رسیدن به آسمایی :02.2008 .05؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.2008 .07

دستگېر خروټی

چپ ، فردي ازادي او ټولنېز عدالت

د کولکتيف د حقونولمړيتوب ټولنېزو ترټنو ته هم قانونيت ورکوې
په افغانستان کي دواړه چپ او ښی خپل ځای او خپل رول لرې او دلته د دواړو د موجوديت ضرورت شته دی که څه هم دلته د چپ په پرتله ښي پېاوړی او پراخه ټولنېزه پايگاه لرې او همدارنگه د ښی د پېاوړتيا بل لامل هم ددې لوری پوسيله له دين څخه د وسيلې او ايديولوژي په توگه کار اخستل دی. دواړه چپ او ښی دايمې جوړښتونه نه دي او بدلون مومي. په دواړه نړۍ او افغانستان کي پيښې او بدلونونه د ښی او چپ په نظرياتو، تگلارو او چلند خپل پېاوړی تاثير غورځوي او په پيوسته توگه د هغوې دريځونه، تگلارې او شعارونه بدلوي. په افغانې ټولنه کي چپ هغه پرونی چپ دی. په چپ لوری کي د ښی لوری په پرتله څرگند، ښکاره او پراخ بدلونونه شته دي. چپ د نورو او د بل ډول فکرونو د منلو او د هغوې په وړاندي يې د ذغم درلودلو وړتيا پيدا کړي. د ښی بلوک په ځېنو برخو کي هم د بدلونونو نښانې ښکارې. په دواړو لورو کي داسي هڅې ليدل کېږې چي ځاونونه له نه پخلاکيدونکو او افراطې درېځونو څخه را وباسي له يو بل سره کښينې او په گډه د ديالوگ او پوهای په لارو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړې. په موجود حالت کي چپ دموکراسي ته گواښ نه بلل کېږې، خو ښی لوری او په ښی بلوک کي يو شمېرپېاوړې کړې او له دي جملې بنسټ پالونکې مذهبې ډلې د دموکراسي په وړاندي لوی باالفعل او پوتانشيل گواښ جوړوې.

ټولنېزه برابرې
 چپ له هماغه پېله د " ټولنېزې برابرې" social equality د بسيا کولو تگ لاره خپله کړله، خو په عمل کي اوپه ځانگړې توگه د چپ هغه برخې چي د مارکسېزم پېرو بلل کيدل او د لسېزو له پاره يې واک هم درلود په شرمونکی توگه د ټولنیېزې برابرې د بسيا کولو په کار کي پاتې راغلل او د دوې " ټولنېزې برابرې" غوښتنې د يوه غولونکی شعار بڼه غوره کړله. په افغانستان کي هم چپ خپل کار د " ټولنېزې برابرې" او " ټولنېز عدالت" په شعارونو سره پېل شو، خو په عمل کي د چپ واکمنې په ټولنه کي نه يوازي د " ژورې ټولنېزې نابرابرې" او د " ټولنېز عدالت د نشتوالی" په پېاوړی لامل بدله شوه، بلکې نوې ټولنېزې نابرابريگانې يې منځ ته راوړلې.
په دي برسېره د ټولنېزې برابرې د بسيا کولو په کار کي چپ د " فردي حقونو" د لمړيتوب په ځای په جمعې يا د کولکتيف حقونو په لمړيتوب تکيه کوله، چېرې چي د يوه ځانگړی وگړی حق په اسانې سره پايمال کيداي شي. د هگل توتالېتر فلسفه هم د کولکتيف حقونو په لمړيتوب ولاړه وه او په کمونېزم او نورو توتالېتر ايديولوژي کې هم د " فردی حقونو" په ځاي کولکتيف حقونه اساسي شمېرل کېږې. پدي هکله به د همدي ليکنې په وروستې برخه کي زياتې څرگندونې وشي.

دواک يوازني الترناتيفونه
د افغانستان تجربو په ډېره روښانه توگه وښودله چي په يوه ټولنه کي هغه څه چي دواړو دموکراسي او ثبات ته ډېر جدي گواښونه بلل کېږې. هغه څه چي په ډېره بې رحمه توگه په ټولنه کي هر څه بې ځايه کولاي شي او هغه څه چي د ټولنې اجتماعې، فرهنگي او اقتصادي بندونه شلولای شي دوه شيان دي: يو دا چي يو سياسي گوند خپل ځان د موجود واک " يوازنی الترناتيف" اعلان کړې او بل دا چي همدا سياسي گوند د يوازنی ځواک په توگه د ټولنې د لارښونې دعوه وکړې. دا ډول يو سياسي گوند يا ډله په اتومات توگه توتالېتر ځانگړتيا پيدا کوی او د نورو د نفي کولو تگلاره چلوې. دا ډول يوگوند يا ډله نه يوازي له نورو سره د واک ويشلو ته زړه نه ښه کوي، بلکې د واک په تر لاس کولو کي هم له سياسي او مدنې لارو مخ اړوي او د بری په صورت کي د يوه گوند واکمنې جوړوې. له بده مرغه په افغانستان کي يو ځل نه، بلکې څو ځله همداسي وشول.
د محمدداود د رياست جمهوري په وړاندي له يوې خوا اخوانې ډلو او له بلې د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند ځانونه " يوازنی الترناتيفونه" بلل او دې ډول غوښتنو دا گوندونه يا ډلې دي ته هڅولې چي د واک د تر لاسه کولو له پاره د " زور" لاره غوره کړې. د موږ په گوند کي دا خبره پټه نه وه." له داود خان څخه وروسته د موږ وار دی"
همدا ډول له يوې خوا د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند ځان د ټولنې يوازنی " پيش اهنگ" يا سرغوندی اعلان کړ او له بلې خوا د ښی لوری مذهبې ډلو د ټولنې د مطلقي لارښونې دعوه کوله. ددې ډول دعوو په درلودلو سره دي ډلو ځان ته حق ورکړ چي د ټولنې هر اړخېزه لارښونه په خپل ولکه کي واخلې او په ټولنه کي د " يوشان کول" تگ لاره پلي کړې او په ټولنېز، سياسي او فرهنگي ژوندکي پلورالېزم نفي او يو گوند او يا يوه ډله په ټولنه کي دژوند د ټولو لارښونه په خپل لاس کي واخلې. د دا ډول يوه خطرناک سياست او چلند په هکله به د ببرک کارمل خبرې را واخلم. هغه وايې:
حزب دموکراتيک خلق افغانستان به مثابه نېروي رهبرې کننده و سوق دهنده جامعه و دولت بيانگر منافع طبقه کارگر...منجمله يکی از مهمترېن وظايف ح.د.خ.ا، که از نقش ان به مثابه پيش اهنگ جامعه ناشي می گردد عبارت از انسجام فعاليت و کنترول سياسي و حزبی کار و فعاليت همه ادارات دولتې و سازمانهای توده ای، انسجام ، تجهېز و بسيج نېروی مجموعی انها برای حل وظايف و رسالتې می باشد که در برابر انقلاب ما قرار دارد. د ببرک کارمل پورتنې خبرې نه يوازي د يوه سياسي گوند پوسيله د ټولنې، دولت او ټولنېزو سازمانونو يرغمل کول دي، بلکې په افغانستان کي د يوې گوندي ديکتاتورې او توتالېترېزم تر ټولو څرگنده بيلگه هم ده.
د افغانستان د وروستيو کالنو واقعيتونه نه يوازي افغانانو ته، بلکي نړيوالو هم ددې درس ورکوي چي په سياسي ژوند کي د "يوازنی الترناتيف" او د ټولنې د "يوازنی پيش اهنگ" په توگه د يوه سياسي گوند غوښتنې او بيا د هغوې پلې کول څومره لوی او هر اړخېز ناورين منځ ته راوړلې شي. دا د افغانستان تارېخ دی او له دي تارېخ بايد زده شي. دا تارېخ موږ ته راښيې چي " يوازنې الترناتيفونه او پيش اهنگان" په پراخه توگه په ټولنه کي سياسي بيگانگي پېاوړې کوي او د واک او سياست په کارکي د هر وگړی د گډون مخه نيسي. دا تارېخ موږ ته راښيې چي پورتنې درېځونه د جگړې او وسله ټکرونو په لور د ټولنې لارښونه کوي. متاسفانه په عمل کي له دي درسونو عبرت نه دی اخستل شوی. همدا نن د بيلگې په توگه د طالبانو ځواک هم ځان د واک " يوازنی الترناتيف" بولې او ورسره د ټولنې د بشپړې لارښونې غوښتنه لرې. د همدي چلند د بری او د همدي غوښتنې د پلې کولو له پاره د طالبانو ځواک د يوازنې وسيلې په توگه په زور تکيه کوي او تيار نه دي په دي هکله روغه او جوړه وکړې او که واک هم تر لاسه کړې له چا سره يې گډول نه غواړې. طالبان به هغه وخت روغي جوړې ته را مات شي چي د واک د " یوازنی الترناتيف" په هکله خپل درېځ بدل او واک ته رسيدو په کار کي د نورو سياسي گوندونو او ځواکونو حق قبول کړې.
د سياست په ډگرکي هميشه ناکام گلبدين حکمتيار سره ددې چي کمزوری شوی دي او د موجود واک الترناتيف کيداي نشي، خو طالبانو ته ورته تگلاره چلوې. له هماغه پېله حکمتيار د واک د تر لاسه په کار کي په زور او وسله تکيه کوي. حکمتيار هميشه په دی کي پاتې راغلی چي د خپلو ظرفيتونو او هدفونو او همدارنگه د خپلو غوښتنو او امکاناتو تر منځ يو سم تناسب پيدا کاندي. د حکمتيار د هدفونو او دي هدفونو ته د رسيدو په کارکي د هغه د امکاناتو او ظرفيتونو تر منځ لوی واټن موجود دی.

 ټولنېز عدالت
سره ددې چي په افغانستان کي د چپ د راتلونکو بريو او پرمختگونو تضمېن دموکراسي کولاي شي، خوچپ لا تر اوسه هم د دموکراسي، بشرې حقونو او انسانې آرزښتونو په هکله کلکې ستونزې لرې. چپ دي مفهومونه ته شعاري بڼه ورکړې ده او په دي نه دي باوري شوی چي په ټولنه کي د دموکراسي او ازادې بنياد" فردي حقونه" او " فردي ازاديگانې" دي او له دي پرته دموکراسي يو بې معنی شی دی. دموکراسي په هغه ټولنه کي پلې کېږې او تحقق پيدا کوي چي په ټولنه کي " ټولنېز واحد" ځانگړی وگړی يا فرد وي. د افغان ټولنې په واکمن فرهنگ کي " ټولنېز واحد" دا او هغه ټولنېز گروپ دي او د چپ په فلسفه کي ټولنېز واحد طبقه ده.
چپ تر همدي دمه د يوې نیمگړې دموکراسی پلوې کوي. چپې ډلې په زياته اندازه د دمو کراسي سياسي لوری او په تېره بيا د واک او قدرت لوری وينې او د هغه پلوی کوي. په بل عبارت دا ډلې د دموکراسي هغه معمولې او ساده لوری وينې، کوم چي انتخابات او پارلمان جوړول دي. دوې فکر کوي چي د انتخاباتو کيدل او د پارلمان جوړيدل د دموکراسي له جوړيدو څخه عبارت دی.
د معمولې تعريف سره سم دموکراسي د خلکو واکمنې ده. هغه واکمنې چي د اکثريت ملاتړ ورسره وې. خو دا ټوله دموکراسي نه دی. " واکمنې" د دموکراسي سياسي لوری دی. په بل عبارت دا د دموکراسي د حاکميت او اداري لوری دی. خو دموکراسي د حاکميت او ادارې تر څنگ له يو شمېر آرزښتونو څخه عبارت دی او دموکراسي د اصولو تر څنگ په پراخه اندازه په آرزښتونه ولاړه ده. که په يوه ټولنه کي ددې آرزښتونو درناوی او مراعات و نه شي کيداي شي دموکراسي په ديکتاتورې بدله شی. تر ټولو د مخه دا آرزښتونه له " ازادې" او " برابرې" څخه عبارت دي، کوم چي وړاندې او وروسته د " يوه ځانگړی وگړی" د حقونو او ازاديو په مراعات کولو سره پلې کېږې. په ټولنه کي " حق" او " عدالت" د انسانانو په وړاندې له برابر چلند کولو څخه عبارت دی. د " حق" مفهوم دادی چي له انسانانو سره د برابرې او ازادې د پرنسيپونو په اساس تلنه او چلند وشي. د
 " حق" مفهوم دادی چي انسانانو سره په تلنه او چلند کي د هغوې ژبه، د هغوې مذهب، د هغوې رنگ، د هغوې قوم او د هغوې ټولنېز او اقتصادي حالت په نظر کي و نه نيول شي. په سياسي برخه کي د برابرې مطلب دادی چي د ټولنې هر وگړی د ټولنې په هکله د پريکړو په کار کي برخه واخلې. د همدي ارزښتونه درناوی او مراعات دی چي په ټولنه کي " ټولنېز عدالت" بسيا کولاي شي، کوم چي د چپو ډلو په تگلارو او يا مرامنامو کي يې د تامېن په هکله ښکاره ژمنې نه ليدل کېږې.
د دموکراسي يوه بله پېاوړې ځانگړتيا له بشرې حقونو سره د هغې اړيکې دي. د بشري حقونو د درناوی او مراعات کولو عملې امکانات د دموکراسي په وجود کي منځ ته راځې او بشري حقونه په خپل وار د دموکراسي له بری سره مرسته کوي.

 ټولنېز مجازات او ټولنېزې ترټنې
په تارېخ کي د ټولنېزو مجازاتو او ټولنېزو ترټنو ډېرې او زړه بوگنونکی بيلگې شته دي او دا انسانې ناورينونو د يوه يوه کولکتيف، د يوه قوم، د يوه نژاد، د يوې طبقې د ساتلو په نوم عملې او را منځ ته شوي دي. تر ټولو لوی ناورينونه هيتلر د جرمن نژاد د پاکولو او ساتلو او استالېن د يوې طبقې " پرولتريا" د واکمن کولو په نوم ايجاد کړل. اوس هم د قوم او مذهب په نومونه پراخې ټولنېزې ترټنې روانې دي او انسان له يوه قوم سره د تړاو او يا د يو مذهب د پیروې په گناه په بمونو کي ټوټه ټوټه کېږې. د " کولکتيف حقونو" لمړيتوب د ابتدایې او قبیلوې جوړښتونه ځانگړتياه دی، چېري چي ټولنېزو مجازاتو او ټولنېزو ترټنو ته ددې او هغې قبيلې د حق په سترگه کتل کېږې، چېری چي د يوه په جرم په يوه کورنۍ او يا يوه قبيله ملامتې ور غورزول کېږې.
 د " کولکتيف حقونو" لمړيتوب دي پرنسيپ ته اجازه ورکوي تر څو په اسانه توگه ټولنه وويشل شي او په مصنوعي توگه د انسانانو تر منځ پولې او ټکرونه ايجادشي. پرون موږ هم د همدي پرنسيپ په بنياد ځان ته اجازه ورکوله چي په مصنوعي توگه افغانې ټولنه په " کښته" او " پورته" طبقو وويشو.
د بشر تارېخ او په خاصه توگه د چپ تارېخ تر اوسه داسي بيلگه نه دي ثبت کړې چي د کولکتيف د حقونو په لمړيتوب سره دی ټولنېز عدالت تامېن شوي وي. سره ددې چي انسان په هميشنې توگه او له هماغه پېل څخه د دواړو عدالت او برابرې غوښتونکی دی. خو ټولنېز عدالت هېڅکله هم د ټولنې ددې او هغه برخې په واکمن کولو سره تامېن کيداي نشي.
دموکراسي د کولکتيف حقونو په ځای د يوه ځانگړی وگړی د حقونو په لمړيتوب تکيه کوي. په دموکراسي کي د دولت له گټو څخه " فردي حقونو او ازاديگانې" لوړې او د لمړيتوب حق لرې.
د چپ د ټولنېزې برابرې social equality او د ټولنېز عدالت Social justice معنې د " ټولو برابرې" ، خو د
 " هر يوه ازادې" نه دی. په داسي حال کي چي په دموکراسي کي بنسټېز پرنسيپ " د هريوه ازادې او د ټولو برابرې ده" په يوه ټولنه کي دواړه ټولنېزه برابرې او ټولنېز عدالت هغه وخت پلی کېږې چي " فرديت" د " ټولنېز واحد" وې. ددې خبرې معنې دادي چي انسان په مرکز کي وي. همدارنگه ددې خبرې مطلب د داسي يوې ټولنې ايجاد دي چي نور دولت او ټولنه ددې حق ونه لرې چي يوځانگړی وگړي دي دا ډول ژوند وکړې، دا ډول دي واغوندي او دا ډول دي فکر وکړې. مطلب د داسي يوې ټولنې جوړول دي، چېرې چي يو وگړي او يا يو گروپ ددې اجازه او امکان ونه لرې چي نور د خپلو نظرياتو منلو ته هغه هم د زور پوسيله اړ باسي. مطلب د داسي ټولنې ايجاد دی چي هر نر او هره ښځه حق ولري خپل ژوند هدفمند کاندي او په خپلواکه توگه خپل ژوند ته لوری ورکړې.