رسیدن به آسمایی :17.07.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :17.07.2008

دستگېر خروټی

بشري حقونه او دوديزه ټولنه

دوهمه برخه
برابرې يوه تيوريکه فرضيه نه ده،  ستونزه د حاکميت او قانونيت کمزورې ده

د توپيرونو او برترې روزنه په کورنۍ کي پیل کېږې
په افغان ټولنه کي د بشري حقونو ستونزه نه يوازي دودونه،  زور،  واکمنې، بلکي د ټولنې او کورنۍ د يوې برخې په " برترې" کي هم دی. په دي برسيره چي واکمنې او برتري له يو بل سره دوه تړلې او له يو بل سره مرسته کونکي مفهومونه دي. برتري واکمنې او واکمنې برترې ته ميل ښيې. خو د ښځو په دوهمه درجه کولو او د هغوې د حقونو او ازاديو د سلب کولو په کار کي د واکمنې په ځای " برترې" ونډه ټاکونکې ده چي په دواړو کورنۍ او ټولنه کي د " نارينه برترې" د هغه د واکمنې لاره هم همواره وي او دا حالت په خپله په کورنۍ کي په برابرې او د بشر په حقونو او ازاديو يرغل او تيری دی. په کورنۍ کي د توپير او برترې په بنياد روزنې او چلند کورنۍ په بشري حقونو د يرغل په لمړنی مرکز بدله کړې ده
د بشري د مدني او سياسي حقونو په اعلاميه کي د ماشومانو د حقونو په هکله وايې:
«هر ماشوم له نژادي، رنگ، جنس، ژبې، دين، ...د توپير نه پرته د خپلې کورنۍ، ټولنې او دولت له خوا د ساتنې د داسي تدابيرو حق لرې چي دده وضع يې د يوه صغير په توگه ايجابوي...» دلته د ما ټينگار په جنسي  توپېر دی او همدا جنسي توپېردي. همدا بيولوژيکي توپېر دی چي په افغان کورنيو کي د يوه لوری د برترې بنياد جوړوي.      
د نر او ښځې تر منځ  توپېرونه او په تيره بيا د " سړی برتری"  د پيدايش او ماشومتوب سره جوغت په کورنۍ کي پېل کېږې او له زوی او لور سره توپير لرونکي چلند کېږې. په کورنۍ کي د بيولوژيکې تفاوتونو په بنياد له ماشومانو سره دا ډول چلند اپارتايد ته ورته چلند دی. کله چي په کور کي هلک پيدا کېږې، ټوپک ويشتل کېږې، خوشحالې کېږې، ميوي او رويمالونه ويشل کېږې او تبريکي ورکول کېږې. خو کله چي په کور کي نجلۍ پيدا کېږې،  نه يوازي د پلار سترگي نه جگېږې، بلکې نه ټوپک ويشتل کېږې او نه هم جشنونه کېږې او کله کله خو د لور په پيدا کيدولو سره ښځه هم مجازات کېږې او مېړه يې په دی گناه چي لور يې ږيږولې په ساعتونوساعتونو په واوره کي دروې. کله چي د يوه ښځې يو په بل پسي لورانې پيدا کېږې ددې وروستۍ نجلۍ نوم " بله نسته” ږدې او معني يې دادې چي نور نجلۍ نه غواړې. همدارنگه په ډوډې او کاليو کي د زوی په گټه ښکاره توپېرونه شته دی. په کورنۍ کي د هلک په پرتله نجلې ډېره ترټل کېږې. له هماغه ماشومتوب څخه د نجلې د انديشې اود تفکر د ودي مخه نيول کېږې، استعداد يې وژل کېږې، عقل او انديښنه يې اخستل کېږې، جرت او اراده يې ماتېږې او نجلې په ذهنې برخه کي ددې چمتو کېږې چي په کورنۍ او ټولنه کي د دوهمې درجی انسان په توگه خپل برخليک ومنې. دا ډول روزنه او چلند په دواړو فزيکي او سايکولوژيکي برخو کي د نجلې د کمزورې او گوښيتوب لامل کېږې. نجلې ته له هماغه ماشومتوب څخه ويل کېږې:  “” ښځه له هماغه اوله کږه ده او کږه به وي"  " ښځه د نر له پاره پيدا شوې" ، " هلک په بخت پيدا شوی". " نجلۍ په بده ورځ پيدا شوې"  " نجلۍ د بل کور دی"  " د چا کور به در باندي ړنگېږې" ، " دنجلۍ دنيا په همدي څلورو ديوالونو کي دی" ، " د باندي دنيا د هلک دنيا ده"  " کينه نجلۍ، پورته پورته مه غورزه دا د تا کارونه نه دي"  " دا نوي کالې مي شېرخان زوی ته راوړي، زرلښته  خو هميشه په کور کی دی، نوی کالې څه کوي”  يوې ښځې وويل : » سره ددې چي د ما پلار مدير وو او پيسې يې هم درلودي، خوما د اول  ځل له پاره په څورلس کلنۍ کي نوي بوټونه په پښو کړل. پداسي حال کي چي پلار مي د ما وروڼو ته  په هرعيد کي نوي کالې او بوټونه اخستل.« له دي توپيرونو سره سره په کور کي د ناخوالو پړه په ښځه وروغورځول کېږې او ښځه دومره خپل انساني او د برابري ارزښت له لاسه ورکوي چي ورته سلام هم نه اچول کېږې.
کله چي نجلۍ لويه شي او زر واده نشی په خپل کور کي نور هغې ته د لور په ځای، د خور په ځای او د کور د غړی په ځای د يوه اضافې پيټې په سترگه کتل کېږې او په هميشنۍ توگه پیغورونه ورکول کېږې: “  ورسته شوې، زړه شوې، چڼاسې دي کړې" " او شپوږنې، تا څوک څه کوي"   "څوک دي نه غواړي" " څوک دي نه اخلې" " خسی شوې یې"  " نان خور اضافې"  " کله به دي څيره ورکېږې" نجلۍ هم ددې پيغورونه  په اوريدولو سره دومره تنگېږې او په عذاب کېږې چي د رويبار لاره څارې او د دروازې د ټکيدو په انتظار وي او غواړې چي هرڅومره ژر له دي حالت څخه خلاصه شې.
په کورنۍ کي په برتري او توپېر ولاړې روزنې نجلۍ د " شی" درجي ته را ټيټه کړې ده او د " شی" په څير ور سره معامله کېږي. د شی په څير خرڅيږې. نجلۍ د انسان په توگه " شی" نه بلکي " څوک" دی او د " شی" په توگه نه، بلکي د انسان په توگه، کوم چي د ټولنېزو اړيکو مجموعه ده تعريف کيدلاي شي، خو په " شی" کي دا ډول اړيکې نشته دي. کله چي موږ د يوه انسان او له دي جملې د ښځې په هکله خبرې کوو، دا ډول پوښتنې مطرح کوو "د چا په هکله خبرې کوې؟ " " هغه څوک دی؟ " هيڅکله نه وايو " د څه شی په هکله خبرې کوې؟" او يا " هغه څه شی دی؟ ".  د " شی" درجي ته د انسان را ټيټول، نه يوازی جهالت دی، بلکي په انسان او انسانې آرزښتونو یرغل هم دی. 
   
 د نه ويلو حق  او د " زه "  په ځای " موږ"

د برتري په بنياد روزنې او چلند نژدي هرکور د نجليو او ښځو په زندان بدل کړی دی، هغوې يې گوښه کړې او د هغوې دنيا يې په بشپړه توگه ور تنگه کړې ده  په عمل کي هم د نجليو او ښځو دنيا ډيره وړه او دردونکې دنيا ده. نجلۍ د يوه انسان په توگه حق لري هغه څه چي په زړه کي يې ده په څرگنده ووايې او د هغه څه په وړاندي چي  نه يې غواړې د " نه ويلو حق"  ولرې او ددې حق درناوی يې وشي. بې له دی چي نور څه وايې او يا د نورو خوښېږې او که نه او دا د نه ويلو د حق مخنيوی نشي کولاي، ځکه دا د يوه ځانگړي وگړی نه ورکيدونکی حق دی. هو، زه دا کولاي شم او دا غواړم چي د خپل ژوند په هکله په خپله
پريکړه وکړم او دا د ما کار دی. زه له هر بل چا څخه په خپل ژوند ښه پوهېږم، خپل ژوند ته ښه لوری ورکولاي شم او زه پوهېږم چي څه ډول ژوند وکړم. د بل هر خپلواک انسان په شان زه په خپله ژوند او د ژوند موخې تعريف کولاي شم. زه هم د بل هر انسان په څېر د طبعيت معقوله او راسيونال برخه يم او ددي وړتيا لرم چي د معقوليت او راسيونالېزم په بنياد چلند وکړم. زه هم د نورو په شان کولاي شم د مادي او معنوي نيکمرغې د تر لاسه کولو هڅه وکړم.
 د " نه ويلو حق" هم د کولکتيف حقونو د لمړيتوب په وسيله اخستل کېږې چېري چي کولکتيف هر څه او ځانگړی وگړی هيڅ شمېرل کېږې او يا هم " موږ" هر څه او " زه” يو بې معنی شی دی. دلته د " زه" په ځای  " موږ"  او د " ما ارادې" په ځای د " موږ اراده" ټاکونکې ده او "زه" د هغه په عملې کولو مکلف دی. د تا په هکله، د  تا د ژوند په هکله او د تا د راتلونکي په هکله د " تا" په ځای " موږ" فيصله کوو او د " تا”  دنده او مکلفيت د موږ د پريکړې منل او په ځای کول دی. دا ډول فرهنگ او په کورنۍ کي استبدادی روزنه او چلند له نجلۍ څخه د " نه  ويلو حق او ارادې" په اخستلو سره هغه د غلام او برده سطحي ته را ټيټوې. ډير وخت د نجلۍ " نه ويل"  د هغې ژوند په بيه تمامېږې. د ژوند په هکله، د ځان په هکله د نجلۍ نه ويل شرم بلل کېږې. په کورنۍ او د کورنۍ په نوم او د پلار په شمله تېری بلل کېږې.    هر څه چي کېږې او هر څه چي ورپيښېږې نجلۍ بايد " نه" ونه وايې. دا هغه چلند او تلنه ده چي له غلامانو سره کېږې. غلامې په دي ځانگړتياو سره تعريف کېږې: هغه نه پوهېږې چېرې ځې، له چا سره به ځې، په چا به خرڅېږې، راتلونکی بادار به يې څوک وي او څه به کوي. اوس که  نجلۍ په دي ځانگړتياو تعريف کړو: هغه نه پوهېږې چي له چا سره  واده  کوي او يا راتلونکی ژوند به يې له چا سره وې. ، چېري به واده کېږې، څه ډول به واده کېږې،  کله او په څومره پيسو به خرڅېږې... بي له شکه غلام ته ورته حالت لرې. د  نجلۍ لويه بدمرغې په دي کي دی چي په ټولنه کي واکمن دودونه هم د يادشوې روزنې او یاد شوی چلند مرسته کوي.
 دلته زه غواړم د " موږ" او " زه" په هکله لږ څه زيات وليکم. زه په دي باور يم چي د " موږ" لمړيتوب" موږ" او د " موږ پريکړې او اوتوريته" کمزوري کوي، خو د " زه” لمړيتوب د " موږ" له اتوريتي او تاثير سره هم په ټاکونکي توگه مرسته کوي. د ويونکو پاملرنه په سياسي ژوند او د سياسي پريکړو په کار کي ددي آرزښتونو رول ته را گرزوم. په هغو ټولنو کي چي ديکتاتوري واکمنې کوي په هميشنې توگه " موږ" لمړيتوب لري او په مکرره توگه په همدي اصل باندي ټينگار کېږې، خو سياسي پريکړي او دټولنې په برخليک پوري تړلې پريکړې د " موږ" د  په ځاي د يوه پوسيله تر سره کېږې. د بيلگي په توگه په هيڅ هيواد کي د  اسلامي ايران په اندازه د " موږ" د " ملت قهرمان" " ملت عزيز” ... په مفهوم ټينگار نه کېږې، خود بل هرهيواد په پرتله په ايران کي په " موږ" په " ملت قهرمان" او د " موږ په اراده" تېری کېږې او په عمل کي يو وگړي، يو تيار شيطان او يو خيرن عوام غولونکی چي نوم يې اخوند خامنه ای دي پريکړي کوي او پريکړې يې هم د قانون بڼه لري.
 ددي خلاف په هغه ټولنو کي چي يو ځانگړي وگړی او د هغه اراده په مرکز کي دي پريکړې د يوه په ځای د "موږ" پوسيله تر سره کېږې او په دي همدي ټولنوکي چي له يوې خوا د دندو او حقونو او په تيره بيا د ازادي او مسؤليت ترمنځ بيلانس اوله بلې خوا د فرد او ټولنې ترمنځ د درناوی او همکاري اړيکې جوړېږې.
د هغې کورنۍ پريکړې چي په هغه کي د ځانگړی وگړی خپلواکې او ارادی ته درناوی کېږې د هغې کورنۍ په پرتله چي ځانگړی وگړی په کي هېڅ شمېرل کېږې ډيرې موثرې، ډيرې پېاوړې او ډېرې نيکمرغه دې. 


 برترې له زور سره تړی مفهوم دی
د کورنۍ په توپېر ولاړه روزنه او تربيه د نجلۍ په خلاف د هلک د برتری  او واکمنې حس او تمايل پېاوړی کوي. په ځانگړې توگه په يوه دوديزه ټولنه کي" برترې"   له " زور" او " قدرت" سره تړلی يو مفهوم دی. له هماغه پيله په کورنۍ کي د هلک برترې د هغه د امتياز او د زوردرلودلو په معني هم دی. د ورور پوسيله د خوند ځورولو او د هغوې وهلو ته د حق په سترگه کتل کېږې. په بل عبارت نه يوازي پلار، بلکي ورور هم د وژلو تر پولې پوري خوندو ته مجازات ور کولاي شی. په دي وروستيو و ختونو کي په جرمنې کي يوه افغان هلک خپله خور د چړو په وهلو سره ووژله.
  د " سړی برترې"  په  دواړو کورنۍ او ټولنه کي له ښځې څخه، نوم، هويت او شخصيت اخلي او دا مفهومونه يوازي له سړی سره په اړيکو کي خپل مفهوم تر لاسه کوي. ښځه په عمل کي د يوه شخصيت، يوه فرد او يا ځانگړی وگړی او د يوه خپلواک هويت لرونکی انسان په توگه نه پېږندل کېږې او په دی ډول حالت کي په طبعي توگه ښځه فردي حقونه او ازاديگانې هم له لاسه ورکوي. ښځه دومره په نر پورې تړلې ده چي د نوم اخستل يې له يوې خوا شرم  او له بلې خوا دا کار د سړی په اوتوريتې تېری بلل کېږې.
په کورنۍ کي د هلک برترې په ټولنه کې هم  په ژوره توگه د نارينه او ښځې له نابرابرې سره مرسته کوي، چېرې چي نه يوازی د ښځې په پرتله نارينه زيات حقونه او ازاديگانې لري، بلکه هغه ته د واکمنې حق هم ورکوي. دا خبره هم هېره نشي سره ددې چي ښځې په کورنۍ کي د نابرابرې او نابرابر چلند اصلي قربنيان دې، خو ښځه هم له همدي چاپيريال څخه په کلکه متاثير کېږې. هغه سره ددي چي د توپير تر څنگ
تر ډار او جبر لاندي لويه شوې استبدادي ذهنيت او چلند کسب کوي او عقده اخلې. کله چي ښځه موقع تر لاسه کړې په خپل وار ظلم او بي رحمي کوي.د بيلگي په توگه خواشې د ژنور او بن د بن په ځانونو کي وينې ور و چوې. ځينې مورگانې په ډېره بې رحمې سره خپل اولادونه او په تېره بيا لورگانې ډبوي او يو ډول بدل اخلې.
د  ځان پېږندنې Self Recognation ستونزه

ژوند هغه وخت معني او مفهوم پيدا کوې چي له یوې خوا هدفمند او له بلي خوا انسان په خپل ژوند واکمن وي. د يوه انسان ژوند هغه وخت هدفمند کېږې چي د يوه انسان په توگه د خپلې ارادې خاوند وې او دا هغه څه دي چي د ځان پېږندنې پوسيله تر لاسه کېږې. په ځان پېږندنه کي تر ټولو مهمه مسله دادی چي انسان دې ته ځواب ورکړاي شي " زه څوک يم او زه څه کولاي شم"  په ژوند کي د موخو تر لاس کول د ژوند د انسانې کولو او راسيونال کولو ضرورت منځ ته راوړې. ددي خبرې معني دادي چي ژوند د پېړيو پېړيو زړو دودونو له کنترول، ادارې او څارنې څخه راووزې او ژوند د انسانې آرزښتونه پوسيله اداره شی.د راسيونال کولو معنې دادي چي هره ښځه او هر نر د شخصيت خاوند شي او له ټولو هغو بندونو او دودونو ځای وژغورې چي  ژوند بې هدفه کوي او په ژوند د انسان واکمنې او اختيار له منځه وړې. په يوويشتمه پېړۍ چي د علم او گړنديو پرمختگونو پېړۍ ده، په افغانستان کي د ميليونونو ښځو ژوند له  بې هدفې  څخه ځورېږې او د ژوند لوری يې ورک دی.
   په کورني کي د برترې په بنياد روزنه او چلند ښځه د " ځان پېږندنې" له کلکې ستونزې سره مخامخ کوي.
“ ځان پېږندنه"  په ژوند او ژوند کولو کي مرکزي ځای لرې. د " ځان نه پېږندنې" په صورت کي هم ښځه
د " کمزوری جنس" موقعيت تر لاسه کوي او د ډېرو وړو ستونزو په حل کولو کي پاتي راځي. د ژوند په نږدي ټولو برخو کي خپلواکي بايلې او ټول ژوند يې په نر پوري تړل کېږې او له نارينه پرته يې ژوند هر ډول مفهوم له لاسه ورکوي. " چينجی دي وي، خو ژوندي دي وي"
“ د هغې خوارې ميراته شوه”  " نه په اسمان ستوری لري او نه په ځمکه سوری". رښتيا هم کله چي د کومي ښځې مېړه مړ شي او زوی هم و نه لرې، نو دا خوارکۍ هېڅ شی، هېڅ ډول مالکيت او شته نه لري او تر ټوله بده دا چي هغه په ځان، په ژوند او راتلونکي د پريکړې هر ډول حق له لاسه ورکوي او دا ميرات خواره دي چي د هغې په هکله پريکړه کوي او هغوي کولاي دا ښځه بيا خرڅه او تر کنډو يې واړوي. دا ښځه يو بيولوژيکي انساني جوړښت ته پاتي کېږې چي په بشپړه توگه له هر ډول حقونو او ازاديو څخه بې برخې شوې ده.
    ځان پېږندنه، د شاوخوا پېږندنه او دستونزو پېږندنه يوه مهمه انسانې ځانگړتيا بلل کېږې او دا انسان ته ددي امکانات ورکوي چي ستونزي حل او په هغوې غلبه وکړې. د حيواناتو دنيا د ځان نه پېږندلو، د ستونزو د نه پېږندلو او د ستونزود نه حل کولو دنيا ده. د ځان نه پېږندنې بله ستونزه دادې چي  په " ځان باور" له لاسه ورکول کېږې او په دي ډول چاپيريال کي انسان  په دواړو کورنۍ او ټولنه کي خپل ځای، خپل رول،  په پريکړو او پيښو تاثير او نفوذ له لاسه ورکوي او په عمل په يوې بي ارادي نانځکه بدلېږې


په ځان بې باورې
“ دنيا را باندي تنگه ده " " هيڅ شی نه شم کولاي، هيڅ شی نلرم او هيڅ شی نه يم "  " زه يو اضافې شی
يم” " نه په ما څوک خوارېږې او نه زه څه له لاسه ورکوم" ...
په ځان بې باوره کيدل يوه کلکه ټولنېزه او روانې ستونزه ده او په ځان بې باورې ورو ورو انسان له خپل ټولنېز چاپيريال څخه، له خپل ځان څخه او له خپل ژوند څخه بيگانه کوې او په دا ډول حالت کي دي چي  انسان د خپل ژوند اخستلو لاره غوره کوي او يا ځان وژنه کوي. نجلې په کورنۍ کي د په توپېر ولاړې روزنې په نتيجه کي په تدريجي توگه له هماغه ماشومتوب څخه په ځان باوراو ور سره په خپل کورکي په تېره بيا د خپلو وروڼو په وړاندي د برابرې او سيالې حس له لاسه ورکوي.
 په يوه کورنۍ کي باور د برابرې او برابرو امکاناتو په جود کي منځ ته راځي او وده کوي. رښتيا هم کله چي نجلۍ په کور کي ځان ټيټ، بې وسه او کم آرزښته بولې  هيڅکله په ځان باور نشي ترلاسه کولاي. په کورنۍ کي روزنه او چلند له نجلۍ څخه هغه څه اخلي چي له هغې سره په ځان د باور پيدا کولو په کار کي مرسته کوي. همدادم له ميليونونو نجلېو څخه د ژوند موخي او موخو ته د رسيد لو امکانات هم اخستل شوي دي. دا ضرورت دی چي په ژوند کي هر انسان بايد  موخي ولرې او دي مخو ته د رسيدلو له پاره امکانات او وسيلې موجودې وې. کله چي انسان خپله موخه او يا خپلې موخې تر لاسه کوي په ځان يې باور هم زياتېږې. په ځان باور نه په بازار کي پيدا کېږې او نه هم اخستل کېږې، بلکې وړل کېږې او روزل کېږې.
د بيلگې په توگه کله چي يو زده کونکی په ازموينه کي لوړې نمرې ترلاسه کړې. دا نه يوازي د هغه لاس ته راوړنه ده، دا نه يوازي هغه ته وياړ ورکوي، بلکي په ځان يې باور هم زيات او پېاوړی کېږې اوبيا همدا باور د نوی بری او نويو بريو په لور د همدي زده کونکی لارښوونه کوې. په بل عبارت په ځان باور د بريو او لاس ته راوړونو منبع دی او انسان ته د خپلو موخو د تر لاس کولو په کار کی ځواک ورکوي. بې شماره تجربې ښيې چي په ځان باندي د باور په درلودلو او پېاوړتيا کي د  پوهې، عقل او خپلواکې انديښنې ونډه ټاکونکي دي او دا هغه څه دي چي انسان يې له طبعيت څخه را جلا او په خپلو پښو يې ودرواوو.
بله مسله چي د نجليو په ځان له بې باورې سره مرسته کوي د هغوي ناپوهې اود خپلواکي نشتوالی دی.
پوهه په ځان باور ايجادوي او خپلواکې په ډېره پراخه توگه په ځان د باور درلودلو د چارې له پراختيا او پېاوړتيا سره مرسته کوې.
 کورنۍ د ټولنې د يوه اساسي بنياد په توگه د انسان په روزلو کي ځانگړی ځای لري او کورنۍ د بل هر ټولنېز جوړښت په پرتله يو ثبات لرونکی جوړښت دی.  په کورنۍ کي نابرابرې، په کورنۍ کي له هلک او نجلۍ سره توپیر لرونکی چلند او د يوه لوری برترې په خپله په کورنۍ کي ناخوالې او ناوړه پيښې را منځ ته کوي، کورنۍ د همیشنيو شخړو په مرکز بدلوې او په کور کي د ننه يو د بل په وړاندی د بې رحمې، ظلم، توهين کولو، ټيټولو او وژلو لامل دی او زمانه هره ورځ دی دا ډول بي رحميو او ظلمونو په زرگونو بيلگې ثبت کوي. په کورنۍ کي د ماشومانو تر منځ برابرې او د توپير، د برترې او د  ډار له عناصرو څخه خلاصه روزنه کولاي شي د کورنۍ په منځ کي د زورور او کمزوري او د يوه لوری د برترې په بنياد جوړې شوې اړيکې له منځه يوسې. له هلک او نجلۍ سره برابر چلند کولاي شي کورنۍ له ناخوالو او دردونکو او وژونکو پيښو څخه خوندي کړې. د ځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو ساتنه او برابرې نه يوازي کورنی جوړښت کمزوری کوي نه، بلکي ددې جوړښت له ثبات او نيکمرغي سره مرسته کوي. په کورنۍ کي برابرې به په ټولنه کي د برابرې او په تېره بيا د نر او ښځې د برابري د تامين په کار کي ټاکونکي برخه واخلې.


استبداد يوه ټولنېزه ستونزه ده.
د استبداد او د هغه د لاملونو په هکله څو نظريې شته دي. يو شمير څيړونکي په دي باور دي چي په يوه ټولنه کي د اوږدي مودې له پاره د ديکتاتوريو موجوديت په ټولنه کي د استبدادی ذهنيت او چلند له چارې سره مرسته کوي او هغه ته وده ورکوي. په دي کي شک نشته چي په پېړيو پېړيو د ديکتاتورانو واکمنې استبداد او استبدادی ذهنيت ته وده ورکوي، هغه پياوړی کوي او په ځانگړې توگه په سياسي فرهنگ کي استبداد په ولکه وال عنصر بدلوي. بل شمېر بيا د استبداد لاملونه په، ايديولوژې، دين او فرهنگ کي لټوي او په دي عقيده دي چي همدا بنيادونه دي چي په يوه ټولنه کي استبداد او استبدادي چلند ته وده او مشروعيت ورکوي. بله ډله بيا استبداد ددي او هغه وگړی ځانگړتيا بولې او د همدي وگړی په له منځه وړلو کي د استبداد له منځ وړل لټوي. په تاريخ کي داسي بيلگي شته دي چي کله کله د يوه مستبد په لري کولو سره د پرمختگ په لورلاره پرانستل کېږې. د بيلگی په توگه د امير حبيب اله خان په وژلو سره د پرمختگ او خپلواکي په لورحرکت پيل شو. همدا دم د رابرت موگابي او د لوشه چينکا په لري کيدو سره په زيمبابوي او سپينه روسيه کي د دموکراتيک کولو لاره همواريږې. خو ددي معني هيڅکله دا کيداي نشي چي د دا ډول وگړو په لري کولو سره استبداد هم له منځه ځي. دا نظريه په کلي توگه له افراط او د ترور کولو له چاری سره مرسته کوي.
  په کورنۍ کي د " برترې" په بنياد روزنه، کومه چي نه يوازي د ښځې او نر تر منځ د نابرابری لمړنی او اساسي لامل دی، بلکې همدي روزنې او چلند کورنۍ د استبداد، استبدادي فرهنگ او استبدادي ذهنيت د روزلو او پرورش کولو په لمړنی ښوونځی هم بدله کړې ده. په بل عبارت په ټولنه کي د استبداد او استبدادی چلند روزنه له کورنۍ څخه پيل کېږې. په افغان ټولنه کي نه يوازي دا او هغه ځانگړی وگړی، بلکي په کلي توگه وگړي په ښکاره توگه استبدادی پياوړي تمايلات لري او په پراخه توگه په کورنۍ کي او په ټولنه کي له استبدادي چلند څخه کار اخلې او دا ډول عمل هره گړۍ او هره ورځ تر سره کېږې. بې شماره وگړي د نورو له ډبولو، ځورولو او ټيټولو څخه خوند اخلې. دوگړو خوښېږې د ډېرو معمولې ستونزو په حل کولو کي د زورله وسيلې کار واخلې او د يوې چرگې په سرهم يو بل ووژنې او يوه اوږده بدې ورڅخه جوړه شي. همدارنگه وگړو ته خوند ورکوی د زور نمايش ورکړې او په سندرو او شعرونوکي هم د زور ستاينه وکړې.
په ليکنو او ويناگانوکي د استبداد په هکله ډېره یادونې کېږې او ډير ليکوالان په دي هکله څيړنې او تحليلونه ورکوي. رښتيا دا استبداد څه شی او له ديکتاتورې سره يې توپير په څه کي دی؟
د ديکتاتوری مفهوم هغه وخت په کار اچول کېږې چي دولتي واک د يوه سړی، يوه گوند او يا يوې وړې ډلې پوسيله غصب شي. په ايران کي د اخوندانو ديکتاتوري، په شمالې کوريا کي د کيم، جون، ايل ديکتاتوري او کيدای شي همدي واکمنېو ته استبدادي واکمنې هم وويل شي. خو توپېردلته دی چي استبداد  له دولتې واک څخه د باندي، په کورکي، په شخصی اړيکو کي، د مېړه او ښځې په اړيکو کي، د پلار او زامنو په اړيکو ... هم په کار لويدلې شي. بل دا چي په ديکتاتورې کي د ديکتاتور د گټو تر څنگ د ټولنې د يوې خاصې برخې او ايديولوژي گټو ته هم کار کېږې. استالين او هيتلرد خاصو تولنيزو گروپونو تر څنگ د ايديولوژيگانو دواکمنيو له پاره هم کار کاوه. د استبداد ښه بيلگه رابرت موگابي دی. دا ځان پالونکی د يوه مستبد په توگه د ځان له پاره په مبارزه بوخت دی. دا ٨۴ کلن بې شرمه  نه دی د خلکو ارادې ته درناوی لري، نه د نړيوالو غږ اوري او نه د خلکو بده ورځ چي دده د واکمنۍ پايله ده وينې. خوبل خوا بيا احمدي نژاد د يوه ديکتاتور په توگه د اخوندانو د واکمنې تر څنگ د يوې خاصې ايديولوژي د واکمنې ساتنه هم کوی او ادعا کوي چي په خپلو کارونو د " امام زمان" لاس او مرسته احساس کوي. يو مستبد ترهر څه د مخه د ځانی پالنې او د خشن چلند په کولو سره هم مشخص کېږې. د بيلگې په توگه کولاي شو حفيظ اله امين ته د پياوړې ځان پالنې، چي د بشپړ واک د درلودلو په کار کي يې نه د خپلو ملگرو، نه دخپل لارښود او نه هم دايديولوژې پروا کوله د ديکتاتور په ځای يو مستبد ووايو. د مستبد بله ځانگړتيا په دي کي دی چي په پخپل چلند او عمل کولو کي د هيڅ ډول اخلاقو او انسانې ارزښتونو درناوی او مراعات نه کوي.          
 د دودېزې ټولنې په کورنۍ کي د " برترې" او " واکمنۍ"  په بنياد چلند په زرگونو او سلگونو زره واړه پادشاهان او مستبدين روزلې دي چي هر يو يې په خپل قلمرو کي د مطلق واک غوښتونکی دی او هر يو يې په تيره بيا په کور کي د مطلق واک خاوند دی، وهل کولاي شي، تړل کولاي شي، شړل او وژل کولاي شي او ددې ډول کارونو سرته رسول نه يوازي خپل حق بولې، بلکې په دي کار کي هر ډول اخلاقي نورمونه هم تر پشو لاندي کوي. په افغان ټولنه کي د دا ډول وگړو شمېرزرگونو، سلگونو زرو... ته رسېږې او په طبعي توگه ددې وگړو ټولنه یوه استبداد ټولنه ده او په پېاوړې او پراخه توگه استبدادي فرهنگ ته يې وده ورکړې ده او د روزلو دا فرهنگ له بده مرغه ماشومان د درناوی په ځای د اطاعت او وفادارې، د زړه سوی او مېنې په ځای د انتقام او بدل اخستلو او د خپلواکې په ځای د متابعت او د قناعت په ځای د وهلو او ډارولو په دود روزل کېږې او دا هغه څه دي چي د يوه مستبد په روزلو او جوړولو کي برخه اخلې.

 سياسي استبداد
په سياسی ژوند او سياسي ډگرکي يو ځل فکر کيدو چي په افغانستان کي يوازي يو مستبد شته او هغه هم پادشاه دی. که دا مستبد ورک شي نور به په ټولنه کي نه استبداد وي او نه به هم ظلم وي. دا مستبد ورک شو، خو په عمل کي نه استبداد اونه هم ظلم ورک شو. بيا فکر کيدو چي يوه بل مستبد د اولې مستبد ځای نيولې او دا ځل به ددی په ورکيدو سره هرومرو په ټولنه کي د استبداد او ظلم لمن د هميشه له پاره ور ټوله شي او دا ځل مستبد محمد داود وو. اتلانو!! دا مستبد هم را څملاوو. دوي نه يوازي دا مستبد، بلکې  د هغه د کورنۍ غړي يې هم په بې رحمانه او وحشيانه توگه ووژل او اتلانو خپل دي عمل ته په افغانستان کي ... د استبداد د وروستي بقاياو د له منځ وړونکی نوم ور کړ.
فرمان تاريخي شوراي نظامي انقلابي افغانستان
٩ ثور ١٣٥٧ ساعت ٩ شب مطابق به ٢٩ اپريل ١٩٧٨
» قيام انقلابي افسران و سربازان وطنپرست افغانستان به اراده خلق کشور به تاريخ ٧ ثور ١٣٥٧ صورت گرفت. اين قيام که سر اغاز انقلاب دموکراتيک و ملي افغانستان بشمار مېرود که در کمتر از ٢۴ ساعت رژيم مستبد محمد داود را در هم شکست و اساس يک نظام دموکراتيک و ملي را قدرت شوراي نظامي انقلابي در افغانستان پي ريزي کرد...«
بلې! مستبد محمد داود او د هغه مستبد رژيم نسکور شو، خو دا ځل بيا په ځای ددي چي استبداد او ظلم ورک شي په خپله اتلان چي له کوزه له خوارانو او منځنی طبقي څخه را وتلي وو، په بې ساريو مستبدينو بدل شول. دي حالت نه يوازي د انقلابيونو د فکري ــ سياسي پروژې د ناکامي حکم ور کړ، بلکې د ټولنې او ځان پېږندنې په کار کي يې هم د هغوي بشپړه بي وسي وښودله. رښتيا چي د شعارونو او عمل تر منځ څومره لوی واټن موجود وو. دوي  خبرې ښې کولې، خو عمل يې بد وو. دوي هم ونشوای کولای له سياست سره د سياست " علم" په توگه او له دولت سره د دولت " سياسي جوړښت" په توگه چلند وکړي. په پراخه اندازه يې له سياست څخه د واک د وسيلې په توگه گټه پورته کړه، سياست ورته هرڅه او ټولې
پيښې ورته سياسي پيښي ښکاريدلې. پداسي حال کي چي سياست علم دی، سياست هنر دی او د ماکس وبر په  قول سياست  " حرفه" دی او ټولې پيښې سياسي پيښې نه دي.
 دا ځل په خپله انقلابيون په مستبدينو او انقلابي په مستبد بدل شو او د انقلابي مستبد د را څملولو له پاره روسان راغلل او د هغه په وژلو سره يې د استبداد ضد انقلاب ! د ژغورولو دنده تر سره کوله او ببرک کارمل د ١٣٥٨ کال د جدي د ٦ نيټې په خپله وينا کي وويل:
» ... درته مبارکي وايم او نړيوالو ته اعلاموم چي د اسيا په زړه کي د امين او امينيانو د استبداد، استعماري او فاشيستي ځنځير وروستۍ کړۍ ماته شوه« هغه په همدي وينا کي په افغانستان کي د مصونيت، رښتنې ازادې او رښتنې دموکراسي وعده ورکړه.  همدارنگه ببرک کارمل يو بل ځای په همدي هکله زياتوي:
» ... به اساس هوشياري خلق افغانستان، به اساس هوشياري حزب دموکراتيک افغانستان، به اساس هوشياري جمهوري دموکراتيک افغانستان تصميم گرفته شد و در جريان همين جلسات محکمه ای داير گرديد که حفيظ اله امين ايجنت و جاسوس سيا امپرياليزم امريکا محکوم به اعدام شد و مرحله دوم انقلاب اغاز گرديد.« هو!  دا انقلابي مستبد هم له منځه ولاړ، خو نه په افغانستان کي انقلاب و ژغورل شو، نه رښتنې ازادې، نه رښتنې دموکراسي راغله او نه ددي انقلابي مستبد په ځپلو سره استبداد له منځه ولاړ.
 په وروستيو کلنو کي په بې سارې چټکي سره ددې او هغه مستبد د را غورزولو هڅې وشې، خو استبداد هماغه شان په ځای پاتي دی.  په عمل کي يو په بل پسي د واکمنيو او واکمنو بدلون  په حقيقت کي د استبداد د رنگونو او شکلونو بدلون دی او له هر بدلونه وروسته يوه نوي ټولنېزه او سياسي زلزله شوې او استبداد او ظلم له پخوا څخه څو ځله پېاوړی او ځواکمن شوی دی. دلته هر څوک په هره غوښتنه او هر رنگ چي راغلل واک يې په ولکه راوست او ټوپک يې واخيست او ځان ته يې د هر څه کولو اجازه ورکړه.
 همدا وجه دی چي په لیکنو کي د " سره استبداد" ، " شين استبداد” او " تور استبداد" مفهومونه په کارول کېږې. همدا گړۍ په افغانستان کي په ټولنه او په تېره بيا په کورنيو کي د وحشت د دوران استبداد واکمن دی.
  په افغان ټولنه کي د استبداد تاريخ ډېر اوږد او ډير ځورونکی دی او ورسره پورتنې څوې بيلگې موږ دي اړ باسی چي د استبداد په هکله د استبداد د لاملونو په هکله بيا فکر او بيا کتنه وکړو او ددي وژونکي او ځورونکي پديدي لاملونه د افرادو په ځای، د طبقې په ځای، د قوم په ځای... په خپله د ټولنې په ټولنېزو او فرهنگي جوړښتونو کي ولټوو. د استبداد له منځه وړل ددې او هغه واکمن، ددې او هغې واکمنې په بدلون کي نه، بلکي د ټولنېزو او فرهنگي جوړښتونو په بدلون کي ولټوو.

 بشرې حقونه د غرب مالکيت نه دی.
د عدالت د تامين کولو په کارکي د بشريت تاريخ او په تېره بيا د وروستيو درو پېړيو تجربې ددې حقيقت
څرگندونه کوي چي د بشري حقونو له مراعات او درناوی څخه پرته د عدالت تامين کول يو ناممکين کار دی. همدارنگه د عدالت او په تېره بيا د " ټولنېز عدالت" د خوندي کولو له پاره انقلابونه، پاڅونونه، شورشونه، جنگونه، شورشونو، کودتا گانې شوې. د فرانسې د انقلاب له بديو سره سره چي د پاکو او پستو لاسونو د خاوندانو سرونه يې هم د ضد انقلاب په نوم د گيوتن پوسيله غوڅ کول د بشري حقونو د پېږندنې او مراعات کولو په لار کي ټاکونکي رول تر سره کړ. د همدی انقلاب په برکت وو چي په اساسي قانونو کي  بشري حقونو ځای تر لاسه کړ.
 په اوسنۍ نړۍ کي په هغو هيوادونو او په هغو ټولنو کي چي د عدالت پراخې او ورځنې ستونزې شته دي، د بشري حقونو مراعات او درناوی نه کېږې. په افغانستان کي د عدالت " ټولنېزعدالت" د خوندي کيدو په غوښتنه پېړې تېرې شوې او يو په بل پسي واکمنان راغلل او ولاړل، يو په بل پسي گوندونه، تنظيمونه، ډلې جوړې شوې او واک ته ورسيدې، خو په عمل کي يې نه يوازي د عدالت او ټولنېز عدالت د تامېن په لور يو قدم پورته نشواي کړاي، بلکې دوې په خپله له عدالت سره په دوښمنې کي له ځان سره پراخې، دردونکي او تاريخې  بې عدالتې راوړې.
 ستونزه څه ده؟ ولې د عدالت په تامين کي دومره  لويه او تاريخې بې وسې او کمزورې شته دی؟
ځواب يودی. د بشري حقونو نه پېږندنه او د هغوي نه مراعات کول.
 عدالت هغه وخت تامېن کېږې چي بشري حقونه د تگلارو جوړولو، سياستونو او قضاوت کولو په معيار بدل شي.
له بده مرغه په دنيا کي ټول دولتونه، ډلې، گوندونه... بشري حقونه د يونيورسل حقونو په توگه نه پېږنې او بشري حقونو ته د نوی امپريالېزم او يا هم په دنيا کي د غرب د نفوذ د وسيلې په ستوگه کتل کېږې. په خپله
په غرب کي هم د ښی لاس افراطي او مذهبې کړې بشري حقونو ته د شيطان د کار په سترگه گوري.
له يوې خوا د بشری حقونو مخالفين استدلال کوي چي دا د کولکتيف په ځای د يوه ځانگړی وگړی حقونه دي چي کولکتيف کمزوری کوي او له بلې خوا ديکتاتوران، ايديؤلوژيکې او مذهبې واکمنې هڅه کوي بشرې حقونو ته نسبي بڼه ورکړې او هغه ددې او هغه فرهنگ، ددې او هغه فکري سيستم، ددې او هغه مذهب، ددې او هغو دودونو تابع وگرزوي او له بشري حقونو او ازاديو سره د هغو په بنياد چلند او قضاوت وشي.
 په نړۍ کي همدارنگه په هيوادونو کي متفاوت او ډول ډول فرهنگونه او مذهبونه شته دي. هغه هيوادونه چي پرون يو فرهنگي هيوادونه بلل کيدل اوس په فرهنگي برخه کي پلورالستيک بڼه غوره کوي. که بشري حقونه ددې او هغه محلې فرهنگ، ددې او هغه محلي دود ... په اساس تعريف شي بشري حقونه به نړيواله او انسانې ځانگړتياوې له لاسه ورکړې او دا د انساني طبعيت په خلاف کاردی.

که قوم... د بشري حقونو په معيار بدل شي؟
که قوم، مذهب، نژاد، رنگ، جنس، فرهنگ ... د بشري حقونو په معيار بدل شي له انسانانو سره په چلند کي به تبعيض Discrimination را منځ شي.  تبعيض هغه چلند ته ويل کېږې چي له انسانانو د ياد شويو عناصر په بنياد توپير لرونکی چلند کېږې. تبعيض هغه چلند دي چي د يوه په گټه او د بل په نقص تمامېږې. تبعيض په يوه ورته مسله کي له يوه لوري سره ښه او له بل لوری سره بد چلند کولو ته ويل کېږې. تبعيض په هميشنې توگه د نورو په وړاندي له منفي ذهنيت او کرکې سره تړلی يو چلند دی او دا ډول چلند په طبعي توگه بي عدالتي منځ ته راوړي او د قانون په وړاندي د انسانانو برابري له منځه وړې. په تبعيض کي په ډيره روښانه او ښکاره توگه د کولکتيف يا په دقيقه توگه د يوه ځانگړی کولکتيف او د هغه حقونو ته برترې ورکول کېږې او ترنورو ښه او لوړ بلل کېږې. په تبعيضي چلند هيڅکله هم د يوه ځانگړی وگړی حقونه او ازاديگانې نه  مراعات کېږې. بنسټېز لامل دادی چي دلته د قضاوت معيار د انسان په ځای د هغه هويت او د هغه بيولوژيکې او ټولنېز څرنگوالی دی. په بل عبارت په انسان د هغه د انسانيت په بنياد نه، بلکي د هغه د رنگ، جنس، قوم، مذهب او د هغه د ټولنېز او اقتصادي موقعيت په بنياد چلند کېږې. په همدي ليکنه کي په کورنۍ کي د بيولوژيکې او جنسي توپيرونو په بنياد د روزنه اوچلند يادونه وشوه، کوم چي په تيره بيا د پلار له خوا له خپلو اولادونو سره يو تبعيضي چلند دی.
دبيلگي په توگه که په غرب کي فرهنگ او مذهب د بشري حقونو په معيارونو بدل شي او هغه هم پداسي حالت کي چي د مسلمانانو په وړاندی کرکه او Islamofobi هم په چټکي سره وده کوي له مسلمانو اقليتونو سره به هغه شان چلند وشې چي همدا دم په اسلامي ايران کي له بهايانو او سونيانو او په پاکستان کي له احمديانو سره تر سره کېږې او په تيره بيا مسلمانان به په اروپا کي په دواړو عمل او چلند کي او د قانون په وړاندي به د دوهمې درجي انسانانو موقف غوره کړي.
بشري حقونه په حقيقت کي د فرهنگ، مذهب، ملت، دودونو... په پرتله يو ابسترکت مفهوم دی. هر څوک په هر دين چي وي، په هر نژاد او قوم په پوري تړلی وي، په هره ژبه خبرې کوي، په هر ملت کي چي اوسي په لمړی درجه کي انسان دی او همدا وجه دی چي بشري حقونه نسبي نه، بلکې مطلق دي. همدارنگه ويلاي شو چي فرهنگ، دين، نژاد، ژبه، ملت، قوم ... هغه څه نه دي چي د انسان فطرت بدل کاندي او يا د انسانانو د گډو انسانې آرزښتونه ځای ونيسي. که له يوې خوا په محلې او سېمېزه توگه فرهنگ، دين، نژاد، قوم، ژبه يو ځای کونکی رول لرې، خو له بلې خوا په ټولنه او د انسانانو تر منځ ويشونکي او واټن ايجاد کونکي عناصر دي. همدا عناصر دي چي انسانې ټولنې ويشي، د انسانانو تر منځ واټن، کرکه، ټکرونه او جنگونه منځ ته راوړې. په افغانستان کي د فرهنگ په ځای فرهنگونه اود مذهب په ځای مذهبونه شته دي. په افغانستان کي د قوم په ځای قومونه شته دي. که قوم معيار شي دا په پراخه توگه قومي تبعيض، که مذهب معيار شي دا به مذهبي تبعيض او که فرهنگ معيار شي دا به فرهنگي تبعيض منځ ته راوې او بې له شکه به د دا ډول عمل کولو پايلې نابرابري، ټولنېز واټنونه، سياسي مخامختياوې او وسله وال ټکرونه وي.
 دا خبره څرگنده ده چيپه غرب کي د دموکراسي په برکت خلک پراخ بشري حقونه او ازاديگانې شته دي.
خو پوښتنه داده چي يوازي غربيان د بشري حقونو د لرلو حق او له هغو څخه د گټې اخستلو وړتيا لرې؟ يوازي غربيان بايد د خپلواکو انديښنو او فکرونو خاوندان وي.  يوازي غربيان بايد د خپل ژوند او خپلې راتلونکې په هکله د پريکړې کولو حق او ازادي ولرې. يوازي غربيان کولاي شي له يو بل سره په برابرې کي د واک او سياست په کار کي گډون وکړې. شرقيان او له دي جملې افغانان نه بايد ازاد او خپلواک وې او دوي نه بايد د خپلواکو فکرونو او انديښنو خاوندان وي. دوي نه بايد له يو بل سره په برابرې کي د ټولنې او سياست په کار کي گډون وکړې. افغانان هم دنورو انسانانو په څيرد بشري حقونو او ازاديو د لرلو او له هغو څخه د گټې اخستلو پوره او بشپړه وړتيا لرې.
بشري حقونه  هغه گډ انسانې آرزښتونه دي، کوم چي د يوه ځانگړی وگړی په وجود کي انعکاس پیدا کوي. په بل عبارت د فرد يا د ځانگړی وگړی حقونه دي چي د بشري حقونو هسته جوړوي.