گوند PPP ، د نواز شريف مسلم ليگ او نشنل عوامې گوند دی. دموکراسي دوې ته ورکړه اود پاکستان خلکو په دوې باور وکړ. اوس په دوې دی چي دوي د پاکستان خلکو او دموکراسي څه ورکولاي شي؟ هغه څه چي د لاس ته راوړنو او بری په پرتله
ډېر مشکل، ډېر پېچېلی او ډېر کار غواړې. دا هغه پوښتنه ده چي ځواب ته يې نه يوازي پاکستانيان، بلکي نړۍ هم انتظار باسي. د دموکراسي او د خلکو د واک په وړاندي چلېنجونو خوارا پېاوړي دي او بې له شکه په پاکستان کي د دموکراسي ټينگښت ډېر ستونزمن کار دي. ددې کار د بری له پاره نه يوازي په سياسي برخه کي د بدلونونو ضرورت شته دی،نه يوازي په ټولنېزو او اقتصادي جوړښتونو کي د بدلونونو ضرورت ايجابوي، بلکې د انديښنې او تفکر په برخه کي هم د بدلونونو ضرورت شته دی.


 دولت سياسي جوړښت او سياسي ځانگړتيا لري
په پاکستان کي نه له سياست سره د سياست په شان او نه له دولت سره د دولت په شان چلند شوی دی. سياست او دولت  ته د واک لرلو او د ثروت د ټولولو د وسيلې په سترگه کتل شوي او کتل کېږې. د ثروت ټولولو په کار کي د جنرلانو ونډه د زمريو ونډه ده. د ديکتاتورانو، جنگ سالارانو او د زر پالونکو له پاره دولتې واک هدف دی، خو په عمل کي دولت  د ثروت ټولو او هدف په ځاي د خلکو تر منځ د ټولنېزو اړيکو د تنظېم او د هغوې تر منځ په سوله کي د گډ ژوند د تامېن کولووسيله ده.
د پاکستان په سياسي جوړښت کي يا په بل عبارت د پاکستان په سياسي ژوند کي له هماغه پېله شيان په ناورين راوړنکي توگه بې ځايه شوې دي. له هماغه پېله  دولت له بحرانونو څخه د ژغورولو وړتيا نه لرې. د پاکستان سياسي تارېخ په بحران پسي د بحران په کودتا پسي د کودتا او په جنرال پسي د جنرال تارېخ دی. دا خبره بې ځايه نه دي چي وايې: " جنرالان د پاکستان نه، بلکې پاکستان د جنرالانو دی" 
 دولت يوه سياسي موسسسه ده، دولت يو سياسي جوړښت دی. دولت سياسي کرکتر او سياسي ځانگړتيا لرې، خو په پاکستان کي په وار سره په مصنوعي توگه دولت ته کله پوځې او کله هم مذهبې کرکتر او بڼه ورکړل شوي ده. دلته جنرال او ملا دي چي  دسياسي سيستم هسته جوړوې.  په سياسي برخه کي د بدلون اساسي او بنسټېزه دنده دا دی چي دولت د يوه سياسي جوړښت په توگه ثابت او ځای په ځای شي.
 په پاکستان کي د دموکراسي د ټينگښت لمړی ضرورت دادی چي دولت له پوځې کولو او مذهبې کولو څخه وژغورل شي. د جنرال ځای په بارک او د ملا ځای په جومات کي دی. له ملا او جنرال څخه به د سياست او واک ژغورل له هندوستان او افغانستان سره  باور هم پېاوړی کړی او د ښو او دوستانه اړيکو عملې امکانات منځ ته راوړې.
 له پوځې کيدو څخه د دولت د ژغورولو لاره دادي چي په سياست کي د پوځ مخه ونيول شي او د قانون پوسيله په واک او سياست د پوځ ولکه د هميشه له پاره ختمه شي.همدارنگه دين له دولت څخه او دولت له دين څخه خپلواک شي.  د خدای دين نه بايد دولتې دين شي او دولت نه بايد دينې شي. دا د کفر لاره نه دي، بلکې د دواړو دين، دولت او ټولنې په گټه کار دی. له اويا کالنو زياته موده کېږې چي ترکيه په همدې لاره روانه ده او هيڅوک نشي ويلاي چي ترکيه د مسلمانانو وطن نه دی.
 په پاکستان کي په بنيادي توگه د خلکو او واک تر منځ اړيکې بايد بدلې شي. خلک د دولت په خاطر نه، بلکي دولت دخلکو په خاطر شي. خلک نه دواکمنو د عملونو موضوع اونه د هغوې د ساتلو وسيلې وي. واک د خلکو چاره ده او له کوزه واک ته مشروعيت او قانونيت ورکړل شي او دا بايد خلک وي چي د وروستې خبرې حق ولرې. 
د سياسي بدلونونو په برخه کي بله دنده دادی چي د پاکستان دولت د ناکام دولت له حالت څخه را ايستل دی. مخکې تر دي چي د پاکستان د دولت د ناکامې په بيلگو خبرې وکړم د ويونکو پام د يوه بريالی دولت  "succeed state" ځانگړتياو ته راگرزوم.
- د يوه بریالی دولت تر ټولو پېاوړې او ټاکونکې ځانگړتيا په خپل اختيار کي د " زور د وسيلو" را وستل دي.
- بريالی دولت هغه دي چي د خپلو پريکړو د عملې کولو او له هغو څخه د پايلو اخستلو وړتيا لرې.
- بريالی دولت هغه دی چي په خپل ټول قلمرو په موثره توگه واکمن وي.
- بريالی دولت هغه دی چي د خپلو وگړو امنيت وساتې، د هغوې حقونه او ازاديگانې خوندي کوي او د پرمختگ او نيکمرغې په لور د خپلې ټولنې لارښونه وکړې.
د پاکستان په دولت کي د ناکام دولتfailed stateڅرگندې او روښانه بيلگې شته دي:
- ددې دولت تاثير او نفوذ کمزوری دی. د پاکستانې دولت پريکړې په کمزورې توگه عملې کېږې او ډېر ځله بې تاثېره پاتې کېږې. 
- په عملې توگه دا دولت په هغه قلمرو چي پاکستان ورته ويل کېږې کنترول نه لرې.
- دا دولت د امنيت د تامېن په کار کي پاتې راغلی او دلته  جنگ سالاران، طالبان او تروريستان نه يوازي فعاليت کوي، بلکې د خپل نفوذ سېمې لرې او هغوې کولاي شي په ازاده توگه پوځې فعاليت وکړې...

 خپلواکې قضا
  د قانون واکمنې د دموکراسي د پیاوړتيا او ټينگښت بنسټېز ضرورت دی او دموکراتيکه ټولنه هغه دی چي په هغې کي قانون واکمن وي. هغه قانون چي  د انسان او د انسان د کرامت ساتونکی وي او له ټولو انسانانو سره د هغوې د انسانې حثيت په بنياد چلند کېږې. همدي موخو ته رسيدل په ټولنه کي د يوې خپلواکې قضا ضرورت را منځ ته کوي او چېرې چي به قاضې په خپل کارکي په بشپړه توگه خپلواک وی. په پاکستان کي د منځ ته راغلې دموکراسي ټينگښت د خپلواکې قضا له موجوديت سره تړلی دی. اوس په دموکراسې دي چي د قضا له سر څخه د جنرال د تورې سوری لرې کړې.
رښتيا هم کله چي په يوه هيواد کي د دولتې جوړښت اصلي بڼه بدلېږې او هغه ته ايديولوژيکې، مذهبې او پوځې ځانگړتيا ورکول کېږې په طبعي توگه  د دولتې جوړښت د دروگونو ځواکونو او په تېره بيا د قضا خپلواکې هم له منځه ځې. ټول واک د يوه سړی يا يوې وړې ډلې په مالکيت بدلېږې او دي ډول حالت ته ديکتاتورې ويل کېږې.  افغانستان کي هم د دولت د ايديولوژيکي کولو او مذهبې کولو ناورين راوړونکي تجربې لرې. د بيلگې په توگه پرون چي موږ دولت ته ايديولوژيکې بڼه ورکړه، نو قاضيان هم د گوند د مرکزې کميتې د عدل او د دفاع د څانگې له خوا ټاکل کيدل.


د دموکراسي ټولنېزه پايگاه
دموکراسي په ټولنه کي ځانگړو اقتصادي او ټولنېزو جوړښتونو ته ضرورت لرې او د افغانستان په پرتله په پاکستان کي دا جوړښتونه پراخ او پېاوړې دي. په دي هيواد کي او په تېره بيا په لويو ښارونو کي منځنۍ طبقي وده کړې او همدا طبقه ده چي د دموکراسي ملاتړ او  ټولنېزه پايگه بلل کېږې. خو ددي سره سره پاکستان د ټولنېز او اقتصادي جوړښتونو په برخه کي په څرگنده او ژوره توگه ناانډوله ځانگړتياوي لرې. په دي هيواد کي کليوالې ـــ قبيلوې جوړښتونه پراخ او پېاوړې پاتې کېږې، چېرې چي له بدلونونو پرته د دموکراسي جوړول يو ناممکن کاردی. قبيله دموکراسي نه منې او دموکراسي قبيله. په يوه قبيلوې ټولنه کي دموکراسي يو بې معنې شی او سوچه خيال دی. په قبيله کي يو ځانگړی وگړی يا " فرديت" هېڅ ډول اهميت نه لرې او نه ورباندي حساب کېږې، خو په دموکراسي کي" يو ځانگړی وگړی" د هغه خپلواک تفکر او خپلواکه پريکړه هر شی دی.
د دموکراسي ټينگښت او بری د دموکراتيک فرهنگ او دموکراتيکو ارزښتونو وده او پراختيا غواړې. د افغانستان په شان په پاکستان کي هم واکمن فرهنگ او دودونه له سياسي استبداد سره لاس په لاس د بشرې حقونو او ازاديو، خپلواک تفکر او خپلواکې انديښنې په ضد عمل کوي او دي حالت په فکري او فرهنگي برخو کي دموکراسي له لويو ستونزو سره مخامخ کړې ده. دا بنسټېزه ستونزه ده. دلته د خپلواک تفکر او خپلواکې انديښنې په ځای احساسات، جهالت، کرکه، عصبانيت او عواطف عمل کوي. دلته هره ورځ او په هميشنې توگه ارتجاعي او د منځنيو پېړيو دودونه په انسان او د هغه په کرامت تېرې او يرغلونه کوي. په تېره بيا ښځې ددې وحشي او ضد انسانې تېريو او يرغلونو ورځنې قربانيان دي. د دموکراسي ټينگښت او بری ددې يرغلونو او تېريو په درولو کي دي.


 ډار، شک او هيلې
زه دلته د " وېرې" په هکله خبرې نه کوم. د وېرې پيدا کيدل کيداي شي هېڅ اساس ونه لرې. کله کله هېڅ دليل او هېڅ گواښ نه وي، خو له انسان سره وېره پيدا کېږې. زه دلته د "ډار" په هکله خبرې کوم، چي د يوه رښتيانی گواښ په اساس منځ ته راځې. د يوه " ډار" په هکله چي د يوه گواښ په بنياد عملآ منځ ته راغلی اوموجود دی. همدادم په ټول پاکستان کي همدا ډول يو ډار خپور او گواښ هم رښتيانی دی. په پاکستان کي لويو ښاورونو هم د ډار جامې په تن کړې اود بمونو له چاودلو څخه خوندي نه دي  په لاهور کي چاودنو د لسگونو انسانانوژوند واخيست. په دي هيواد کي پوځيان، پوليس، جرگې او ملکې خلک د وژنو هدف گرزيدلې دي. همدارنگه ډار په دي معنې چي پاکستان هماغه د پرون په شان نړۍ ته، سېمې ته او په تېره بيا افغانستان ته گواښ پاتې کېږې. 
پاکستان همدا اوس د باروتو په انبار بدل شوی دی. د امنيت په برخه کي د دولت کنترول  په څرگنده توگه کمزوری شوی دی. دلته نږدې هره ورځ ژوندي بمونه د انسانانو ژوند اخلې. په دي هيواد کي د مرگ او کرکې په زرگونو مرکزونه ايجاد او کارکوي.
وزیرستان د " مرگ  زون" بڼه خپله کړې ده. دلته له دواړو اسمانه او ځمکې څخه د مرگ باران اورې. دلته هر څه د مرگ په معيار سنجول کېږې. دلته په وژلو، سوزولو او  ړنگولو برسېره  په سلگونو زره انسانان د ملا په يرغمل بدل شوي دي. دلته د مذهبې بنسټ پالانو موخې او گټې له الهې مقدساتو سره يو شان شمېرل کېږې او د ملا پېروي د خداي پېروي بلل کېږې. له همدې ځايه په تېره بيا افغانستان ته مرگ صادرېږې يوه وروستې بيلگه يې افغانستان ته د وژلوله پاره د پنځلس کلن ماشوم یاسېن نومي را لېږل دی.
  شک په دي معنې چي نوې واکمنو په خوا هم  واک درلود او ددي هيواد د دموکراتيک کولو په کار کي يې نه بری درلود او نه يې په دي هکله وړتيا ښودلې ده. شک په دې معنې چي له دريو گوندونو جوړ اتيلاف به ترڅه وخته پاتې شي.  ددې ايتلاف غړې او په تېره بيا د خلکو د گوند او د نواز شريف د مسلم ليگ  په يوه تارکي پېېلې مرې نه دي. د دوې تر منځ په  ډېرو مسلو په هکله اختلافونه شته دی او همدارنگه به جنرال مشرف او د هغه پلويان هڅه ونه  کړې چی منځ ته راغلی اتيلاف ړنگ کاندي. همدارنگه شک په دي معنې که د پرون په شان د ريس جمهور او پارلمان تر منځ اختلاف را پورته کېږې پوځ به د چا لوری نيسي او يا به پوځ دواړو ته شا گرزوې او د هميشنی عادت له مخې به واک په خپل لاس کي اخلې؟
  هېلې په دي معنې چي خلکو دواړو ملا او جنرال ته په شا وروگرزولو سره د دموکراسي لوری ونيو او حکومت ته يې په خپل بارو ورکولو سره دا چانس ور کړ چي د بدلونونوپه لور د ټولنې لارښوونه وکړې. هيلې په دې معنې چي حکومت به په افغانستان کي د پاکستان لاسوهنې بندې او د متقابلې همکارې پاخه بنسټونه به منځ ته راوړې. افغانان د پاکستان له دموکراسي څخه ځانگړې هيلې لرې او هغه په افغانستان کي د پاکستان  د لسېزو اوږدو او ناورين راوړونکو لاسوهنو بنديدل دي. د نويو واکمنو سياسي استعداد به په دي کي وي چي د دموکراتيک کولو په لور لاس ته راوړنې ايجاد کاندي. د دوې به دې خبرې ته پام وي چي سياست د عمل ډگر دی او په سياست کي د تگلارو په ځای په عمل قضاوت کېږې.


 نشنل عوامې گوند په تارېخې آزمايښ کي
 د نشنل عوامې گوند بری که له يوې خوا حېرانوکی وو، خو له بلې خوا ډېرو فرضيو او نظريو ته يو ځواب هم وو. دی  بری په تېره بيا د پښتنو او مذهبې بنسټ پالنې د اړيکو په هکله د يو شمېر نظريو د بيا او بيا کتنو ضرورت را منځ ته کړی دی او همدارنگه دا بری د پښتنو په سېمه کي د Talibanization په وړاندي يو څرگند چلېنج دی. خو طالبان او Talibanization په خپل وار سره د ANP ناسيوناليستې او سيکولر تگلارو ته گواښ پاتې کېږې.
 نشنل عوامې گوند په يوه خطرناکه او مشکله سېمه کي د بدلونونو د راوستلو او د قانون د واکمن کولو مسؤليت اخلې. ددې گوند په وړاندي لويې، پېچېلې او درنې دندې پرتې دې. دا گوند ممکن په خپل تارېخ کي د اول ځل له پاره له دومرو پېچلو ستونزواو ننگونو سره مخامخ شوی وي. په پښتنو کي په کلې توگه او په ځانگړې توگه په وزيرستان کي نوي حالات را منځ شوي. پښتون قوم په ژوره توگه ويشل شوی دی او د همدي گوند بری هم په پښتنو کي په تېره بيا د يوه ژور ايديولوژيک ويش ښکارندوی دي، چېري چي يوه خوا د جومات او بله خوا هم د حجرې په واکمنې ټينگارکېږي او هغه جوړښتونه چي ‍ANP ور پسي گرزې ړنگ شوي او يا په ړنگيدو دي.
 دلته د يوې خوا شعارونه :Peace, Demokracy and Development دي او بله خوا دشرعيت بشپړ پلی کول غواړې. دلته يو لوری د ښځې او نارينه برابرې غواړي. بل لوري بيا هرکور د ښځو په زندان بدل کړی دی. پاکستانې طالبان وايې: تر هغو به جگړه کوي تر څو په پاکستان کي اسلامې نظام پلی شوی نه وي. دا د جگړېز حالت خبرې دې اويا په عمل کي جگړه پېل شوې ده. په پښتنو کي د موجود ويش او توپېرونو وده او پراختيا کولاي شي روانه جگړه د پښتنو په جگړه بدله کړې. د ادم خان په دره کي د پښتنو په جرگه ځان وژونکې حمله په همدي لوری د انکشاف يوه بيلگه ده. همدا اوس له ترور سره جگړه د پاکستان په خپله جگړه بدله شوې ده.
په عمل کي ANP له داسي يوه خطر سره مخامخ دی، په کوم کي چي فاتالېزم Fatalism  مرکزي رول تر سره کوې. په دي خطر کي  ناورين راوړونکې پيښې له خپلو ټولو دردونکو او وژنکو پايلو سره حتمې بلل کېږې. اوس پوښتنه داده چي د دا ډول يوه فتاليستې خطر په وړاندي به د  ANP د خبرو او Nonviolence تگ لاره څومره موثره او عملې وي. ايا منځ ته راغلی حالت د ANP  د Nonviolence تگلاره له ازمايښ سره نه دې مخامخ کړې؟
د اپوزسيون په حالت کي د " نه تشدد" تگلاره یوه عملې تگلاره ده، خو د واکمنې په حالت کي دا تگلاره ډېره عملې نه ښکارې.