_____________________________________________________________________

نوشته هايی که در تريبون آزاد می آيند يا از نظر شيوهء پرداخت به مسايل و يا هم شيوهء بيان و يا هم در اصل کم از کم  دارای نکاتی اصولاً مغاير  با مشی نشراتی آسمايی  هستند ، اما به پاس آزادی بيان  منتشر می شوند. مسؤوليت اين نوشته ها همانند ساير مطالب منتشره بر عهدهء نويسنده گان آن ها است.

_____________________________________________________________________

حبيب اله غمخور

چا روزگان په طالبستان بدل کړ ؟؟؟

اور پر بل ؤ له پخوا نه خو اوس سکور شو دنيستی غږ ئې په درست جهان کې خپور شو

ټول دمرگ اوبد بختی فرياد فرياد شو خوږ وطن مي ،خواږه ولس ته گور شو

يوځل بياد ترينکوټ ښکلېو کلېونه دبهرنيانو دبمونوداورد لمبولوگي اومرگ چيغې پورته شوې!

دروان 2006زکال دجولاي دمياشتي په لسمه نيټه مې دنړۍ دنړيوالوخپرونو له لاري دهرې ورځې په دود زړه بوږ نوونکی خبر تر لاسه کړ ،چې دارزګان د مرکز تيرين کوټ ښار سره نژدې د ايتلافي قواوو د الوتکو د بمباريو له لامله لږترلږه سل تنه ولسي خلک شهيدان اويوزيات شميريې ټپيان شول .
دغه خبر په ولسي جرګه کې د ارزګان وکيل حاجي عبدالخالق د دې پېښې د تصديق پر مهال 2006-07-10 ماښام افغان اسلامي اژانس ته وويلی و،هغه ويلې وه ( تاسي داسې وليکۍ چې د ارزګان د در په دره خلکو وکيل او نماينده وويل چې د تiرين کوټ سره نژدې د ايتلافي قواوو د بمبارۍ له لامله شپېته (60) تنه يواځې د ککرک په کلي کې شهيدان شوي دي او هم په همدې ځاى کې د يرش پنځه ديرش ټپيان شوي دي ).
هغه زياته کړه ( خو دا د هغو خلکو شمېر دی چې له خاورو او لوټوڅخه راايستل شوی ،کيدلاي شي چې دا شمېر نور هم زيات شي ) .
نوموړى وويل :بمباري تېره شپه 2006-07-09-10 يوه نيمه بجه (1,30) پېل شوه چې تر سهار وختي پورې يې دوام درلود. تېره شپه 2006-07-09-10 امريکايان زمونږ کلی دهجوز Deh Jawaz ته راغلې وه هلته يې زمونږ په کورنۍ حمله وکړه درې (3) تنه کوچنيان نعمت الله، درې کلنه ګل بي بي او څلور کلنه فاطمه يې راشهيدان کړه، درې (3)تنه ښځې هم شهيدانې شوې چې دوې مې ورندارګانې او يوه مې خور ده، بيا پرامريکايانو له يو ځاى څخه ډزې وشوې نو هلته بمبار شروع شوه زمونږ په کلي کې يې دولس (12) کورونه  بالکل دخاورو سره برابر کړي او (6) سرايونه يې نيمه خرابه کړي.  څلورو خواووته غټه طياره ګرځيدله او بمباري يې کوله ) .
هغه وويل (ددهجوز په کلي کې (48) تنه ښځې ، غټ او کوچنې شهيدان شوی دي او (69) تنه دلته تر تداوۍ لاندې دي ، مونږ بازار ته رسيدګي نشوه کولاي ،مونږ د نورو ځايو څخه ډاکټران راغوښتي دې چې تر اوسه (7) تنه ډاکټران رارسيدلی اودناروغو درملنه کوي ،ددهجوز دکلي يو بل مشرافغان اسلامي اژانس ته وويل ( د شپې پر مونږ امريکايانو بمباري وکړه زمونږ پنځه تنه شهيدان شوې دې ټول يې در په دره کړو کوچنيان موټول تر لوټو او خاورو لاندې دي ) .
د سيمې يو بل تن وويل ( زما د کور څخه پنځه (5) تنه شهيدان شوي دي چې (18)کلن ،اتيا(80) کلن ،بل (70)کلن او بل يې (18) کلن و همداراز (3) تنه ماشومان وه . بمباري د تېرين کوټ په شمال کې لس کيلو متره (10km) ليري د درويشانو د درې په دريو کليو( دهجوز Jawaz Deh، ککرک او فيروشه Ferosha کې وشول) . خو د نړۍ وال ايتلاف پوځی ويانده تورن جولي وايې چي دنن سهار په پيښته كي چې د اروزگان مركز ترينكوټ ته څېرمه شويده ملكي وګړو ته هيځ ډول مرګ - ژوبله نه ده وراوښتې BBC . 2006 -07-10 خو دا مني چې ددغي نښتې پرمهال يې له هوايي ځواك څخه كار اخيستى دی ،ددې په خبره څلويښت(40) وسلوال طالبان يې وژلي دي. خودم ګړى داګرانه ده چې داروزګان ولايت دوروستۍ جګړې دقيقه مرګ – ژوبله څرګنده شي . BBC زموږ ولس په افغانستان کې دسولي او دموکراسی دپلې کيدو دکلک پلوۍ په توگه په هيڅ ډول علاقه نلري چې دطالبانو او القاعدي څخه دغچ اخيستلو او يادغوي د جرړو ايستلو په پلمه دي د روزگان بېگناه انسانانو لويخو او واړو،نارينه او ښځخو نه ژوند واخيستل شي ،او په نيمه شپه دې دبهرنيو پوځی الوتکو دړندو راکټونو په غړمبا او لوگيو کې ماشومانواو ښځو وروستۍ چيغې تر اسمانه پورته شې . هيڅوک په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو دهغو عملياتو سره مخالفت نلري کوم چې موخه يې دتروريستانو او القاعدي دسازمان دځالو ړنگول وې . خو يوه ټکي ته د ښاغلی کرزی او بهرنيو سياسي او پوځې چارواکو پاملرنه را اړول اړين او خپله ملې دنده بولم چې زمورږدهيواد په کليو او بانډو کې دصحرايي پوځي عملياتو په دود عمليات تر سره کولو پايلي به نه يوازي داچې داکنډواله هيواد نور هم په کنډوالو بدل کړي ،بلکه ستاسوپه مقابل کې به دولس دښمنی نوري هم غښتلی او دنفرت کچه به يي پورته شې . دافغانستان جمهور رئيس ،دملگرو ملتو دسازمان ځانگړئ استازی ، د ايساف او نړيوال ايتلاف وينادويانواو قوماندانانو په وار وار داڅرگندونې کړې چې په افغانستان کې دا اوسنی مخ پر زياتيدونکو ناقراريو عاملين له بهر نه مادي ،مالي او معنوي مرستي تر لاسه کوي ؛ دبېلگې په توگه له بي بي سي سره په يوه مرکه کښې دملگرو ملتو دسازمان ځانگړئ استازی ټام کونيگز وايي : طالب اور پکي د پاکستان له پولو اخوا پروگرام ترلاسه کوې . ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر پاکستان دې لا زېات زور وا چوی چې د طالبانو د ملاتړو او مالي سرچېنو پر ضد لا کلک گامونه پورته کړی . خو ښاغلى کونيگز په افغانستان کې دسياسي او پوځې ښکيلو هيوادوپر تير وتنه هم اعتراف کوي او وايي ((که موږ دا فکر کاو چې طالبان په 2002 کال کې ماتې وخوړه او بيا نشي کولاى راپورته شي نو موږ په تېر وتنه کې وو. ځکه اوس بيا طالبان راپورته شوي او د ترهگرۍ دنړېوالې شبکې له لارې مرستې ترلاسه کوي . موږ بايد دافغانستان د ملي پوځ ، پوليسو امنيتي او قضايي ادارو په اصلاحاتو کې پانگه اچولې واى . خو اوس دقيقا هغه وخت دى چې دغه تېر وتنه جبران کړو)) . دملگرو ملتونو ځانگړى استازى زېاتوي له بهرنيو مالي مرستو بپرته طالبانو نه شوکولا ى د دوهم ځل لپاره دومره فعال شی . ((ددې لپاره چې د اورپکو منابع او اکمالاتي اډې دافغانستان له پولو اخوا دي اړينه ده چې سياسي گامونه او هڅې وشي . د ترهگرو د پټې خوندې ځايونه ددې هېواد نه بهر دي او بايد هغومره پام ورته وشې څومره چې په افغانستان کې ورته کيږي. په ډاډ سره وېلاى شو چې دا کار دافغان دولت لخوا ممکن نه دى. او نړيواله ټولنه بايد دې موضوع ته پام وکړي . نړيواله ټولنه بايد پر پاکستان فشار واچوې چې له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي )) بي بي سي افغانستان ته په خپل يولسم سفر کې امريکا ددفاع وزير رمسفيلډ هم پردې اعتراف کوي چې ترهگر په پاکستان کې روزل کيږې ،دهغوي مغذونه دمذهبي فناتيزم په اوبو پرېمينځل کيږې او له هغوي سره مالي مرستي کيږې . 11.7.2006 دازادی راديو د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ وويل په دې کې شک نه ويني چې طالبان د پولې له پورې غاړې افغانستان را اوړي . BBC 11.7.2006 دداسي جگپوړو مسؤلو کسانو ويناوي دافغانستان دنااراميو په اړوند هيڅ کوم تياره ټکی نه پرېږدې ، هر څه څرگند دی . اوپه خپله کرزی هم پر خپله بي وسۍ باندي په اعتراف سره د بي بي سي له راډيو سره په مرکه کښې وايي : ولسمشر: ((ما دنړى د بهرنۍ لاس وهنې په باب چې په افغانستان کې څلور نيم کاله کيږي له هغې ورځې چې زه دلته راغلى يم ما دوى ته دا خبرتيا ورکړې چې د افغانستان د دخرابۍ اصلي عوامل چيرې و؟ او بياهم که چېرې افغانستان ته سوله نه راتله د دې عوامل به چيرې وي؟. د افغانستان دملت دا حق ما پر ځاى کړى دى. هره ورځ مې دنيا ته ويلي چې مشکلا ت چېري دې او له کومه ځاېه راځي دا مې هم ورته ويلې چې زموږ داخلي ستونزې چېري دې ، او په کورنيو چارو کې پاتې راتگ دا زموږ ستونزه ده زه خپل ځان پکې ملامتوم . ... اما بهرنۍ برخه زموږ دستونزو چې له بهر نه راته راځې ، روزل شوى سړى او يا تروريست راته راځي . دا ستونزه موږ نشو حلولاى. د ا د نړيوالې ټولنې له موږ سره تړون دى چې دا ستونزې راسره حل کړي. او ده همدې لپاره نړيواله ټولنه افغانستان ته راغله چې ترهگر وشړي او خپل ځان هم له تروريزم څخه وژغوري)) . دبي بي سي سره دښاغلي کرزي دوروستی مرکې ځيني ټکي ددي لپاره رانقلوم چې که نوموړې دغه خبرې شعوري کړي وي او پر ويل شوو ټکو باور ولري، بيا نو ولې غواړې بيگناه انسانان دطالبانو په نامه دپرديو دړندو راکټونو او توغنديو قربا نيان شې ؟ جهور رئېس وايې مادخلکو حق ورپر ځاي کړی دی ؛ پوښتنه کيږي کوم حق ؟ دې ربړېدلي ولس ته خو چا خدمت ونکړ؟ څومره چې يې پر پوست غوښه وه هغه يې هم ځينې جلاکړه ! توهين شو ،تحقير شو ،لوږې ،تندې او بيکاری له لاسه يې اوس بيا ايران ،پاکستان او عربي عماراتو ته مخه کړېده . دغه حق مو ورپرځاي کړ ؟ او که داحق چې هره ورځ تر لسو زيات بيگناه انسانا ن دطالب او القاعدې په نامه وژل کيږي ؟ داطالب ورک نشو ؟اونه هم لږ شو؟ هر ورځ يې شمير ډيرېږي ؟ دا ولي ؟ کرزی صاحب وړاندي وايي : يوه مياشت دمخه په کندهار ، هلمند، روزگان، زابل پکتيا ، پکتيکا او کنړ کې پنځه سوه انسانان ددې هېواد که طالب وو که غېر طالب دواړه ددې خاورې خلک وو ووژل شول . ددې مسوليت دچا پر غاړه دی که له بهرنه راغلي ولي راغلي ، دنيايې ولې مخه نه نيسي او که په کوردننه مشکل دى دانو بيا ډېره مهم او اساسې خبره ده دا نو بيا ددنيا کار نه دى له موږ سره دا نو بيا دافغانانو کار دى چې سره کښېني او داستونزه سره حل کړي .
کرزی صاحب ! داديوې مياشت وړاندي خبره نه ده ، داڅوکاله کيږي مخصوصأ پسله هغه چې تاسو اوجنرال مشرف يې په خپل منځ کې نشۍ سره ويشلاي او هر يو تر بل ځان بهرنيانوته نږدې بولۍ؛له هغي ورځې نه پدغو سيمو کښې داناورين روان دی ، تاسو يې کله نا کله پر بهرني پوځيانو تاوانوۍ ، چې گويا په عملياتو کښې يې له لازم احتياط او وړتيا نه کار ندی اخيستۍ ،ولي ولس يې ستاسو دبې مسوليته او بې پروا کړنو پايله بولي . دا تر لمر روښانه خبره ده چې تاسو په خپل هيواد کې دمختلفو قومونوتر منځ اړېکې ،او هغو دښمنيو په هکله چي له بده مرغه دبهرنيانو په لمسون زموږ په ولس کې تر اوسه پاته دي نړيوالو پوځيانو او دهغوي مشرانو ته اړين معلومات ندۍ ور کړۍ،اوهغوي ته مخکې له دېنه چې په هغو ټولنيزو عنعنوي او دوديزو باريکو يې پوه کړۍ کوم چې زمونږ په ټولنه کې شته او رواج لري دځان دحاکميت دساتلو لپاره دپوځې عملياتوميدان دومره آزاد پرېښود،چې ډير ژر يې دناخوالواو تير وتنو اوازې تر اروپا او امريکا ورسېدلې . دا بايد ومنو چې تاسو هيڅ وخت دولس دږغ داورېدو تکل ندی کړی ، فکر کوی هر څه دپردو په زوراو ځواک په استعمال سمېږې .

لوي شاعروهاب سرتير وايي :

دسبا له مسئوليته که ويرېږې له خپل شومه عاقبته که ويرېږې

نو دخلکو مشوره اخله پکار کې دتاريخ له ملامته که وېرېږې

 له نن څخه درې ورځي پخوا په افغانستان کې دناټو قوماندان په يوه راډيو يې مرکه کښي وايي : خوب هنگام که تمام اختيارات به آيساف وناتو واگذار شودنظر وراي افغانها هم تغير خواهد کرد.با وجود که مردم به تمام نيروهاي خارجي در افغانستان به چشم خارجي مي نگرند،اما با آن هم انها اين فرق رامي دانندوبه نيروهاي ايتلاف به عنوان نيروي تحت رهبري امريکا که شيوه عملکرد مخصوص به خود را دارندمي نگرندو حتا برخي ها فکر ميکنند که نيروها ايتلاف فقط در پی تامين منافع خودشان هستند. اما وقتي اين مسله در مورد آيساف مطرح ميشود فرق واضح مي کند ،چون اين سازمان نظامي از کشورهاي مختلف تشکيل شده وبراي تامين امنيت به يان جا آمده اند. دجنرال له خبرو نه واضح څرگنديږې چې ((غوا توره او شيدې سپينې دي )) يعني امريکا يي پوځ دلته خپلي ټاکلي موخي لري . موږ دا منو چې امريکا اوبل هر هيواد دمنل شوو نړيوالو اصولو پر اساس هرو مرو خپلي گټې لري او گواړې هغه خوندي وساتي . مگر زموږ غريب ملت ملي گټي او خپلواکي څوک ساتي ؟ تر قيامته بايد ټول ملت دپردو غلام وي چي خلکو ته دنه منلووړ کسان برچې په زور په خلکو ومنل شي ؟ او دبهرنيانو چي هر څه زړه غواړي بايد په پراخ لاس يې تر سره کړې؟ خوستاسوله هغوي نه غوښتنه داده چې ستاسو مخالف په هر شکل ،ميتود اوهر نامه چې له منځه ځې بايد ولاړ شي ؛که ديوه نفر په خاطر کلې هم وران شي ،وراندي شي . افغان ميړنی شاعر پرځاي وايي :

اوردي بل کړ دافغان ولس په کور څه دې کېويسته بيا تل ته دتور گور

آواره دې دجهان په هره خوا کړه خدايه څه به لاوروښئ ته نور

تاسو يو ځل خپل گرېوان ته سر ټيټ کړۍ ، تاسو ولس ته څه ورکړه ؟ دولسمشری ،اوجنگسالاروته په قانوني بڼۀ پارلمان سپارل ،ولي پر ولس لويه پېرزوينه بولۍ ؟ ستاسو دټولو کړنو نه بايد هغه څوک خوښ وي چې غواړې تل ددې ربړېدلي ولس ويني وزبېښې . دڅلوروکالو حکومتونو پايله ده چي اوس يو ځل بيا په افغانستان کې دشوروي پوځ دموجوديت پشان داروپا ،امريکا او کاناډا دښارونو په واټو کي څوک په جرات نشي ويلاي چې زه افغان يم ! ځکه هر ښار ته ددې ولس دنازولی يوه جنازه رارسېدلې ده . دلته بهر عام ولس حق لري ووايي چې ستاسو حکومت نشي کولاي دخپلو خلکو سره گډه ژبه پيداکړې زموږ داولادو گناه څه ده ؟ چې هلته بايد ستاسو دحاکمانو دساتلوپه خاطر ژوند له لاسه ورکړې؟. دافغان ولس ټول بهرنی او کورنی دښمنان ددغه ټکی په ارزښت ښه پو هيږې ، او دايې تاريخي ارمان دی . ځکه خو په خپل ټول ځواک تلاښ کوي يوځل بيا نړی وال له افغانستان څخه مخ اړولو ته مجبورکړې .پدې بايد پوره باور ولری چې پدغه نړيواله غميزه کې به افغانستان به يو ځل بيا قرباني کيږې ،تاسو ستر مسوليت لرۍ او ملت به هيڅکله تاسو ته عفه ونکړې . ښاغلی کرزی يو بل ځاي دخبرلوڅ دسوال په ځواب کې په خوښې سره وايي پوښتنه: ديوه امريکايي جنرال له خولې رسنيو رپوټ ورکړى چې گواکې طالبان له گاونډي پاکستان نه خپل عمليات اداره کوي دا هغه خبره ده چې افغان دولت له ډېرې پخوا څخه کوله . که دغه ادعا رښتيا وي ستاسو په گومان ولې نړيواله ټولنه په دې اړه څه نه کوي . ولسمشر: سوال په دغه ځاى کې دى ، زموږ مشکل او غوښتنه پردغه ځاى کې ده ، دا زما غږ دا څو ورځو وړاندې هم له نړيوالې ټولنې څخه همدا وه ، زه خوشحاله يم چې دې امريکې جنرال دا خبره کړې ده. کرزی صاحب ! تاسو ولي دامريکا يي جنرال په خبره دومره خوشحالی ښکاره کوی؟ که تاسو له امريکايانو سره دامنلې چې په افغانستان کې به دالقاعدې او ديوبنديانو کمبله ټولوۍ ،سوله به راځې او خلک به ارام او سوکاله ژوندته راگرځې ، وسله به ټولېږي ،دټوپکسالار او قوماندان نوم به له ورځنيزو خبرو او ادبياتو څخه ورکيږې ،قانونيت ،دعقيدې او بيان آزادي بهغوړېږي ،پدې موهم بايد له پخوانه سر خلاص واي چې دغو انساني موخو ته درسېدو لپاره له بهر نه او په کور کې دننه دمقاومت سره مخامخ کېږئ . لومړئ مو بايد مقاومت ختم کړی وای او بيامو ولس ته دخدمت لپاره ملاتړلې واي؛چې متاسفانه تاسو او ستاسو ملگرو هر څه سرچپه شروع کړه ، اوس ددي لپاره چي ځانته نجات ورکړی واياست (( زه په خپل کار ښه پوهيږم ))؛ تاسو په مرکه دا هم وويل (( افغانستان ډير نازک لوښی وو چې بايد په طوفان کې مو تر يوه ځايه رسولاى واي او دالوښى ستاسو په لاس کې وو)) ، مگر دانه معلوميږي چې دا لوښی چا ستاسو پلاس درکړه او دڅه لپاره ؟ داسې جوتيږي چې دا لوښی تاسو ماتوۍ ؛او تاسو يې دخپلو او خپلو پلويانو دگټوساتلو په خاطر تر گودره نشۍ رسولاي . تاسو له افغان ولس سره يوه هغه وعده هم چې هغه دي ددې هيواد او ولس په ژوند کې دمعين او بنسټيز اوښتون لپاره لاره هواره کړې تر سره نکړه ، پر نيمه لار ستومانه غوندي ولاړ ياست ،او تر اوسه هم ستاسو دټولې اداري تلاښ دوعدو ورکول دي . متل دی وايي : ((بزک بزک نه مر که جولغمان ميرسد)) . خو دا چې دلغمان اوربشې به کله رسيږي يو خداي پاک پري پوهيږي . اوس راځو اساسي مطلب ته ؛ تاسو او ستاسو ټوله اداره کولاي شی ووايي چې تاسو دروزگان دخلکو سره پدغوتر څلوروکلونوزياته موده کې کومې مرستي کړی دې ؟ هلته مو څومره ښونځۍ ،دعالي يامنځنيومسلکي تحصيلاتو کومه مؤسسه جوړه کړېده ؟ څوروغتونونه ،پوليکلېنيکونه او درملتونونه شته ؟ څومره خلکو ته کار پيداسوی ؟ دهغه ولايت په دولتي اداره کې ستاسو دواک له لمړی ورځي بيا تر اوسه څومره مسلکې کسان مقرر شوی ؟ ددغه ولايت کوم ځوان ،کوم ماشوم ،ته مو بهر ته خو پرېږده کابل ته ددرتگ امکانات برابر کړې او يامو هغه لکه دقوماندانانو يا نوروصاحبانو داولادونو په ډول نازولی دی؟ کومه توليدي مؤسسه ،ورکشاف هلته ددولت اوياددولت په هڅونه دبهرنيانو لخوا جوړ سوی دی ؟ داوبو لگولو سيستم ،کاريزونه ،ويالې ،لاري او سړکونه چيرته او څومره جوړ شوې دی ؛ دا دکندهار روزگان لويه لار به کله اساسي جوړه شي ؟ دولسواليو تر منځ په لارو خبر ياست؟ دگيزاب دولسوالی دخلکو ستونزه ولي نه حلوۍ ؟ دپاکو اوبو ،برېښڼا اونورو ټولنيزو خدماتو خو څوک نوم نه اخلې ،ولي دهيواد په لوړو او مسلکي مؤسسو کې دروزگان زلمي نه ليدل کېږي ؟ دغه ته تاسو متوازن معارف واياست ؟ په روزگان کې ولي کومه ورځپاڼه ،اونيزه او يا مياشتنۍ نه ليد کيږي ؟ که تاسو نه ياست خبر زه به مو له اروپانه خبر کړم چې هلته دماشومانو دتربيي لپاره هيڅ نشته ،هلته هيڅ ډول کتابتون درک نلري ، دپارلما ن له دو تنو وکيلانو پرته په کومه دولتي لوړه څوکی کښي مو دروزگان له ولايت نه يو مستحق سړي ته ځاي ورکړئ ؟ او رېدلې مي دي چې، واياست هلته( روزگان ) کې باسواده څوک نشته ؛ بلې دارښتياده ، له ظاهر شاه نه تر تاسو پورې ټولو چارواکو کوښښ کړی دی ددې ولايت خلک او ځوان نسل دتمدن ،معارف او تخنيک له هوساينو څخه محروم وساتی،ځکه هم ځانته حق ورکوئ او واياست چې هغوي باسواده نلري . مگر دا لويه تير وتنه ده، روزگان په خپله غيږ کې داسي مسلکي کسان رزولې چې د بلې هرې سيمي په پرتله يوازي په شمير کښې کمۍ لري . که رښتيا ووايو په ټول افغانستان کې اداري فساد ،لوږي ،بيکاری ، ناروغيو،دقومونو تر منځ په لوي لاس اختلاف اچونو ،ددې غيرتی ولس توهين او سپکاوی ،دهيروئينو او تاريکاو سوداگريو،په دولت کې دبنسټپالو او ټلوالو،په بهر کې دپردو پلاس جوړسوو جنرالانو ،مارشالانو او نورو ،نورو رتبو خاندانوکړنو، دغو ټولو ناخوالو داسې لاس سره ورکړی دی چې اوس تاسو هم دا ملت دالقاعدي په نامه دژوند له نعمت څخه بې برخي کوی . کرزی صاحب ! په پښتنو کې يو متل دی وايي (( په زور کلي نه کيږې )) دايوه فلسفي خبره ده ، تاسو بايد دانگليسانواو شورويانو له تجرېبو نه پدي پوه اوسی چې که هر څومره دطالبانو او القاعدي په نامه دابيگناه ولس دبهرنيو بمونو او توغنديو قرباني کړۍ او يا يې په بهرنيانو بې عزته کړی ،دې ولس هيڅ وخت په زور دتسليمی سرنه دۍ ټيټ کړی ، فکر کوم چې بدل شوی هم نه دی . ښه خبره داده، چې ولس ته پناه وروړی او پر خبرو يې غوږ ونيسی ،هغوي ستاسو نه هغه څه چې تاسو دي معجزه وکړی نه غواړې ،هغوي تر تاسو زيات ستاسو په واک او صلاحيت پوهيږې ،هر څوک چې له بي بي سي سره ستاسو وروستی مرکه ولولې او يا يې واوری په هر څه يې سرخلاصېږې ،او پوهيږې چې تاسو دلته دڅومره واک خاوندان ياست ! خپلو پلويانوته وواياست چي بس دی ،ځکه دومره پيسې يې واخيستي چې دهر يوه ، ديوه نسل دلگښت کفايت کوي . دا ملک ، دپرديو پلاس جوړ شوو تنظيمو ،ډلو ټپلو او هغه چې ځانونه دقومونو او سيمو ټيکداران بولي مگر که همدا اوس دټوپک زور نه وي يوه شيبه هم هغوي هلته نسي اوسېداي ، نه جوړيږي او نه يې هم بايد له هغوي نه دجوړېدو اميد وشې؛ تاسو اوهر بل دسالم عقل خاوندته داڅرگنده ده چې دوي تل په خړو اوبو کې ماهيان نيسې، دوي دولس له ښيرازیو او بسياژوند سره ځکه علاقه نلري چې په هغه صورت کې دځان نابودي وينی . کوښښ وکړئ چې تر ابده په ليوانو رمې ونه ساتۍ . خبره داده چې بهرنيو قواوو دطالبانودځپلو په نامه دترينکوټ ددريو کليوولس پداسي حال کښې چې دغريبۍ په خواږه خوب ويده وه د شپې لخواپه پرله پسې توګه بمبارد کړ، په همدغو بمباريو کې تر سلو زيات ولسی خلک مړه او ټپيان شول ، اوپه سل ګونو نور دخپلو کورونو او کليو پرېښېدو ته مجبور شول . نه پوهېږم چې ولې تر پوځی عملياتو وروسته تل داسې ويل کيږې چې : ددغي يا هغي سيمي،يا کلې په شا وخواه کې موږ ته دطالبانو دموجوديت په هکله معلومات راکړه شو، ومو غوښتل چې ژوندی يې ونيسو، خو هغوي دخلکو په کورو ورننوتل ، ځکه مودمجبوريت له مخې بمباری وکړې ؛ دا دليل واقعا دخندا وړده، ځکه که طالبان دخلکو په کورونو ننوتلی وې ، بيا يې نو بمباريو ته هيڅ ډول اړېينه نشته ، ديوې لنډې مودې د محاصرې په پايله کې دهغو ژوندی نيول يوه ډيره اسانه اوساده خبره ده . هوايي او ځمکنې غښتلو عملياتو، دخلکو وژنو او دکليو ورانيو ته اصلأ کومه اړتيا نه ليدل کيږې ؟.

پدې بايد ټوله نړی پوه شی چې دروزگان غريب او دربدره ولس لکه دهيواد دنورو ولاياتو غيرتی خلک دالقاعدي او نړيوالو طرحه گرو سره هيڅ ډول تړاو نلرې . په هيواد کې اوسنی نا ارامی ،ځان وژنې،پر ښارونودراکټو اورول ،دښوونځيو سوځول او نور دافغان بيگناه ولس کار ندی ، بلکې دا دبهرنيانو تر منځ په افغانستان کې دنړی والو غچ اخيستنو، پاکستانې جنرالانو او بنسټپالو ،په دولت کې داداري فساد ،رشوت ،زور زياتيو ،بې عدالتيو،ددوه مخو تنظيمو،دټلوالو او مقاومتونو دډلو،دبهرنيو ځواکونو دنوکرانو،جاسوسانو او لاس پوڅو، دقدرت دتږواو هيروئينو دسوداگرودهغه زيار ثمره ده کوم چې د خپل ټول واک او ځواک نه په گټه اخيستو سره يې په هيواد کې دعمومې بې ثباتۍ او نا ارامه حالت دراوستلو لپاره تر سره کوی . دروزگان او نورو ولاياتو دخلکو زورونه او پر هغوي بم اورۍ په هيڅ دول موجه کيداي نشي . څومره چې القاعده ،پاکستاني جنرالان ،او نور بهرنی هيوادونه دافغانستان دلانجې او شخړي په تاوده دوام کې ملامت گڼل کيداي شی په هغه پيمانه همدا اوسنۍ اداره هم په خپلو کړنوسره ستر مسوليت پغاړه لري . دا طبعي ده دهغه ولايت او سيمي خلک چې دولت ورسره دميرېزي ورور کړنه کوې او په ټيټه سترگه ورته گورې ،که څوک وغواړي او يانه ،هغه خلک دطالب چارواکو او القاعدي دترهگر سازمان د دام په لوموکښې را جار وزي . دروزگان ولايت دبهرنيانو پلاس جوړې شوې ادارې اوهغو بهرنيانو چي ويل به يې موږ دالقاعدي او بنسټپالو دجرړو دايستلو لپاره راغلي يوپه طالبستان بدل کړ. اوس ددې سوځېدلي سيمې خلک دنورو دگناهونو په کفاره هره ورځ لوي او واړه نارينه اوښځې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې ،کله چې په اسمان کې دالوتکې ږغ شۍ، ماشومان رېږدې او په سمڅو ننوزې !!! کرزی صاحب دا ددوي دکومي گناه ادأ ده ؟ دنړيوالو نه مې غوښتنه داده چې دړندو عملياتو نه لاس واخلی،دافغاني چارواکو بېوسی او په هيواد کې دسولې سره دهغودعلاقي نه لرو لو ته جدي پاملرنه وکړې ،پر پاکستان ،ايران ،او يو شمير نورو هيوادو چې غواړې اروپا او امريکا په افغانستان کې په جگړه کښې ښکيل پاته وې سياسي ، دقيق ،جدي او پرېکړنده فشار راولې ، تر څو هغوي دترهگرو دوسلوال کولو او لېږلو څخه لاس په سرشې،دا دمنلو وړ نده چې دامريکا ددفاع وزير يې منی ، چې پاکستان او نور بهرنياپه روانه بې امنۍ کښې لاس لري ،مگر په سياسي ډگر کې بيا چوپ خوله پاته دي . که دجگړي دوام په افغانستان کې دزياتي مودي دپاته کيدو او يا پوځې اډو دجوړيدو په پلمه وي ،دايي لار نه بولم . ډيره به پرځاي وي چې دکرزی او دهغه له ادار ې نه دخلکو دغوښتنو سره سم حکومت کولو غوښتنه وشې . که طالب ډله مذهبې افراطي بولۍ ؟ نو داستاسو تر حمايې لاندي ټول تنظيمونه په ريښه کې له هغوي سره کوم توپير نلري . په بنسټپالی دموکراسی راوستل لويه تير وتنه او ناشونۍ کاردی ،نه بايد ځان او نه هم افغان ولس او نړيوال وغولول شي . له هغو افغانانو څخه چې پورته يادسول ، افغان دښمنه ځواکونه يې په هيواد کې داسلام او وطن څخه ددفاع په نامه جگړې ته هڅوې غوښتنه داده تر څو دغه ټکې ته کوټلې پاملرنه وکړې ،چې هلته او دلته داوړه افغانان مرې ؛ زموږ هيواد په کنډواله بدلېږې ،په ټوله نړی کښې دوحشی او قاتل قوم په نوم يو ځل بيا شهرت راکول کيږې ،خپله غواړې په تمدن کې ژوند وکړی او ددنيا له ټولو نعمتونه برخمن اوسی ،ولي موږ ته وايي : جگړه دي ددنيا او اخيرت توښه ده . ځوان زلمي ته واييپه ځان پسې بمان وتړه اوځان ددوي په اصطلاح کافرو سره يو ځايوالوزه وه ،دخداي (ج) ديدارته به ولاسړ شې ،مگر هيڅوک دا پوښتنه نه کوې چې دغه سواب ولې خپله دغه ښاغلئ چې نور هڅوې نه غواړي تر لاسه کړې ؟ هيواد والو څرگند او تريخ حقيقت دادۍ که داځل بهرنيانو زمونږدهيواد نه مخ واړاوه ،پاکستانی ملايان ،آي آيس آي ،ايراني اخوندان او عربي شيخان، ليري او نږدې پراته دښمنان به دافغان بنسټپالواو ملي يووالي د دښمنو عناصرو پوسيله داځل زموږ دا پريشانه ولس داسی له پرېشانی سره مخامخ کړي چې بيا به يې دخلاصو ن لاره څوک موندلاي نشې . څوک به داسلام ،څوک به دشمالستان ،جنوبستان ،غربستان او شرقستان نارېوهې ،او څوک به بيا بل څه غواړې ، بيا به تلويزيون او راډيو په درخته ځړېږې ،مطبوعات به ورک او دښوونځيو او پوهنتونوپر ځاي به ديوبندي تهران او عربی مدرسو دروازې خلاصی شي ،ښځه به دڅلورو ديوالو زندانی ، او قوماندانان به چړچې کوې . درنو هيوادوالو !جگړه په هره موخه چې وي زموږ دولس او هيواد په گټه نه بلکې دهغو په گټه ده کوم چې تاسو هم ځيني ناراضه او خفه ياست . پردی پردی دي ،هر څوک چې وی ؛ راشی دهغو سره سيالي وکړو چې دځمکو ،غرونو ، رودونو او فضانه دخپلو خلکو په گټه کار اخلي ،هغوي هستوی وسلې جوړوي او موږ ته وايي : تر پنج کتاب تير نشې .

سر تير صاحب وايي :

زه چې کوم څه گورمه تاسو هغه نه وينئ

سترگې دي رڼې زما ستاسو خو شبکورېدي

تاسو دغه ستر جهان بس يوه حلقه گورئ

زه له حلقې وتی يم هيلې مې سر زورې دي

پاي

****

بينوا:چارواكي وايي په نوزاد كي ملكي كسان نه دي وژل شوي