_____________________________________________________________________

نوشته هايی که در تريبون آزاد می آيند يا از نظر شيوهء پرداخت به مسايل و يا هم شيوهء بيان و يا هم در اصل کم از کم  دارای نکاتی اصولاً مغاير  با مشی نشراتی آسمايی  هستند ، اما به پاس آزادی بيان  منتشر می شوند. مسؤوليت اين نوشته ها همانند ساير مطالب منتشره بر عهدهء نويسنده گان آن ها است.

_____________________________________________________________________

 

***

ورکه لار - لیکوال : الوېښ

 

بسم اله الرحمن الرحيم

    الوېښ

ورکه لار

دوه نيمې لسيزې كيږي چې افغانستان دبهرنۍ او كورنۍ  ، دسړې او تودې ، دپټې او ښكاره جګړې كوربه دى؛ په همدې  موده  كې يو نسل وزېږېد ،  لوى شو او له بطنه يې  يوبل نسل هم  راوټوكېد خو د سولې اوخپلواكۍ پرمخ دناهېلۍ  پلو هماغسې پروت دى چې و ؛ دجګړې كورني او بهرني لوبغاړي او بڼې څو ځلې بدل را بدل شول خو يوازې جګړه ده چې كله هم  په سولې بدله  نه شوه ؛ دبهرنيو لاسپوڅي اجيران څوځلې لاړل او راغلل خو يوه رښتينى ملي او خپلواك مشرتو ب كله هم سر را ښكاره نه كړ.

پدې توګه شپږويشت كاله كيږي چې ، كه دغلامۍ يوه كړۍ له غاړې وباسوبله رالوېږي ، كه يو جلاد او اجير دواك له ګدۍ  لرې كوو بل راته كښېني ، اوكه يوه تياره پاى ته  رسېږي نو بله  راروانه وي .آيا افغان ولس ددې  همت نه لري چې سوله او خپلواكي وګټي ، دساتلو په چل يې نه پوهيږي او كه هسې قسمت يې خراب دى؟ كه خبره دهمت او غيرت وي ښايي دبشريت په تاريخ كې ډېرو لږو ولسونو دخپلواكۍ لپاره دافغانانو په  څېر لويې قربانۍ وركړې وي ،خوكه خبره داجر او ثمروي  دومره تش لاس او ناهيلى به بل هېڅ ولس نه وي لكه نن چې افغان ولس دى . تاسې وګورئ ، روسانو زموږ پر هېواد يرغل وكړاو افغان ولس يې په مېړانه ځواب ووايه ، خو له بده مرغه زموږ مقاومت له هماغه پيل څخه دكاذبو او تپل شويو زعيمانو له خوا پر بهرنيو دښمنانوپلورل شوى و . روسان كه دتورې په مټ له دروازې وايستل شول دمعاملې او دسيسې له لارې بېرته په كړكي راننوتل ، پدې توپيرچې داځل يوازې دوى نه وو چې  دخپلو ګوډاګيانو له بركته يې زموږ پر هېواد لوبې كولې ، بلكې پاكستان ، ايران ، ازبكستان ، هند ، عربستان او حتى تاجېكستان او ددوى تر څنګ يو شمېر بهرنيو ډلو او ګروپونو هم پر افغانستان غوبل جوړ كړى واو هر چا دزمري برخه غوښته . پدې توګه كله چې ميدان شغالي شو ، دنويو ستراتيژيكو گټو له مخې امريكې او ملګرو يې هم پر افغانستان راودانګل او په خپل راتګ يې نه يوازې دطالبانو جهلواكي ختمه كړه ،  بلكې  هغوى چې زموږ دغلامولو خيرن نيتونه يې په زړونو كې روزل پخپله داسارت او ذلت په لومو كې ولوېدل ، او پدې توګه لوبې نوې بڼه غوره كړه.

په زړه پورې خبره داده ، افغان ولس چې دبهرنيانو په وړاندې دخپل حساسيت  اوشكاكيت  له مخې مشهور و،داځل دبهرنيو ځواكونو په وړاندې ډېر لږ حساسيت وښود او حتى دملګرو ملتونو پوځي  ځواكونو ته يې دزړه له كومې هركلى هم ووايه . دبهرنيانو په وړاندې دخوشبينۍ يو څو غټ دلايل داوو چې ، افغانستان دا وخت نه خپلواكي درلوده، نه مركزي نظام ، نه سوله اوسوكالي ، نويقيناً هغو بهرنيو ځواكونو ته چې دافغانستان لپاره يې دسولې ، آبادۍ ، دموكراسۍ او حتى ازادۍ وعدې لرلې بايد ښه راغلاست ويل شوى واى.افغانستان دشهيد محمد داود خان په دوره كې نه و چې دروسانو په راتګ يې سوله او خپلواكي دواړه له لاسه وركړې وي ، بلكې عملآدبهرنيو او كورنيو غليمانو دوزلوبې ډګر و. ښايسته ډېره موده افغان ولس له ملګرو ملتونو څخه دژغورنې او مرستې په موخه دمداخلې غوښتنه كوله خو چا ځان نه ښوراوه ، او اوس چې دوى پخپله راتلل خامخا به يې هركلى كېده. خو پدې سناريو كې يوه نيمګړتيا موجوده وه ، هغه دا چې امريكايي پوځونو ځان دملګرو ملتونو له ځواكونو بېل ، خپلواك او غيرمسوول وګاڼه او دا يې په ډاګه وويل چې دوى به يوازې خپلې ملي ګټې تعقيبوي او پدې لار كې به هېڅ قيد او شرط نه مني .افغانانو پدې خبره زړه ښه كړ چې ، كه دامريكې ګټې زموږ له ملي ګټو سره سمون ولري نودوى دې آزاد وي څه پروا كوي .خو له بده مرغه امريكايان په افغانستان كې دآزادۍ په مفهوم پوه نه شول او دهغې بريد يې ونه پېژانده.دوى له افغانستان سره داسې په بې مسووليتۍ چلند وكړلكه ددې هېواد له تاريخ او دافغان ولس له كلتور او سايكالوجۍ  چې هېڅ خبر نه وي . له يوې خوا يې خپل افغاني مخالفين ډېر په بې رحمۍ وټكول او تر اتومي بمب را لاندې يې هر راز درنې وسلې ( لكه  اكسېجن وژونكې او راډيو اكتيف وسلې »  پرې استعمال كړې ، له بلې خوا يې طالبان او دطالب په نامه يوشمېر افغانان چې نه يوازې يې په هېڅ ډول ترورېستي عملياتو كې لاس نه درلود ، بلكې پرې خبر هم نه وو يا خو په ډېرې بې رحمۍ ووژل او يا خو دافغانستان او نړيوالو قوانينو خلاف ګوانتنامو ته يوړل شول او دنړيوالو بشري قوانينو په مسخره كولو  يې دوى دبنديانو له ټولو هغو كټګوريو څخه بهر وګڼل چې تر اوسه نړيوالو قوانينو تعريف كړي وواو دغير قانوني بنديانو دعجيبه اصطلاح په وضع كولو يې دوى دجنګي او ملكي بنديانو له ټولو حقونو څخه محروم كړل .هغه جنايتونه چې دليلي په دشته او يا دمزارشريف په جنګي قلعه كې تر سره شول او دمستندو فلمونو په استناد امريكايانو نېغ لاس په كې درلود ، او يا هغه شواهد چې له بګرام ، ګوانتنامو اودعراق په برخه كې له  ابوغريب څخه راووتل ښيي چې داسې جنايتونه يوازې ديوويشتمې  پېړۍ دچنګېزيانو اوهېټلريانو له لاسه ترسره كېداى شي اوبس.

ددې تر څنګ امريكايانو دافغانستان له عام ولس سره هم له سپكاوي او كبر ډك چلند خپل كړ .دعامو خلكو پر استوګنځايونو غير مسوولانه بمباري ، چې له امله  يې يوازې دجګړې په لومړيو اوونيو كې دوژل شويو بې ګناه خلكو شمېر دنيويارك تر قربانيانو زيات شو ؛او يا وروسته دبېلګې په توګه په ارزګان كې پر يوواده دبمبارۍ له امله د۵۲ ملكي كسانو وژنه او له امله يې دبې مسووليتۍ غوره كول ، دپكتيا په سټو كنډو كې دقومي مشرانو پر كاروان بريد ، په بې پتۍ سره دكورونو او ښځو تلاشي ، دكلو په منځ كې دپوستو جوړول او خلك له كورونو څخه وتو ته اړ ويستل ، په بمباريو كې دراډيو اكټيف توكو كارول چې په كنړ ، كندهار او بدخشان كې نيمګړې زېږېدنې يې څرګند ثبوت دى؛ او له ماشومانواو تنكيو ځوانانو څخه جنسي استفاده . برسېره پر دې ، دټولو ژمنواو پرېكړو خلاف امريكې هغه جنګسالاران او جنګي جنايتكاران چې ولس يې له وېرې حتى دطالبانو پر جهلواكۍ خوشحاله و، له سوړو راوايستل ، په غېږ كې يې ونيول او بيا يې دافغان پر مظلوم ولس وتپل ، او نن چې هر يو يې شخصي پوځونه او  زندانونه لري دولس پر ستوني يې  منګولې نښلولې اوخوږژوند يې پرې حرام كړى دى. داټولې خبرې په ګوته كوي چې امريكايان په رښتيا څومره دېموكراسۍ او بشري ارزښتونو ته ژمن دي او څومره هم په افغانستان كې له ولسواكۍ سره مينه لري .بايد ووايم چې امريكه اصلآنه غواړي  دافغانانو دسايكالوجۍ په اړه دانګرېزانواو روسانو تاريخي تجربو ته پام وكړي او فكر كوي چې كولى شي  ټول مسايل يوازې دزور په منطق حل كړي.



***



پدې كې هېڅ شك نشته چې امريكه يو كبرجن نيواكګر ، يرغلګر او ښكېلاكګر ځواك دى او دپخو سرچينو په حواله داسې ښكاري چې امريكه له افغانستان څخه دوتو نيت نه لري .امريكه غواړي له همدې ځايه ټوله منځنۍ آسيا چې دتېلو او غازو غني زېرمې لري لاندې كړي اوددې ترڅنګ چين ، روسيه ، هند او ايران هم تر ګواښ لاندې وساتي .اوس پوښتنه داده چې دوطنپالو او پر اسلام مين افغانانو ملي او اسلامي رسالت څه دى او څه بايد وكړي ؟

دافغانانو ستړي او ستومان حالت ته په كتو سره يوشمېر افغانان داسې استدلال كوي چې ،افغان ولس د انګرېزانو او روسانوپه وړاندې له خپل مقاومت  او جهاد څخه  له تباهۍ ،دربدرۍ  اووروسته پاتې والي پرته نورڅه ترلاسه نه كړل ،كه چېرې موږ هم ديوشمېر نوروولسونو په څېر ډېر مقاومت  نه واى كړى ، نو اوس به انګرېزانو او روسانو زموږ لپاره ډېر كار كړى واى او افغانستان به يوسوكاله او بسيا هېواد واى .له دې سره متمم بل نظر داسې طرح كيږي چې يو ويشتمه پېړۍ دګلوبلايزشن او نړيوال كېدنې پېر دى ، پدې پېر كې دخپلواكۍ او ملي حاكميت زاړه مفاهيم نور نه چلېږي ، پر دغو مفاهيمو بايد بياغور وكړو او له نوې سره يې تعريف كړو .همدااوس دنړۍ هېڅ هېواد هم په كلاسيكه مانا خپلواك نه دى ، نو موږ ولې دتاريخ ځپلومفاهيمو لپاره يو ځل بيا هېواد دتباهۍ كومې ته وسپارو، بلكې بايد هڅه وكړو چې دګلوبلا يزېشن په هكله خپل موقف وټاكو او دهېواد په ګټه استفاده ترې وكړو .

ددوى په وړاندې بل نظر داسې څرګنديږي چې امريكا هم لكه روس او انګرېز داشغال لپاره راغلې او زموږ ددين او وطن دښمنه ده ، موجوده حكومت هم لكه دشاه شجاع او كارمل په څېر لاسپوڅى حكومت دى او له دغه ذلت څخه دپخوا په څېر بې له تورې او جهاد خلاصى نشته ، ښايي تقدير به په هره پېړۍ كې ديوه زبر ځواك نسكورول زموږ  په برخه ليكلي وي.

دلومړي نظر په اړه بايد ووايم چې كله يوه نيواكګر ځواك بل هېواد لاندې كړى دهغه هېواد دولس له سپكاوي ، رټنې،دكلتور ، عقيدې  ، ملي او تاريخي هويت دمسخ كونې تر څنګ  يې ددغو هېوادونو اقتصادي زېرمې او شتمنۍ په ظالمانه توګه لوټلي دي . كومو هېوادونو  چې بډايه اقتصادي زېرمې نه درلودې داسې نه ده چې ښكېلاكګرو دا هېوادونه په خپلو امكاناتو اوله خپلو جېبونو اباد كړې وي . معمولآدنيول شويو هېوادونو دشتمنۍ يوه وړه برخه بېرته په هماغو هېوادونو كې پر داسې كارونو لګول كيږي چې موخه يې دلوټ آسانتيا او داستعماري حاكميت ټينګول وي . كه نه ولې نيپال ، بوتان ، برما ، يوزيات شمېر افريقايي هېوادونه ، همدا راز تاجېكستان او قرغېزستان داسې خوار دي لكه افغانستان ؟ له بلې خوا كله چې نيواكګر ځواكونه له نيول شويو هېوادونو څخه وتلي هم دي ، دخپلو وسلو دبازار او دبيا مداخلې دامكان لپاره يې داسې ستونزې په ميراث ورته پرېښودي چې بيا تر ننه يې چندان ښه ورځ نه ده لېدلې ، لكه دافغانستان او پاكستان ترمنځ دپښتونستان مسأله چې كېداى شي زموږ دروانې غميزې يوغټ لامل يې وګڼو،همداراز دهند او پاكستان تر منځ دكشمير ستونزه ، دايران او عراق ، دايران او بحرين ، دعراق او كويټ ، داسراييل او فلسطين ، دآذربايجان او ارمنستان ، دازبكستان او تاجېكستان ترمنځ ارضي ستونزې او داسې نورې په لسګونو شخړې .همدااوس چېرته چې بدمرغۍ ،شخړې او جګړې دي ، اكثرأپه پخوانيو مستعمرو كې دي . خوكه  تر دغو ټولو خبرو تېر شو ، انسان يو مانيز موجود دى او ځيني ارزښتونه لكه خپلواكي ، عقيده او ناموس داسې مقام لري چې په مادي معيارونو نه شي تلل كېداى .

دګلوبلايزېشن دنوې پديدې په اړه بايد ووايم چې نړيوال كېدنه دمانا او انساني معيارونو پر بنسټ نېكه پديده ده ، خو كوم څه چې اوس دګلوبلايزېشن په نامه روان دي داسې نه ده چې ګواكې دنړۍ يوشمېر هېوادونه دخپلو اقتصادي ګټو لپاره په خپله خوښه نړيواله اتحاديه كې داسې يوځاى كېږي چې دهر چا ګټې په عادلانه توګه خوندي شي ، بلكې  په يوشمېر قدرتمندو هېوادونو كې ځواكمنې پانګې غواړي چې دنړۍ ټول شته تر خپل واك لاندې راولي او پدې لار كې دوى هېڅ ډول ملي ، سياسي او پرګنيز مقاومت او خنډ  نه شي زغملى .دښكېلاك په دغه نوې بڼه كې ښكېلاكګر يوازې دخاورې له نيولو سره علاقه نه لري بلكې غواړي داسې يو نظم اوواكمني رامنځ ته كړي چې دنړۍ ټوله شتمني ددوى منګولو ته وسپاري . دلته هم دهېوادونو ملي او سياسي خپلواكي تر پښو لاندې كيږي ،خو داكار يوازې له نظامي لارو نه ، بلكې زياتره دسياسي او اقتصادي دسيسو له لارې تر سره كيږي .دګلوبلايزېشن اوسنۍ بڼه دعدالت او مساوي حقونو پر بنسټ كومه دخپلې خوښې اتحاديه نه ،  بلكې ديوشمېر پانګوالو هېوادونو په ځانګړې توګه دامريكې داقتصادي ګټو لپاره له ملي او سياسي حاكميت څخه دتېرېدلو مانا لري .

لنډه داچې امريكا ديوه نيواكګر او ښكېلاكګر ځواك په توګه يوازې دخپلو اقتصادي ګټو او نړيوالې واكمنۍ دتأمين په موخه افغانستان ته راغلې ، افغانستان او افغان ولس ددوى لپاره هېڅ ارزښت نه لري ، دموكراسي او بشري حقونه هم هغه بې  ارزښته شعارونه دي چې دوى يې په ډېرې سپينې سترګۍ استعمالوي او تر پښو لاندې كوي يې . څرګنده خبره ده چې هېڅ هېوادپال او رښتينى افغان به پر خپله خاوره دپرديو واكمني ونه زغمي او نه به پر خپل سكه هېواد دپرديو له خوا وژنې ، رټنې ، سپكونې او ځورونې تحمل كړي ،او له داسې غلامۍ او سپكاوي څخه دخلاصون لپاره جهد او هلې ځلې دهر افغان ملي او ديني وجيبه ده .خو پوښتنه داده چې  ، كه زموږ دمقاومت او سرښندنو نتيجه له باران څخه ناوې ته كښېناستل وي او له امريكې څخه دخلاصون ثمره  بيا كورنۍ جګړه ، تنظيمواكي، جهلواكي اوبيا دايران ، پاكستان  او بېرته دروسانو غلامي وي ، نو آيا داسې خلاصون په دومره لويو قربانيو ارزي لكه موږ چې دروسانو په وړاندې وركړې ؟ امريكا خو ښايي يوه ورځ پخپله ووځي او ښايي دخپلو ګټو او نړۍ ته دنندارې لپاره يو دوه خښتې هم سره كېږدي ، خو ايران ، پاكستان او روسيه غواړي يا موټول خېټې ته واچوي ، يا موتروروستۍ سلګۍ له پښو وغورځوي او يامو هم سره ووېشي .

نوڅه بايد وكړو ؟ آيا تسليم شو او خپل برخليك دسي آى اې  او پنتاګون لاسو ته وسپارو ؟ آيا دخلاصون په موخه دپخوا په څېر تورې ته لاس واچوواو كه كومه بله لار هم شته ؟

زما په اند تسليم خو داسې مانا لري لكه دابوغريب چارواكو ته  چې ځان وسپارې اودهغوى خوښې ته يې پرېږدې  چې څه يې درسره كول . برعكس ،كه دتېرو ۲۵كلو په دود بيا يوازې تورې ته لاس اچوو او له يوه رښتيني مشرتوب پرته بيا دموهومې نتيجې لپاره دجهاد په پخوانيو ټېكه دارانو او نوروڅرګندو اجيرانو پسې اقتدا كوو، نودا به مو يقينأهېر كړې وي چې دكورني غوبل په ترڅ  كې دلسګونو زرو بېګناه افغانانو دشهادت سربېره نن دروسانو تر څنګ انګرېزي او امريكايي يرغلګر هم ددوى له بركته  زموږ پر خاوره لوبې كوي .

نو چاره څه ده؟ ځواب ډېر آسان دى ، موږ بايد داسې كار وكړو چې  هم شهيد شو ، هم غازي شو او هم غنيمت كورته راوړو . په بل عبارت موږ بايد داسې ملي مقاومت ته لاس واچوو چې هم امريكه وباسو ، هم دنورو له غلامۍ ځان وساتو او هم دملي يووالي له لارې دملي حاكميت ، سولې او پرمختګ لاره اواره كړو . داچې څنګه ؟ اصلي خبره دهمدې پوښتنې په ځواب كې نغښتې ده .

غواړم مخكې له مخكې يودوه خبرې په ډاګه كړم  چې ، كله موږ ملي مقاومت او مبارزه يادوو اسلامي صبغه يې ځكه مسلمه او څرګنده ده چې افغان ولس الحمدلله يومسلمان ولس دى او اسلام زموږ دفكر ، ذكر او ژوند يو نه بېلېدونكى ركن دى . ملي مقاومت له خاورې څخه ددفاع تر څنګ دهېواد دټولو ملي نواميسواومقدساتو ساتنه او ژغورنه ده چې داسلام سپېڅلې عقيده  يې دسر ټكى دى . خوله تېر مقاومت څخه ديوشمېر بهرنيو غليمانو له لاسه په شعوري توګه ملي صبغه ځكه ايستل شوې وه چې دافغان ولس ملي احساس دوى دخپلو كرغېړنو اهدافو په لار كې خنډ ګاڼه . په همدې دليل چاچې دملي مقاومت خبره كوله يا دالفت او مجروح په څېر په شهادت رسېدل او يا هم دارواښاد پژواك په څېر دخاورې پرېښودوته اړ ايستل كېدل  ، اويا هم دكفر ټاپه پرې لګول كېده او په تنظيمي زندانونو كې غيب كېدل . داهم بايد ووايم ، څومره ګواښ چې موږ ته له نامسلمانو غليمانو متوجه دى ، تر هغې زيات ګواښ موږ ته له خپلو مسلمانو ګاونډيانو او هغه هم داسلام تر نامه لاندې متوجه دى .

ددې تر څنګ لوېديزوالو هم دمقاومت ملي عناصروته چندان اهميت  اوارزښت ځكه نه وركاوه چې ، دوى فكر كاوه دپاكستان تر چتر لاندې جوړ شوي تنظيمونه بهتر جنګېداى شي ، او پرته له دې چې دتنظيمي مقاومت پايلې وسنجوي پدې لار كې يې پاكستان ته سپين چېك او وكالت دواړه وسپارل . پدې توګه ملي ځواكونه كه له يوې خوا دروسانو له لوري ټكول كېدل نوله بلې خوا پاكستان او ايران هم دخپلو تنظيمونو له لارې بې درېغه وځپل .

نوداسې يو ملي ځواك چې دروسانو په وړاندې دافغان ولس له ملي اسلامي مقاومت څخه دافغانستان دخلاصون ، آبادۍ او سرلوړۍ په ګټه استفاده وكړي عملآ ځپل شوى و او ديونيم مليون شهيدانو وينې مخكې له مخكې پر ګاونډيانو او لرو پرتو زبرځواكونو پلورل شوي وې .اوس چې هېواد يوځل بيا ديوه بل نړيوال شعار ( له ترورېزم سره جګړه»  تر پلمې لاندې په څرګنده توګه دامريكايي ځواكونو له خوا نيول شوى دى ، مخكې تر دې چې دخلاصون په موخه پټې سترګې، وچ زور او تورې ته لاس واچوو ، لومړى بايد خپل وضعيت او امكانات په دقيقه توګه وڅېړو ، دسيمې او نړۍ موثره فاكټونه مطالعه كړو او دهغې په رڼا كې دخلاصون يوه ژوره ، واقعبينانه او عملي ستراتيژي غوره كړو .البته ددې ستراتيژۍ جوړول ديوه كس او يوې ورځې كار نه دى ، خوزه غواړم دلته ملي ستراتيژي دملي اړتيا په تو ګه مطرح كړم او ديوې ملي ستراتيژۍ دغوره كولو لپاره دټولو ملي ځواكونو ، شخصيتونو او مبارزينو پام او فكر راواړوم .

راځئ په  لنډه توګه يې له خپل ځان څخه پيل كړو اووګورو چې موږ په كوم وضعيت كې يو او څه امكانات لرو . پنځه ويشت كلنې جګړې چې كابو زموږ ټول مادي او اقتصادي بنسټونه  راته ونړول ، كلي او ښارونه يې په كنډوالو بدل كړل ، ځنګلونه ، كانونه او تاريخي زېرمې يې تالا ترغه كړې ، ددې تر څنګ يې زموږ سياسي او اداري نظام چې دسياسي حاكميت ، قانونيت او ثبات  اساسي ستن ده له بېخه ونړول او ځاى يې انارشۍ ، خپلسرۍ او دملوك الطوايفۍ په دود داسې سيمه ييزو حكومتونو ونيوه چې اكثريت يې دګاونډيو حكومتونو ګټې تمثيلوي او كه چېرې حاميان يې وغواړي نو دوى هره شېبه حاضر دي چې دافغانستان دوېش او تجزيې لپاره دوينوويالې وبهوي . جګړې همداراز زموږ  ښوونيز بنسټونه  وران كړل ، زموږ ماشومان يې سرګردانه لالهانده او دسواد له نعمت څخه محروم كړل او څه علمي او مسلكي كدرونه موچې لرل  هغوى هم دخوندي ژوند په هيله له هېواد څخه ووتل . بې سوادي تر پخوا لاپسې زياته شوه او دجګړې او توپك كلتور داسې وده وكړه چې دځينو لپاره جګړه اوس په تفنن او ضرورت بدله شوې  او همدغه كلتور دى چې هره شېبه دخلكو ژوند،عزت او آرامي تهديدوي . چور ،  چپاول او پاټكبازي معمول امر ګرځېدلى .ډېر افغاني او اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې شول ، دښځو او ماشومانو تښتونه ، پر ښځو جنسي تېرى او دغړوغوڅول ، دانسانانو پلورل داسې بېلګې دي چې دافغانستان په تاريخ كې ډېر لږ لېدل شوې دي . دجګړې په ترڅ كې بهرنۍ لاسوهنې بريالۍ شوې چې  دافغانانو ترمنځ دقوم ، ژبې ، مذهب او سيمې تر نامه كركې ، دښمنۍ او جګړې راوپاروي ، دقومونو تر منځ كرښې او واټنونه رامنځ ته كړي .  ګاونډيو هېوادونوپه همدې پلمو دځانګړو قومونو خوا ونيوله او په هغوى كې يې دخپلو ګټو ممثلين او اجير غلامان استخدام كړل . پداسې حال كې چې له بهرنيو سره تړاو اوس يو وياړ بلل كيږي ، له بده مرغه دپرديو ګټو  سرښندويه اجيرانو شمېر  پوره زيات شوى دى .

دجګړې له بركته دوه نويو پديدو په افغانستان كې ډېره وده كړې ، يو داسلام تر نامه لاندې تشدد او افراط چې بنسټپالنه هم ورته وايي او بله دمخدره موادو مافيا ده چې ددواړو ريښې ، د تنظيم او تمويل منابع له افغانستان څخه بهر دبين المللي شبكو په بڼه موجود دي . له بده مرغه افغانستان ددواړو شبكو دفعاليتونو په محراق او مركز اوښتى دى او كه اوسنۍ وضع همداسې دوام وكړي زما په فكر ددوى له پنجو څخه خلاصون به همدومره ګران شي لكه دروس او امريكې له پنجو څخه .

نو پداسې حالت كې ، كه موږ ديوه ډاډمن ملي تشكل ، دقيقې ملي ستراتېژۍ او ديوه كره الترناتيف پرته تورې ته لاس واچوو يقينأ چې ګټه به يې بيا هم يوازې ګاونډيانو ، نړيوالو زبر ځواكونو او مافيايي شبكو ته ورسېږي او زموږ په برخه به بيا دوينو ويالې ، لازياتې كنډوالې ، لازياته بې سوادي ، په لكونو نور معيوبين ، بې سرحده هديرې ، دغلامۍ لادرنې كړۍ او احتمالآ ټوټه ټوټه افغانستان وي .

نو دحل لاره څه ده ؟ زه فكر كوم چې دم ګړۍ چې افغان ولس پنځه ويشت كلنې جګړې سخت ستړى او ژوبل كړى او سمدستي ددې جوګه نه دى چې يوې بلې لويې ، اوږدې او خطرناكې جګړې ته لاس واچوي ، نو پدې حالت كې به مؤقتي متاركه نه يوازې دنبوي سنت خلاف نه وي بلكې پر سليم عقل به هم برابرعمل  وي .

خبره داده چې موږ بايد اوس ځان راټول كړو او له موجوده ستونزې او غميزې څخه دخلاصون اساسي لاره ولټوو . كله له ناوې څخه باران ته منډه او كله  له باران څخه ناوې ته منډه ، پرته له دې چې زموږ هوډ او اراده كمزورې كړي او پرته له دې چې زموږ راپاتې امكانات هم تباه كړي بله ګټه نه لري . موږ بايد نه يوازې دپرديو له فزيكي حضور څخه ځانونه خلاص كړو بلكې په يوويشتمه پېړۍ كې دغلامۍ دمډرن شكل په اړه چې زياتره داقتصادي زولنو بڼه لري هم ژور فكر وكړو.

ما فكر كولو چې ښايي مهاتما ګاندي به دعدم تشدد لاره ځكه غوره كړې وه  چې ده به دهند په ولس كې دتورې مخه نه لېده ، خو اوس چې دافغانانو ستړي او ستومان حالت ته ګورم ګومان كوم چې موږ ته هم يوازې دا يوه لار پاتې ده. زما په فكر  يوازې وچه توره زموږ په ګټه نه ده او موږ ته هم ښايي  داځل مقاومت  دعدم تشدد په بڼه وازمايو او له نيواكګرو سره ددوى پخپلو شعارونو وجنګېږو . خو دعدم تشدد مبارزې ته لاس اچول او بيا څه ترې بودول هم څه آسانه كار نه دى ،  دلته هم په ملي ستراتېژۍ او ملي درايت سمبال ځواكمن او هوډ من ملي تشكل ته اړتيا ده . يوه خبره بايد په ډاګه وكړم چې موږ نه شوكولاى وسله وال مقاومت بيخي له پامه وغورځوو ، هغې ته هم په خپل ځاى كې دفشار دوسيلې په توګه اړتيا شته ، خو نه داصلي وسيلې په توګه . پدې اړه به لږ وروسته خپل نظر وړاندې كړم.

ما دمؤقتي متاركې او سوله ييز مقاومت خبره وكړه ، دا ځكه چې پنځه ويشت كلنې جګړې وښودله چې دجګړې او انارشۍ په حالت كې موږ نه شو كولى  يو اغېزمن ملي تشكل او زعامت را منځ ته كړو . په جګړه كې احساسات ، كركې ، بدګمانۍ او دښمنۍ په آسانۍ راپارول كيږي او بهرنيان په ډېر كم لګښت  كولى شي ملي ځواكونه وځپي او دځواكمنۍ مخه يې ونيسي . خوموږ ګورو چې ددوه نيمو كلو په لنډه موده كې په لسګونو حركتونه او سياسي ګوندونه منځ ته راغلل ، كه څه هم دا حركتونه لاتر اوسه ډېر خواره او كمزوري دي او دبهرني اشغال پر ځاى اكثرأ پخپلوكې سره نښتي دي، خو ددوى له منځ څخه ديوشمېر ډلوترمنځ دګډو ټكواواړخونو په موندلو سره   يولوى ملي ځواك جوړېداى شي .

دپوځي متاركې په ترڅ كې موږ بايد له هغې بې ساري  نړيوالې پاملرنې څخه چې افغانستان ته اوښتې ده اعظمي استفاده وكړو . له يوې خواداشغال په وړاندې دپياوړي مقاومت دتنطيم لپاره مبارزه وكړو ، له بلې خوا پرېږدو چې ديوه پياوړي مركزي حكومت له جوړېدو سره دافغانستان دتجزيې ګواښ دفع شي . كه له يوې خوا ديوويشتمې پېړۍ دلوى نيواكګر ځواك سره دپنجې نرمولو تيارى نيسو ، له بلې خوا دهمدې نيواكګر په مرسته او لازيات يې دمتحدينو په مټ  ځان دسيمه ييزو بادارانو له غلامۍ وژغورو ، او لكه مخكې مې چې اشاره ورته وكړه  ماته دامريكۍ له اشغال څخه دروس ، پاكستان او ايران په لاس كې لوېدل  زيات خطرناك ښكاري . كه امريكه غواړي زموږ له لارې خپل لوى ستراتېژيك اهداف تر لاسه كړي ، نو ګاونډيان مو تر هر څه دمخه ملي هويت او ملي بقا ختموي . كه امريكه اړ ده دلوټ په مقابل كې يو دوه خښتې دنندارې په توګه هم دلته كېږدي ، خو دايران او پاكستان زړونه زموږ پر كنډوالو هم نه سړېږي .همدا راز دمؤقتي متاركې په ترڅ كې موږ بايد له هغو نړيوالو مرستو څخه چې افغانستان ته راروانې دي دويجاړ شويو اقتصادي بنسټونو دجوړولو لپاره استفاده وكړو او كه غواړو چې دغلامۍ جرړې له بېخه ووځي نو بايداجازه وركړو چې ښوونځي بيا پرانيستل شي او زموږ راتلونكى نسل دسواد له نعمت څخه محروم نه شي . ځكه څومره چې بې سوادي زياتيږي دملي مبارزينو صفونه كمزوري كيږي اود غلامۍ ريښې پياوړي كيږي .او تر ټولو مهمه داده چې  د متاركې په ترڅ كې موږ بايد ديوه پياوړي او با درايته ملي ځواك جوړولو ته مټې را ونغاړو .اوس به راشو دملي مقاومت مسألې ته :

زما په اند موږ ته ښايي چې خپل ملي مقاومت په څو جبهو كې داسې تنظيم كړو چې يو تر بله ارګانيكې اړيكي ولري او يودبل بشپړوونكي او مرستندوى اوسي .

۱  ــ  تر هر څه دمخه بايد ديوه لوى ، متشكل ملي  ځواك دجوړولو هلې ځلې پيل شي  او دافغان ولس دبېلا بېلو پوړونو تر منځ دملي مبارزينو له كتلو سره دپوهاوي له لارې يو پراخ بنسټه ملي حركت را منځ ته شي . دتېرو تجربو په رڼا كې  بايد دغه ټكي په پام كې ونيول شي :

دحركت داهدافو په توګه سمدستي  يوازې غټ ټكي او لوى ارزښتونه په نښه شي او دځانګړيو ايډيالوژيو دلنډو او تنګو كاليو له اغوستو څخه  ډډه وشي . ددې پر ځاى چې لومړى كومه ډله جوړېږي او بيا نورو ډلو ته بلنه وركو ي ، بهتره دا ده چې  دتفاهم يو وړوكى ټيم له هغو ډلو سره چې په اساسي ټكو كې ګډ دريځ لري دخبرو او پوهاوي له لارې  يو پراخ تشكل رامنځ ته كړي او بيا په ګډه يوه نوې تګلاره غوره كړي .او ديووالي لپاره دماته راشه پر ځاى دسره ورشو ستراتېژي غوره شي . ټولو مخورو او مشهور و شخصيتونو ته پرته له دې چې له وړاندې چاته دمشر تابه  وعده او دبري تضمين وركړي  ، بلنه وركړل شي . حركت بايدد اهدافو او پرنسيپونو پر بنسټ داسې تنظيم شي چې ديوه شخصيت دمحوريت او په يوه شخص كې درهبرۍ دتمركز مخه ونيسي او داسې مېكانېزم غوره شي چې دشخصيتونو په تګ راتګ ، مرور تيا ، نيول كېدو او ياهم له منځه تلو سره حركت ته كوم جدي زيان ونه رسېږي .نوى ملي ځواك بايد له پيل څخه ملي تركيب ولري او دافغانستان دبېلا بېلو قومونو او توكمونو ونډه په طبيعي توګه تمثيل كړي  ، مصنوعي او نمايشي تمثيل دولس قناعت او ملاتړ نه شي تر لاسه كولى . دا كار هغه وخت ممكن دى چې حركت واقعأملي ګټو ته تر قومي او توكميزو ګټو  اولويت وركړي او ستراتېژي يې يوازې ديوه واحد ملت پر خلاصون او رفاه ولاړه وي .دحركت يوه بنسټيزه دنده دملي او كلتوري غوره ارزښتونو دساتنې او ودې ترڅنګ داده چې داحساساتي شعارونو پر ځاى دملي وحدت دټينګښت او ديوه پياوړي ملت دجوړښت  لپاره ددقيقو ، عملي او واقعبينانه پرنسيپونو له مخې منظم كار وكړي .

حركت بايد دپخوانيو فكري واټنونو او تضادونو درالنډولو لپاره منظمه هڅه وكړي اود بيا كوشير كونې (reintegration »  په موخه  دتكفير او تحريم دعنعنې په وړاندې  په كلكه ودرېږي او خپله غيږ دټولو پخوانيو جريانونو هغو غړوته پرانيزي چې نور يې پخوانۍ لارې پرېښودي او پخوا ىې دبدنامه جريانونو په مشرتابه كې كار نه وي كړى . مهم دحركت  اهدافو  ته اعتقاد او دهغې لپاره كار اومبارزه ده.

حركت بايد په نه شلېدونكي توګه دافغانستان دننه او بهر افغانان سره راټول كړي او ددوى هلې ځلې په اغېزمنه توګه تنظيم كړي .په بهر كې افغانان كولى شي داقتصادي ، رواني او تبليغاتي ملاتړ په برخه كې او همداراز دافغانستان دلوبې پر بهرنيو لوبغاړو دفشار او قناعت په برخه كې ډېر اغېزمن رول ولوبوي . په هېواد كې دننه هېوادوال بايد دمقاومت اساسي بار په غاړه واخلي .

حركت بايد دمبارزې او فشار په داسې لارو چارو غور وكړي چې عام ولس ته يې تاوان ډېر لږ وي ، مرګ ژوبله پكې نه وي خو پر نيواكګرو يې رواني او اقتصادي اغېزه ډېره درنه پرېوزي . ملي حركت بايد ولس ته له امريكايي نيواك څخه دخلاصون په بدل كې داسې يو الترناتيف وړاندې كړي چې دافغانستان ملي حاكميت ، ملي اواداري وحدت او ترټولو مهمه دا چې  سوله په كې تضمين وي . ملي مقاومت بايد دخلاصون لپاره داسې يوه معقوله طرح ولري چې دامريكې له وتو سره دنړيوال تضمين پر بنسټ يو قوي مركزي حكومت را منځ ته شي . په لومړي پړاو كې كېداى شي پردې خبره ټينګار وشي چې نظامي واك ټول دملګرو ملتونو ځواكونو ته  او بيا دهغوى له وتو سره واك يوه رښتيني ملي او منتخب حكومت ته  وسپارل شي . دامريكايانو وتل بايد داسې نه وي لكه په ۱۹۸۷ م كې دروسانو وتنه چې موږ ته يې يوازې انارشي او كورنۍ جګړه پرېښوده ، بلكې بايد داسې وي لكه له هندوستان څخه دانګرېزانو وتل چې پرځاى ىې دكانګرس په مشرۍ يوملي حكومت منځ ته راغى .خو داخبره بياهم په افغانانو پورې اړه لري چې دځاى ناستې لپاره دداسې ډلو لكه دنظار شورى ، اسلامي حزب ، اسلامي جميعت او يا دطالبانو غورځنګ ملاتړ كوي او كه دهندوستان دملي كانګرس په څېر چې په سر كې يې دمهاتما ګاندي او جواهر لعل نهرو په څېر شخصيتونه ولاړ وو. كه چېرې موږ دكانګرس په څېر ملي تشكل ولرو نړيوال بالاخره مجبورېږي چې  دسولې او حل په فارموله كې ځاى وركړي ، خوكه دملي فشار لپاره كوم حركت موجود نه وي خامخا به داسې لاسپوڅي او بلواكه حكومتونه  پر موږ نازلېږي لكه دا درې لسيزې چې ورسره لاس او ګرېوان يو .

ملي حركت  بايد امريكايي اشغال ته ددوى پخپلو شعارونو چلنج وركړي ، ددوى نيواكګر او بشري ضد اعمال رسوا او په وړاندې يې ودرېږي . حركت كولى شي له مظاهرو ، اعتصابونو او اقتصادي تحريمونو نيولې تر پارلماني او انتخابي مبارزو كار واخلي . كه حركت پدې وتوانېږي چې رښتينى پرګنيز ملاتړ تر لاسه كړي ، زه ډاډه يم چې كولى شي لكه دايران اسلامي انقلاب ، دنيواك پنجې ورغوڅې كړي .كه دحوت ددرېيمې په څېر ټول ملت په يوه ورځ داللّٰه اكبر له نارو سره سوله ييز قيام اويا عمومي اعتصاب  ته لاس واچوي  ،  يقينأ چې داشغال پښې به ډېر ژر په لړزه راولي .

۲  ــ  يو شمېر هغه مشران ،  پوهان او نور بهر مېشتي افغانان چې ملي، بين المللي او يا علمي وجاهت  لري خو سمدستي افغانستان ته دتګ او دمتشكلو فعاليتونو لپاره زړه نه ښه كوي ، دوى كولى شي دافغانستان دلوړو مصلحتونو يوه څارونكې شورى او يادې ته ورته كومه  جرګه يا ټولنه جوړه كړي . دغه شورى كولى شي دنويو نړيوالو شرايطو او غوښتنو سره سم دنړيوالو ګټو او دافغانستان دملي ګټو تر منځ  ګډ ټكي راوسپړي او دهغې پر بنسټ  دملي ستراتېژۍ دطرحې لپاره كار وكړي او دافغانستان دملي ګټو په پام كې ساتلو سره نړيوالو ته قناعت وركړي چې يوازې يو خپلواك او سوله من افغانستان كولى شي نړيوالې ګټې وساتي اودوى ته دګواښونو مخنيوى وكړي . نن سبا چې يوشمېر اروپايي هېوادونه او اروپايي پارلمان له امريكې څخه دخپلواكۍ اكټونه كوي او لاهم پر بشري او دموكراتيكو ارزښتونو ټينګار كوي او دافغانستان په امنيت او ثبات كې هم مهم رول  لري ، دغه جرګه يا شورى كولى شي دامريكايي اشغال دبېلانس كولو اوپر امريكا باندې دمتحدينو له لارې دفشار  لپاره له اروپايي هېوادونو او اروپايي پارلمان سره ښې اړيكي پيدا كړي او دګډو ارزښتونو او ګټو پر بنسټ دافغانستان دستونزې واقعي حل ور په ګوته كړي .موږ لېدلي چې اروپايان دافغانستان دمسايلو په اړه دمشورولپاره  كله يوه يا بل شخص ته مراجعه كوي ، خو كه چېرې داسې يوه جرګه يا شورى موجوده وي يقينأ چې مشوره به يې هم دقيقه وي او هم به زيات وزن او اغېزه ولري .

 په دغه شورى كې دبېلابېلو برخو لكه اقتصادي ، سياسي ، پوځي ، بهرنيو اړيكو او كلتوري برخو كارپوهان او دصلاحيت خاوندان  كولى شي  په همدغو برخو كې ځانګړې كمېټې جوړې كړي ، پخپلو برخو كې څېړنې اوسروې وكړي، نادودې او نيمګړتياوې په ګوته كړي او دافغانستان دامنيت او بيا رغاونې په اړه خپلې طرحې وړاندې كړي .دوى كولى شي پربشري حقونو او منل شويو ارزښتونو دتېري په اړه منظم راپورونه خپاره كړي ، پدې هكله پرېس كنفرانسونه جوړ كړي او حتى په نړيوالو محكمو كې دعوې پر مخ بوځي . له زيات تشكل سره دوى كولى شي خپرنيز ارګان ، وېب پاڼه او حتى راډيو ولري .دنويو تخنيكي اسانتياوو په بركت دغه مشران  مجبور نه دي چې د تفاهم او ګډ كار لپاره لرې واټنونه ووهي او دسفر لوړ لګښتونه په غاړه واخلي ، بلكې كولى شي په خپلو كورونو كې دكمپيوټرونو تر شا ګډې غونډې جوړې كړي او خپلې هلې ځلې سمبال كړي .

دغو پوهانو او مشرانو ته ښايي چې په هېواد كې دننه له ملي حركت سره په تفاهم كې دملي ستراتېژۍ په اړه فكر وكړي ، افغان ولس او ددوى مقاومت ته هغه وركه لار ورپه ګوته كړي چې ددوى رښتيني ژغورنه پكې نغښتې وي .

۳  ــ    زه داسې انګېرم چې يو شمېر هېوادپال افغانان ديو ملي او اغېزمن الترناتيف په نشتوالي كې اوسنۍ حاكمې ادارې ته په دې نيامت ورننوتي چې كه وكولى شي دوطن او ولس په ګټه كوم كار ترسره كړي . دوى كولى شي چې دحاكمې ادارې په متن كې يو پټ مقاومت را منځ ته كړي او دبلواكه ادارې له امكاناتو او وسايلو څخه په استفادې دخپلواكۍ لپاره كار وكړي . خو كه چېرې يو اغېز من ملي ځواك يا حركت رامنځ ته كېږي ، ډېر به غوره وي كه دا كسان هم له ملي مقاومت سره په پټ تفاهم كې كار وكړي ، او حتى ملي حركت ته ښايي چې دتكتيك له مخې يو شمېر كسان پخپله هم حاكمې ادارې ته ننباسي او هلته خپل نفوذ خپور كړي .

۴  ــ وسله وال مقاومت : وسله وال مقاومت هغه وخت ګټور او اغېزمن دى چې ملي صبغه ولري او دملي او سياسي زعامت تر امر او اغېز لاندې وي .لكه په يو دولت كې دننه چې ملي اردو ترسياسي مشرتابه لاندې مهم ركن دى ، په ملي مقاومت كې هم وسله وال ځواكونه بايد دمقاومت يو داسې ركن وي چې يوازې دسياسي مشرتابه له هدايت سره سم عمل وكړي او چېرته چې سياسي لارې چارې له ناكامۍ سره مخامخ كېږي وسله وال فشار بايد  هلته دسياسي مبارزې بشپړوونكي دنده ترسره كړي ، لكه په فلسطين كې چې حمس دالفتح سره او په اير لنډ كې د IRA جمهوريت غوښتونكي له» شېنفېن« سره په تفاهم كې مبارزه كوي . په افغانستان كې ستونزه دا وه او ده چې مقاومت يوازې دنظامي ډلو په انحصار كې و اود نظامي ډګر له برياوو نه داستفادې لپاره كوم مدبر سياسي ځواك موجود نه و، يعنې موږ له سياسي مشرتوب  پرته يوازې جنګي ډلې درلودې . له بده مرغه اوسنى وسله مقاومت هم په بې ثمره توګه زياتره پر افغان وژنې بنأ دى اوددې پرځاى چې دافغانستان ملي ګټو ته ژمن افغاني صبغه ولري ، زياتره پر بهرنيو منابعو او اوامرو متكي ، دنړيوالې ترورېستي او مافيايي جګړې بڼه لري . ددغه مقاومت  بهرني او كورني مشران داسې ازمويل شوي څېرې دي چې نتيجه يې همدا اوس لكه لمر روښانه ده .

وسله وال مقاومت دملي مقاومت ديوې برخې په تو ګه نور بايد له زړو چوكاټونو، زړو لارو او مېتودونو څخه راووځي او نور په زړو مشرانو پسې لاړ نه شي ، بلكې بايد له نويو اغېزمنو او افغاني لارو، له سياسي مشرتوب سره په تفاهم كې يوازې دجدي اړتيا په وخت كې عمل وكړي .

وسله وال مقاومت دوروستۍ وسيلې په توګه يوازې هغه وخت ګټور دى چې :

الف  ــ  يوپوخ او مدبر ملي ځواك يې  مشري وكړي .

ب  ــ  هېواد نور دانارشۍ او تجزيې له ګواښ سره مخ نه وي ، مركزي نظام منځ ته راغلى وي او اقتصادي او كلتوري بنسټونه بيا رغېدلي وي .

ج  ــ  دامريكايي او ناټو ځواكونو له وتلو سره ديوه ډاډمن ، خپلواك او با ثباته افغانستان الترناتيف موجود وي .

د  ــ  دنيواك په وړاندې دعدم تشدد ټولې لارې له ناكامۍ سره مخ شوې وي .

 نو پداسې حالت كې له سياسي لارو چارو سره بايد وسله وال فشار هم مل شي ، خو دامقاومت بايد  دنيواكګر ځواك په وړاندې دجدي مزاحمت او دخرپ او ترپ بڼه ولري . له افغان وژنې څخه ولو كه هغوى پوځيان هم وي  او له داسې عملياتو څخه چې دعوامو دتلفاتو خطر پكې وي  او همداراز دغير پوځي تأسيساتو له نړونې څخه كلكه ډډه وكړي .

پدې تو ګه كه چېرې دملي مقاومت دغه څلور بڼې له كلك هوډ ، ژور تدبير او ايثار سره يو ځاى شي ، زه يقين لرم چې هم به مو هېواد له ورانۍ ژغورلى وي او هم به مو دخپلواكۍ پر لوري پاخه ګامونه اخېستي وي . نن ورځ يوازې دپرديود فزيكي حضور نشتوالي ته خپلواكي نه شو ويلى ، بلكې تر څو چې له كدري او اقتصادي پلوه بسيا نه شو تل به له ښكېلاك او غلامۍ سره لاس او ګرېوان يو . بشپړې خپلواكۍ ته موږ يوازې ديو مدبر او هوډ من زعامت او ملي ځواك په مټ رسېدلى شو او بس .

نو تردې دمخه چې موږ وسلې ته لاس اچوو ، لومړى بايد پوه شو چې موخه موڅه ده او نتيجه به يې څه وي .موږ بايد له يوې خوا له هغې نړيوالې توجه څخه چې زموږ هېواد ته اوښتې دبيا رغاونې له پاره ګټه واخلو  او له بلې خوا دهغه ملي سياسي ځواك تشه  ډكه كړو چې داپنځه ويشت كاله ورسره مخامخ يو .



وما توفيقي الا باللّٰه عليه توكلت واليه انيب

 

***