اسدالله زمری
اور
سو ځیدل د ژوندانه دو هم مفهوم دی
شمعه مړه شي چې له سولو نه شي خلا صه
هر نفس کې هوا سو ځي په سینه کې
دنیا تل د نغري دی له اخلا صه
سمندر هم د لمبو او اور یو کان دی
لاړ شه وپوښته دا راز ته له غواصه
د چا زړه کې چې لمبې د کینې نه وی
ټیټه نه ګڼي بخښنه تر قصاصه
د یوه آدم زامن وسول دې اور کې
څه توپیر وو د عوامو له خواصه ؟