پوهنمل محمود نظری

ولی په لکړه پیچلی مار د طب نښه ده؟

د طب پایه ایښوونکی یونانی اسکولاپیوس چي لکړه یې په لاس کي ده او مار پر پیچل شوی دی د نن ورځي د طب سمبول ګڼل کیږی.

البته اوس د مار او لکړی د دوو ځانګړو نښوو(سمبولونو) نه کار اخېستل کیږی چي یو یې مار د اسکولاپیوس په لکړه پیچل شوی دی چي اسکولاپی نومیږی او بل یې دوه ماره دهرمس په لکړی(کادوسیوس) پیچلی شوی دی چي یو جوړه وزرونه هم لری چي دا بیا کادوسیوس هرمس نومیږی

ولی کوم یو یې دطب اصلی سمبول دی ؟

اسکولاپیوس او د هغه طبی نښې:

اسکولاپیوس د طب پایه ایښوونکی بلل کیږی او د ژوند پېچلۍ تاریخ لری هغه د آپولو د یوه الهه ( کورونیس) زوی وو ګر چي آپولوخپله په کورنیس عاشق وواو هغه یې اومیدواره کړی هم وه خو کورنیس په بل چاعاشقه وه او غوښتل یې د هغه سره واده وکړی، نو د آپولوخور آرتمیس هغه ووژله او هغه ماشوم چي د هغې په نس کی وو د عمل په واسطه ژوندی را ویست او د هغه نوم یې اسکولاپیوس کېښود بیا آپولو هغه یو قنطورس چي چیرون نومیده ته ورکړ چي هغه ته د شفا هنر ورزده کړی

اسکولاپیوس په جراحی اود طبی بوټو په استعمال کي دومره ماهر شو چي مړي یې را ژوندی کول نو د مړو فرمانروا (هاوس) د ده دې کارو نه په غوسه شو او زیوس ته یې شکایت وکړ او زیوس هغه د تندرپه برېښنا سره مړ کړ

اسکولاپیوس درې لوڼی درلودی چي مدیترنا، هایجنا او پاناسیا نومېدی چي هر یوه یې بیاپه ترتیب سره د طب، سلامتیااو شفا سمبولونه شول .

د ۵۰۰- ۱۲۰۰ د میلاد نه مخکی اسکولاپیوس د یونانی- رومی طب د پام ور اصلی کانون وو خلکو د هغه پرستش کاوه او همداسې د هومر په لیکونو کي اسکولاپیوس تل ژوندی طبیب بلل شوی دی چي په جګړو کي یې شفا بښونکی کارونه تر سره کړی دی. د طب پلار( بقراط) ادعا کوی د اسکلاپیوس له پښته دی.

مار او لکړه په طب څه اړه لری؟

Textfeld: Asculapius, the Roman god of healing

د یو مشهوریونانی داستان په اساس هغه وخت چي اسکولاپیوس یو ناروغ چي ګلایوکس نومیده معاینه کوی یو مار یې کوټې ته ور ننوت اسکلاپیوس په خپله لکړه هغه مار مړ کړ، په دی وخت کي یو بل مار کوټې ته را

ورننوت چي په خوله کي یې یو ډول واښه نیولی وه هغه یې د مړه مار په خوله کي ورکړه او هغه مړ مار ژوندی شو اسکولاپیوس د هغه وروسته د هغو واښو نه د خلکو په ژوندی کیدو کي کار اخیست

 

 

 

کادوسیوس هرمس:

د یونانی نکل په اساس هرمس د مایا او زیوس زوی وو د یو داستان په اساس هرمس خپله لکړه د دوو مارانو چي په جنګ اخته وه ونیوله اود هغو جګړه یې ودرول او دواړو مارانو ځانونه پر لکړی وپیچل چي تر اوسه ځینی په غلطی سره د دی سمبول نه کار اخلی.

هرمس د تجارت او ثروت سمبول دی چي په غلطی سره د طب په سمبول مشهور شوی دی هغه یو چالباز سړی او د غلو ملاتړ هم وو.

د یو بل نکل په اساس کله چي ارتمیس د آپولو خورکورونیس مړه کړه هرمس اسکولوپیوس د عمل په واسطه له هغې له نسه را ویست او داسی ویل کیږ ي چي هرمس د اسکولوپیوس ماما وو

د طب حقیقی نښه کومه ده ؟

داسی مالومیږی چي باید اسکولاپیوس د طبابت سمبول وی ولی بیا هم ډیړ ځایونه د هرمس د نښو نه استفاده کیږی

په ۱۹ پیړی کي یوامریکایی ډاکټر خپل سمبول دهرمس نښه کړه هغه ویل چی هرمس یو تاجر او پیامبر وو. او په ۱۹۰۲ کي دامریکا پوځ د هرمس نښې خپرې کړې چي بیا یې ډیر ژرپه خلکو کي رواج وموند.

داسکولاپیوس لکړه د استحکام او قدرت نښه ده او د ډاکټرانو په ښو اخلاق هم دلالت کوی او مار بیا د ژوند بښلو نښه ده چي زوړ پوست غورځوی او نوی پوست چي ددوباره ژوند اوځوانی نښه ده راوړی .

تر اوسه په ډیرو هیوادو کي نوی ډاکټران د بقراط قسم اخلی او وایی:

«زه د آپولو په طب او اسکولاپیوس ، هايجيا و پاناسیا اوپه ټولو الهېو قسم اخلم او هغوی شاهدان نیسم... ».

Asklepios with Caduceus