رسیدن به آسمایی :03.2008 .29؛ تاریخ نشر در آسمایی :03.2008 .29
 

دکتور عبدالحی نیازی

مد نی ټولنه (Civil Society)

 

د شلمې پیړی نوی ټولنیز او سیاسی اصطلاح ( متمدنه ټولنه) ده چې دغه اصطلاح تراوسه پورې استندرد او جامع تعریف نه لري ځکه چې دا اصطلاح خپله د ولسواکی د نظام د ارزښتونو یوه ټولنیزه ارزښت او لاسته راوړنه دی. د اسلام څپیڅلی دین د بشریت د تمدن په کاروان کې د انسانانو مدنی حقوق د کاڼې کرښې په توګه کښلی دی او بشری ټولنې ته د انسانیت ، معنویت ، تفکر ، مشورې ، مرکې او جرګې لار او لیک ښودلې دي. د معاصراروپا د سیاست په دګر کې ژان ژاک روسو د ټولنیز ټړون په کتاب کې د مدنی ټولنې اساسات په اروپا کې کیښود. نن د سیاست په ډګر ګې د کپیتلیزم او کمونیزم په پرتله د ټولنیز د یموکراسی ( سوسیال د یموکراسی) پلویان په تیوریکه توګه ډیر په مدنی ټولنه باندې ټینکار کوی او ټولنیز عدالت او مساوات یی خپل شعار ګرځولې دي او د قانون په حاکمیت ، سیاسی پلورالیزم ، ټولنیز آزادی او د ملی رفاع په دولت باندې ټینګارکوی. که څه هم د مدنی ټولنې مفکوره د لرغونې یونان د افلاتون او ارستو له افکارو څخه سرچینه اخلی خو نن د مدنی ټولنې ښیرازه په ټولنه کې د غیر دولتی ټولنې ډیرښت او د دیالوک یا خبرې اترې کلتور او د منطق تبادلی دود کیدل د ي په داسې حال کې چې په یوه غیر مدنی ټولنه کې يواځې دولتی موسسې او د زور واکی کلتور واکمن دی. افلاتون او ارستو په ټولنه کې عدالت د فضیلت او سعادت یا نیکمرغی بڼست بللې او د انسانانو د ارادې په استقلال باندې ټینګار کړی دې. ننی بشری ټولنې تر اوسه پورې دغه سرحد ته یی نه دې رسیدلي چې د متمد نې ټولنې تعریف د خیالی او تیوریک اړخ نه وباسی او په عمل کې متمدنې ټولنه د ټولنیز عدالت او مساوات پربڼست جوړه کړي او د هغه پر اساس تعریف ورته وټاکي او بشر د ځمکې کرې د اوسیدونکې او د بشرې ټولنې د غړې په توګه وپیژني نه د یو یا بل هیواد د تبعې په توګه او د تابعیت په اساس هغه سره چال چلند وکړي. هر څومره چې په هر یوه هیواد کې د متمدنې ټولنې بڼستیز پرنسیپونه او اصول یعنې د مدنی قانون واکمنی ، ټولنیز عدالت ، مساوات او غیر دولتی خیر ښیګنې ټولنې ډیرې شي هغه هیواد په هم هغه اندازه د متمدنې ټولنې د جوړول په لور ځي. د مدنې ټولنې د جوړلو ستراتیژیکه موخه د بشری ټولنې ګلوبلایزیشن( نړیوال کیدل) د ټولنیز عدالت پربڼست ده او معتقد ده چې بشری ټولنې د نړیوالې تولنې د جوړیدو په لور درومی. معاصره مدنی ټولنې هلته ښه مطالعه کیدای شي چې د ټولنیز ولسواکی یا سوسیال د یموکراسی پرنسیپونه په بشپړه ډول په ټولنه کې پلې شوې وي او د دولتی اداراتو ، اقتصادی او تولیدی بڼستونو تر څنګ ګڼ شمیر غیر دولتی ټولنې منځ ته راغلی وي او داغیر دولتی ټولنې د بشری کراماتو پربڼست د ټولنې د خیر ښیګنې د پاره د بشر د ژوندانه هراړخیز بشری ، حقوقی ، روزنیز ، کلتوری ، مادی او معنوی اړتیاوي ته یی چې د دولت له خوا پوره پام ورته نه کیږی پام کوی. دغې غیر دولتی عدالت پلوه بشری ټولنې دي چې په ټولنه کې د هر ډول تبعض ، امتیا ز او حق تلفی مخه نیسی او د ټولنیزعدالت او مساوات پربڼست بنی آدم د بشری ټولنې د غړی په توګه پیژني او بشری کراماتو ته په درنه سترګه ګوری. په یوه هیواد کې چې هر څومره بشری پلوې غیردولتی ټولنې ، غیر انتفاعی خیر ښیګنې ، حقوقی ، علمی ، ادبی ، کلتوری ، مذهبی او کارګری ، خبری او چاپیریال ساتنې ټولنې به ډیرې شي هغه هیواد په هم هغه اندازه د متمدنې ، مصون او قانونمند ټولنې د جوړیدو په لور خوځیږی. د متمدنې ټولنې د جوړیدو د اقتصادی ، علمی او تکنالوژی ودې پرمختګ سره کلکې اړیکې لری. د مدنې ټولنې د ځوځښت ستراتیژیکه موخه په بشری ټولنه کې دټولنیز عدالت ، مساوت او برابره فرصت ټڼګښت او د هر ډول استثمار ختمول دی.
له تاریخی پلوه د ځمکې په کره کې مدنیت او د مدنې ټولنې اساسات هغه مهال پیل شول چې بشري ټولنې د خپل پا یښت دپاره د ښکار په څنګ کې د کرهنې په لورمخه کړه او د غرنی او ځنګلی ژوند څخه د ښارونو د جوړولو او دسیاسی واک دهرم د جوړولو په لور پیل وکړه او د کار ویش منځ ته راغی. د و حشت او بربریت دوره مخ په ختمیدوشوه او د بشري ټولنې د تمدن په لور دوره پیل شوه چې د بشری تمدن پیل یا د سولایزه شن د پیل په نامه يادیږی. په هر هیواد کې چې د بشری ټولنې لرغونې اثا ر ډیر وموندل شي هغه هیواد د خپل تمد ن یا د سولایزه شن د لرغونټوب او قدامت ادعا کوی او په هغه باندې ویاړي.
په معاصر تاریخ کې د مدنی ټولنې د جوړیدو په وړاندې ستره خڼډونه په دې ډول دی:
د دکتاتوری نظام ټینګښت ، ښوونې او روزنې نیمګړی سیستم ، د مدنی قوانینو کمزور تیا او نه پلې کیدل ، کورنۍ و بهرنۍ جګړې ، خشونت پلوه ګوندونو جوړیدل ، د بشر د حقوقو ټولنې کمزور تیا ، د سیاسی ، اقتصادی ، علمی او تخنیکی بڼستونه کمزو تیا او په ټولنه کې د استبدای ټولنیز دود او کلتور ټنګښت دي چې د ټولنې د تمد ن لاره مخه ډب نیسی. په ټولیزه توګه دا یو ډیر اوږد مزل دی چې بشری ټولنې د ریښتنې مدنی ټولنې پړاو ته ورسیږي.
هر څومره چې دخشونت میزان په ټولنه کې لوړ وي د مدنې ټولنې د جوړیدو امکانات په هم هغه اندازه ټیټ وي. د اقتصادی اړخ له پلوه د مدنی ټولنې د جوړیدو بڼست د نه ګټې اخستنې یا غیر انتفاعی اقتصادی ټولنې ډیریدل په تولنه کې وي او د ټولنیز اړخ له پلوه د مدنی قوانین جوړیدل اوپلې کیدل د مدنی ټولنې د جوړیو بڼست ګڼل کیږی.
د مد نی ټولنې د جوړیدو دپاره لومړی باید په ټولنه کې د ټولنیز ولسواکۍ نظام پرنسپونه په اقتصادی او ټولنیزو چارو کې پلې شی او د دې اهدافو د لاسته راوړل په هیواد کې ولسواکې نظام باید د ولس د آزادي ارادې او د مستقیمې رای په اساس وټاکل شي. ولس واکی بیله مدنی قوانین او بیله ګڼ ګوندی نظام او سیاسی پلورالیزم منځ ته نه راځی. د نن ورځ ګوندونه ده چې د سبا ورځې په مشروع یا غیر مشروع توګه و ا ک په لاس اخلی او د ټولنې برخه لیک ټاکي. د ټولنې د سیاسی ثبات د ټینګښت د پاره په کار ده چې د تشدد پلوې ګوندونو د ودې مخ به ونیوله شي.
افغانستان تر هغو پورې د مدنې ټولنې په لور نه ځي تر څو د تیرو دیرش کالو ناخواړو په اړه عادلانه قضاوت ونه شي ، ملی خايننین او د بشری حقوقو ناقضین محکمه به نشي او په رښتینې توګه په افغانستان کې ملی واکمنی ، دقانون واکمنی او په ټولنیز او سیاسی چارو کې د زغم او سیاسی پلورالیزم کلتور پلې نه شي.
ولسونه په ولسواکه ټولنو کې باید دومره پوه اوبصیرت ولری چي په څه ډول ګوند ته رای ورکړی چې سبا به ټولنه د ګوند تر اسارت او دکتاتوری لاندې رانشی . ولسواکې د لوکوموتیف په توګه ټولنه ملی کیدو په لور بیایی او دا ګوندونه دي چې د ټولنې پوتانسیل ته سیاسی استقامت ورکوی د بیلګې په ټوګه په آلمان کې د نازی ګوند سیاسی واک په مشروع توګه د ولس د ارادې سره سم ترلاسه کړ خو د کتاتوری نظام یی ټینګه ګړ. د آلمان ولس ضعیفه ګوند پیژندنه سبب شو چې په المان کې یوه داسې بیساری د کتاتوری ټینګه شي چې نه یواځې د المان برخه لیک ته بدلون ورکړي بلکې د دوهمې نړیوالې جکړې سبب شواو په پای کې نه یواځې جرمنی تجزیه شوه بلکې اوه ملیونه جرمنان ووژل شول او په ټولیزه توګه پنځوس ملیونه انسان یا ووژل او پنځوس ملیونه نور ټپیان شول او ګڼ شمیر اروپایی هیوادونو د ویحاړې شول.
په ټولیزه توګه متمدنه تولنه د یوه ولس پلوه عدالت پلوه ټولنې د جوړولو تیوری ده چې اوس په عمل کې خپل لومړنی پړاو پیل کړی او ترڅو چې داغورځنګ دنړی په ګوټ ګوټ کې خپریږی او د هغه اساسات په هیوادونو کې پلې کیږي او یوه ریښتې ټولنیز مصونیت ،عدالت ، مساوات او او د مدنی د قانون واکمنی منځ ته راځي او غیر انتفاعی موسسې غښتلې کیږی او په ټولیزه توګه بشری تولنې د ګلوبل لایز یا نړیواله کیدل به لور خوځیږی ډیر اوږدی مزل پاته دي چې مدنی ټولنه په ريښتینې مفهوم منځ ته راشي.