رسيدن به آسمايی : 03.06.2007 ؛ نشر:03.06.2007

 

دستگير خروټی

 

افلاطون او افغان پارلمان

د هر يوه ازادې او د ټولو برابرې

په وروستيو وختونو کي په افغانستان کي د پيښو د را منځ ته کيدو بهېر، جوړيدل او شکل نيول  تېز شوی دي او ورسره نوي سياسي جوړښتونه او نوې درېځونه ځان راڅرگندوې. داسي ښکارې چي د پيښو د منځ ته را تلو، شکل نيولو او نويو درېځونو د نيولو لړۍ به نوره هم چټکه او پراخه شي او دا حالت به په طبعې توگه خپلې پايلې ولرې او د يو شمېر بدلونونو لامل به شي. کيداي شي دا ډول پايلې او بدلونونو په راتلونکومياشتو کي ځان را څرگند کړې. دا پيښې او د هغوې پاېلې کولاي شي افغانې واکمنان له لوی او سخت آزمايښ سره مخامخ کړې. په هيواد کي د ننه او هم د هيواد په شاوخوا کي يو شمېر ځواکونه او ډلې د فرصتونو څارنه کوي ترڅو له هغوې څخه په گټه اخستلو سره خپلې موخې تر لاسه کړې.  په پاکستان کي هم پيښو زور اخيستی. هلته سياسي بحران په ژوريدو دي. نه جنرال مشرف هغه څوک  دی چي درې مياشتې پخوا وو او نه د هغه اتوريته هغه اتوريته ده چي درې مياشتې پخوا وه. دا هيواد د بدلونونوپه درشل کي چي نن سبا پيښيدونکي دي. په پاکستان کي بدلونونه او پيښې بې له شکه په افغانستان کي حالات په کلکه متاثېر کولاي شی. په پاکستان کي دپيښو بهېر د ښوالی په لور د هيلو درلودلو له کار سره مرسته نه کوې او هلته د تورو او پنډو ورېځو په خپريدو سره آبې اسمان په پټيدو دی. ايران په پراخه او زياتيدونکې توگه هڅه کوي له يوې خوا په افغانستان کي پېل شوې دموکراسي ناکامه کړې او له بلې خوا د بې ثباتې او جگړې په پراخولو او زياتولو سره غرب او په تېره بيا امريکا په افغانستان کي شکيل وساتې. ايران په هغه دود لگيا دی چي د روسانو د تېری په وخت امريکايانو ورڅخه کار اخيست.
افغانې ټولنه د خپل تارېخ په ډېر حساس پړاو کي دی.  افغانې ټولنه يوه ويشلې ټولنه ده او د ملې هويت په پرتله، د ملت په پرتله او د ملې احساس په پرتله  قومې، ژبنې، مذهبې او سېمېز هويتونه او تمايلات پېاوړي پاتې کېږې او په دې برخه کي د ولکه وال رول د تر لاسه کولو هڅې هماغه د پرون په شان تودې روانې دې. په دې برخه کي نه دولت  برياوې لرې اونه په دي هکله ايجاد شوې  بنسټونه دومره پېاوړي  دي چي د خواو تر منځ باور منځ ته راوړې.  په دی پړوا کي ددې تضمېن نشته دی چي دموکراسي او مدنې ټولنه دي ناکامه نشي.  ددې تضمين هم نشته دی چي جنگ سالاران دي يو ځل بيا په سلگونو انسانان په وينو کي ونه لمبوې. په دي پړاو کي  دا تضمېن هم نشته دی چي افغانستان د يو ځل بيا د يوې لوې تراژيدې په لور ولاړ نه شي او و دي نه ويشل شي.
افغانانو تر اوسه د
دې استعداد او وړتيا نه موندلې چي په گډه ژوند وکړې او ستونزې د تفاهم له لارې او په سوله اېزه توگه پخپله حل کاندي. تر اوسه هغه پرانيستوب او حوصله نه دي ايجاد شوې چي ځان انتقاد کړې، نورو ته غوږ ونيسې، د نورو واورې او له نورو زده کړې. نه يوازې د جگړې په ميدان کي، بلکې د ليکلو په ميدان کي په اخبارونو کي او په تېره بيا په انترنت کي هم خوند ورکوي چي د زور، توربورگنيو او د تورې په ژبه خبرې وکړې، مټې وښيې لوری او خوا ونيسې او د يوه په گناه د ملامتې گوته يوه قوم او يا يوې سېمې ته ونيول شي. تراوسه يو شمېر پوهانو، اکادميکانو، صاحب نظرانو هم... ددې وس نه دی موندلې چي د ټولنېزو او سياسي مسلو د څېړلو او قضاوت کولو په کارکي ځانونه د قوم پالنې او ترايبالېزم له تاثيراتو وژغورې.
رښتيا کوم منطق ددې توجيه کولاي شي چي د يوه پښتون جنگ سالار په جنايتونو ټول پښتون قوم، کوم چي  په بې سارو غمېزو، بايلنو او ناخوالو کي ډوب دی پړ و بلل شي او ديوه ازبک جنگ سالار په جنايتونو د ازبک قوم ، کوم چي له خوارې او بې وزلې سره لاس په گريوان دی گرم شي. دا ډول څرگندونې يوازي د کرکې او نفرت په منطق کي توجيه پيدا کولاي شي. دا د افراط او بنسټ پالنې تگلاره ده، کومه چي لوی انسانې ناورينونه ايجادوي. دلته په دنمارک هم ښی افراط د يوه بهرنې په جرم ټولو بهرنيانو ته د ملامتې گوته نيسې. 
ولې زمونږ پوهان، اکادميکان او صاحب نظران د گډو آرزښتونو په ايجاد کي، کوم چي کولاي شي په افغانستان کي ټولنېز باورايجاد کړې پاتې راغلې دې. که دوې دا کار نشی کولاي نو به يې څوک کوې؟
لږ نصاف په کاردی له اسمانه ځمکې ته کوز شي او په ځمکه واقعيتونه وگورې او په خپلو نظرياتو بيا او بياکتنه وکړې. پوهنه او اکادميک چارې د يواړخېزو، نه بدليدونکو اصولو او حکمونو په ځای په شک کولو، ترديد درلودلو، انتقاد او بيا او بيا کتنې تکيه کوې.
د افغانې ټولنې په وړاندي گواښونه ډېر او رنگارنگ دي. يو گواښ هم جنگ سالارې او جنگ سالاران دي.  په افغانستان کي له بده مرغه اوس هم هغه زورسالاران او جنگ سالاران چي د څېرو په ليدلو او د نومونو په اوريدلو سره يې نه يوازي افغانان، بلکې نړۍ هم د ستړيا احساس  کوي ددې امکانات لرې چي  په سلگونو خلک دخپلو موخو او گټو له پاره ولمسوې، را پورته یې کړې او د هغوې پوسيله دواړو حکومت او ټولنې ته  غاښونه ور ورښيې او د زور مانور وکړي. دا حالت څرگندوي چي له جنگ سالارانو څخه د واک او دواک د وسيلو د لېږدولو په کارکي تر اوسه هم لوې ستونزې شته دي.  جنگ سالاران  هڅه کوي چي له گڼ شمېر وگړو څخه د وسيلو په توگه کار واخلې، خپلې لښکرې او وسلې وساتې، وگړې ور ته وفادار پاتې شي، وگړي د دوې پېروې وکړې او په دوې پسي ولاړ شي او وگړي هغه څه وکړې چي دوې يې غواړې د دا ډول يو چلند معنې څه دی؟
ددې چلند معنی دادې چي نه افغانې ټولنه خپلواکه ده او نه افغانستان د ازادو او خپلواکو وگړو هيواد دی.دلته له يوې خوا يوه څو د گوتو په شمار وگړي غواړې د پېروانو او وفادرانو لښکرې ولرې تر څو همي‍شه واکمن پاتې شي او خپل امتياذونه وساتې او بل خوا له بده مرغه د هغو وگړو شمېر هم کم نه دی چي  په خپله خوښه د خپلې ارادې خپلواکې له لاسه ورکوې او خپل برخليک او ژوند په دی او هغه زور سالار او جنگ سالار پورې تړې.  په حقيقت کي دا ډول وگړې د ټولنې خپلواک او ازاد وگړې نه بلل کېږې. دلته ددې يادونه په کار دي چي له انسانانو څخه د وفادرې او پېروې غوښتنه او يا په دې دود سره د انسانانو روزنه د انسانې طبعيت او فطرت مخالف کاردی. انسان ازاد پيدا شوی او غواړې چي ازاد او خپلواک وي او د خپل عقل او د خپلې ارادې په بنياد تلنه او چلند وکړې.  د وفادارې او پېروې په دود روزنه  حيواناتو ته ورکول کېږې او ښه سپی هم هغه دی چي مالک ته وفادار وې.
جنگ سالارې د جگړې، بې قانونيت او انارشي محصول دي. جنگ سالارې د کمزورو او ناکامو دولتونو توليدات دي او په تارېخې لحاظ د منځنيو پېړيو او د فیودالې دوران مال دی. جنگ سالاران هلته وده کوي او پړسېږې چي د واک او قانونيت خلا موجوده وي. د جنگ سالارانو خوښېزې په واک کي واک او په دولت کي دولت وي. هغه څه چي جنگ سالارې او جنگ سالارانو ته انرژې او زور ورکوي وینې، اور او کلاشينکوف دی. د جنگ سالارې ونه  د انسانانو په وينو لوېږې. د جنگ سالارانو دنده ويشتل،  وژل او جگړه ده. جنگ سالاران له دموکراسي او بشرې حقونو څخه بيگانه وگړې او د سياسي، اقتصادي او ټولنېزو دندو په وړاندي  واړه وگړې شمېرل کېږې.  همدادم په دولتې ادارو کي جنگ سالاران د خپلو په تېره بيا سياسي او ټولنېزو دندو په وړاندي بشپړه بې وسې او بې کفايتې ښيې.
د ټولنې د خپلواکي نشتوالی او له سياست څخه  د ټولنې پراخه بيگانگې  زور سالارانو، پهلوانانو او جاسوسانو ته ددې امکان او فرصت ورکوي چي د ټولنې د برخبليک په هکله پريکرې وکړې او واکمن پاتې شي. نه يوازي په افغانستان کي، بلکې په نورو هيوادونو کي هم چي  ټولنه خپلواکه او سياسي شوې نه وې په ډېره اسانې سره ورباندې غولونکي، زورسالاران، بنسټ پالان او بهرنې جاسوسان واک چلولی شي.  تر څو افغانې ټولنه له جنگ سالارانو، پهلوانانو، اتلانو او ځانگړو کورنيو او خاصو وگړو خپلواکه نشي په افغانستان کي دموکراسي جوړيدل يو ممکېن کار نه دی. همدارنگه تر څو ټولنه سياسي نشي په ټولنه کي به سياسي برابرې او سياسي ازادې هم خوندې نه شې. د دموکراسي جوړول د جنگ سالارانو، پهلوانانو او اتلانو په ځای د يوې خپلواکې او سياسي شوې ټولنې کاردی.  دموکراسي د جنگ سالارانو د ودې، پړسيدو او مستې کولو چاپېريال نه دی. دموکراسي او مدنې ټولنه د جنگ سالارې او د جنگ سالارانو په غياب او نه موجوديت کي بری تر لاسه کوي. په افغانستان کي ثبات او پر مختگ په بشپړه توگه د جنگ سالارې دختم کولو او د جنگ سالارانو د بې وسلې کولو غوښتنه کوې او په دې لاره کي په کلکه د سياسي مېړانې ضرورت احساس کېږې.
سره ددې چي د ټولنې د نورو جوړښتونو په پرتله په سياسي برخه کي دموکراسي ځان ښيې او وده کوي، خو په پراخه اندازه تر اوسه د ټولنې په ځای جنگ سالاران، پهلوانان، زاړه پالان ... دې چي د سياسي پريکړو په بهېر او په پيښو پېاوړی تاثير لرې. د بيلگې په توگه به پارلمان ياد کړو.  په اوسنی پارلمان کی بې له شکه دموکراتان، زړه سوانده او د جوړونکو انديښنو خاوند وکيلان شته دي، خو دا هم له شکه وتلې خبر دې چي په پارلمان کي د واک پالانو، زرپالانو او جنگ سالارانو ونډه اوچته او درنه ده او د جنگ سالارانو ولکې پارلمان ته د قانون جوړونکی ارگان په ځاي پارتېزانې ځانگړتيا ورکړې ده او کله کله پارتېزانې کارونه او پريکړې کوي.‏ په دي برسېره د پارلمان يو شمېر غړي د ټولنې د گټو او غوښتنو په ځاي په خپلو گټو پسي سردی. دا ډول وکيلان نه کومه سياسي اجندا لرې او نه هم د کومې سياسي تگلارې د پلې کولو له پاره پارلمان ته راغلې دي. دوې  د سياست کوونکو په ځای سوداگران او معامله گران دي او دوي ته وکالت د شتمنيو ټولول ښکارې. يو بل  شمېر بيا د وکيل په ځای جنگ سالار او زور سالاردي او د فيودالانو په څېر خپلې لښکرې او د خپل نفوذ سېمې ساتې. خو له دې ټولو ناخوالو سره سره دوې د ټانکونو او راکټونو په بدرگه پارلمان ته نه دي راغلې. دوې وکيلان دي او د خلکو په رايودلته راغلې دې. اوس دې پوښتنو ته ځواب موندل په کار دی:
- ولې خلکو هغوې ته رايه ورکړه چي لاس يې د دوې په وينو سور دی؟
- ولې خلکو هغه چا ته رايه ورکړه چي دوې يې بې کوره کړل، دوې يې له خپلې خاورې، له خپله ټاټوبی، له خپلې مېنې بيگانه کړل، د دوې مالکيتونه او کورونه يې ونيول او د دوې په ازاديو، حقونو او پت يې په ډېره بې پروايې سره تېری وکړ؟
- ولې خلکو هغوې ته رايه وکړه چي دوې د دوې انديښنې، د دوې فکرونه، د دوې عملونه او د دوې ارادې يې په يرغمل نيولې دې؟
- رښتيا هم ولې. ايا خلکو د ډار او گواښونو په اساس دا کار وکړ، يا خلک وغوليدل او تېرايستل شول اويا هم خلک د وگړو د پېږندنې او تشخيص کولو په کار کې پاتې راغلل؟
- ايا ددې کار په کولوسره د دموکراسي په هکله د افلاطون شک ته په افغانستان کي د عمل جامعه ور وانغوستل شوه؟
دموکراسي د ديکتاتورې په وړاندي يوازنی او تر ټولو ښه الترناتيف دی. دموکراسي ددې له پاره ايجاد شوې چي خلک له ديکتاتورې او استبداد څخه وژغورل شي. په افغانستان کي د دموکراسي دنده داده چي انارشي، کورنۍ جگړې او ديکتاتورې ته د افغانستان د ورگرزيدو مخه ونيسې. په دموکراسي کي د ديکتاتورې په خلاف واک له خلکو سره وې او په دموکراسي کي واک ويشل کېږې. پارلمان د واک د ویش‍لو د ضرورت په بنياد منځ ته راغلی دی او په دريو برخو د واک د ويشلو په کار کي پارلمان د ډېر اهميت وړځای لرې. د پارلمان ضرورت ددې له پاره منځ ته راغی چي  په ټولنه کي د توتالېتر سيستم د جوړيدو او يا توتالېتر سيستم ته د ور گرزيدو مخه ونيول شي او تر څو ټول واک د يوه سړی او يا يوه گروپ په ولکه کي رانشي.د پارلمان د جوړيدو موخه په ټولنه کي د برابرې او ازادي له بسيا کيدو څخه عبارت دی. پارلمان نه يوازي يو قانون جوړونکی ارگان دی، بلکې دنده لرې چي د اجرايوي واک  څارنه او کنترول هم وکړې. د ولسمشر او پارلمان ټاکنې په يوه ټولنه کي د دموکراسي د عملې کولو تر ټولو بنسټېزه وسيله ده او دا خلکو ته امکان ورکوي چي د سياست او واک په کار کي  په عملې توگه  برخه واخلې. خو نه ټاکنې په يوازيتوب سره دموکراسي دی او نه هم ددې او هغه وگړی وکيل کيدل دموکراسي دی.


 ښه نو دموکراسي څه شی دی؟
دموکراسي د خلکو واکمنې ده. هغه واکمنې چي د اکثريت ملاتړ ورسره وې. دا هم ټوله دموکراسي نه دی دا دموکراسي سياسي لوری دی. دا د دموکراسي د حاکميت او واکمنۍ لوری دی اودا د دموکراسي اداروي لوری دی. خو دموکراسي د حاکميت او ادارې تر څنگ له يو شمېر آرزښتونو څخه عبارت دی. که په يوه ټولنه کي ددې آرزښتونو درناوی او مراعات و نه شي کيداي شي دموکراسي په ديکتاتورې بدله شی.  
دا آرزښتونه له ازادې او برابرې څخه عبارت دي، کوم چي وړاندې او وروسته د يوه ځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو په مراعات کولو سره پلې کېږې. ددې خبرو معنې دادی چي په ټولنه کي دولت، پارلمان او په تېره بيا قضا د يوه ځانگړی وگړی د حقونو او ازاديو دفاع او ساتنه وکړې. په افغانستان کي تر اوسه دولتې ارگانونه ددې بنسټېزې دندې په اجرا کولو کي په کلکه پاتې راغلي دي.


د هر يوه ازادې او د ټولو برابرې
جورج ورويل وايې: پرېږدې چي خلک ازاد وي او څه ډول چي غواړې ژوند وکړې... هغه د ازادې او برابرې تر څنگ په پوهنه هم ټينگار کوې او باور لرې چي د دموکراسي تر ټولو مهمه دنده د ازادې، برابرې او پوهنې وده او ساتنه ده. پوهنه د برابرې او ازادې د درک کولو لاره همواروې او ازادې او برابرې بيا انسان ته ددې امکان ورکوې چي پوهنه تر لاسه کړې.  په ټولنه کي پوهنه، ازادې او برابرې کولاې شې خلک د پېرويو، وفاداريو او اطاعت له ځنځېرونو وژغورې او په يوه پوه ټولنه نه د جنگ سالارانو واک چلېږې او نه استبداد ور باندي حکومت کولاي شي. نيکلاس ون کوس Nicolaus von Kues  کاردينال او فيلسوف  وايې :
د انسان کور په دريو لوړو ستنو: حقيقت، احترام او علم ولاړ دی او په دي کور کي  انسان د علم په برکت کولاي شي په خپلو حقونو پوه شي.   برابرې او ازادې کولاي شي واک او سياست د يو شمېر خاصو وگړو او خاصو کورنيو او جنگ سالارانو له منگلو او مالکيت څخه را وباسې. ازادې او برابرې کولاي شي په يو شمېر توتالېتر مفهومونو: حقيقت له موږ سره دی زور حق دی  او يوازي موږ پوهېږو د بطلان کرښه را کش کړې او په لوړ اواز ووايې: زور حق نه دي او حقيقت د هېچا په مالکيت نه بدلېږې بلکې برابرې او ازادې حق دي   په حقيقت کي  حق او عدالت د انسانانو په وړاندې له برابر چلند کولو څخه عبارت دی. همدارنگه حق او عدالت د  ښځې او نر تر منځ د برابرو آرزښتونو له درلودلو او مراعات کولو څخه عبارت دی.  د حق مفهوم دادی چي له انسانانو سره د برابرې او ازادې د پرنسيپونو په اساس تلنه او چلند وشي. د حق مفهوم دادی چي انسانانو سره په تلنه او چلند کي د هغوې ژبه، د هغوې مذهب، د هغوې رنگ، د هغوې قوم او د هغوې ټولنېز او اقتصادي حالت په نظر کي و نه نيول شي.  په سياسي برخه کي د برابرې مطلب دادی چي د ټولنې هر وگړی د ټولنې په هکله د پريکړو په کار کي برخه اخستلاې شې. سياست کولاي شې او په سياست کي ونډه واخلې.
دموکراسي له دو زرو کالنو زيات تارېخ لرې او اصلې زانگو يې پخوانی يونان دی. هلته په گډه پريکړه کول  په اداره، واک او سياست کي د گډون کولو په معنې وو. خو په هماغه زمانه کي افلاطون په دی باور وو چي دموکراسي د حکومت کولو يو مناسب سيستم نه دی او استدلال يې کاوه چي خلک د تشخيص کولو لازم قدرت نه لرې او هغوې نشي کولاي د حکومت کولو له پاره وړ وگړې و ټاکې.
د اوسنی پارلمان په هکله او د پورتنيو پوښتنو په هکله څېړنه په کاردی. او ضرور دی چي په دي هکله د ځواب موندلو له پاره د ټولنې  جمعې ذهنېت،  واکمن فرهنگ او ټولنېز جوړښت ته هم مراجعه وشي،کوم چي له يوې خوا د ميليونونو انسانانو په اوږو د استبدادي عادتونو، جهل، توهېن، پېرويو، وفاداريو دروند پيټی غورزوې او له بلې خوا نه پرېږدې چي فرديت وده وکړې.  فرد ته د حقارت په سترگه کتل کېږې او دلته فرديت په ډېره آسانې او بې پروايې سره د زړو عادتو او استبدادې دودونو په قربانې بدلېږې.
زه  په دي هکله د يو څه په زياتولواو کمولو سره د خپلې ليکنې  روشنفکران او د ټولنې سياسي بې وزلې يو برخه تکرار کول غواړم.   
 په افغانستان کي خلکو د اول ځل له پاره دا امکان تر لاسه کړ چي د سياست او واک په کار کي گډون وکړې او د هيواد ولسمشر او د هيواد پارلمان وټاکي. خودي ټاکنو او په تېره بيا د پارلمان ټاکنو وښودله چي ټولنې تر ډېرې اندازې د خپلواکې ارادې په ځای د پېرويو،  وفاداريو او وېرې په بنياد عمل وکړ. همدارنگه خلکو د وگړو د وړتيا په ځای  په ژبنيو، قومې او مذهبې اړيکو تکيه وکړه او يا هم د افلاطون په قول خلک د وگړو د پېږندنې او تشخيص په کار کي پاتې راغلل. د ما له پاره  په ټاکنو کي د خلکو پورتنی چلند د پوره پوهاوی وړ دی او ددې ډول حالت کيدل او پيښدل د حېرانتيا خبره هم نه دی.  په راتلونکي که به هم په دې او هغه شکل ورته چلند وشي. په افغانستان کي نه تر اوسه د خلکو ژوند دومره ښه شوی چي تطمېع نشي او خپلې رايې خرڅې نه کړې او نه دومره سياسي شوي چي له يوې خوا د زړو استبدادي عادتونو په وړاندي او له بلې خو د مذهبې، قومې او ژبنيو تبليغاتو په وړاندي مقاومت وکړې. دا امکان هم شته دی چي په راتلونکي کي بنسټ پالان د خلکو له مذهبې احساساتو څخه په گټه اخستلو سره د ټاکنو گټونکي شي او بيا دموکراسي د همدې احساساتو په قربانې بدله کړې. د افغانې ټولنې  خپلواک کېدل او سياسي کيدل يو اساسي ضرورت دی او دا
په تېره بيا له روشنفکرانو څخه د هميشنۍ او پيوسته زيار او کار غوښتنه کوي.
زه فکر کوم چي د ټاکنو په وخت د خلکو په چلند کي، کوم چي تر ډېره ځايه په  پېرويو ، وفاداريو ، تقليد ، وېرې او تطميع کولو سره مشخص کيدو لاندې درو مسلو مهم رول درلود.
۱-
  په  افغانې ټولنه کي د پېړيو پېړيو له پاره خلکو له استبدادی او مطلقو واکمنيو سره عادت کړی. په دې ټولنه کي واک د زورورو او غالبو حق پېږندل شوی. زور حق دی .  الحکم لمن غالب او د زورورو  يا غالبو واکمنې  د بشر په تارېخ کي د واکمنې هغه اولنی، ابتدايې او زوړ شکل دی. د افغانې ټولنې
سياسي فرهنگ له هماغه پېله د استبداد او د زور په فلسفه ولاړ يو فرهنگ دی او دلته هغه څوک واکمن وو چي زور يې درلود. پارلمان ته د ټاکنو په وخت د خلکو په چلند کي د زور عناصر ښکاره رول درلود. 
۲-  په ټولنه کي په  پېړيو پېړيو خلک ډار شوي  او وېرول شوي دي. له هغوې څخه د فکري او عقلې مقاومت امکانات اخستل شوي. د خلکو ازاده اراده او روحيه ماتې شوې ده.  د خپلواکو فکرونو خاوندان سپک شوي، تورن شوي، ورته په ټيټه سترگه کتل شوي، په انحرافونو تورن شوي، د ملحد، زنديق او مرتد په نومونو توهېن او گوښه شوي، مجازات شوي، او کله کله هم ورته ليونې او ناروغان ويل شوي دي. غوږ ورته مه نيسې هغه نورې خبرې کوې. هغه بل ډول فکر لرې  د هغه مغز خراب دی، هغه ليونی دی نه يوازي په ټولنه کي دا ډول يو حالت واکمن وو او دی، بلکې په سياسي گوندونو او ډلو کي هم ورته چلند موجوديت درلود او د هغه څه د ويلو او ليکلو اجازه وه چي په خط کي وو. د هغه څه د ويلو او ليکلو اجازه وه چي رهبر او امېر ويل. يوه ورځ د څو ملگرو تر منځ بحث پېل شو. په بحث کي داسي مسلې مطرحه شوي چي له گوندي تگلارو سره  په ټکر کي وي . يوه ملگري چي په درې ژبه يې خبرې کولې په لوړ اواز وويل: چېزې بگويد که در خط باشد دلته په پېړيو پېړيو عقل او خپلواکې انديښنې ځپل شوې. دلته د عقل او خرد په بنياد د طبعيت، انسان او ټولنې تعريف کول  او له خرافاتو او افسانو څخه ددې مفهمونو د را ايستلو کار ته د دوښمنې په سترگه کتل شوې. دلته د خرافاتو او دگمونو په نوم انسان انسان په يرغمل نيولی.
۳-  په افغانې ټولنه کي نه يوازي خلک نابالغ ساتل شوي دي، بلکې د خپل عقل د په کار اچولو په هکله د هغوې  شهامت او جرات هم ځپل شوی دي. هغوې عادت شوې نه دی چي له شيانو سره د پېروې او تقليد په ځای د خپل خرد او آزمون په بنياد تلنه وکړې. که کله د خپلواکو انديښنو او فکرونو په لور د انسانانو هڅې شوې د استبداد له سخت مقاومت سره مخامخ شوې دې او په دي کار کي موخه د استبداد  د بنسټونو په توگه د ناپوهې او ناباليغتوب ساتنه دي. دا يوازي افغانې استبداد ځانگړتيا نه ده. دا يوازي د شرقې استبداد ځانگړتيا هم نه ده، بلکې دا پخپله داستبداد ځانگړتيا ده. غربې استبداد هم په پراخه توگه  د ټولنې په ناباليغتوب، خرافاتو، دگمونو او ناپوهې تکيه کوله.

کانت وايې: د نابالغې په خپلولو کي د فهم  کمي نه، بلکي د دلېرې او جرات  کمی دی.