له کندهار نه د ایمیل په وسیله رارسیدلی لیک

shair_shams@yahoo.com

گرانو محترمو

اول د زړه له کومی سلامونه وړاندي کومه

پس له سلامه محترمو د کندهار په ولايت کِي د لوي اختر په سهار پر عيدگاه دروازه باندي امريکاييان او ملي پوځ حمله وکړه  په ترڅ کي ئي شپږ کسان بوتل چي د دوی نه گناه معلومه ؤ نه تادا معلومه ؤ ، چي د دوی د کورو څخه لا هيڅ شي نه کړه پيدا په اخر کي امريکاييان د دوي څخه دوی پائي کمپوټر او د برق سامان د ځان سره يوړه او اختر ئي په غم وروړلي.  پس له شپږو ورځو ددغو شپږو کسانو څخه يو نفر رايله کړي د ملا صاب دکورڅخه چي  حاجي محمد نعيم نومیږی چي دوي خوشالي څرکنده کړه.  بياپس له 23 ورځو يو بل نفر چي سيداحمد "قانع" نومیږی خوشی کړل. دوي  بيا خوشالي څرکنده کړه.  بالاخر ددوي هغه نور نفر چي بگرام کي بنديان دي، دوي او ددوي انډيوالان  وائي که چير دغه بنديان خپلو کورو ته ستا نه  نه سي  په دی صورت کي به ئي سخته مظاهره شروع کړو. دوي همدارنګه وائي که دي گناه لری نو بنديان دي وي او که ئي گناه نه لری نو ولي بنديان دي او دوي کور په کور گرځي او د مظاهری بند و بست کوی .

محترمو، دوی دکندهار محرتم والی او په کندهار کی د ملي اوردو مشر او د کندهار ټوله دفترونه هم خبر کړی دي ، خو په خواشینی سره چي دوي هيڅ څيړنه نه کوي او دي بي گناه خلکو بازخواست نه کوی.      

د بنديانو نومونه

۱-غلام غوث ولدحاجي عبدالقيوم

۲-ولي محمد ولدحاجي عبدالقيوم

۳- حاجي نصيراحمد ولدحاجي غلام حضرت

۴-کرﻳم الله جان ولد حاجي  عبدالرحمان

***

د آسمایی د اداری یادښت:

په خواشینی سره چی موږ نه شو کولای چی در متهمانو د بی ګناهی یا ګناه تصدیق وکورو – دا زمونږ کار نه دی او وسایل او امکانات هم موږسره نشته، خو دولت او د هغه سیمیزه ارګانونه باید د وکړو سره قانونی چلند وکړی. که د دولت چارواکی او امریکاییان در خلکو سره له زور زیاتی نه کار واخلی او له هغو سره غیر قانونی چلند وکړی ، نو کیدای شی چی له دغه حالت نه افراطی او ترویست قوتونه  ګټه پورته کړی او خپل د ګټی او د دولت په زیان وګړی تحریک کړی.