دستگېر خروټی

د ملت جوړولو بنياد دموکراسي ده


په افغانستان کي ملت د ژبې او قوم په ځای

په تارېخي او سياسي بنيادونو جوړېږې

 

يو شمېر روشنفکران په افغانستان کي قومې او سمېزو ستونزو ته په داسي حالت کي لمن وهې چي ټولنه نه يوازي له بحران او کړکيچ څخه راوتلې نه ده، بلکي کړکېچ راوړونکي او ورسره ويشونکي عنصرونه پېاوړي پاتې کېږې. جگړه ادامه لري او دولت په ټول هيواد واکمن نه دی. دا شمېر روشنفکران په ځاي د دي   چي د ملت جوړونې د ودې او پرمختگ له چارې  سره مرسته وکړې.... هڅه کوي قوم، ژبه او فرهنگ سياسي کاندي او افغانستان د قومې شخړو او بې باوريو دوزخ ته په شا وروگرزوي.
زه غواړم په پېل کي د افغانې ټولنې د يو شمېر ځانگړتياو په هکله لنډ غوندي څه وليکم.
افغانې ټولنې د خپلو دودېزو او سنتې ځانگړتياو سره سره د نوي کولو په لور روانه ده او نوي کول د پيل په مرحله کي دي. د نوي کولو تر څنگ د اوسنی حالت د ساتلو او ددې  ټولنې د مذهبې کولو پراخې او پېاوړې هڅې هم شته دي.  
افغانې ټولنه د يوه ستونزمن او پېچلی لېږد يا گذار په مرحله کي دی، په کوم کي چي  متضاد، رنگارنگ او له يو بل سره توپېر لرونکي لوري فعال دي. د افغانې ټولنې په جوړښت کي  قومي، دينې، فرهنگي، دودوېز،  سياسي، دولتې، اقتصادي ، ټولنېز... عنصرونه په نا برابره توگه عمل کوي. افغانې ټولنې هېڅکله هم متجانسه وده او پرمختگ نه درلود. د ودې او  پيښو ته د لوری ورکولو  په کار کي کله يو او کله  بيا بل عنصر عمده لوری پيدا کوي او له دي سره جوخت  د ودې او پرمختگ په کار کي کله  دا او يا هغه عنصر د خنډ
 په توگه عمل کوي. د امان اله خان د تگلارو په وړاندي دواړو دين او فرهنگ د خنډونو رول تر سره کړ.
همدا دم سره ددې چي  د پورته ياد شويو عنصرونو تر منځ ناانډولې، مخامختيا او تضاد شته دی، خو د ودي په چاره کي د نورو عنصرونو په پرتله  د سياست او دولت رول  اوچت دی.
په سياست اود سياسي ژوند په ډگر کي هم د نابرابرې او بې انډولې ستونزې شته دي. د ټولنېزو او سياسي ځواکونو تر منځ او په تېره بيا د سياسي گوندونو تر منځ د سياليو په ډگر کي  نابرابري او بې انډولې موجوده
ده.. سره ددي چي موجود سياسي سيستم په پلورالېزم تکيه کوي، خو يو شمېر ډلې او په تېره بيا د مجاهيدينو اسلامې ډلې ځانونه له نورو لوړ او برتر بولې او واک ورته خپل مالکيت ښکارې او هڅه کوي واک په خپله ولکه کي  وساتې.    
 لکه چي وويل شو افغانې ټولنه د لېږد په ستونزمن حالت کي يو ټولنه ده. د لېږد دا ډول حالت هميشه له ستونزو اوگواښونو ډک يو حالت دی. د لېږد حالت يو کړکيچ او بحران  راوړونکی حالت دی او که په خپل
وخت ددي او هغه کړکېچ دفع و نشي نو منځ راغلی کړکېچ او يا بحران کولاي شي د واکمنو او نظام د شويدو لاملونه را منځ ته کړې.  بې له شکه په افغانستان کي د ودې، پرمختگ، ملت جوړونې او دموکراسي په وړاندي لوی باالقوه او بالفعل پېاوړي گواښونه شته دي. هغه څه ته چي ملت ويل کېږې تر اوسه جوړ شوی نه دی او
ددي خبرې کول هم گران کار چي کله په افغانستان کي ملت جوړونه پېل شوې او کله به سر ته رسېږې.    
 په افغانستان کي له يوه لوری دموکراسي، مدنې ټولنه او پانگواله اړيکې وده کوي، خو له بله لوری افغانې ټولنه تر اوسه له فيودالې ــ قبيلوې جوړښتونو، قبيلوې ذهنيت او د دودونو له حاکميت څخه را وتلې يوه ټولنه نه شمېرل کېږې. په افغانې دودېزه ټولنه کي قبيلوي او د پلارسالارې اړيکې واکمن رول لري او د قانونې او
 قراردادې اړيکو په پرتله  سنتې اړيکي او  دودونه پېاوړې پاتې کېږې. په  ټولنه کي د قانون په ځای قبيلوې او قومي اړيکو ته وفادارې ساتل کېږې او د وگړو تر منځ  اړيکې د وړتيا او لياقت په ځای د پورتنيو ياد شويو  بنيادونو په اساس عمل کوي. د وگړو تر منځ همدا ډول يو حالت په ټولنه کي د فساد او او بې کفايتې له پراختيا سره مرسته کوي.  په افغانې ټولنه کي تر اوسه هغه مدنې چاپيريال نه دی ايجاد شوی چي په وگړو د خپلويو او قومي اړيکو په ځاي د هغوې د حقونو، وړتيا او آرزښتونو په بنياد قضاوت وشي.
     په افغانستان کي ميشت  قومونو د پېړيو په اوږدو کي يو د بل په وړاندی ن پوهاوی او زغم لري اوله يو بل سره په سوله او همکاري کي ژوند کوي. دلته نه  ددې او هغه قوم د گوښه کولوIsolation او نه هم ددې او هغه
قوم د منحل کيدوAssimilation  هڅه شوې دې. قومونو په ډېره طبعي توگه د پيوستون Integration لاره وهې.
همدارنگه نه د روسيې او ترکيې په شان له هيواد سره په زور ددې او هغه قوم د يو ځای کولو کومه بيلگه شته
دی. نه په افغانستان کي د پخوانې يوگوسلاويا په څېر کوم قوم د خپل قلمرو د جلا کولو پوښتنه را پورته کړې  ده. همدارنگه  په افغانستان کي هېڅکله هم قومې او فرهنگې توپېرونه د جگړې لامل نه وه  اونه  دا توپېرونه  په يوازنې توگه په سياسي او جگړېز ځواک بدل شول.  قومې ستونزې او ټکرونه د سياسي موخو په بنياد د قومونو په ځای له پاسه او د بهرنيانو پوسيله د "دوښمن جوړولو"  په دود ايجاد شوي.
 په افغانستان کي د واک د خلا ترڅنگ د ملې هويت خلا هم منځ ته راغله. دولت، پوځ، پوليس... ړنگ شول او خلک مجبور شو د ځان  ساتلو له پاره قومونو او قومې هويتونه ته په شا وروگرزي اوله دي سره جوغت
د گوندونه  سياسي، دينې او ايديولوژيک  هويتونه  هم له ژور بحران سره مخامخ او د پرونيو قومي او ژبنيو هويتونو په لور ولاړل او له دې جملې  سياسي او ايديولوژيکې بې هويتې  ډېر پاخه انترناسيوناليستان  د ترايبالېزم  د سنگرپه ساتونکو بدل کړل.
 
دوښمن جوړول
په افغانستان کي د قومونو تر منځ د کرکي او واټن د ايجاد کولو او بيا د هغوې تر منځ د جگړې کولو له پاره  په مصنوعي توگه د دوښمن جوړولو لاره غوره شوه. د دوښمن جوړولو او د دوښمن  ترسېم کولوامکانات  هغه وخت پراخ  شول  چي ويشوونکي اوبيلونکي عناصر د سياسي تگلارو او قضاوتونه په بنسټونو بدل شول.
د کورنۍ جگړې پيښو وښودله  کله  چي  سياسي تگلارې او سياسي قضاوتونه  د  ايديولوژې، قوم، سېمې، ژبې او مذهب په بنياد نيول کيږې د دوښمن جوړولو او د دوښمن ترسېم کولو چاره هم ساده او اسانه کېږې. په
دا ډول يوه حالت کي  دا ډېره اسانه شوه چي د ټولنې يوه برخه، يو قوم، ديوې ژبې ويونکي، د يوه مذهب پېروان او د يوې سېمې اوسيدونکي په دوښمنې ونيول  شي. د جرم، خيانت او جنايت تعريف هم ساده او اسانه شو. له دی او هغه قوم سره تړاو، په دې او هغه ژبه خبرې کول، ددې او هغه مذهب پېروې کول او ددې او هغه تنظېم او گوند غړيتوب د جرم، خيانت او جنايت په مانا وو. وژل، شکنجه کول، بندي کول ... هم اسانه او ساده شو. چا په بې باکې سره ډلېز قبرونو ايجاد کړو، چا ژوندې انسانان اره کړل، چا له شا څخه د انسانانو په وهلو سره د هغه د سترگو د راوتلو ننداره کوله او چا بيا مړو ته د قېرو په بیلرو کي نڅا ورکوله . دا هم اسانه شوه چي په مصنوعي توگه جوړ شوی دوښمن ته ضد انسانې، ضد ملې،  د ملحد، د وحشې،  د فرارې... ځانگړتياوې ورکړل شي او بيا دې او هغه لوری ته ددې ځانگړتياو په ورکولو سره  مشران، امران، قوماندانان،
جنگ سالاران  او اتلان وکولاي شي  په خپلو پلويانواو لشکر کي د جوړ شوی او ترسېم شوی دوښمن په وړاندې  د " موږ" او "دوې" په نوم کرکه او نفرت ايجاد کړې،  ټولنېزه بې باورې منځ ته راوړې، قوم، ژبه، مذهب او کلتور سياسي کړې او په خپلو پلويانو او لشکر دا خېره قبوله کړې چي دوښمن هزاره دی، دوښمن تاجک دی، دوښمن ازبک دی او دوښمن پښتون دی. 
 له بده مرغه په افغانستان کي د دوښمن جوړولو تگلاره له خپلو  ټولو ويجاړونکو پايلو سره سره  نه دی ختمه شوې. که پرون دا کار دي او هغه جنگ سالار کاوه، که پرون دا کار د مليشې دي او هغه قوماندان کاوه. نن دا کار د يوشمېر ليکوالو، اخبارونو او ويب سايتونو پوسيله تر سره کېږې.

په افغانې ټولنه کي  فدرالېزم د ټوټې کيدلو او ويشلو لاره ده.
 ديو شمېر روشنفکرانو ستونزه د ټولنې د حالت  په نه درک کولو سره پيل کېږې. کله چي دا ډ له روشنفکران د ټولنې د موجود جوړښت او موجودو ستونزو په پېږندنه او بيا د هغوې  د حل په کار کي پاتې راځې. نو د ستونزو د ساده کولو او د حل له پاره د ماشومانه نسخو ورکولو ته مخه کوي.  پيښې ساده کوي او له پيښو سره په ساده گې سره چلند کوي. د ټولنېزو پيښو ساده کول په نيمگړې پوهې برسېره د سياسي موخو د تر لاسه کولو په چاره کي د تېرايستلو او يا  د کرکې درلودلو پايله هم ده او په تارېخې لحاظ د ترايبالېزم ځانگړتيا ده. دا ډول چلند په ساده کولو برسېره يوه  روشنفکري بنسټ پالنه هم بلل کيداي شي. بنسټ پالنه په هره بڼه چي وي  يوه منفي پديده ده او د بنسټ پالنې بله ځانگړتيا د پديدو په پېږندنه کي د هغې بې وسه ده، کومه  چي د پيښو یوازي يو لوری گوري او د خپلو نظرياتو په پلې کولو ټينگار کوي. بنسټ پالنه ددې پروا نه کوي چي ددوې د نظريو د عملي کولو پايلې به څه وې او څه به کېږې. هر څه چي کېږې د دوې نظريې تر ټولو ښې نظريې او يوازنی حقيقت دی او بايد پلې شي. د ملت جوړولو په هکله روشنفکري بنسټ پالنه بې له دې چي سکریستې او يا شوونيستې جامې يې په تن دي دکمونستې او مذهبې بنسټ پالنې په شان د ټولنې موجوديت له گواښ سره مخامخ  کوي. 
په افغانستان کي يو ځل ملت او ملې هويت  د پرولترې انترناسيونالېزم او دوهم ځل هم د مذهبې بنسټ پالنې قربانی شو. اوس يوه ډله چي پرونې انترناسيوناليستان هم ورسره مل دي  هڅه کوي  افغانستان  ترايبالېزم ته په شا وروگرزوي او بل لوری  بيا د شوونېزم په پېروي  د ژبې يا قوم د برتري غوښتنې په بنياد هڅه کوي چي د اتلسمې او نولسمې پېړيو په دود د زور او استبداد پوسيله د ملت جوړولو کار ته سازمان ور کړې.
 روشنفکري بنسټ پالنه  په ټولنه کي  له يوې خوا د پلورالېزم او سکترېزم او له بلې خوا د سکترېزم او فدرالېزم  توپېرونو ته د گوتو له کونجونو گورې او خپلو سکتريستې تگلارو ته کله  د پلورالېزم او کله بيا هم د فدرالېزم  په نومونو قانونيت ورکوي. يو بل شمېر  بيا د ملې  ستونزو حل  د دواړو افغانستان او افغان  د نومونو په بدلولو کي لټوې او غواړې د افغانستان نوم په خراسان او د افغان نوم په افغانستانې بدل شي.
د ساده کولو، تېر ايستلو او روشنفکري بنسټ پالنې يوه بيلگه هم  د " مليت يا ميليتونه" د کلمو په کارول دي او بيا د هغوې په بنياد د فدرالېزم د جوړولو تگلارې ته قانونيت ور کول دي.  پوښتنه داده چي دا " مليت" څه شی دی او د افغانې ټولنې په جوړښت کي د " مليت" ځای چېرې دی؟   د " مليت" کلمه افغانې ادبياتو ته له کمونستې ادبياتو او په تېره د ايران د تودې د گوند له ادبياتو را کاپې شوې يوه کلمه ده. د افغانې ټولنې په ټولنېز جوړښتونو کي د " مليت" په نوم کوم جوړښت نه پيدا کېږې او همدارنگه که د ملت د کلمې معادل په انگلسې ژبه کي ناسيون Nation  وي. د " مليت" معادل څه شی دی؟  افغانستان د ملتونو او مليتونو په ځای له قومونو جوړ شوی يو هيواد دی او په ټولنه کي قبيلوې  دود او ذهنيت چي په ويش، دوښمنيو، سمېزو سياليو اوپه تورزورگنيو تکيه کوي پېاوړی پاتې کېږې. افغانستان د قومونو کور دی او د قومونو په کور کي  د فدرالېزم جوړول نه يوازي يو جلاکونکی او ويشونکی عمل دی، بلکې کولاي شی ملت او ملې هويت د قومې او سمېزو هويتونو تر سيوری لاندي راولې او دتجزيې کولو په لور د هيواد لارښوونه وکړې.
د روشنفکري بنسټ پالنې پورتنې هڅې د پرونی ناکام او ناورين راوړونکی چپ افراط مېراث دی.  پرون ددې له پاره ټولنه په مصنوعي توگه په  طبقاتو ويشل کيدله چي د  ثورناورين او يوگوندي استبداد قانونيت پيدا کړې او نن بيا په هماغه دود ټولنه  په " ملتونو" او يا " مليتونو" ويشل کېږې تر څو د فدرالېزم د جوړيدو چاره توجيه شي. په افغانستان کي د فدرال سيستم د جوړولو له پاره اول بايد هيواد وويشل شي، ټولنه ټوټې ټوټې شي او د قومونو تر منځ پولې جوړې شي، کومې چي هېڅکله موجودې نه وې او بيا وروسته به يوه قبيلوې ډوله فدرال سيستم  جوړ شي او دا په اسانې سره د افغانستان د سياسي نقشې د بدلولو لاره همواره کړې. ددې نظريې پلويان  له  دواړو فدرالېزم او له افغانې ټولنې نيمگړی او ساده درک لرې. د فدرالېزم د پلويانو دليلونه او استدلالونه سړی دې نتېجې ته رسوي چي له يوې خوا دوې د فدرالېزم يوازی يو لوری  " سياسي لوری"  وينې او له بلې خوا د دوې پام او توجه د ټول افغانستان په ځای  دو، درو ولايتونو ته دی.  فدرالېزم يوازي سياست نه دی او فدرالېزم يوازي سياسي لوری نه لري،  بلکې په لمړۍ درجه کي د هغه اقتصادي اړخ بنسټېز اهميت لرې. يو فدرالې هيواد نه يوازې يو پېاوړی اقتصاد ولرې، بلکې د ايالتونو تر منځ د اقتصادي توازون د  ساتلو وړتيا هم ولرې. په افغانستان کي تر اوسه  دا ډول اقتصاد نشته دی. په افغانستان کي هغه ملې اقتصاد او يا داخلې مارکيټ نشته دی چي  د هيواد بيلې بيلې برخې سره پيوند کړې. شمال د جنوب په ځای  له گاونډی هيوادو سره پېاوړي اقتصادي اړيکي لري او جنوب بيا د شمال په ځای د له پاکستان سره پېاوړي اړيکي ساتې.  اقتصاد او اقتصادي اړيکې کمزورې دي او د قانونې او سپېن اقتصاد په پرتله تور او غېرقانونې اقتصاد پېاوړی دی. د کورنی اقتصاد او کورنی بازار د کمزورې په صورت کي د فدرالېزم جوړول د ملت جوړولو په ځای د ملت ماتولو په مانا دی.  
      په پاکستان کي فدرالېزم نه د ايالتونو تر منځ سياسي برابرې تامېن کړي او نه يې ددې ایالتونو تر منځ اقتصادي توازون ساتلی دی. په سياسي برخه کي ايالتونه د مرکز تر کلکې څارنې لاندي دی او په اقتصادي برخه کي وده نه يوازي متجانسه نه دي، بلکې د بيلگې په توگه د بلوچستان او پنجاب تر منځ د اقتصادی
نابرابرې واټن د ځمکې او اسمان واټن دی. د پاکستان په شمال کي  منځنيو پېړيو ته  ورته اقتصادي اړيکې واکمنې کوي.  د پاکستان تجربه ښيې چي نه فدرالېزم هر ځاي ضرور دی او نه د قومې ستونزو د حل يوازنې لاره دی.
که د فدرالې سيستم په جوړولو کي موخه د حاکميت ويش وي نو لاره يې د هيواد تجزيه کول دي او که موخه
د حکومتې واک ويش وي  تر ټولو ښه لاره دموکراسي ده.  دموکراسي په ډېره ښه توگه کولاي شي د ټولنې په اقتصادي او سياسي ژوند کي نه يوازي د افغانستان د اوسيدونکو قومونو، بلکې د افغانستان د هر ځانگړی اوسيدونکي ونډه اخيسته خوندي کړې.
د ټولنې په هکله، د ټولنې د ستونزو د حل په هکله يوازې د نظريو او ارمانونو درلودل کافې نه دي، بلکې مهمه خبره د پوهې په بنياد ددې ستونزو درک کول او بيا ور ته د حل لاره پيدا کول دي. افغانستان د ارمانگريو د ړنگونکو پايلو بشپړه تجربه لرې. . ښه خبره داده چي روشنفکران  د ټولنې د نيکمرغې په لور د ټولنېز ذهنيت او شعور له ودې سره مرسته وکړې. نه دا چي دوي پخپله په ستونزو بدل شي او ستونزې ايجاد کړې.

دموکراسي او ملت جوړونه
 په افغانستان کي ملت جوړونه له يوې خوا د نولسمې پېړۍ د پرونيو ناسيوناليستې ځانگړتياو په ځای په  د نړيوالو بنيادونو او له بلې خوا د ژبې، قوم، مذهب او فرهنگ په ځای  په سياسي او تارېخې بنيادونو جوړېږې. هغه وخت د هميشه له پاره تېر شوی چي افغانستان ددې او هغه قوم او يا ددې او هغه ژبې په برتري درلودلو
سره ملت شي. په افغانستان کي نه ديوه قوم د واکمن کيدولو چانس شته دی او نه ددې او هغه ژبې برترې د
ملت جوړولو له چارې سره مسته کولاي شي. دواړه شوونېزم او سکترېزم  د ملت جوړولو په وړاندي گواښ دی.
لکه چي يادونه وشوه په افغانستان کي ملت د فرهنگ په ځای په تارېخې او سياسي بنيادونو جوړېږې او افغان ملت د فرهنگی ملت په ځای يو سياسي ملت دی. په افغانستان کي ملت جوړونه د وگړو او يا گروپونو د توافق او قرارداد په ځای يوه خپلواکه سياسي لړۍ ده. دهويت د جوړولو په کارکي د ژبې، قوم، مذهب تر څنگ تارېخې  عنصر هم رول لري او د ملې هويت په جوړولو په تېره بيا په يوه قومې لحاظ پلورالستيک ټولنه کي
تارېخې عنصر ټاکونکي رول لوبوي. په افغانستان کي د ملت جوړولو بری د قومي، ژبنی، مذهبې ځانگړتياو
په ځاي  په تارېخې او سياسي ځانگړتياو کي دی.
     له نړيوالو بنيادونو د ما مطلب په لمړۍ درجه کي دموکراسي، ازاد مارکيټ، مدنې ټولنه او بشرې حقونه دي، کوم چي په افغانستان کي  د ملت جوړولو له چارې سره مرسته کولاي شي. د همدي آرزښتونو پلې کول  د ټولنې، واک او سياست په کار کي ددې هيواد د هر اوسيدونکي د ونډې اخستلو حق خونديتوب کوی. په افغانستان کي   يوازي او يوازي  دموکرا سي  کولاي شي چي د ملت کيدلو او ملت جوړولو د بری ژمنه ورکړي.
 په هند کي  دا دموکراسي ده چي د ملت جوړولو او د ټولنېز باور په  ايجاد کي ټاکونکی رول لوبوي. په هند کي صدراعظم سک او سکان د هندې ټولنې 1,84% برخه جوړوي. همدارنگه د هند ريس جمهور مسلمان او مسلمانان د هندې ټولنې  13,4%جوړوې. د هند بريالۍ تجربه راښيې چي دموکراسي نه يوازي په واک
کي د قومونو او هر ځانگړی وگړی ونډه خوندي کوي، بلکې په ټولنه کي د توپېرونو او تفاوتونو د منلو او
هغوې ته د درناوی کولو د فرهنگ د ودې سيستم هم دی.
ناجېريا د ٢٥٠  اتنيکي گروپونو په لرلو سره د ملت جوړولو په لور وده او پرمختگ هغه پېل کړ چي له ديکتاتوري او پوځی کودتاگانو خلاصه او د دموکراسي لاره يې خپله کړه.
په گاونډي پاکستان کي د ملت جوړولو په کار کي د دموکراسي په ځای په ايديولوژې ) اسلامې ايديولوژې(
تکيه وشوه او پاکستان ته ايديولوژيک ملت هم ويل کېږې. په پاکستان کي له يوې خوا د دموکراسي نشتوالې او له بلې خوا يو په بل پسي پوځي کودتاگانو د ملت جوړولو لړۍ له لويو لويو ستونزو سره مخامخ  او ددې هيواد د تجزيه کولو عملې امکانات يې منځ ته راوړو چي پايله يې له پاکستان څخه د بنگله ديش
جلا کيدل وو. همدارنگه  پخوانې يوگوسلاويا ، چېري  چي ملت له پاسه د زور پوسيله او د کمونستې ايديولوژي په بنيادونو جوړيدو په تراژيکه توگه  يې د ځمکې په سياسي نقشه کي خپل ځای له لاسه ورکړ.  
د ملت جوړولو په کار کی بنسټېزه مسله د حاکميت مسله ده.  نن  حاکميت د نولسمې پېړۍ خلاف د نړيوالو منشورونو او اعلاميو په معيارونو قانونيت پيدا کولاي شي. که نن  د حاکميت په کار کي د خلکو ونډه او اراده نه وي هغه ته يو مشروع او قانونې حاکميت نه ويل کېږې. نن دولتونه او حکومتونه اجازه نه لرې د ملې حاکميت په نوم په يوه هيواد کي چي څه يې زړه غواړې تر سره کړې. نن دولتونه نه يوازې د خپلو خلکو په وړاندې، بلکې د نړيوالو په وړاندي هم حساب ورکونکي دی. نن د ملې حاکميت تر څنگ  بشرې حقونو او ازادي چي نړيواله بڼه لرې هم مطرح دي. که څه هم ديکتاتوران  او په خپل سر دولتونه کله د " بشرې سوسيالیستې حقونه" يا د " بشرې اسلامې حقونو" په نوم د بشرې حقونو په وړاندې فرهنگې او ايديولوژیک ديوالونه جوړوې او يا بشرې حقونواو ازاديو ته ايديولوژيک، فرهنگي او مذهبې رنگ ورکوي. خو بشرې حقونه، کوم چي انسانې حقونه دي او انسان يې د خپل انسانيت په بنياد لرې دا ډول ځانگړتياوې نلرې.  بشرې حقونه هغه وخت خپل اصلې مفهوم تر لاسه کوي چي نړيواله بڼه ولرې. بشرې حقونه په ملې، ايديولوژيک، مذهبې او فرهنگې پولو کي نه ځاېږې. په ننۍ نړۍ کي د انسان، انسانې آرزښتونو د بشري حقونو او ازاديو د خوندي کيدو او ساتنې  په کار کي د فرهنگې، مذهبې او ملې قانونو او اصولو په ځای نړيوال  منشورونه او اعلاميې د لمړيتوب حق لري.
په افغانستان کي ملت په هغو حالاتو کي نه جوړېږې چي ملې خپلواکې د " د تجارت په ملې کولو" ، د " خارجې پانگې په  ملې کولو" او د " صنعت په  ملې کولو" سره مشخصه کېږې او همدارنگه په هغو شرايطو کي هم نه جوړېږې چي د ملت جوړونې او د ملې خپلواکي په تامين کي يوازي په " بيگانه لوري" تکيه وشي.
د ملت جوړولو په کار کي بنسټېزه د کورنيو لاملونو په نظر کي نيول دی.
په اوسنې نړۍ کي  داسي هيواد نشته دی چي د نړۍ  له نورو هيوادو سره دي په اقتصادې لحاظ تړلی نه وی.
پرون  د استقلال مانا په اقتصادي لحاظ نه تړلتيا " عدم وابستگې" وه. خو نن ملتونو د نولسمې پېړې په خلاف له يو بل سره تړلې او يو په بل تکيه کوي. همدارنگه  د پر مخ تلليو دولتونه په شمول دولتونه  هڅه کوي بهرنې سرمايه را جلب اود داسي سياسي او اقتصادي چاپېريال د را منځ کولو هڅه کوي د سرمايې امنيت خوندي کاندي. همدادم  په نړۍ کي د دولتونو تر منځ د سيالې کولو په ډگر کي د پانگې را جلب کول مرکزي ځای لرې. د پانگې پرونيو نه پخلاکيدو نکو دوښمنانو هم د پانگي په را پيداکولو او راجلب کولو کي د اوسپنې څپلې په پشو کړې دي او په دي هکله کولاي شو د چېن د کمونست گوند د مشرانو هڅې يادې کړو.
په افغانستان کي د ملت جوړولو بری  د دموکراسي، ازاد مارکيت او د بشري حقونو او ازاديو د مراعات او درناوي کولو په بری کي دی.