رسیدن به آسمایی :14.07.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :14.07.2008

منبع: شورای وزیران

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان اسلامي جمهوريت

د ISI او د هغوى د گمارل شويو عمالو د ورانكاره مداخلاتو په اړه د وزيرانو شورا

اعلاميه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وزيرانو شورا په نننۍ غونډه كې چې د روان ۱۳۸۷كال د چنگاښ په ۲۴مه، د جلالتمآب جمهور رئيس حامد كرزي په رياست د جمهوري رياست د گلخاني په ماڼۍ كې ترسره شوه، د هيواد روانې غميزې ته په پام سره د وروستيو بدلونونو او زړه بوگنونكو تروريستي پېښو په اړه، د افغانستان او پاكستان د دوه اړخيزو اړيكو په هكله، لاندې ټكي تصويب كړل:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، په تيرو شپږ نيمو كلونو كې د پاكستان له اسلامي جمهوريت سره د ټكرونو د مخنيوي، د ښه گاونډيتوب او نيكو اړيكو د ټېنگښت په لار كې خپلې هر ډول هڅې جاري وساتلې او پدې لار كې يې هر هغه څه چې په توان كې و ترسره كړل. خو په ډېر تاسف سره چې د افغانستان په چارو كې د پاكستان د استخباراتي سازمان او د پاكستاني پوځ د مرموزو كړيو لاسوهنې او مداخلې قطع نه شوي او هغه ښې هيلې چې افغان ولس له خپل گاونډ څخه درلودې، په واقعيت بدلې نشوي.

د افغانستان په چارو كې د پاكستاني استخباراتو د بربنډو او مستقيمو مداخلو په نتيجه كې افغانانو ته بې شمېره مادي او معنوي زيانونه ورسيدل. او لاهم د همدې مداخلاتو قرباني وركوي.

هره ورځ د هيواد په گوټ گوټ كې زموږ بې وزله ماشومان، ښځي، علما، متنفذين، معلمان او د بين المللي ټولنې هغه همكاران چې د هيواد د بيارغاوني لپاره دلته راغلي، د همدي استخباراتي سازمان او د دوى د عمالو لخوا معيوب يا وژل كيږي، د زده كړې موسسات، روغتونونه او انكشافي پروژي ورانيږي. د افغانستان خلك او نړيوال ښه پوهيږي چې د پاكستان استخبارات او پوځ يې د پاكستان خاوره د ترهگرۍ د توليد او صدور په يوه ستر مركز بدله كړې. له همدې مركز څخه ټولې نړۍ په خاصه توگه افغانستان ته افراطيت او ترهگرۍ صادريږي.

افغانستان په خپل وار سره د پاكستان د وروستيو ټولټاكنو او په هغه هيواد كې د چارو د ملكي كولو له پروسي څخه په پوره صداقت، پلوي او حمايت كړى. زموږ د خلكو غوښتنې د نوموړي منتخب حاكميت څخه دا وي چې گوندې دوى به پر خپل استخباراتي سازمان څارنه وكړي او د افغانستان په چارو كې د دې سازمان د هر ډول مداخلاتو د بندولو په اړه به كوټلې گامونه واخلي. خو عملاً نه يوازې دغې غوښتنې تحقق ونه موند، بلكې آى اس آى زموږ پر ملكي وگړو، نړيوالو مرستندويانو او زموږ په هيواد كې ميشت د نړيوالې ټولنې پر سرتيرو د حملو كچه لا زياته كړه.

د روان كال د غويي د مياشتي پر اتمې نېټې د هيواد په جمهور رئيس د حملي ناوړه قصد او سازماندهۍ، د كندهار ولايت پر زندان د حملې طرحه، په باجوړ، وزيرستان او دخط آخوا نورو سيمو كې د افغاني اتباعو د سرونو غوڅول، په دهراود كې وروستۍ انتحاري حمله، د هند پر سفارت بريد چې په پايله كې يې له ۶۰ تنو څخه زيات بې گناه انسانان شهيد او څه دپاسه ۱۵۰ تنه ټپيان شول، په غزني ولايت كې د دوتنو ښځينه افغانا نو څخه سر پرې كول، د سړكونو په څنډو كې د انتحاري او بمي بريدونه او په سلگونو نورو خرابكاره عملونو ترسره كول، هغه نښې نښاني دي چې آى اس آى يې زموږ د هيواد د بيا اشغال او د ملي حاكميت له حق څخه د افغانانو د بې برخې كولو لپاره، ترسره كوي.

په دې وروستيو كې پاكستاني مقامات په ټاكل شويو دوه اړخيزه او درې اړخيزه ليدنو كې برخه وانخيسته، په دې ترتيب په عملي توگه د دوه اړخيزه او درې اړخيزه خبرو اترو سلسله او همدا ډول د سيمې د امن گډې جرگې جريان له خنډونو سره مخامخ شو.

افغانستان د دواړو گاونډيو هيوادونو د خلكو تر مينځ پر ښو اړيكو او دوستۍ تاكيد كوي. او د پاكستان له منتخب حكومت څخه خپل پلوي او ملاتړ ته د دوام پر بنياد، خپل حق بولي تر څو د پاكستان د استخباراتي سازمان او پوځي مقامونو د شرآچونكو سياستونو پر وړاندې د خپل ملي حاكميت له حق څخه دفاع وكړي.

تر څو پورې چې د بحثونو، خبرو اترو او د متقابل اعتماد زمينې برابرې نشي، لاندې ټاكل شوي ليدنې، دوه اړخيزه او درې اړخيزه خبري اترې د تعليق په حالت كې راوستل كيږي:

لومړى: په پولو كې د همكارۍ په هكله خبري اترې، چې د زمري مياشتي په دوهمه او دريمه نېټه د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار كې ټاكل شوې وي.

دويم: د اقتصادي همكاريو په اړه د كميسيون غونډه چې د زمري د مياشتي په پنځمه او شپږمه نېټه، په كابل كې ترسره كيدونكې وه.

دريم: د سيمې د اقتصادي همكاريو كنفرانس چې د وږې مياشتې په پنځمه او شپږمه نېټه په اسلام آباد كې جوړيدونكى دى.