رسیدن به آسمایی :23.04.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :23.04.2008

منبع : دفتر ریاست جمهوری

 

د افغانستان د جمهور رییس حامد كرزي د حكم متن:

دېرش كاله وړاندې د افغان ولس ستر ملي مشر، د هيواد پر آزادۍ او خپلواكۍ مين زړه ور سردار محمد داوودخان په شهادت ورسېد.

د پخواني جمهور رییس شهيد سردارمحمدداوودخان او د ارواښاد د كورنۍ د غړو د ښخولو د ځاى د موندلو او د مرقد د جوړولو په لاره كې د كميسيون د موظف كولو په باب د جمهور رییس حامدكرزي حكم په دې شرحه صادر شوى دى:

د هيواد ملي شخصيت، د افغانستان د لومړني جمهور رییس شهيد محمد داوودخان لوړ مقام ته د درناوي لپاره چې د ۱۳۵۷ كال د ثور د مياشتي د اوومي نېټې د خونړۍ كودتا په نتيجه كې د خپلې كورنۍ له غړو سره شهيد كړاى شو، د ارواښاد او د  ده د كورنۍ د غړو د ښخولو د ځاى او د مرقد د جوړولو په لاره كې د هلو ځلو لپاره په دې تركيب يو كميسيون موظف كيږي:

د ملي امنيت لوى رییس امرالله صالح د كميسيون رییس

د ملي دفاع، د كورنيو چارو، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارتونو واكمن استازي، د كابل د ولايتي شورا استازى او د شهيد محمد داوود خان د كورنۍ غړى نادر نعيم د غړي په توگه.

كميسيون دې د ارواښاد او د ده د كورنۍ د ښخولو د ځاى د موندلو په لاره كې د پلټنې عمليات په دقيقه توگه تنظيم كړي او نتيجه دي د دغه لوړ مقام لرونكي شهيد، د مرقد د جوړولو په باب له پيشنهادونو سره جوخت د يوې مياشتي په بهير كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته وړاندې كړي.

حامد كرزى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رییس

 

****

حكم

رییس جمهوری اسلامی افغانستان

در مورد توظيف كميسيون جهت دريافت مدفن و اعمار مرقد شهيد سردار محمد داوود خان، رییس جمهور اسبق افغانستان و خانواده مرحومي

 

به منظور ارج گذاري به مقام والاي شخصيت ملي كشور شهيد محمد داوود خان، اولين رییس جمهور افغانستان كه در نتيجه كودتاي خونين هفت ثور سال 1357 با اعضاي فاميلش جام شهادت نوشيد، كميسيوني به خاطر جستجو جهت دريافت مدفن و اعمار مرقد ايشان و خانواده مرحومي به تركيب ذيل موظف مي گردد:

محترم امرالله صالح، رییس عمومي امنيت ملي، به حیث رییس

نماينده با صلاحيت وزارت دفاع ملي، به حیث عضو

نماينده با صلاحيت وزارت امور داخله، به حیث عضو

نماينده با صلاحيت وزارت اطلاعات و فرهنگ، به حیث عضو

نماينده شوراي ولايتي ولايت كابل، به حیث عضو

محترم نادر نعيم عضو فاميل شهيد محمد داوود خان، به حیث عضو

كميسيون عمليات جستجو جهت دريافت مدفن مرحومي و خانواده شان را دقيقاً تنظيم نموده و نتيجه آن را همراه با پيشنهادات در مورد اعمار مرقد آن شهيد والا مقام طي مدت يكماه به مقام رياست جمهوري اسلامي افغانستان ارايه نمايد.

حامد کرزي

رییس جمهوري اسلامي افغانستان