پوهنمل محمودنظری

په کلتوراو ادب کی د ژوو او الوتونکو سمبولونه

 سمبولونه د میلتونوهغه پټي ناویل شوی خبرې دی چي د سمبول په بڼه بیانیږی.

سمبول ته نښه ،نماداو مظهر هم ویل شوی  دی .

سمبول کیدای شی یو مادی شی وی چی په طبیعی ډول و هغه شی ته چی نغوټه ورته کیږی پیوند ولری، سمبول جوړول یو اګاهانه روند نه بر عکس دمکاشفی اویا شهود له لاری ناببره په زړه کي جوړیږی او راوځی

سمبول له طبیعت،شیانو،رنګونو ، ژوو....  نه جوړیږی .

 ډیر وخت سمبولونه په مستقیم ډول له خیال او سوچ نه  پیدا کیږی یا پر هغه تاثیر ښندی دا ډول سمبولونه د روانی انرژی نه ډک او نفوذ لرونکی سمبولونه  وی

 ژوو او الوتونکو د بشر له پیدایښت نه تر ننه د میلتونو په کلتور او ادب کي ډير رول لوبولی دی او ډیره اغیزه یې پرکړی ده .

 په ادبیاتو کي منظوم او منثور اثارو، آنځورونه ،کیسو او متلونو کي د سمبولونه او رمزونه او کنایو او استعارو ډیر  ډولونه لیدل شوی او دبشر ی ادب ډیره برخه په بر کي نیسی

سمبول د لېکوالو او شاعرانو ابتکار دی چي په یوه سیمه کي ویل شوی بیا یې توسعه پیداکړی او کله کله ځینی سمبولونه نړی وال هم شوی دی

د ژوو او الوتونکو سمبولونه په شعرونو، کیسو او طنزو کي :

د بهرام شاهی کلیله او دمنه چي رودکی هغه  له سانسکرت نه دفارسی نظم ته  اړولی ده د ژوو خبرې دی؛د عطار منطق الطیر د انسان سیراو سلوک و خپل اصل ته رسیدل دی او د الوتونکو سفرد د خپل ځان دسیمرغ د پيدا کولو دپاره دی؛ د مولانا  مثنوی د الوتونکو او ژوو له خولې کیسې دی. د عبید زاکانی د موږک او پېشوطنز یه مثنوی ده ؛ د سعدی په عبرتی کیسو کي ژوو او الوتونکی  په اصل کي د انسانانو د کرکتر نه خبرې کوی

ګېدړه په حیله او مکاری، ښرمښ او پړانګ په ځناورتوب او وینه تویولو، زمری په دلاوری او شجاعت او د ځنګله پاچاه؛ هوسۍ په ښاېست ؛سپی په وفاداری، پاسبانی او د غله او ګدا سره په دښمنی پیژندل شوی دی  همداسې د الوتونکو نه طوطی په ویلو،طاووس د وزرنو او بڼکو په ښاېست ، بلبل او عندلیب په رېز کولو،کوکو کوتره( فاخته) د ترانه ویلو په سمبول پېژندل شوی دی .

د انسان په عوض د ژوو او نور شیانو نوم اخېستل د انسان فطرت او طینت په بله ژبه تمثیل ول د ی د انسان تعلق او تړون  د طبیعت او چاپیریال او یو بل  سره د هغو اثر اچونه   ښیي

سمبولونه په انځورونو کي:

هوسۍ: هوسۍ چي په دښتو کي ژوند کوی د ډیرو ښکلو ژووله ډلې نه ده چي نر یې ډیر ښکلی دی  او هغه توروالی  چي د سترګو شاوخوا یې لری  هغه د ښځنه هوسۍ نه بیلوی

ماهی خوړونکۍ (لګ لګ): د نوی ژوند سمبول دی خلکو ګمان کوی چي دا الوتونکی په خپله وینه خپل بچیان غټوی نو ځکه د شفقت ، ترحم او قربانی سمبول ګڼل شوی دی

بورا: د پېلې څخه د هغه راوتل د هغی دوېم ځل الوتل بورا د تل پاتی ژوند او ږیږېدو سمبول کړې ده او په چین کي بیا بورا د ډیري خوشالۍ اوډیره ښکلا سمبول ده

وزر: یو نړیوال او ډیر مښهور سمبول دی  لکه وزر لرونکی آسان، همداسې وزر د فکری الوتنی او د انسان د ارادی  سمبول رسوی وزر درلودل د هر شی نه ملایکه جوړوی چي په خپل ذات کي ازادی غوښتل او کامیابی له ځان سره لری

طاووس:دا لودېزو او ختېزو هیوادو یو ګد سمبول دی او هم دطبیعت د دوګونی او ثنویت سمبول دی په هندی سمبول کي چي کله (کامه) یا د دمینې الهه پر طاوس سپوردی دا د ډیر هوس سمبول دی  د هغه په پښه د مار پیچیدل او د هغه له  وزر لاندی پټېدل د نفرین شوی الوتونکی ننوتل و جنت ته سمبول دی

ښکر: ښکر لرونکی انسان لکه د هوسۍ ښکرونه د قوه با او باروری سمبول دی

آس:دو خصلته هم د مړینی او هم د ژوند سمبول ګڼل کیږی  هم د سوچ، خرد او نجابت او دهم د حیوانی غریزی سمبول رسوی او په نوی سمبولو کي د غوا پر ځای د قربانی ځای نیسی او هم  قوه با او باروری ښیی

سپی:چي له اوره سره وی  لکه اور او شغله په جنسی سمبول بدلیږی ځکه اوراو جنسی نیروسره پیوند لری په میسحیت کي د وفاداری او د واده په سمبول مشهوردی

سمبولونه په متلونو کي:

ټټو:د هغه چا سمبول چي وشرمیږی

(د ټتو نه یې وپوښتل: پلار دی څوک دی؟

هغه ویل: مور می آس دی)

سپی ته یې هډوکۍ واچوی .

(رشوت  ورکول)

چغال ناری وهی .

(د چا خبرو ته بې اعتنایې )

چغال پوخ خټکی ولید

( ډیر شوق  لرل)

کوتره د سولې سمبول:

هغه  وخت چي  د نوح (ع) کښتۍ په توپان کي را ګیر شوه

نو نوح(ع)  وغوښتل دکښتی اوسیدونکی په یو ساحل کي تا کړی له همدی کبله یې کارغه د وچې په لټه ولېږی کارغه ساحل وموند او هلته د یو مردارجسد باندی کښیناست او د هغه په خوړولو شو، دا خبر نوح (ع)ته ورسید اوهغه و ویل چی د دی پسله کارغه مردارخوره الوتونکی  ده . دا وار یې کوتره واستوله هغه په هوا کي ګرځېده چي یوه وچه یې تر سترګو شوه او هلته کښته شوه د هغه نیمی پښی په اوبو کي وی  دا اوبه د عذاب اوبه نو مېدی او ډیری تودی وی نو کوتره بیا والوتله اوبله وچه یې وموندله د زیتون په ونه کښیناستله د هغه نه یې کوشنۍ َڅانګه پری او په مشوکه کي یې نوح (ع)ته وروړه او نوح (ع)کښتۍ دهغه ساحل خواته بوتله د هغه تاریخ و روسته کوتره د سولی سمبول وبلله شوله.

دژووسمبول د کال لپاره:
د ختیځ اوسیدونکی له چین تر مصرپوری ډیر پخوانی  باور  اواعتقاد لری او وایي  چي هر کال د یو حیوان سمبول پر نړی  حکومت کوی او د هغه حیوان ځانګرتیاوی پر هغه کال حاکم وی

د دولسو حیواناتو جنتری په ځانګړی توګه په افغانستان او ټوله اسیا کي خپل خاص ځای لری چینایان او نورمنځنی اسیا میلتونه  د ژوو تاثیراتو چي په هغه کال مسلط دی لکه : ږېږېدنی، کارونه، دوستی، عشق او واده باندی اعتقاد لری پخوا سوچ کیده دا یوازی د ترکانو او د اسیا د خلکو رواج دی خو اوس مالومه شوه چي دا سمبولونو په امریکایی بومیانو کی هم رواج درلود

ابوریحان البیرونی دا رواج دمنځنی اسیا ګنی  او په خپل اثر اثارالباقیه کي د ترکانوکلنی جدولونه ښیی چي داسې دی

۱- چقان يا کسکو (موږک)

 ۲- اود يا سغر (غویي)

۳- بارس (پړاګ)

۴- تفشان يا تفشيجان يا توشقان (سوی)

 ۵- لو (نهنگ)

 ۶- ييلان (مار)

۷- يونت (آس)

۸- قوی ( پسه)

 ۹- بيجين (بیږو)

۱۰- تغاقوی يا تخاقوی (کورنی چرګ)

۱۱- ايت (سپی)

۱۲- تونگوز( سرکوزی)

داپخوانی شعر داسمبولونه داسی بیانوی :

موش و بقر و پلنگ و خرگوش شمار
                                                     زان چهار چو بگذری نهنگ آيد و مار

 

آنگاه به اسپ و گوسفند است حساب
                                                    حمدونه و مرغ و سگ و خوک آخر كار

پایولادلسول په خپل کتاب د( چینی طالع لیدل) کي لیکی: بیږو د شیطنت او فیتنه ااچولوسمبول دی او په دولسو کلنو کي دایوغیر معمولی کال دی ،  د چرګ کال د نظامیانو او دیکتاتورانو کال او دسپي کال د دادخواهی او عدل کال دی.

لمنلیکونه:

 

۱- آشیل -کبوتر نماد صلح ،بابول کم

۲-نماد زيبايي- تبیان

۳-بی بی سی - فارسی- نماد سال 1385: سگ به حکومت خروس پايان می دهد.

۴    - سیروس شمیسا - نگاهی نقادانه و تکمیلی به شاهد      بازی در ادب فارسی- مجله فرهنګ و ادبیات

۵-از ویکی‌پدیا- نماد ، دانشنامهٔ آزاد

۶-دستگیر نایل- با زبان بی زبانی مجله بازار هفته شماره-275