رسیدن به آسمایی:01.2008 .02 ؛ تاریخ نشر در آسمایی :01.2008 .02

دستگېر خروټی

يو پاکستان او دري دولتونه


ايا دا وژنه د پوځ او د خلکو د گوند تر منځ د اوږدې بې باورې پايله نه ده؟

له هر چا سره دا پوښتنې شته دي. بې نظېر بوټو چا او ولې ووژله. دې پوښتنو ته ساده ځواب ورکول، ددې مسلې ساده کول او يا هم په بېړه سره طالبان او القاعده په دي وژنې تورن کول د پورتنيو پوښتنو ځواب کيداي نشي.
 دا وژنه د دنيا تر ټولو په خطرناک هيواد او د دنيا تر ټولو په خطرناکه سېمه کي تر سره شوی، چېری چي هره ورځ د اور لمبې پورته کېږې، چېرې چي  د اوښکو، وينو او بارتو گډ باران اورېږې. تر ټولو د مخه په دي سېمه کي د نړيوال ترور او تروریستانو مرکز پروت دی چي ټولې نړۍ ته گواښ دی په دې سېمه کي د بلې هرې سېمې په پرتله پيښې په چټکي او تېزې سره عمل کوي. دا سېمه داسي نه دی چي ښکارې او پيښې هم داسي نه دي چي معلومېږې. تېر کال له ستونزو ډک کال وو.  زه نه پوهېږم په نوی کال کي به څه پیښېږې په ذهن کي مي ډېرې پوښتنې را گرزي چي يو شمېر په لاندي ډول دي:
- د پاکستان او افغانستان تر منځ لانجي به همداسي روانې وي اويا به يې د حل لپاره دواړه لوري له ځانه  سياسي شهامت او د لويو پريکړو نيولو ته چمتوالې وښيې؟
- له طالبانو سره د سولې خبرې څومره د بری چانس لرې؟
ـ  آیا ٢٠٠٨ کال به طالبانو دکمزوري کيدو کال وي او که به نور هم پېاوړې شي؟ 
-  په ځانگړې توگه د افغانستان په جنوب او وزيرستان کي به څه پيښېږې او دلته به د څومره انسانانو ژوند واخستل شي؟
ـ په پاکستان کي به پيښې په کوم لوری ولاړې شي او جنرال مشرف د ريس جمهور په توگه پاتې شي؟
ـ  ٢٠٠٨ کال به د اوسامه بن لادن د نيولو کال وې؟
ـ  ددې سېمې په هکله به د غرب او په تېره بيا امريکا استراتژې بدله نشي؟
ـ په سېمه کي به د يوې بلې جگړې اور بل نشي؟
هو! زه نه پوهېږم په سېمه، پاکستان او افغانستان کې به څه کېږې. خو دومره ويلاي شم چي ٢٠٠٨ کال به له بده مرغه په افغانستان او سېمه کي د سولې کال نه وې. په دي سېمه کي بې له شکه لوې پيښې او ډېرې تورې ورځې را روانې دي.  دا ورځې به په بې سارې توگه دردونکي او له خوږو ډکې وي اود سلگونو او زرگونو انسانانو ژوند به واخلې. ددې سېمې څېره په اساسي توگه په وژلو، ترور، جگړې، مذهبې بنسټ پالنې، بې ثباتې، ډار، دسيسو... سره مشخصه کېږې. دا سېمه د اوږدو او وژونکو جگړو په ټاټوبی بدله شوې ده. دلته به لس، پنځلس، شل ...کاله جگړه روانه وې. هغه وخت لري دي چي له دي سېمې څخه د جگړې، نفرت او اشوب  خېرن لاملونه او ناروغې غدې پاک شي.
دلته د قانون په ځای غلبه او زور واکمنې کوي. دلته د ژوند په ځای مرگ دی چي د زرگونو انسانانو د ذهنونو او فکرونو لارښونه کوې او ددې چارې د پر مخ بولو او پراختيا له پاره په زرگونو مرکزونه په کار لگيا دي. دلته بې شماره انسانان له سیاست څخه بيگانه پاتې کېږې او په دې سېمه کي د ميليونونو انسانانو خپلواکې ارادې او انديښنې يرغمل شوي دي. دلته  سياست د ځانگړو وگړو، کورنيو، ديکتاتورانو، جنرالانو، ملايانو، جنگ سالارانو او سياسي شيطانانو او غولونکو په چاره بدل شوی دی. دلته سياست له يوې خوا د غولولو او دروغو او له بلې خوا د زور کچې ته را ټيټ شوی دی.
د دنيا همدا سېمه  د دموکراسي او بنياد گرايې د مخامخ کيدو او ټکرونو په مرکز بدله شوې ده. دلته د نړۍ د بلې هرې سېمې په پرتله د ازادي، دموکراسي او بشري حقونو د ځپلو تلاش روان دی. دلته په پراخه توگه د ځان او دنورو د تباه کولو هڅې کېږې. په دي اساسي جگړه برسېره په دې سيمه کي وژنې،  ځان وژنې، بمبارې، ترور کول چي سياسي، مذهبې او قومي موخې لرې د هرې ورځې کاردی. دلته په سېمه کي ډار، وېره او کرکه خپره شوې او هېڅوک ځان مصؤن او ساتلی نه احساس کوي. په همدي سېمه کي ډار، کرکه او جهالت له يو بل سره په يووالی کي چي ايديولوژيک بڼه يې څپله کړې د بشپړې واکمنې تگلاره چلوې.
دا سېمه د کمزورو دولتونه سېمه ده په دي سېمه کی دولتونه په بشپړه توگه د خپلو ستونزو او بحرانونو د حل کولو په کار پاتې راغلې او بې وسه شوې ده.  په سېمه کي ژوره اقتصادي، سياسي او د زور ناانډولې واکمنه ده او دلته همدارنگه نه يوازي د دولتونو نفوذ او تاثېر کمزوري او محدود دي، بلکې دولتونه د خپلو پلانونو او ارادو د پلي کولو په کار کي هم پاتې راغلې دي. په دې سېمه کي تر ټولو د تشويش وړ مسله داده چي په پراخه اندازه د واک او زور وسيلې د دولتونو له کنترول څخه وتلې دې او په ازاده توگه عمل کوی.
زه سره ددې چي د " فرهنگونو د ټکر" په تيوري باور نه لرم،  د سېمې حالت کله کله د تمدونونو د ټکر تصويرونه ورکوي. خو په عمل کي ستونزې او شخړې تر زياتې اندازې په دي سېمه کي د واکمن فرهنگ په منځ کي روانې دې. د بيلگې په توگه دلته په لويه کچه مسلمان د مسلمان پوسيله وژل کېږې. دلته انسانان په دي گناه د کلاشينکوفونو او راکټونو هدف گرزې چي شعيه او يا هم سنې دي.
دا سېمه بحرانې او بې ثباته سېمه ده. خو له بحران او پورتنيو ستونزو سره سره اميدونه او هيلې ژوندې دې او د بحران څېره يوازي د گواښونو او خطرونوپه وسيله نه مشخصه کېږې. په بحران او بحرانونو کي د خطرونو تر څنگ فرصتونه هم شته دي. سياسي هنر په دي کي دی چي له دي فرصتونو څخه گټه پورته شي. هغه څه چي له فرصتونو څخه د گټې اخستلو له چارې سره مرسته کولاي شي دموکراسي او د سياست او واک په کار کي د خلکو د ونډې پراختيا او پېاوړتيا ده. د بيلگې په توگه دا پوځ او بم اتوم نه دی چي پاکستان له روان بحران څخه را وباسي، بلکي دا به په واک او سياست کي د خلکو پراخ گډون وي چي پاکستان له موجود حالت څخه را وباسي. په پاکستان کي له موجود ماتيدونکی حالت څخه د راوتلو لاره پراخ او ژور سياسي او ټولنېزو بدلونونه دي.


پاکستان يو ناکام دولت دی
 د پاکستان تارېخ د پوځيانو د کودتاگانو او واکمنېو تارېخ دی. په دي هيواد کي اوس هم يو جنرال واکمن دی،  کوم چي کله د زمرې بڼه خپله کړې  گواښونه او تهديدونه کوی، کله بيا د گډېړې په شان چلونه او تېر ايستل کوي. د پاکستان سياسي جوړښت د هر بل وخت په پرتله يو نامتجانس جوړښت دی د پاکستان دولت په څرگنده توگه د ناکام دولت ځانگړتياوې لرې. له دي ځانگړتياو څخه يوه ځانگړتيا هم په دولت کي دولتونه دي او هريو يې د حاکميت خپل قلمرو لري. دلته يو دولت د پرويز مشرف دی. بل دولت ISI دی او درېم دولت هم طالبان دي.  د پاکستان په سياسي ډگر کي زيات لوی او واړه، زورور او کمزوري لوبغاړي شته دي. خو ددي هيواد د سياسي سيستم هسته له جنرال او ملا څخه جوړه شوې ده او دوې دي چي وروستې خبره کوې. دوي دي چی واک يې په خپل مالکيت بدل کړی او دسياست په کار کي د خلکو د ونډې اخستنې مخه نيسې. دوي دي چي په پاکستان کي يې د سياسي او ټولنېزو بدلونونو مخه ډب کړې ده. همدارنگه همدا دوی دی چي پاکستان يې له روانوستونزو او ژور سياسي بحران سره مخامخ کړې دی. همدا دوي دي چي سياسي ژوند يې څپڅپاندی کړی دی.
جنرالانو هميشه خپلو واکمنيو او ديکتاتوريو ته د ملا پوسيله قانونيت ورکړې او جنرالانو په خپل وار سره په پاکستان کي د بنسټ پالنې له پراختيا او پېاوړتيا سره مرسته کړې. د ملا او جنرال همکاري د پوځي ديکتاتور جنرال ضياولحق په وخت په بې سارې کچه زياته شوه اودي ديکتاتور د پوځ د اسلامېزه کولو پراخه تگلاره پېله کړه. همدي تگلارې له يوې خوا په پوځ کي د مذهبې بنسټ پالنې نفوذ، تاثېر پېاوړی کړ
او له بلې خوا يې د پوځ او بنسټ پالنې اړيکې جوړې کړې همدارنگه همدي تگ لارې  له سعودي عربستان څخه د ډالرو په بدرگه صادر شوی وهابېزم ته د نفوذ او تاثیر لويه لاره هم همواره کړه او دلته د وهابېزم د تبلېغ له پاره په زرگونې مدرسې جوړې شوي.
په پاکستان کي اصلي واکمن پوځ دي او پوځ د بل هر ځواک په پرتله په واک دروند او پلن ناست دی.  پوځ نه يوازي په واک، بهرنی سياست  په تېره بيا د افغانستان او هندوستان په اړه د تگلار ولکه لرې، بلکې د ددې هيواد په اقتصادي تگلارو کي هم په کلکه علاقمند دی. پوځي جنرالان او افسران نه يوازي په پوځ کي، بلکې په ملکي ادارو کي هم لارښونکي مقامونه لرې. پوځيان د بانکونو، شرکتونو... ريسان دي او په دي وروستيو کلنو کي ډېر جنرالان او لوړ پوړې افسران په لويو پانگوالو او د لويو ځمکو په خاوندانو بدل شوي دي.
خو ددې ټول واک، ټولې اتوريتې او ټولو امتياذونو سره سره وروستي حالات ښيې چي د پاکستان پوځ نه هغه پرونی پوځ دی او نه هغه پورنې اتوريته او نه هغه پورنی تاثير لري. په ټولنه کي نور دی پوځ ته د ناجی، ژغورونکی اود ثبات د تضېن کونکی په سترگه نه کتل کېږې او په عملې توگه په دی کار کي د پوځ رول کمزوری شوی دی. په دي هيواد کي واکمن جنرالان د ثبات او سولې د تامېن په کار کي په څرگنده توگه پاتې راغلې دي او ښکاره بې وسي ښيې.  په هغه ځای کي چي د پوځ او ISI مرکز دي  د بې نظېر بوټو وژل د پوځي واکمنو د څرگندې کمزوري نښانه دی. په وزيرستان کي د طالبانو په وړاندي ددي پوځ ټيټ مورال او په دي سېمه کي په حالاتو کنترول له لاسه ورکول هم د پوځ وړتيا تر پوښتنې لاندی راولې. پوځي واکمنو نور په هغو بنسټ پالو ډلو چي په خپله يې ايجاد کړې نه يوازي په وزيرستان کي، بلکي په اسلام اباد او لاهور پونډې کي هم کنترول له لاسه ورکړی دا حالت ښيې چي د پاکستان پوځ نور هغه ځواک نه دی چي په دي هيواد کي سوله، ثبات او امنيت تضمېن کاندي.


د پاکستان د خلکو گوندPPP
 د پاکستان د خلکو گوند ياPPP دی. بې نظېر بوټو د همدې گوند مشره وه. دا گوند زيات پلويان لرې او دا امکان شته دی چي په ټاکنو لوی اکثريت تر لاسه کړې. خو لويه ستونزه داده چي ددې گوند او پوځ تر منځ باور په کلکه کمزوری دی. دا گوند په پوځ او پوځ په دی گوند باور نه لرې.... ذوالفقار علې بوټو د ديکتاتور ضيا پوسيله اعدام شو او د بې نظېر بوټو حکومتونه هم د پوځ پوسيله ختم شول. ددې گوند بله ځانگړتيا د يوې سيکولر تگلارې چلول او دموکراسي ته ځان ژمن بلل دي .
بې نظېر بوټو چا او ولې ووژله؟
رښتيا هم دا ظالمانه وژنه د چا کار دي او څه غواړي. که دا وژنه د پاکستان د پوځ او د پاکستان د خلکو دگوند تر منځ د اوږدې او تارېخې بې باورې پايله وې نو دا وژنه د پوځ او ISI کار دی. دوې دا وېره درلوده که بوټو واک تر لاسه کړې هغوې به تر څارنې لاندي و نيول شي چي ددې پلار يې اعدام کړ. بې نظېر بوټود کراچې له بمي چاودونو ورسته وايې:
" زه پوهېږم چي چا دا کار کړی. اوږده موده کېږې چي هغوي ما پېږنې او زه د وي پېږنم. دوې غواړې ما ووژنې او دوې ډارند دي"  ISI دا امکانات لرې چي د افراطی ډلو پوسيله خپل هدفونه تر لاسه کړې.  
     که ددې وژنې هدف د پاکستان بې ثباته کول او د دموکراتيکو بدلونونو مخه نيول وي نو به دا وژنه د القاعده، طالبانو او يا نور مذهبې بنسټ پالو ډلو کار وي. پاکستان د ډېرو او رنگارنگ بنسټ پالو ډلو کور دی. دا ډلې تيارې نه دې چي په پاکستان کي دموکراتيک او سيکولر ځواکونه واک تر لاسه کړې او د سياسي، ټولنېزو بدلونونو په لور ددې هيواد لارښونه وکړې.