رسیدن به آسمایی :03.2008 .11؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.2008 .12

دستگېر خروټی

د کرملېن ټيټ ديوالونه

“ موږ نن خپل ديکتاتور ټاکو"
 په روسيه کي سره ددې چي جمهور رییس  وټاکل شو، خو له دي سره جوغت په روسيه کي د دموکراسي  د خفه کولو کلکې پوښتنې هم را پورته شوې دې. د ماسکو په کوڅو کي د ټاکنو په ورځ دا نارې هم اوريدل کيدې: “ موږ نن خپل ديکتاتور ټاکو" ، " موږ نن خپل ديکتاتور ټاکو"
رښتيا چي د کرملېن ديوالونه څومره ټيټ، لاره يې څومره لنډه او ورننوتل څومره اسانه کار دی. هلته په امريکا کي سپېنې ماڼې ته د ننوتلو له پاره د جمهورې رياست کانديدانو د اوسپنې څپلې په پشوکړې دي.  په روسيه کي خان پوتينو استالېن د ملک دميتري مدوديف په سر پگړۍ ور وتړله او روسانو هم د قبيلې په دود ورته لاسونه جگ کړل او دي ته وايې " روسي ډوله دموکراسي" . په عمل کي نه د رياست جمهورې په ټاکنو د دموکراسي اصول مراعات شوي او نه په روسيه کي دموکراسي شته. له روسيې څخه د پاکستان انتخابات ډېردموکراتيک او منصفانه وو. روسيه په چټکې سره د يوه توتالېتر سيستم په لور روانه ده. په چېچېن کي د پېړيو وژونکی روسی استعمار ته هماغه شان د وژلو، تيښتولو او په ښځو د جنسې تېريو په کولو سره ادامه لرې. په واکمنو انتقاد کونکي او ژورناليستان په مرموزه توگه له منځه وړل کېږې. د خلکو او مدنې ټولنو اعتراضونه په بشپړه بې رحمې سره ځپل کېږې. پوليس په خپلو کړونو کي د قانون پروا نه ساتې او په ښکاره رشوتونه اخلې. روسيه گاونډيانو ته گواښونه کوي او روسان د هغوې په وړاندي  له خپلو گازونو څخه د سياسي وسيلې په توگه کار اخلې.
 د روسانو له پاره چي د کمونېزم له اوياکلنې ديکتاتورې را وتلې دا لويه خبره ده چي په ازاده توگه سفر وکړې، په مېز يې ودکا موجوده وې او د سودا کولو له پاره په اوږدو کتارونو کي په ساعتونو ساعتونو ونه درېږې.
روسان چي د اوسپنېز استبداد اوږد تارېخ لرې د دموکراسي او ازادي په ځاي يې رهبران او شخصيتونه خوښېږې او له هغو سره مېنه لرې او دا ډول مېنه نه يوازي له پوتېن سره شته دی، بلکې له استالېن سره هم ورته او له دي زياته مېنه موجوده وه. د روسېي سياسي فرهنگ د سياسي ازاديو او د فردي ازادي فرهنگ نه دی. دا سياسي فرهنگ د استبداد، نورو ته د گواښونو او په نورو د تېريو او ېرغلونو فرهنگ دی. دا د اقليتونود روسي کولو فرهنگ دی.
په روسيه کي  له پېړيو پېړيو بيا تر پوتېن پورې " فردي ازادي" يو ناياب شی دی او سياسي ازادي هم نمايشي بڼه لرې.  په روسيه کي وروستيو ټاکنو واک ته  ډبل  څرنگوالی ور کړی دی او وليدل شي چي دميتري مدوديف د پوتېن د نانځکې په توگه عمل کوي او يا نوموړی د خپلو نظرياتو او خپلواکو انديښنو خاوند هم دی. دا امکان شته په کرملېن کي د واک په سر د پوتنيو او مدوديف تر منځ سيالې پيل شي. په دې هکله ښه خبره داده چي  راتلونکې پيښې څه وايې او په کوم لوری وده کوې.

دموکراسي واک ته د رسيدو مشکله او اوږده لاره ده
په ټولنو کي د واک د تر لاسه کولو دوه لارې شته دي. يوه اسانه او لنډه او بله هم مشکله او اوږده لاره ده. د ديکتاتورې لاره اسانه او لنډه او ډېره لنډه ده. په دې لاره کي د خلکو او ټولنې د غوښتنو او باور پروا نه ساتل کېږې. دلته وگړي او يا گروپونه په خپله خوښه او د خپلو گټو په بنياد عمل کوي. خو په دموکراسي کي واک ته د رسيدو لاره نه يوازي مشکله او اوږده ده، بلکې تر هر څه د مخه د خلکو او ټولنې غوښتنو ته پاملرنه کېږې او د هغوې باور تر لاسه کېږې. د ديکتاتورې لاره بدماشانو، مېرغضبانو، جنگ سالارانو، اتفاقي او وړو وگړو ته هم ددې امکان ورکوي چي واک تر لاسه کړې. د ديکتاتورې په دود کله کله واک په څوساعتونوکي لېږدول کېږې او افغانستان ددې ډول لېږد پوره تجربې او څرگندې بيلگې لرې. په پادشاهي گانو کي واک په ساده ډول له پلار څخه زوی ته لېږدول کيدو. سره ددې چي د ظاهر شاه عمر ډېر وړ وو، خو له دي سره سره واک  هغه ته ولېږدول شو. له شاهې څخه جمهورې ته، له محمد داود څخه نورمحمد تره کي ته او له تره کي څخه حفيظ اله امېن ته، له امېن څخه ببرک کارمل ته، له ببرک کارمل څخه نجيب ته د واک د لېږدولو لارې اسانه،  لنډې او کله خو د واک لېږد په څو گړيو کي هم تر سره شو. په گاونډي پاکستان کي جنرال مشرف ددې له پاره بېړنی حالت اعلان کړ چي نورو پنځو کلنو له پاره خپل واک تضمېن کاندي.
په دموکراسي کي واک ته رسيدل مشکل کار او ډېرې هلې ځلې غواړې. په دموکراسي کله کله گوندونه لسېزې د واک د تر لاسه کولو له پاره انتظار باسي. دلته گوندونه نه يوازي ځانونه د واک " يوازنې الترناتيفونه" بولې،  نه يوازي د کودتا کولو په هکله فکر نه کوي، بلکې هڅه کوي ښې او عملې تگلارې وړاندي کړې، خپله وړتيا وښيې او د خلکو باور تر لاسه کړې.   

دموکراسي يوازي حاکميت نه دی
کله چي د دموکراسي په هکله بحث او خبرې کېږې تر هر څه د مخه د انسان په ذهن کي د حاکميت او په واک او سياست کي د خلکو د گډون پوښتنه را پورته کېږې. د دموکراسي په معمول تعريف کي هم د حاکميت مسله مرکزي ځای لرې. حاکميت چي د دموکراسي سياسي لوري دی،  په يوه هيواد کي د دموکراسي د پلې کولو اساسي او مهم شرط بلل کېږې. د دموکراسي همدا لوری دی چي په واک او سياست کي د خلکو او يا د هغوې چي غواړې نور له سياست څخه لرې پاتې نشي ونډه اخيستنه بسيا کوي. په سياست کي د وگړو گډون او په سياسي پريکړو د هغوې تاثير د هغوې له حاکميت څخه عبارت دي. په بل عبارت خلک خپل حاکميت په سياست کي د گډون کولو له لارې خوندي کولاي شي او دا سياسي دموکراسي او يا د دموکراسي سياسي برخه ده. خو حاکميت او په سياست کي د خلکو گډون يا د انتخاباتو پوسيله د دولت يا حکومت جوړول ټوله دموکراسي نه دي. 
د دموکراسي ځواک يوازي په دي کي نه دي چي د اکثريت له خوا يې ملاتړ کېږې او په يا په اکثريت ډډه لگوې.
که يوازي د حاکميت جوړول او د اکثريت تر لاسه کول دموکراسي وي کيداي شي په دي ډول حالت کي د اکثريت ديکتاتوري جوړه شي. په هغه هيوادونو کي چي قومي يا مذهبې پلوراليستک ټولنېز جوړښت لرې او يو قوم او يا د يوه مذهب پېروان د نورو په پرتله لوي اکثريت ولرې کولاي د دموکراسي په دود او د ټاکنو له لارې واکمنې تر لاسه کړې. که په دي هيوادونوکي د دموکراسي نور آرزښتونه:  فردې ازادي،  د اقليتونو د حقونو او نورو مذهبونو د پېروانو د حقونو ساتنه، د بيان ازادي، د فکر، باورونو او عقيدي ازادي  په قانون کي تضمېن شوې نه وي اکثريت کولاي خپله ديکتاتورې جوړه کړې او د اقليتونو حقونه او ازادي پايمال کاندي.
همدارنگه کيداي شې اکثريت د يو شمېر لاملونو له امله ښه انتخاب ونشي کړاي اوله خپلو رايو په سمه او خپلواکه توگه گټه تر لاسه نه کړې. په افغانستان کي خلکو د ډار، گواښ،کلاشينکوف، پيسو، قوم پالنې. مذهبې شعارونو... دکلک تاثير  له امله ونشواي کولاي پارلمان ته وړ وکيلان انتخاب کاندي. هغه څوک هم پارلمان ته راغلل چي اصلي ځای یې په زندان کي دی.
دموکراسي يو بشپړ سيستم نه دی
دموکراسي نه يوازي خپلې ناخوالې او خپلې نيمگړتياوی لرې، بلکې ټولو ستونزو ته د جواب ورکولو جوگه هم نه دي. دموکراسي نه په زور جوړېږې او نه له باندي څخه تحميل کيداي شي. دموکراسي د يوه بدليدونکي سيستم په توگه نه د تقليد کونکو او نه هم د پېروانو په لښکر تکيه کوي. دموکراسي په دموکراتانو او خپلواکو انسانانو تکيه کوي.
 د دموکراسي ښوالی په بحث، ديالوگ، له دواړو لورو په درناوی او پوهاوی کي دی. دموکراسي مخالف لوری ته نه يوازي غوږ نيولاي شي، بلکې منلې يې شي او له هغه سره په گډه په سوله کي کار او ژوند کولاي شي. د دموکراسي ښوالی په دي کي دې چي واک د يوه سړی، د يوې کورنۍ، ديوې ډلې، دیوه گوند او د ټولنې د يوې برخې له منگلو را باسي او هغه د ټولو په چاره يې بدلوې. د واک او سياست په کار کي د ټولو ونډه اخيستنه خوندي کوي.  
همدارنگه دموکراسي ښوالی په دي کي دی چي د " يوشان کولو" په ځای په ټولنېزو، اقتصادي، سياسي، نظرياتی، فرهنگي، مذهبې برخو کي په  پلورالېزم تکيه کوي. خو دلته پلورالېزم نه بايد د سکترېزم په دود وپېږندل شي او نه ورسره د سکترېزم په دود چلند وشي. " يو شان کيدل" نه يوازي يو ناممکېن کار دی، بلکې د انسان د فطرت او طبعيت په ضد عمل کول دی.  دبشر په تارېخ کي داسي  بيلگې نه دي ثبت شوې چي انسانان د هويت، قوم، ژبې، مذهب، نظرياتو، ايديولوژې نژاد په برخو کي يوشان شوي وي. په انسانانو کي په پورتنيو برخو کي توپېرونه هميشه وو او هميشه به وي او د انسان فطرت دی.. په شوروی ارشد! کي د کمونېزم اويا کلنې ديکتاتوري، وژلو، شړلو، تبعيد کولو او داقليتونو د بې ځايه کولو سره ونشواي کولاي چي د " يوشان کولو" تگلاره يو قدم د بری په لور بوزي. روسانو په ټولو وسيلو هڅه وکړه اقليتونه روسي کاندي او په هغوې باندي روسي ژبه د " د لوی ورور ژبه " تحميل کاندي.  نه يوازي دا ډول " يوشان کول" په شرمونکې توگه پاتې راغلل، بلکې شوروی ارشد! هم د شگو د څلی په شان را پريوت.  روسان اوس هم د اقليتونو او تېره بيا د چيچنيانو په وړاندي د روسي کولو تگلاره مخ ته بيايې. د " يو شان کولو" تگلاره په ټولنه کي پراخه بيگانگې منځ ته راوړې.انسان هم له ځانه او هم يې له ټولنې بيگانه او خپل هويت له لاسه ورکوي.  انسان سره ددې چي د څوگونو ټولنېزو “ موږ" ، " دوې"  هويتونو خاوند دي، خو په هميشنې توگه هڅه کوي چي خپل ځانگړی او خپلواک  “ زه" ، " دما" هويت  تر لاسه کړې. خپلو ځانونو ته وگورې تاسو په خپله په کومه اندازه د خپل شخصي هويت له پاره هڅه کوې او په کومه اندازه خپل خپلواک شخصيت ته وده ورکوي.په طبعې توگه دا هم د تاسو حق او هم د تاسو له پاره ډېر لوی اهميت لرې. سره ددې چي " زه" په دې او هغه ټولنېز هويت " موږ" کي ځان پيدا کوي، خوهرځانگړی وگړی هڅه کوي د خپل خپلواک هويت په بنياد وپېږندل شې او هغه څه چي د وگړو له خپلواک هويت او خپلواک شخصيت سره مرسته کولاي شي“ فردي ازادې"  ده.