_________________________________________________________________

نوشته هايی که در تريبون آزاد می آيند يا از نظر شيوهء پرداخت به مسايل و يا هم شيوهء بيان و يا هم در اصل کم از کم  دارای نکاتی اصولاً مغاير  با مشی نشراتی آسمايی  هستند، اما به پاس آزادی بيان  منتشر می شوند. مسؤوليت اين نوشته ها همانند ساير مطالب منتشره بر عهدهء نويسنده گان آن ها است.

_________________________________________________________________

حبيب غمخور

دا قيام و که بغاوت ؟

پدي هليه چې دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي !

دروان کال دمۍ دمياشتي په 29 ورځ په هغو شيبو کې چې دپسرلی دورستی مياشتي دلمر وړانگو دکابل د زخمي او خرابه ښار ديوالو ته ناستو خلکو هډوکي تودول دپراوان څخه دبهرني وسله وال پوځ کاروان يوه موټر دچارواکو او مسؤلو کسانو په وينا دتخنيکې ستونزو له مخي د سهارد ٨ بجوپه شاوخواکې د کابل او سالنگ ترمنځ پر لويه لاره دخيرخانې په سيمه کېپه ترافيکي پېښه کې زموږ يو هيوادوال دژوند له نعمته محروم او شپږتنه يې په وينو لژند کړل شوه. د ايتلافي ځواکونو په اعلاميه کې هم داخبره منل شوېده چې په دغه ترافيکي پېښه کې شاوخوا ١٢ گاډي ښکېل شول چې يو کس يې وواژۀ او شپږ نور يې ټپيان کړل . (دغه احسائيه متاسفانه تر اوسه دقيقه نده ) دغې پېښې هغه وخت د کابل ښار په شمالي څنډه کې زور واخيست او خلک يې وپارول چې د ايتلافي ځواکونو کاروان ظاهرأ د پوليسو او خلکو له لورې کلابنده شو او هغوى هوايي ډزې وکړې . ايتلافي ځواکونه وايي د دوى يوۀ گاډي هوايي ډزې کړي او ځانته يې د وتلو لاره پرانيستې ده. دپېښي عيني شاهدان هم داوايي چې ددغو په اصطلاح هوايي ډزو په پايله کي يو شمير خلک مړه او ژوبل شوه ،چې گواکي ددغه حالت په ليدو سره دخلکو احساسات راوپاريدل . دکرزي او امريکا ضد شعارو په ورکولو سره يي خپل دڅلوروکالو راټولي شوې عقدي څرگندي کړې . خلکو د ايتلافي ځواکونو پر کاروان ډبرې واورولې . قهروړيو خلکو امريکا او کرزي ضد شعارونه ورکول .دډزو له زياتيدو سره د خلکو گڼه گوڼه ډيره شوه او ورو ورو يې په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ . پدغه وخت کښې هغو ته چې له ډير پخوا يې دداسي پېښې انتظار ايستی موقع پلاس ورغله او دعادي خلکو له پاکو احساساتو يي يو ځل بيا دخپلو شومو او نارواارزوگانو دسرته رسولو په خاطر گټه پورته کړه . لنډ پرتوگي ،لوي لمني چې دپکول په عوض يې شنې رښکئ يې تر سر تړلې وې داحمدشاه مسعود دعکسو سره يو ځاي راووتل ، داکار ساده او تصادفي نه و ،اونه هم دبيچاره پوليسو زياته گناه ده ،ددغه حرکت تنظيم کونکی ددولتي قدرت او پوځي ځواک ځخه په استفادې سره چې يو يې دامريکايانو او کرزئ صاحب لخواتر لاسه کړئ اوبل يي له پخوادبهرنيو په مرسته درلودپه ډاډ سره داحمدشاه مسعود عکسونه دهغه ښارکوڅو ته راويستل چې خلک يې په ژوند دليدونه بيزار وه ، ځکه خو تر اوسه دکابل بيچاره او زورېدلي اوسېدونکي په خپل کور کي ارام خوب نشي کولاي اونه هم خپل کار وبار ته زړه ښه کولاي شي . دعکسو رايستل دامعنادرلوده چې دکابل ښاريانو او بهرنيانو ته ښکاره کړې چې ددوي سازماني کار دومره گړندی دی چي په يوه لهظه کښي کولاي شي خپل سړې دبيرغو او عکسو سره دکابل واټونو ته راباسي ،يعني دکابل ښار بايد دا هيڅ کله هيره نکړې چې دنظار دنور بنسټپالو تنظيمو او گروپو سره يوځاي شورا دامريکايانو او کرزي صاحب په برکت پر خپل پخواني حالت پاته دي . که سياف يو وکيل په پارلمان کې په بوتل ويشتلاي شي نو دوي هم دکابل ښار ته دپه سلهاوزره هغو بهرنيو پوځونو په شته والي کې چې وايي موږ دامنيت سا تلواو ټينگولو ته راغليو کولاي شي خپل ټوپکمار په وسلو او عکسو سمبال دامريکايانواو کرزي په مقابل کي دغبرگون دښکاره کولو په بهانه راوباسي ،مگر دوي دا هېره کړې ده چې ټول افغانستان او په ځانگړې توگه دکابل ښار يو ماشوم هم پوهيږي چې داشوراگاني ،مقاومتونه او تنظيمونه دکومو چينو نه اوبه څېښې ،او دچاپه پيسو او وسلو مغرور دې . دغه مظاهره ډير ژر د ښار بيلا بيلو برخو ته خپره شوه .تر څو ساعتونو د ښار بڼه واوښته او داسې ښکاريدل چې امنيتي ځواکونه د پېښو په کابو کولو نه توانيږي . د اريانا خصوصي تلويزيون تر څو ساعتونو له امنيتي ځواکونو څخه په ژوندۍ خپرونه کې د مرستې غوښتنه کوله خو تر هغو څوک ور ونه رسيدل چې اعتراضگرو د دوى د دفتر په خولۀ کې يو شمير گاډي وسوځول او ځينې گاډي يې وتښتول .

لاريونکونکود قومندان مسعود عکسونه او شعارونه له ځانه سره درلوده . د ورځي په اوږدو کې د کابل ښار په بيلا بيلو سيمو کې ډزې اوريدل کيدې او بيلا بيلو ودانيو ته د مظاهره کوونکو له خوا اور واچول شو .د ښار په ځينو څلورلارو کې ترافيکي غرفې هم سوځول شوې ، دروسي نشراتوله مخي دروسي دسفير دکور هنداري او دڅارگری دويډوکامري يي هم ماتي شوي دي ،د بيلابيلو دولتي او نادولتي سازمانونو، پانگوالو، د سرينا هوټل ، ډيرو گاډواودوکانو ته اور اچول شوۍ دهوټلونواو دوکانو هنداري ماتي شوې دعيني شاهدانو په وينا له يو شميردسرو زرو دپلورلود دوکانو څخه يوه اندازه سره زر غلا شوي دي ، د خيرخانې مينې د ليسه مريم په بازار كې يي بې شمېره مغازې او دوكانونو او وركشاپونه هم چور او تالان كړل . د كابل ښار د وزيراكبرخان مينې په سيمه كې زيات شمير كورونه لمړۍ چور او وروسته يي اور ونه ورته واچوو ل، په افغانستان كې د سترې مرستندويه موسسي ( پاملرنې) او داسې نورو بې شمېره نړيوالو مؤسسوددفترو او ودانيو ښيښي ماتي شوې ، د ښاروالى په ودانۍ باندې د كرزي را ځوړند شوې عكس ته هم اورو اچول شو . د کابل وگړو او نړيوالو سازمانو ته د اوښتي مالي زيان کچه ښايي ميليونو ډالرو ته ورسيږي . تر ټولو زړه بوږنونکې داده چې پدغه سياسي توطيه کې 15 کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ او خپلوان يې دغم پر کمبله کښېنول او تر 138 پورې کسانود ټپي کړل شويدي .

ښاغلی حامد کرزي په کابل کې د دغو پېښو له امله خواشيني ښوولې او دکابل ښاريانو نه يې دصبر اوحوصلي نه دکار اخيستلو غوښتنه وکړه . او ويې ويل چې امنيتي مسوولين يې ورغوښتي او ورڅخه غوښتي يې دي چې د دغې پېښې پلټنه وکړي . متاسفانه ډير ناوخته ! ! ! ولسمشر کرزي له نړيوالو ځواکونو څخه هم د دغې پېښې په باب وضاحت غوښتى دى . دايوه ترافيکي پېښه وه چې تصادفي پېښه شوه ، ُعوام خلک نه پوهيږي چې ولسمشر ولي دنړيوالو ځواکونونه ددې پېښي وضاحت غوښتئ . هغوي بايد خوابدي وي چې ديوې ترافيکي پېښې په پلمه ددوې پر ضد شعارونه ورکړه شوه ،ديپلوماتان يې له ځايه بيځايه شول او مالي تاوان ور ورسېد ،تر ټولو مهمه لادا چې ددوي او افغانستان دحکومت نړيوال اعتبار ته يې زيات زيان ورساوه او ددوي شته والئ يي دامينت دټينگولو په نامه يوځل بيا دخپلو هيوادو دخلکواو نړيوالو په ذهنونو کې تر سوال لاندي راوست . خلک خاندي او وايي اوس چي په هيواد کې هر څه پېښېږې کرزی دنړيوالو ځواکونو څخه دپېښې دوضاحت پوښتنه کوي اوداپوښتني هم کوم اثر نه ښندي . ډيره جالبه ده چې جمهور رئيس تاسف ښکاره کوي او امنيتي مسولين راغواړي اودوي ته هدايت کوي چې دپيښي عاميلين دپيداکړ ي . څنگه کيداي شي يو بيچاره افسر هغه څوک ( ددولتي او تنظيمي واک څښتن ) ترلاس ونيسي کوم چې دهغه سرنويشت دمرگ تر بريده دهغه پالاس کښي دي . له يوې خوا پردغه ټکي ټول اقرار کوي چې داديوي تصادفي ترافيکي پيښي پايله نه بلکي له هغي نه په ناوړه استفادي سره ددولت او اوسنئ ادارې په مقابل کې چې ځيني کسان خوابدي دې دخپلي خوابدۍ بيلگې او گبرگون ښکاره کول يي ننداري ته وژاندي کړل ، له بله پلوه رئيس جمهور امنيتي افسرانو ته ددي پيښي دعاميلينو دنيولو هدايت ورکوي . هر افغان چي کرزي ،دهغه دوياند ،صبغت الله مجددي او يو شمير نورو ويناوي او رېدلي او يا يي دبغاوت گرو په ليکو کښي لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPG توغنديو سمبال کسان ليدلي دي پدې ښه پوهيږي چې دا دترافيکي پيښي په پايله کي ديوه يا څو افغانانو وژل او زخمي کيدلو په خاطر دبهرنيو پوځيانو په مقابل کښي دمخالفت او کرکي ښکاره کول نه وه ، بلکه ددې پېښي تر شاه دپراخي استفادي لوي او غځېدلي لاسو نه و ه ؛ ولي ولسمشر پر دغه ټکي سترگي پټوي ؟ دا ځل بيا دکو مي گټي لپاره غواړي ددغو بيگناه وژل شوو افغانانو دژوند په بيه هغه تر لاسه کړې ؟ دمئ په 29 په همدغه ورځ د ولسي جرگې ريس يونس قانوني هم په خپل وار د مظاهره کوونکو له استازو سره وليدل او ډاډ يې ورکړ چې د پېښې د عاملينو په نيولو ، سزا ورکولو او د تاوان په ورکولو به ټينگار کوي . دا معلومه نشوه چې دقانوني په اصطلاح ((مظاهره کونکي )) اودامنيتي چارواکو په خبره(( شرارت گر ))، ددوي دا پنځه تنه نماينده گان به څوک وي چې په هغه غونډه کي به برخه اخلي کوم چې دمي په ۳۰ جوړيږي . دا استازي چا اوڅه وخت بيا وټاکل چې ولاړ شي دپارلمان له رئيس سره وگوري ؟ څرنگه چې دپوليسو په ليکو کښي دهغو پرونيو جگړه مارو چې جگړه يي حرفه گرځيدلی ده کمی نه ليدل کيږي اودقانوني دوزارت له وخته دا وزارت تر غاښو دنظار شورااو جميعت دتنظيم له کسانو ډک دی . ځکه نو دخلکو داخبره حقيقت ته نږدي ده چې وايي : کله چې بغاوت زور واخيست يو شمير پوليسو خپلي درشۍ وايستلې او دبغاوتگرو سره يوځاي شول ،اويا يې ددغه نامعقوله حرکت مخه لکه څنگه چې لازمه وه ونه نيول ، همدا دليل و چي دا اشوب ډير ژر دکابل دښار تر ټولو ناحيو پوري ورسيد . دکابل ښار يان به يوه مياشت نور هم دارامی خوب ونکړي ،هغوي دسرپه سترگو وليدل چي دابلواگر له کومي خوا شول ؟ داخونه له اسمانه راټيټ شول ؟ اونه هم له مځکي راوزېږېدل ؟ دغه کسان د همدغه کابل په شاوخوا او خيرخانه کي اوسي او تل داسي حالاتو ته چمتوناست دي . داښورښ دهغوډلو او کسانو لپاره چي يو ځل بياپر بهرنيانو ځان گران خرڅ کړی يو لوه لويه برياوه . دا غبرگون نه و دايو سياسي منظم حرکت و . څوک دامنلاي شي چې د موټر دټکر نه وروسته سمدستي يو شمير کسانوشني پټي پر سر وتړلې اودمسعود عکسونه يې له کورو راوايستل،په چېغو يې پيل وکړ،داعمل ددې ښکارندوي دې چې دکابل په ښار کې تر واسه لامنظم دتنظيمونو سړې دشنوپټو ،عکسو او ماشين گڼو سره ناست دي کله چې هدايت ورته وشي راوزي ، دا دوه مليونه موبايل تلفونونه خو يوازي دسوداگرو پلاس کي ندي ، ددغه ډول کارو دتنظيم لپاره هم پکار وړل کيږې . يو عيني شاهدنړيوالو راډيوگانو ته وويل چې ډير ژر پسله هغه چې دموټر دټکراو يوافغان وژل او دڅو تنو زخمي کول دحاضرو خلکو احساسات راوپارول او دبهرنيانو پر موټرو او ټانکو يي دډبرو په وارولو خپله غوسه څرگنده ول په دريو پيجارو موټرنوکي دشمالي ټلوالي يوشمير سپاره کسان چې داحمدشاه مسعود عکسونه يي پر موټرو نسب کړي وه په غوسه شوې خلک ،غښتلو نااراميو ته وهڅول ،دزنده باد احمدشاه مسعود ،مرگ بر امريکا ،مرگ بر کرزی شعارونه يي سر کړه . دادمنلو وژ خبره نده چې وايي دايو خودي حرکت واو خلکو دموټر دټکر له امله دوينو په ليدو سره په غوسه راغلل، څنگه دومره ژر ددوساعتونه په کمه موده کښي دکابل ښار تر دريمي کارتي او اريانا تلويزيون د تعميرترسوځولو پوري ورسيدل ؟او خپل استازي يې سمدستي پارلمان ته دمعينو خلکو سره دليدلو لپاره ولېږل ،تر څو پارلمان دعاميلينو دمحکمي غوښتنه وکړي ،کاشکي پارلمان دومره خواخوږئ واي چي دملت غم ورسره واي ! هغوي هر ورځ دخپلو گټو دساتلو لاري چاري لټوي ،که دوي په رښتيا دملت دمشکلاتو دله منځه وړلو لپاره کار کولاي ديوه ټکر ثمره به دکابل په ښارکي ددوکانو دفترونو او کورونوسوځول ، چور او چپاول نه واي . ددي ټولو نا امنيوپه رامنځته کيدوکښي دولتي او پارلماني يو شميرچارواکي دروند اوملي مسوليت لري .

 

دکورنيو چارو په اعلاميه کې دغه ټکی دتأمل او بحث وړدی : (( دولت مصمم به پيگيري اين حادثه بدون در نظر داشتن مسايل سياسي است )). داپدي معنا چي له اوله سره دولتي چارواکو ته معلومه وه چې ددترافيکي پيښي پر سر دخلکو دخفگان او غبرگون ښکاره کول ندي ، دپردي شاته بله مسله اوکومه بله زور ازموينه روانه ده . پدغو دو ورځو کي دجمهوررئیس دوياند، دملي دفاع اوکورنيو چارودجگپوړوچارواکو په خبرو کښي چې له راديوگانو سره يي درلودې که سړې دقيق ورته متوجه شوی واي هم واضح داښکارېده چې دوي يوڅه په سترگو ويني او پوهيږي ، مگر دويلو جرات يي نلري . دازورېدلی ولس نه پوهيږې چې کله به دا دقدرت خاوندان رښتيا او هغه څه چې دوي يې په سترگو ويني دملت سره شريک کړې . ددې لپاره چې ولس له دغو فريشانيو نه خلاص شوی وي ښه به داوي هغه څه چې په ديگ کښي دي په کاسه کې راوايستل شي . که دولتي چارواکي دهغه چاداعمالو کوم چې هيواد دخرابيوپه لور کشوي درسواکولو توان ونلري اوونشي کړاي دهغو کرغيړل لاسونه لنډ کړي، پدغه صورت کې به پر ځاي وي چې بهرنيانو ته وويل ستاسو يي په مخه ښه ، موږ د هيواد جوړونې جوگه نشو کيداي . که دغه ډول دملي گټو خلاف مصليحتي سياست او دډارله احساس نه ډک چلند نور دوام پيداکړې حتمي ده چې داوطن به ديوي بلې ملي غميزي په لور دهغو پلاس درومي کوم چي همدا اوس خلکو ته دخدمت په نامه دسر په کاسه کې خواړه ورکوي . د افغانستان د مشرانو جرگې مشر صبغت الله مجددي په ملي شورا کې هغو کسانو ته چې دکابل ښارپه پېښو کې يې خپل خپلوان وژل شوي يا ټپي شوي وه . پداسي حال کي چي د ولسي جرگې ريس يونس قانوني ، اداري پلاوى او د دغې جرگې د دفاع او کورني امنيت د جرگه گيو غړي هم ناست ول وويل : دا پروني لاريونونه لا له وړاندې پلان شوي وو ،دا يوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې له وړاندې نه ورته د دۀ په وينا يو شمير خام تمه خلک سترگې په لاره وو. د هغه په وينا په دومره لږ وخت کې له لاريون کونکو سره د وسلو شته والى او هغه شعارونه او عکسونه چې دوى له ځانه سره ليږدول څه اسانه کار نه وو . مجددي صاحب رښتيا واي پدې هر څوک پوه شو چې دغسي يوې پيښي ته چې ددوي پلاس بهانه ورکړې ترڅود خپل منظم شتون څخه دکابل ښاريان ، کرزی او بهرني ځواکونه او ډيپلوماتيکي موسسې خبري کړې او په سيمه کښي دبې امنيتويو په راوستلو کښي خپله بر لاسي ننداري ته وړاندي کړې داکسان تل چمتو ناست دي . پدغه کتنه کې يونس قانوني دغو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې پر دولتي چارواکو به فشار راوړي تر څو ژر تر ژره د دغو پيښو عاملين د قانون منگولو ته وسپاري . مگر له غونډي بهر خلکوو اوکابل ښاريانو ته تر اوسه معلومه نده چې قانوني صاحب به ددولت نه دکومو عاميلينو دجزاغوښتنه کوي ؟ دټکرسوي موټر له ډريورنه، يا هغو نه چي وايي هوايي ډزي يې کړې ،اوکه هغه چي دکورنيو او ملي دفاع په خپروشواعلاميو کي ورته هدايت شوی وچي دچپاول گرو مخه په هرډول چي کيږي ونيسي او امنيت تأمين کړې ،اوکه دهغونه چي دپردي شاته يې هر څه له پخوا دداسي ورځو لپاره پلان کړي وه اوپه ډيره اسانی سره يې وکولاي شول داسي سياسي بهره برداري وکړې چې فکر يې نه کيده؟ . بلي ! پدي پيښه کي امنيتي چارواکوته يوه اندازه گوت نيوه نه پرځاي ده ،رښتياهم دامنيت دټينگولو مسوليت لري ، مگر زيات مسؤليت دهغه چا په غاړه دی چې وروستی خبره کولاي شي . دايو څرگند حقيقت دی تر څو دولتي واک دتنظيمو ،جنگسالارو ،دهيروئينو دپټو او ښکاره سوداگرو ،او بنسټپالو ډلو ټپلو پلاس کښي وي له هرې حاديثي به همدا ډول ناوړه استفاده کيږي . پوليس ددغه ډول دقدرت دخاوندانو په وسيله د ماهرانه تنظيم شوو دسيسو دشنډولو هيڅ وخت جوگه کيداي نشي ،دجلال اباد پېښه ډيره پخوا نه ده تيره شوې . هغه پېښه بايد دعبرت درس واي ،هلته پاکستان دځوانانود احساساتو نه په ناوړه گټه اخيستلو سره دجلال اباد ښارته اور اچاوه ،داځل يې دخپلو پخوانيو انډيوالانو او روزل شوو پوسيله داکار سرته ورساوه . پدي ټول پوهيږې متاسفانه هغوي چې وضعه ناامنه کولاي شي تر اوسه لا دومره برلاسي دي چي څوک يي دنوم اخيستلو جرات حتا په کور کې هم نلري . دلته ديوه ټکی يادول اړين بولم چې زه ټول قهرېدلي خلک بغاوت گر او دپردو نوکران نه بولم ،زما اشاره هغوته ده چې دعيني واقيعتونو له مخې يې دااړيکي او له هيواد سره ددښمنی احساس دلمر په شان څرگندي دي . د کابل ښار د دوشنبې د ورځې د تاو تريخوالي له ډکو لاريونونو نښې نښانې په سړکونو د پرتو خښتو ، ډبرو او ماتو هندارو په بڼه تر اوسه لا تر سترگو کيږي . په واټونو او څلور لارو کې د پوليسو تر څنگه د ملي اردو سرتيري ولاړ دي ،د کابل اوسيدونکې هم زړه نازړه دمجبوريت له مخي ديوې گولي مړئ دپيدا کيدو لپاره دښار واټونو ته راوزي او هر څه په ځير څاري . ته به وايې د اوښتي تاوان جاج اخلي . د ښار دننه په کرارۍ سره رامينځ ته کيدونکى دغه حرکت او ورسره يو ځاې د ښاريانو چوپتيا او خواشيني کټ مټ دپخوانيو تنظيمي جگړو په مهال د کابل بڼې ته پاته کيږي . داسې چې د توغنديو د راپريوتو او کوڅه په کوڅه د ټوپکونو او ماشيگڼو د ډزو په مهال به هر سړى په خپل کاله ننوت اوکله چې به ډزې ودريدې نو ښاريان به ورو ورو بيرته په واټونو راڅرگند شول . پسله څلوروکالو دکابل اوسېدونکو يوځل بيا هير شوی رواني شوک وليد . دکابل گڼ شمير ښاريان د دوشنبې د ورځې په دغو ناکراريو کې د ورانکارو د ورگډيدو خبره هم په زغرده کوي . دوى دا گڼي چې د مظاهرو پيل بل ډول وو، خو وروسته يې واک ورو ورو د داسې کسانو په لاس ولويد چي په لاسي بمونو ، تفنگچو ، کلاشنکوفونو او ان RPGتوغنديو سمبال وو . په دې مينځ کې ډير عيني شاهدان هغو کسانو ته هم گوته نيسي چې سرونه يې په شنو تسمو تړلي وو او د شمالي ټل والې د پخواني قوماندان احدشاه مسعود عکسونه يې ليږدول . عيني شاهدان دا هم وايي چې دغو کسانو د قوماندان مسعود د ارمانونو په پلوۍ او د ولسمشر حامد کرزي په مخالفت کې شعارونه ورکول . دې هر څه ته په کتو سره اوس لويه پوښتنه دا ده چې اېا په پلازمينه کابل کې د دوشنبې د ورځې له چور تالان او درا نه تاو تريخوالي ډکې پيښې په ريښتيا هم د يوې ترافيکي پيښې پايله وه او که تر شا يې د حکومت د بې اعتباره کولو لپاره د کومې ډلې منظم پلانوپلي کول او لاسوهنه وه؟ . د کابل ښاريان د تاو تريخوالي د خوريدو په اړوندلويه نيوکه دا ده چې پوليسو له يوه لورې گواکې په ډزو سره لا زياتې پارونې کړي او له بل لورې يې په کمزوري غبرگون سره ورانکارۍ او تالان ته لاره پرانيستې ده . د ژوبلو کسانو د کورنيوځينې غړي هم دعوه کوي چې خپل خپلوان يې گواکې پوليسو ويشتلي دي . د عبالحميد په نامه د کابل يو اوسيدونکى له همدغه ډلې څخه دى دپوليسو دبرخورد په هکله وايي : (( خلک يې نور هم پارول . په مردکو يې ويشتل . زما ورور يې وويشت او زه يې هم وپارولم . وروسته چې مې هر ورانى مخې ته راغى ، مخ مې ترې وانه ړاوه .)) پر پوليسو دا نيوکه هم ده چې ډير يې گواکې د تاو تريخوالي په مهال له خپلو امنيتي پوستو وتښتيدل يا يي يونيفورم وايست او ډگر يې په لوى لاس ورانکارۍ او تالان ته پريښود . د اريانا تلويزيون يو شخصي ساتونکې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ، همدې ته گوته نيسي (( له شپږمې حوزې نه مو پوليس راوستل . خو هغوې زموږ د کارگرانو جامې واغوستې او بيرته وتښتيدل . خپلې وسلې يې هم موږ ته راپريښودې . )) خو د پوليسو د همدغه تښتيدلوسرتيرو له مينځه يو تن چې په خپله تيښته اعتراف کوي خو نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي وايي : چې يو خو دوى ته د ډزو اجازه نه وه او له دې کبله يې د ځان دفاع نشوه کولاي ، بل په دې هم گواکې ډاډه نه وو چې که ژوبل شې نو حکومت به يې څه غم وکړي که نه ؟ هغه وايي : (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .)) په نوي ښار کې د سيټي سنټر په نامه د سوداگريز مرکز يو هټيوال چې لوټمارو يې هټۍ ته دروند تاوان اړولى و امنيتي ځواکونه له همدې اړخه پړه بولي . (( د کورنيو چارو وزارت ته ورڅيرمه د غيرى حکومتي موسسې يو کارکونکى چې خپل نوم محداصف ښېي هم تور لگوي چې د وزارت ساتونکو ته يې د مرستې ډيرې چيغې ووهلې خو چا پرې غوږ ونه گراوه .)) د(( د اې – ار – ډي » په نامه يوه بهرنۍ موسسه ده، د کورنيو چارو له وزارت نه لږ ډير 200 متره واټن لري دهغي کارکونکی وايي دغه وزارت ته مو څو ځله منډې وکړې او مرسته مو ترې وغوښته . هيڅوک مرستې ته رانه غلل . له هماغه ځايه يې زموږ د دفتر د لوټولو او تالان ننداره کوله . )) د BBC له نشراتو څخه د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم تيره شپه له يوه خصوصي تلويزيوني چيل سره په مرکه کې د کابل د دوشنبې د ورځې د پيښو په وړاندې د پوليسو چلن خورا کمزورى وباله . دې ټولو نيوکو ته د کابل د امنيه قوماندان ځواب دادى چې حکومت بايد د پوليسو غښتلتيا ته جدي پام واړوي . قوماندان صاحب رښتيا وايي پدغو پوليسو ددې وطن دامنيت ساتل له حقيقت او باورنه ليري خبره ده ، رښتيا خوداده چي دکورنيو چارو وزارت لکه بل هر وزارت په زياته کچه تر اوسه دتنظيمو تر سياسي تاثير او نفوذ لاندي دی ،زماددې خبري سره په پارلمان کې وکيله اغلې ملالی شينواري هم ملگرې ده . په رښتيا سره هغه شمير افسران چي غواړي وطن ته خدمت وکړې ،په هيواد کې سوله او امن راولې هغوي په يوه اوبل نامه بدناميږي اويا يي لږ تر لږه دبدنامئ لپاره سياسي پلانونه سنجول کيږي تر څو هغه دگوتو په شمار دمسلک ،پوهي او مهارت خاوندکسان چې دهيوادوالود چوپړ سره مينه اوعلاقه لري کار پرېښودلوته مجبور کړي او يايي دوي پخپله گوښه کوي . دبي بي سي سره په مرکه کښي دپارلمان وکيلي ملالی شينواري پردغه ټکي ټينگار وکړ چې په دولت کي يو لړ سياسي ستونزي شته ،وه يې ويل ولسمشر بايد په ځينو وزارتو کې مسلکي کسان مقرر کړې . زه دهغي ددې خبري په طايد داورايظافه کوم چې ولسمشر که غواړي په ولس کې محبوبيت تر لاسه کړي په ټولو وزارتو کښي بايد نه تنها مسلکي بلکي دمسلک تر څنگ دپاکو لاسو او ملي احساس لرونکي کسان وټاکي . که هغه دخلکو دغه خوابدئ ته چي همد اوس موجوده ده جدي پاملرنه ونه کړي ډير ژربه دا خوابدی ولس ددښمن او پرديو دنامقدسو ارمانونو دسرته رسولو ښکار سي ،په هغه صورت کې ولسمشر په هيڅ ډول ځانته دخلاصون دلايل نشي پيدا کولاي ،په رښتيا سره دکرزي غيري قاطعانه او دبې ځايه معاملو دسياست پايله ده چې هره ورځ يادطالبانو او يادبهرنيانو دحملو په نامه زورېدلئ افغان خپل خوږ زوند دلاسه ورکوې ،دا تاريخي مسوليت به دتل لپاره دولسمشر په غاړه وي . پدغه پيښه کې ديو شمير پوليسواو امنيتي ځواکونو داډول کړنه دافسرانواو مسؤلينو په مقابل کښي د عادي پرسونل (پوليس) دخپل سری روڼه بيلگه ده ، يودليل ېې دا هم کيداي شي چې تر اوسه دکورنيو چارو دوزارت عادي پوليسو ددولت لخوا دحمايي کومه نښه نښانه نده لېدلې اوپر دولت بې اعتماده دي ، طبعي ده کله چې ساتونکي پر دولت بې اعتماده وي هغوي دامنيت ساتلو ته د ناببره خطرمنلوته زړه نه ښه کوي . دپوليسو ددغه کس خبره چې وايي : (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درو درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .)) په حقيقت کې دټولو پوليسو غوښتنه او گوت نيونه ده ،جگپوړې چارواکي يې بايدپه غوږ و ښه اورې اودحل رښتيانی لاره يي ولټوي ،تر څو امنيتي پرسونل ځانونه دقانون او حاکميت په حمايه کښي احساس نکړې له هغوي نه پدغو نازکو او برخه ليک ټاکونکو حالاتوکې دامنيت دساتلو غوښتنه او پوښتنه بيځايه خبره او ځان غو لونه ده . دبي بي سي دخبر په حواله دمې په 31 نيټه په ارگ کښي په ا صطلاح جهادي مشرانو او نورو جگپوړودولتي چارواکو په گډون يوه گډه غونډه جوړه شول ،اول پوښتنه داده : تر کومه بايد يو شمير هغه کسان چې دافغان ملت پر سپېڅلې جهاد يي تجارت کاوه او اوس هم پر همدي لار روان دی ،جهادي مشران وبلل شي ؟جهاد لاډير پخوا ختم شو،له هغي ورځي چې روسانو افغانستان پرېښود ،تر هغه راوروسته ددولتي چوکيو پر سره جگړه وه چې دپاکستاني استخباراتو، ايراني اخوندانو او عربي شيخانو په هدايت دامريکا او پاکستان دڅارگريو اداروپه مټ پر مخ بيوله ،تر څودغو دجهادرهبرانو او تنظيمې ډلودسرغنه وو په موجوديت کښي ېې کابل په وينو ولاړه او ښار په قبرستان بدل شو. سوال دادی که دجوزاداتمي پېښه ملي ارزښت ولري بايد دپارلمان ملي شورا او ټولو سياسي گوندنو مشرانو سره گډه غونډه شوې واي ،دهغوي سره هر څه په جرات ويل شوي واي او دمرستي غوښتنه ځينې شوې واي ؛ نه دهغو سره کوم چې دکابل دښاريانو ، سياسي کورنيو او بهرنيو څيړونکو په اند ددغې پېښې اصلي عاميلينو شک ورباندي کيږي . ځيني دولتي چارواکي په خپلو خبروکي داټکی په گوته کوي چې ددغه په اصطلاح لاريون څخه ځيني کسانو پراخه سياسي گټه پورته کړه .

دکابل دښار له وروستئ پيښي نه داسي نتيجه اخيستل کيږي چې :

دڅلورو کلو په تيرېدوسره دبې شماره بهرنيو پيسو په مصرف سره ،دبې وسلې کولو ،ددولتي ادارې څخه دتنظيمونواو غيري مستحقو ډلو دتاثير دکمولو،په هيواد کې دټولو ناقانونه ډلو ټپلوپلاس کې وسله راټولولو او په سيمه کې دهغوي دسياسي او پوځي تاثيراتو کمولو ،ددموکراسی ،بيان او عقيدي دآزادی دتأمينولو دخبرو اوپه خلکو په پټو سترگو دخپلو برياو دمنلو سره سره دادې تر اوسه لا هغه ځواک چې افغانان يي دنامه سره حساسيت لري دبهرنيو ځواکونو او ښاغلي کرزي دغير عادلانه او مصليحت اميزه سياست په برکت لا پر خپل حال پاته دی يعني :

ا/ تر اوسه لا تنظيمونه تر غاښوپه وسلو سمبال دي .

۲/ په دولت او پارلمان کښي پدغه ورکړه سوې ونډه لاهم ناخوښه دي يعني دوي ځانونه په دولت کښي دکامل واک اوبې سياله صلاحيت مستحق بولي .

۳ / هر هغه پرېکړه چې دتنظيمي واک څخه ددولتي اداري دخلاصون په مخه وشي دوي يي مخالف دي .

۴ / داکسان دبهرنيانو دډار او هغوي سره دمعاملې پر بنياد دځينو متمدينو اوښتنو سره دتصديق او موافقي سر ښوروې ، کنه ددغه ټکي په پوهيدوسره چې په دموکراسی ،دعقيدې او بيان په آزادی ،دعلم او معرفت په پراختياکې ددوي زوال دئ په هيڅ صورت دهغودپلي کولو منلو ته تيار ندي ،چې توان يې رسيږې داسلام دپاک نامه او ملي منل شويو عنعناتو څخه په ناوړه استفادي سره دهغوي دپلي کيدو په مقابل کې خنډونه پېښوي .

۵ / تر اوسه لاددوي لپاره دقانون په پرتله خپلي پرېکړي دمنلووړ دي او په پلي کولو يې ملت مکلف گڼې .

۶/ دوي ديويشتمي پيړی دعلمي او فرهنگي لاسته راوړنو څخه داستفادي کلک مخالفين دي .

۷/ په خوله دښځو دحق ددرناوي خبري کوي مگر په عمل کښي هغه ته دانسان په سترگه نه گوري . ښه بيلگه يې په پارلمان کې وروستۍ پېښه ده .

داسي معلوميږي هغوي چې دهيواد او هيوادوالود برخليک دټاکلو واک پلاس کښي لري دخلکو دغوښتنو ،گوت نيونو او پوښتنو سره يې معافيت حاصل کړئ .او ځان دخلکو دغوښتنو په پلي کولو مکلف نه گڼې . زموږ په ټاټوبي کې تاريخي تجريبوپه وار وار دا ثابته کړېده هر هغه دولتي ځواک چې دهر څومره بهرني قوت او پوځ لخوا يي ملاتړ شوی کله چې يې دولس دغوښتنو په مقابل کې بې پروايي او هغوي ته د غوږ نه نيولولاره خپله کړېده ،يادهغو دپلي کولو لپاره يې دعملي گامونو داوچتولو نه ډډه کړې له منځه تللي دي .

په اوسنيو حساسو شرايطو کښي چې زموږ دهيواد او هيوادوالو کورني او بهرني دښمنان تر افغان بې دفاع ولس برلاسی دی ،او هر لهظه په هيواد کښي هر ډول ستونزي چي يې گټي ايجابوي ولس ته خلق کولاي شي ،دملي گټو په پوهيدوسره دبنسټپالو له په وينو لړلو منگولوڅخه د افغان ولس دخلاصولو په خاطر دبهرنيانود پوځي مؤقتي اوسېدو سره ((دهمدلته اوسئ)) سر ښورولئ دئ . متاسفانه دهغو تر واک او سلطي لاندي چې په لومړيو ورځو کښي يې ويل موږ دلته راغليو چي دجهالت او بربريت کمبله ټوله کړو ،ددموکراسی پلي کيدو ته لاره پرانيزو، دغو بنسټپالو وکولاي شول په ټول دولتي واک کښي دغوښن ځاي په لرلو سره بيا هم دپاکستان او يو شمير نوروهيوادو په اشاره چې دوي ته دډيرو امتيازو وعدي ورکوي ددوستئ او اسلامي اخوت دکلمې څخه په ناوړه استفادي سره غواړې په هيواد کې امنيتي وضع گډه وډه کړي ،بهانه يې جوړه ده هر څه پر طالبانو تپلاي شي . دوي غواړي پخپلو پټو او ماهرانه دسيسو او نا امنيورامنځته کولو سره بهرنيان مجبور کې چې له افغانستان څخه پښي وباسي . دوي به هغه وخت خوشحاله وي ؛ولې دا زورېدلی ولس به يو ځل بياددمنځنيو پيړيو دوحشت او بربريت د شرايطو دپلويانو په تورو منگولوکښي راشکيل وي او دژوند له ډول ډول ستونزو سره لاس په گريوان وي. دادپرديو په زور څه نيم بنده مثبت تغيرات چې راغلي دابه هم ديوي بلي جگړي داورپه لمبو کې وسوځيږي . افغانان باید پدې پوه وي چې داحرفوي جگړماراو ددولتي قدرت وږي هيڅ وخت په افغان وژنه او وينه تويونه نه ستړي کيږې ،په هر قيمت او هر نوم چې وي ،دهر چادغلامي په برکت چې کيږي دوي يوازي او يوازي دځان لپاره پر افغان ولس باداري غواړي او بس . پدي هليه چې دجوزا اتمه دهرات دپيښي په ډول يو وخت دملي ماتم ورځ اعلان نشي .

د م کال 2006 د جون لومړی نيټه