د آسمایی در اداری یادښت: موږ که څه هم د دی لیکینی سره ء- یا  لږ تر لږه د هغه له اساسی ټکو سره - هم انډ نه یو خو د عقیدی او بیان د آزادی په درناوی  یی خپروو.

 

سيدحسين پاچا

 

 د يو افغان مسلمان د مرتد کېدو خبره

 

د ډېرې خواشينۍ وړ خبره ده چې په لومړي ځل سره د يو افغان مسلمان د مرتد کېدو خبره د خبري رسنيو پرمخ راښکاره کېږي. لومړی نوموړي څه بد له اسلام څخه ليدلي دي دا چې خلکو ترې ناوړه ګټه وکړه او يا ترې ناوړه ګټه  پورته کوي دا بېله مسأله ده، ولې په مجموع کې خو د اسلام مبارک دين يوازېنی دين دی چې د بشريت ټول سياسي، اجتماعي او خيرخواهي مسايل پکې مطرح شوي او د انسان او د بشر ټول حقوق پکې خوندي او محفوظ دي.

ډېر خلک دلته غرب ته راغلي دي، ولې ډېر کم کسان به وي چې دغسې يو کار ته يې زړه ښه کړی وي. پناهنده ګي خو دلته بې له مذهبي امورو په نورو سياسي او اجتماعي حقوقو کې هم ورکوي او ډېرو اروپايي هېوادونو د افغانانو په شمول نور نړيوال هم قبول کړي دي، ولې عبدالرحمن څه مجبوريت درلود د نورو لارو يې هم دا کار کولی شو چې قبوليت واخلي.

لومړی خو د يو مسلمان په حيث ورته دا په کار نه وو ځکه چې د قرآني اصولو په رڼا کې خو پخواني اديان منسوخ شوي که د هغوی پيروان د اسلام مبارک دين ته راګرځي، نو الله ته ورته دوه اجره ورکوي چې يو يې د خپل اهل کتابيت او بل يې د اسلام نو په حقيقت کې ورته دوه اجره په نصيب کېږي. او دا خبره خو ورته د الله رب العزت له لورې فيصله شوې چې واذقال عيسی ابن مريم يبنی اسرآئيل انی رسول الله اليکم مصدقاً لما بين يدی من التورة ومبشراً برسول ياتی من بعده اسمه احمد فلما جآهم بالبينت قالوا هذا سحر مبين دا خبره خو بني اسرائيلو او نصاراوو دواړه په هغه وخت کې د حضرت عيسی عليه السلام له لورې رسېدلې ده چې له ما به وروسته پر محمد صلی الله عليه وسلم به ايمان راوړئ او د نورو انبياوو عليهم الصلوة والسلام له خوا هم خپلو خپلو امتونو ته رسېدلې ده چې هېڅ شک په دې کې نشته.

د اسلام مبارک دين يوازېنی دين دی چې په پکې د ټولو مخکېنيو اديانو تاييد شوی او موږ ته د هغو ټولو اديانو په هغه خپل وخت کې د تاييد امر کوي او د ټولو انبياوو عليهم السلام په هکله هم. نو الله تعالی دې عبدالرحمن ته د نېکۍ هدايت وکړي چې د لمر په شانې حقيقت څخه يې سترګې پټې کړي او پر بله لاره سر شوی.

ښه به دا وي چې لومړی دې ورته بېرته بلنه ورکړه شي چې پر اسلام مشرف شي. بله دا چې که چېرته د نوموړي دماعي حالت خراب وي دا هم بايد په نظر کې ونيول شي داسې نه چې د دماغي حالت له وجهې يې حيات تلف نه شي. درېيمه دا چې که چېرته نوموړي د جرمني تابعيت اخېستی وي او خپل تابعيت يې له لاسه ورکړی وي، دا هم بايد د اسلامي اصولو په رڼا کې وڅېړل شي. دا صحيح ده چې نوموړی افغان او بيا مسلمان پيدا شوی، خو دا چې اوس له خپل تابعيت او وطن څخه تېر دی او خپل ځان بهرنی تبعه بولي دا بايد د فقهاوو او علماوو له لورې وڅېړل شي چې ايا ورسره د يو افغان ومسلمان په حيث د اسلام څخه د ارتداد او که د يو بهرني تبعه په حيث عمل وشي ، نو هيله ده چې په داسې مسأله کې لږ له تحقيق او تأمل څخه کار واخېستل شي او دوسيه يې پوره تکميل او ښه وڅېړل شي چې پکې د هېڅ قسم شک او شبهې احتمال پاتې نه شي.

همدارنګه د نړيوالې ټولنې څخه هم په درناوۍ هيله کېږي چې د افغانستان قانون او قضايي محکمې ته درناوی وکړي او هېڅ قسم سياسي، اقتصادي او نور فشارونه دې پرې نه راولي ځکه چې دا به د افغانستان قضايي او عدليې سيستم ته زيان ورسوي او د اعتبار له مداره به يې وغورځوي. ښه به دا وي چې نوموړی وساتل شي تداوي يې هم وشي که چېرته په رښتيا دماعي حالت يې خراب وي نو چې جوړ شي. يا د کورنۍ له خوا ورته څه توطيه نه وي جوړه شوي چې دا ټول شبهات پکې رفع شي او هم يې په زندان کې يې امنيتي تدابير د اطمينان وړ وي داسې نه چې د فيصلې مخکې متضرره شي. څارنوالي يې دوسيه بې له کوم توپير په صحيح عدالت ترسره کړي داسې نه شي چې د ځېنو سياسي، عقده يي، عقيده يې او نورو لاملونو له امله پکې بېعدالتي رانشي او د نوموړي حياتي حقوق هم بايد تلف نه شي.

که پس له پوره تحقيق او څېړنې ثابته شوه چې له نوموړي سره د يو افغان ومسلمان يا د يو بهرني تبعه په حيث عمل وشي، نو دا بيا د افغانستان د محکمې حق دی چې څه ډول فيصلې ته رسېږي چې ايا د مرګ له سزا سره محکوم شي او که په زندان کې وساتل شي او که بېرته خپل دويمني هېواد ته وسپارل شي. ولې دا بايد ورته وويل شي او ترې اطمينان واخېستل شي چې په راتلونکې کې د نورو افغانانو د جلب وجذب څخه دې خودداري شي او د دوې بشري او حقوقي مرستې بايد زموږ د مذهبي امورو سره په ټکر کې رانشي. ځکه کومې مرستې چې د نړيوالو له خوا کېږي هلته خو دا نه وايي چې موږ دا مرستې له تاسو سره کوو په دې شرط چې عيسويت به قبلوئ او حال دا چې هلته خو هېڅ دا مسايل مطرح نه وي او مرستې بېلا قيد وشرطه د بشري اصولو په معيار ولاړې وي نه مربوط د کومو شرايطو. هيله ده چې د نورو اديانو مذهبي کړۍ هم له خپلو مرستو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي چې د مذهبونو او اديانو د ټکر سبب وګرځي او نور مشکلات وزېږوي.

سيدحسين پاچا

اکسفورډ، انګليستان