د رضاشاه پهلوي د زوي سره د ايزويستيا ورځپاڼي مرکه

مرکه کونکې : نادېږده پاپوه ( Надежда Попова)

له روسي نه پښتو ته ژباړونکی : حبيب غمخور

دايران وروستنی پاچا رضا شاه پهلوي زوي وايې : ((جگړې ته اړتيا نشته موږ دا رژيم خپله ړنگوو))

دايران داټومي انرژی دلانجمني مسلي حل تر اوسه لا ستونزمن دي .

دنړيوال منځگړيتوب سره بيا هم دايران داټومي انرژی داستعمال پر سرد راپيداشوی بهران دحل لاره تر دم گړيه ورکه ده . تهران او واشنگتن يو دبل په ادرس ډيري گواښونکې توندې پوځي اعلاميې خپروي . ايا امريکا به په رښتياسره دايران پر خلاف له پوځي ځواک ځخه کارواخلي ؟ ددغه په ټپه ولاړ حالت څخه دوتلو لار شته؟ ددهغوپايلي به يې څه وې؟ څومره نورکيداي شي د ايران اوسنې رژيم په قدرت کې پاته شي؟

دغه او دا ډول نورو سوالو ته هغه چا چې کيداي شوه په ځانگړو شرايطو کښې يې ايران رهبري کړی واي،يا امکان لري په ډير نږدي راتلونکې کښې يې رهبري پرغاړه واخلې ، په 1979 م کال کې دايران نړېدلي شاهی رژيم د وروستي پاچا رضاه شا ه پهلوي زوي دايزويستيا دخبر نگاري (( نادېږده پاپووه))سره په مرکه کښې ځوابونه وويل .

ايزويستيا : څه موه پخوا تاسو اعلام وکړچې د جولاي يا اگست تر مياشتې پورې به داسې يو حرکت يا جنبش تنظيم کړی کوم چې موخه به يې دایران داوسنی رژيم ړنگېدل وې . تاسوددغه انقلاب تر سره کولو لپاره څه ډول پلانونه په نظر کې لرۍ ؟

رضا پهلوي : موږ په هيوادکې ټولو ايرانيانوته داوسنې حاکميت خلاف دملي غبرگون ښودلوستروسوله ايزحرکتو(مظاهرو) کې دونډي اخيستلو په خاطربلنه ورکوو. او له بلې خواد نړيوالې ټولنې څخه غواړوپر ايران داسي بنديزونه ولگوې کوم چې رژيم ته دجزاورکولومفهوم ولرې ،او ولس ته په هغه کي کوم زيان ونه رسيږې . دبيلگې په توگه : کيداي شي دمحمد احمدي نژاد دحکومت د جگپوړو چارواکوپه وړاندي نړۍ وتړل شي پرهغوي له ايران څخه بهرته دسفرونو بنديزولگول شي ،او دهغوي استازي له خپلو هيوادوڅخه وشړي . کله چې ژيم ړنگ شو،تر هغه وروسته غواړوپه ټول هيواد کې عمومي نظرپوښتننه (ريفرنډم) تر سره وکړوترڅو دهغۀ په طرڅ کې دايران خلک د خپلې سياسي راتلونکي په هکله خپله پرېکړه وکړې ،چي څه ډول سياسي جوړښت سره علاقه لري .

ددموکرا تيکوپارلماني ټاکنوپه پايله کې به جوړشوۍ پارلمان دهيواد دنوې اساسي قانون طرحه جوړه او تصوب کړې .

ايزويستيا : دغه دملي غبرگون په غونډو کې به څوک برخه اخلې ؟

پهلوي : په ايران کښي زيات شميرددولت مخالف سياسي ډلي او گروپونه شته،کوم چې په خپلو ليکو کښې يې کارگران ،روښنفکران او دټولني بيل بيل قشرونه سره راټول کړي دي .

په ايران کې تقريبأ د 70 ميليونه وگړو څخه يې 50 ميليونه اوسېدونکي ځوانان دي چې تر30 کلونو پوري عمر لري . هغوي په نړۍ کې دټولو تغيراتو او تحولاتو په هکله د اړينو معلوماتو دترلاسه کولو پوره امکانات لري . هغو پدې ډير ښه پوهېږې چې په هيواد کښي يې څومره زورونکی حالت روان دی .

زه پدې عقيده يم او باوريم چې ډير ژرزموږ ولس دا درک کوې چې :

اوسنی رژيم دعامو خلکودژوند دسمون لپاره هيڅ کوم کارنه کوې ،هغوي يوازې خپلو گټو ته دلومړي توب حق ورکوې . تراسلامي انقلاب نه وروسته زيات شمير ايراني روڼ اندي وطن پرېښدلو ته اړشول . هغوي دنړۍ په زياتوهيوادو کې دايران داوسني رژيم دمخالفو ډلواوحلقو په شکل هلته سياسي فعاليت لري ،موږ ددوي سره او په هيواد کې دننه داپوزيسيون سره په دوامداره توگه ډيرې نږدې او ښې اړيکې ساتو.

ايزويستيا : ستاسو په عقيده کيداي شي غرب پر ايران پوځی بريد وکړې؟

پهلوي : زه دانشم ردولاي ،مگر دجگړې پايلي به حيرانونکی وي ؛ هغه څه چې همدا اوس ئې موږ په افغانستان او اعراق کښي وينو ،موږ ته بايد يوڅه را زده کړې . زما په عقيده دايران دکشالې دحل سوله ايزي لاري ډيري د ې .

ايزويستيا :داحتمالې جگړې په صورت کښې به په ايران کې ميشت کوردی او ازربايجاني قومونه څه ډول دريزغوره کړې ؟ مثلا ستاسو په فکر کيداي شي هغوي دايران څخه دجلاکېدو او ازادی غوښتنه وکړې ؟

پهلوي : اوسنۍ رژيم دشعيه او سوني پر مسله باندي سياسي سوداگری ته دوام ورکوي او له هغه نه خپلو موخوته درسېدولپاره گټه پورته کوې . لږه کی قومونه هره لهظه له تهديد او توهين سره لاس په گريوان دې . تاسو پوهېږۍ ايران هغه هيواد وچې د پيړيو په اوږدوکې يې دمختلفو قومونواستازو او مذهبونو پيروانوته په زياته خوښۍ سره په خپله خاوره کې داوسيدولپاره ځاي ورکړی دی . دغه ټکي ته په پاملرني سره هغه وخت چې موږ سياسي واک تر لاسه کړو، سمدستي به دنورو قومونوپه شان دلږکيو قومونو دحقه حقو قو څخه په ملاتړ سره به هغه حمايه کړو.

متاسفانه اوسني رژيم ډيرې زياتي ستونزي راپيداکړې دې ،دبېلگې په توگه تروريزم،اقتصادي نا اړوندتيا ،اټومي تهديد ،بنسټپالی ( اکستري ميزم) ستونزوته گوته نيولاي شو.کله چې دغه رژيم له سياسي ډگر نه لري او ړنگ شي،90 په سلو کښي دغه راپيداشوی نړيوالي ستونزي به په سوله ايز ډول حل شي .

ايزويستيا : ستاسو شخصي علاقمندي څه ده؟

پهلوي : موږ په هيواد کې ددموکراسی دراوستلو او پلي کولو په لپاره دغربي نړی مرستوته اړتيا لرو، غواړو چې دوي پدي لار کې جدي مرسته راسره وکړې ،فکرکوم په لويه کچه به ددموکراسی دپلې کولو گټي او ارزښتونه د ايران لپاره داتومي وسلې دتوليد پرخلاف ترمبارزي زياتې وي .

ايزويستيا : تاسو دکومو هيوادو سره په خبرو مصروف ياست ؟

پهلوي : دامريکايانو اواروپايانوسره ،موږدټولوهغو سره کوم چې پدې پوهيږي دايران ستونزه يوازې خپله ايرانيان حل کولاي شې ،په خبرو اوبحثونومصروف يو. دمسلې دحل لپاره د بل هروډول ميتود او رويش کارول به دستر ريسک منل وي ،او په يقين سره دهغه پايلې به تردغه ډيري خطرناکي وي چې زه يې وړانديز کوم . ايزويستيا : که امريکا پرېکړه وکړې چې دايراني اپوزيسيون څخه ملاتړکړی ،تاسو فکر کوی په هغه وخت کې به امريکا پر تاسو دايران دراتلونکي دولتي مشر په توگه حساب وکړې ؟

پهلوي : زه همدا اوس دامريکا ددواړو گوندونو جمهوريت غوښتونکو او دموکراتانو سره په خبرو(مذاکراتو) مصروف يم . هغوي په ايران کې ددموکراسی په ارزښت پوهيږې ،هغوي په سيمه کې دروښانه راتلونکې په هکله مرستي کړې دي .مگر زه يوازې پدې هکله فکر کوم چې دخپل ولس سره مرسته وکړم ،زه به ډيرعادي رول ولوبولاي شم . اوس مهال دا اړينه نده چې موږ به شاهي يا جمهوري رژيم ولرو،او څوک به يې مشر وې ،دامسله ورسته موږ خپله حل کولاي شو.

ايزويستيا : دروسي چارواکو سره مو پدې هکله اړېکې نيولې دي ؟

پهلوي : متاسفانه نه مودې نيولې .

زه غواړم روسی چاروکو ته بلنه ورکړم ددغه تلاښ پر ځاي چې دوي غواړي که احمدي نژاد داټومي پروگرام دپلي کيدو څخه مخ واړوي،په گټه يې بولم خپله پاملره نه زموږدولس ژوند مختلفواړخونو ته راواړوې . دسړې جگړې تر پاي ته رسيدو وروسته ،دايرانيانو منا سبات او اړېکي ستاسو له هيواد سره کاملا بله بڼه غوره کړېده. پخواني شوروي اتحاد زموږ ملي گټو ته خطر پېښاوه،مگر روسيه اوس زموږ دوست هيواد دۍ

يادونه :

دايران وروستی پاچا محمد رضا شاه پهلوي د1941 م کال دسپتمبر په ميا شت کې قدرت ته ورسېد ، هغه پسله دېنه چې پاچا شودوباره يې پارلمان احيااو يوه سلسله ليبرال ريفور مونه يې پيل کړل . ولي پسله هغه چې د1949 م کال دفبوري دمياشتي په 4 نيټه پر رضاشاهپهلوي باندي مرگونۍ بريد وشو په ايران کې هرڅه پر دابله خوا را واوښته، دپوځی حالت په اعلامولو سره يو ديکتاتوري رژيم پر هيواد مسلط شو. کله چې د1978م کا ل دجنوري په مياشت کې د ((قم ))په ښارکې پرمظاهره کونکوباندي پوځی حمله وشوه، تر هغه وروسته په ټول هيواد کښي دمذهبي منظمو ډلولخواد شاهي رژيم پر خلاف او دهغه دراپرزېدولپارپراخي مظاهرې او اعتصابونه پيل شول . د1979م کال د جنوري په 4 نيټه محمد رضاشاه پهلوي داپوزيسيون مشر بختيارشاپوردنوي حکومت په جوړولو وگماره ،مگر ډير ژر دحيات الله خميني په مشری دولسي قيام په پايله کې دولتي واک دمذهبي ډلو لاسته ورغلۍ ،او هغوي په هيواد کې اسلامي جمهوري رژيم اعلام کړ. محمد رضاشاه پهلوي د 1979 م کال دجنوري په 16نيټه دخپلې کورنی دغړوسره يوځاي ايران پرېښود . دپاچا له دريو زامنو څخه يې مشر زوي رضا لا پخوا له هيواد نه بهراوسېده .هغه په 1978م کال امريکا ته ولاړ،پسله هغه چې په امريکا کښې يې دهوابازی پوځي اکاډمي پاي ته ورسول ،د "Уильямс" اويليامس دانستيتوت دسياسي علومو په برخه کې زده کړه پيل کړه او تر هغه وروسته دکلفورنيا په پوهنتون کې شامل سو. اوس رضا پهلوي دخپلي ميرمني او دريو لوڼو سره يو ځاي دامريکا دميري ليند(( Мэриленд )) په ايالت کې ژوند کوي .