دستگېر خروټی

 

يو تارېخې فرصت


 په افغانستان کي د روانې جگړه اصلي لامل په پاکستان کي د جنرال او ملا واکمنې ده.


په افغانستان کي د پاکستان  لاسوهنه ټولې  نړۍ ته ښکاره شوې او دا خبره منله شوې چي د روانې جگړې  مرکز په پاکستان کي دی.  په افغانستان کي د پاکستان د لاس وهنې بندول اوس د افغانې غوښتنې په ځای يوه نړيواله غوښتنه ده او دا د افغانستان بری دی چي دې غوښتنې نړيواله بڼه غوره کړې او دا افغانستان ته ددي امکان ورکوي چي د پاکستان په ضد د پراخ او فعال  ديپلوماتيک تېری لاره غوره کړې. څومره چي ممکنه وي په پاکستان بايد ديپلوماتيک فشار زياد شي. څومره چي ممکنه وي د نړۍ دولتونو، پارلمانونو او خلکوته د پاکستان د لاسوهنو او غولونو په هکله معلومات ور کړل شي.  په دې کار کي دي افغانې پارلمان خپله
ونډه واخلې او خپل استاذې د نړۍ او په تېره بيا اروپايې پارلمانونو ته ولېږې. پاکستان هغه امکانات له لاسه ورکړې چي د نړۍ او په تېره بيا د غرب پاملرنه له اصلې مسلې بلې خوا ته واړوې. غرب په دي ښه پوه دي چي
دا د جنرال مشرف ديکتاتورې دي چي ترور او تروریستې شبکو ته امکان ورکوي چي خپلې شبکې جوړې کړې، خپلې ليکې پېاوړې کړې، روزنه يې وشي او ورته اکمالات وشي.  پاکستان نشي کولاي نړۍ ته شا وروگرزوي. پاکستان د ايران په شان هغه امکانات او مالې توان نه لري چي د نړۍ په وړاندي مقاومت وکړې. پاکستان په افغانستان کي په عمل کي له غرب سره مخامخ دی. پاکستان په افغانستان کي له ٣٧ هيوادونو سره مخامخ دی. غرب  او ناتو کولاي شي پاکستان دی ته اړ کړې چي د افغانستان په هکله خپل سياست  بدل کړي.   
 په نړۍ کي په چټکې سره د پاکستان په هکله دا تصور پېاوړتيا پيدا کوي چي پاکستان د افغانستان د ناخوالو او روانې جگړې يو پېاوړی لامل دي. مشرف او پاکستان له ترور سره په مبارزه کي صداقت نه لرې او په دي هکله  له ريا، دروغو او غولولو ډکه تگلاره چلوې. د پاکستان د دموکراسې په هکله هم تصور بدل شوی او پاکستان ته د هغه هيواد په سترگه کتل کېږې چي د دموکراسې په ځای د پوځ په وسيله اداره کېږې او هغه څه ته چي دموکراسي ويل کېږې يوازي د نړۍ د غولولو يوه وسيله ده. په دي هيواد کي هره ورځ په پراخه او ځورونکې توگه د انسان په ازادې او حقونو تېری کېږې. فساد او رشوت  د سرطان د ناروغې په شان  د پاکستان  دولتې جوړښت ټولې برخې نيولې .
نړۍ په پاکستان کي د جنرالانو او د جنرال مشرف له واکمنې ستړې ښکارې او په دي هيواد کي د دموکراسي په لور بدلونونه غواړې. په پاکستان کي جنرالانو نه يوازي په  واک منگولې لگولې، بلکې د اقتصاد ډېرې مهمې برخې هم د هغوې په ولکه دي.  له پاکستان سره د عربې نړۍ اړيکې هم د پرون په شان نه دي پاتې. له عربې نړۍ سره په " اسلامې ورورولې" کي  لوی او لوی درزونه پيدا شوې دي او د پاکستان دا  هڅې چي له عربې هيوادونو سره په اړيکو کي خپل " اسلامې هويت" پېاوړی کړی هم د زېړيدو په لور روانې دې.

يو جنرال او څو څېرې


مشرف د خپل غولونکی شخصيت تر څنگ يو هيستريک او ځان پالونکی شخصيت  دی. هغه ډېر غواړي چي خپل ځان وښيې،  هغه غواړې خپل ځان او خپل شخصیت محور وگرزوي او ځان ته د نورو پام راواړوې. همدا وجه دی چي احساساتې او ماشومانه حرکتونو کوي. دا ډول اکتونه او چلند د ښځو په منځ کي ډېر پيدا کېږې.
     مشرف په ځان پالنه کي دومره ډوب دی چي  د پاکستان ثبات او  ملې يووالی د خپل ينوفورم کچې ته را ټيټوي او د پاکستان او ملي يووالی ساتنه د پاکستانيانو په ځای په خپله پوځې خولۍ او په خپل پوځې ينوفورم  کي وينې. هغه فکر کوي که  خپل پوځي ينو فورم لري کړي او پوځې دنده خوشي کړې  پاکستان به بې ثباته شي او ملي يووالی به له گواښ سره مخامخ شي. که دا له يوې خوا په پاکستانيانو د بې باورې مانا دادې  له بلې خوا په پاکستان کي د ملې انديښنه او ملې يووالی د کمزوری په مانا هم دی. دا خبره رښتياده چي په پاکستان کي نه تر اوسه ملت جوړ شوی او نه ملې انديښنه ايجاد شوې. دلته په اصطلاح ملت د ټوپک او ايديولوژې پوسيله ساتل کېږې. خو دواړه ايديولوژی او ټوپک د ملت جوړولو بنيادونه نه دی او نه په دي بنيادونو ملت جوړېږې.  
جنرال مشرف له يوې خوا په خپلو هستريک اکتونو د ټولې نړۍ غولو ته ملا تړلې ده او له بلې خوا د افغانستان او د کرزی په هکله د سياسي او اخلاقي ژبې په ځای د زور او بدماشۍ په ژبه خبرې کوي اوخپلې مټې او داړې ښيې. سره ددې  چي مشرف  تر پوزې په ستونزو کي ډوب دی او په پاکستان کي د بې سارو ستونزو په هکله پاکستان او نړۍ ته دروغ وايې او  سره ددې چي رشوت، فساد، جعل کولو، دروغو او غولولود مشرف د ادارې ټولې خواوې نيولې، خو مشرف  د افغانستان په وړاندي د زور او قدرت نمايش ورکوي.
    مشرف د خپل هيستريک شخصيت تر څنگ يو غولونکی شخصيت  دی له يوه لوری غواړي په افغانانو غرب بې باوره کړې او په تېره بيا پښتون قوم په بنسټ پالنه تورن کوي او روانه جگړه د پښتنو جگړه تعريف کړې، هغه هڅه کوي ددې قوم قوم پالنه او وطن پالنه د مذهبې بنسټ پالنې پوسيله کمزورې او يا له منځه يوسي، هغه ددې قوم په قلمرو کي د ښوونځېو په سوزولو سره غواړې ددې قوم نسلونه د زده کړې له حق څخه محروم  کړې، خو له بلې خوا ځان د پښتنو دوست او ناجې بولې او په افغانستان کي د پښتون د مظلوميت خېرې کوي.
   جنرال مشرف  هغه مشر دی  چي د خپل مشرتوب مشروعيت د خلکو په ځای له نېزې او موزې څخه اخلې. د مشرف واک او پرستېژ د خلکو د باور او ملاتړ په کچه  نه ارزول کېږې او په خپله مشرف هم دا کمبود احساس کولاي شي. د مشرف د واک  او پرستېژ اندازه د پوځ په ملاتړ اندازه کېږې او دی اړ دی  هغه څه ووايې او هغه څه وکړې چي پوځ  يې غواړې. خو پوځ هم له هغه څخه ستړی ښکاري او په پوځ کي د هغو قوماندانانو شمېر په ډېريدو دی چي د مشرف سره مخالفت کوي. ښاغلی مشرف په پاکستان او نړۍ کي په چټکۍ سره خپل تاثېر او خپله  اوتوريته له لاسه ورکوي. ‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏
 
د پاکستان ناکام دولت
ډېر سياست پوهان په دي باور دی چي د پاکستان دولت يوه ناکام دولت ته پاتې کېږې او په دي دولت کي د
ناکام دولت پېاوړې نښانې شته دي. په پاکستان کي سياسي او پراخه حقوقي بې انډولې او بې ثباتې شته دي. پاکستان له دواړو د هويت او ايديولوژي له بحران سره مخامخ دی. د ايديولوژيک بحران ژوروالی ددې امکانات منځ ته راوړي چې پاکستان د وفادارې په هکله پوښتنې را پورته شي. په بل عبارت  ايديولوژيک بحران کولاي شي د تجزيې په لامل بدل شي او پاکستان  د يو گوسلاويا په څېرله يوه برخليک سره مخامخ کاندي.  سره ددې  چي پاکستان  د ايديولوژيکي کولو تگلاره چلوې او پېاوړې بيلگي يې د پښتنو په سيمو کي ليدل کېږې،
  خو هغه ايديولوژيک  بنيادونه چي پاکستان  ورباندي جوړ شوي د زمانې له غوښتنو او په يويشتمه پېړۍ کي د ملت جوړولو له آرزښتونو سره په مخامخ او کلک ټکر راغلي دي. د اوسنې نړۍ په چټکې سره بدليدونکې پيښې  له هېڅ ايديولوژې سره نه همغاړې کېږې او نه په دې او هغه ايديولوژې کي ځاېږې.
     همدارنگه  ايديولوژي او اتمې وسله د دولت د پېاوړتيا او بری بنيادونه اونښانې  نه دي.  شوروي هم ايديولوژي درلوده او هم اتمې وسله، خو چي د زمانې له غوښتنو سره مخامخ شو د شگو د کورگی په شان ولويد.
په پاکستان کي د ملې امنيت بحران په ژوريدو دی او د پاکستان ملې امنيت له بالفعل او له پېاوړی بالقوه گواښ سره مخامخ دی او په دي برسېره پاکستان همدادم په پراخه توگه د  بهرنيو اړيکو او د ديپلوماسې له بحران سره هم په زياتيدونکي کچه مخامخ کيدونکی دی.
   د مشرف بې ثباته څرگندونې هم د پاکستان د بې ثباته حالاتو بيان کونکي دي. د هغه نظريات د پاکستان د سياسي او ټولنېز حالت انعکاس دی.  په پاکستان کي  سياست نه يوازي په  ايديولوژي  کي، بلکې په پراخه پيمانه په څوگونی فساد کي هم را نغښتی دی. له فساد او جعل سره د پاکستان سياست داسي رانغښتې چي جلا کول يې له ستونزو ډک کار دی. په دی هيواد کي سياست په فساد او فساد په سياست بدل شوی.
په پاکستان کي د خلکو او پوځ تر منځ واټن په پراخيدو دی. خلک په پوځ باور له لاسه ورکوي. پوځ غواړې هر څه د ټولنې هر برخه سياست، واک، اقتصاد، اداره، ټولنېزې چارې... د پوځ تر قوماندي لاندي حرکت وکړي، خو خلک غواړي په خپل برخليک واکمن شی او په پاکستان کي د پوځ په ځای دموکراسې واکمنه شي.

  په دولت کي دولتونه


  سره ددې چي په پاکستان کي ټولنه د جنرال او ملا له خوا يرغمل او کنترول کېږې او د سياسي سيستم اصلې بنسټونو هم همدا جنرال او ملا جوړوي، خوموجود سياسي سيستم په ناهماهنگی برسېره يو بې ثباته او ماتيدونکی سيستم دی. دلته جنرال خپله او ملا خپله اجندا لري. د پاکستان په سياسي ډگر همدا دوه د يو اوبل الترناتيف دي. درېم الترناتيف په کلکه کمزوری دی.‏ د درېم الترتاتيف کمزوري جنرال ته چانس ورکړی چي د ملا د الترناتيف  په وړاندي نړيوال ملاتړ تر لاسه کړې. هغه څه چي  دا دوه سره يو ځای کوي د افغانستان او هند په هکله سياست او تگلارې دي، کومې چي د اي.اس. اي چي په دولت کي دولت بلل کېږې پوسيله همغاړې او پلې کېږې.
ملا غواړې په پاکستان کي د دولت،  واک او زور پوسيله د خپلې خوشې اسلام پلی کړې. په پاکستان کي د هر بل اسلامې هيواد په پرتله بنسټ پالنه پېاوړې ده او پېاوړې کېږې. د وزيرستان حالات په عمل کي دا ډول يوې هڅې د بری بيلگه ده او جنرال مشرف په دي سيمه کي له طالبانو سره په تړون کولو سره دا هڅې په رسميت پېږنې او دا په پاکستان کي د يو بل دولت د جوړيدو په مانا دی.
 د پاکستانې ټولنې ناهم اهنگ او نامتجانس جوړښت دا ټولنه په نامعلوم لوری ټيله کوي. په پاکستان کي نوې پيښې د شکل نيولو او جوړيدو په حالت کي دي او داسي امکانات شته دي چي د نويو پيښو شکل نيول  زور واخلې او چټکې شي.  په کلو او اطرافو کي د بنسټ پالنې د پراختيا تر څنگ د پنځلسمې پېړۍ فيودالېزم هم مسلط دی. په ډېرو ځايونو کي  هغوې خپلې لښکرې، خپل زندانونه او خپل قانونونه لري. په پښتنو سيمو کي دودېز جوړښتونو په غېر طبعې توگه په ماتيدو دی او  د قوم د مشر ځای  ملا نيسې. د قومې اړيکو ځای تنطيې اړيکو ته سپارل کېږې په ښارونو او په تېره بيا په لويو ښارونو کي مافيا مسلطه کېږې او له خلکو باج تر لاسه کوي. جنرالان په ټول پاکستان واکمن نه دی. په بلوچستان او د پښتنو سيموکي د جنرالانو واکمنې له کلکو چلنجونو سره مخامخ دی اوپه  تېره بيا د طالبانو د غورځنگ پراختيا د جنرالانو د واکمنې ساحه  نوره هم ور تنگوي. په ډېرو سيمو کي جوماتونه د واک  او د خلکو د ستونزو د حل کولو په مرکزونو بدل شوي. د ښوونځېو ځای مدرسو نيولی او دلته د جنرالانو په ځای د ملا او طالب واک چلېږې.
د پاکستان واکمن دا حالت درک کولاي شي او هڅه کوي د پيښو مخه ونيسې. ددې هڅو له جملې اساسي هڅه داده چي خپلې ستونزې نورو ته په تېره بيا افغانستان ته صادرې کړې او په افغانستان کي د بې ثباتې په ساتلو سره د پاکستان د بې ثباتې مخه ونيسې. مشرف  له پاکستانې ستونزو څخه د پاکستانيانو د پام اړولو له پاره  د ای.اس. اي په وسيله  په افغانستان کي او هند کي پيښې ايجادول غواړې.  مشرف په وزيرستان کي له طالبانو سره په  تړون کولو نه يوازي د افغانستان په لور د هغوې د تللو لارې په پراخه توگه پرانيستې، بلکې
په دی کار سره يې په افغانستان کي د جهاد! په کار کي د پاکستانې بنسټ پالنې ونډه اخيستنه هم تشويق کړله او دا په ښکاره توگه په افغانستان کي د روانې جگړه په چاره کي د پاکستانې جنرالانو او ملايانود يووالی ثبوت ورکوي.
فرانسوې سياست پوه وايې: » د جگړې مسله له هغه څه ډېره مهمه ده چي جنرالانو ته وسپارل شي« خو په افغانستان کي روانه جگړه  د هغو  جنرالان په لاس کيوتې ده چي فکرونه او انديښنې له شوونېزم، کرکې او ډار څخه ترکيب شوي دي. له یوې خوا پاکستانې جنرالان غواړې په افغانستان کي د خپلې خوښې دولت ولری او له بلې خوا په افغانستان کي له ثبات او دموکراسي څخه په وېره او ډار کي دي.    

راتلونکې جرگه او روانه جگړه


په هر حالت کي د دا ډول جرگې را بلل ښه کار دی. خو اوس خبره د جرگې په " ښوالی"   نه، بلکې د جرگې  په " موثريت او پايلو" دی. بله مسله دادی چي دا روانه جگړه د قوم او د قوم د مشرانو په ځای د جنرالانو او ملايانو جگړه ده او د دا ډول جرگې په رابللو سره به موخه دا نه وې چي جگړې ته  قومي رنگ ورکړل شي، کومه چي د  مشرف غوښتنه دی. په دي برسېره د جرگې په هکله دا لاندې پوښتنې هم منځ ته راځې:
- قوم هماغه قوم دی چي پرون وو او مشران هماغه مشران دي چي پرون وو. قوم او قومې مشران به په دې
جرگه کي د پريکړو په کارکي خپلواکې ولرې او دا به يوه خپلواکه جرگې وې؟
- په روانو پيښو په تېره بيا په جگړه د قوم اود قوم د مشرانو د تاثير او نفوذ اندازه څومره دی؟
- که راتلونکې جرگه د جگړې د کمولو او يا درولو په کار کي بې وسې وښيې بيا به څه کېږې؟
زه فکر کوم چي دا جرگه به دومره موثره او بريالې نه وي، څومره چي ورته انتظار کېږې. د موجودو حالاتو او د روانې جگړې څرنگوالی ما ته د جرگې د بری په هکله هيله او اميد نه را کوي. همدارنگه له ما سره دا وېره هم  شته دی چي له دې جرگې به د افغانستان په ځای د پاکستان  لاس ته راوړنې ډېرې وې. په دي کي شک نشته چي جگړه به له جرگې وروسته هم روانه وې او دا به پاکستان ته بهانه په  لاس ور کړې چي ووايې:   قوم نه غواړې چي جگړه ختمه شي.  پښتانه نه غواړې چي جگړه ختمه شي. د پښتون قوم مشران نه غواړې چي جگړه ختمه شي. پاکستان به نه يوازي روانه جگړه  د پښتون قوم د جگړې په نوم توجيه کوي، بلکې په  افغانستان کي به د قومونو تر منځ ناباوريو ته لمن ووهې. 
روانه جگړه د يوه دولت په داخل کي جگړه نه دی. ددې جگړې اصلې منابع له افغانستان څخه د باندې پرتې دې او د دا ډول یوې جگړې حل کول د قوم او د قومې جرگو په ځای د دولتونوکار دي.
ښه دا دې چي د دې جرگې په ځای د ملگرو ملتونو، امريکا او اروپايې اتحاد په گډون د افغانستان او پاکستان د صلاحيت لرونکو استاذو تر منځ د دواړو خواو د غوښتنو، گټو او اندیښنو په نظر کي نيولو سره دحل يوه بنيادي او وروستۍ لاره را ويستل شي.