صديق کاوون توفاني

 

 

پر(( ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ))

څو لنډې خبري

((ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ ))دافغانستان دنوميالي ليکوال او څيړونکي ښاغلي محمد اکبر کر گر څيړنيز اثر دى چې په ١٤٧ مخونو کې په ښکلې قطع اوصحافت د٢٠٠٥ کال په جنوري کى په پيښور کې د((دانش خپرندوي ټولني)) له خوا چاپ اونشر شويدي ٠ تر دې پخوا مو دکرگر صيب نور په زړه پورې داستاني اوتحقيقي اثار لکه سينده ځه سينده بهيږه ٫ شيبى اوچې ماشومان سندره ووايي( لنډي کيسې ) څو ادبي يادوني ٫ غنې دشگو په محل کې ٫ په حالنامه کې دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره ٫ دفرانڅ کافکا په ذهني نړۍ کې لنډ سفر ٫ (( لويه جرگه اولويي پريکړي )) څيړنيز اثار ٫ تروريزم اوجگړه  ( له انگليسي ژبي څخه ژباړه ) ليدلي اولوستلي دي چې هر يويي جلا اوځانگړي ارزښت لري ٠

خو دلته خبره دښاغلي کرگر پر تازه خپاره شوي کتاب (( ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ ) ) ده ٠په دغه کتاب کې ښاغلي ليکوال پر داسې موضوعگانو بحث کوي چې تر دې دمخه دپښتو ژبي نورو ليکوالو اوڅيړونکو يا خو ورته هيڅ پام نه وو کړي اويايي ورته ډيره لږه توجه کړي ده ٠ په دغه کتاب کې دنړيوالو ادبياتو دڅلو رو مشهورو اومطرح څيرو البرت کامو ٫ فرانڅ کافکا ٫ گابريل گارسيا مارکز ٫ اويو هان ولفگانگ فون گويته په باب بحث کيږي ٠ ( له دغو څلو رو تنو څخه کامو اومارکز دنوبل جايزه اخيستې ده ) چې هريو ه يې په جلا دور اوبيلابيلو تاريخي ٫سياسي ٫اقتصادي ټولنيزو اوفرهنگي شرايطو کي ژوند کاوه ٠ ( له هغو څخه يوازي گارسيامارکز ژوندي دي ) ٠دوې هر يو جلا فلسفي ادبي ليدتوگو لرونکي اودانساني ژوندانه له مسايلو سره بيل برخورد لري ٠ پر دغه کتاب دفلسفې ښوونکي  ليکوال ښاغلي اسد اسمايي يو لنډه خو ژوره سريزه کښلي اوکتاب يي له فلسفي ٫ روحي ليد له لوري ارزولي دي ٠ نوموړي دغه اثر په پښتو ادبياتو کي لومړۍ هڅه بللي اوستايلي يي ده ٠

ورپسي دکتاب دليکوال سريزه راځي چي دادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ سرليک يي موندلي دي ٠ ٠ ليکوال خپل کتاب ته هم همدغه نوم ټاکلي دي ٠ چې بيخي پر ځاي اودکتاب له منځپانگي سره موافق ٫ اوبرابر نوم دي ٠ ځکه چې پر کتاب کې هم ټول بحث پر ادبياتو اودانسان پر دروني نړۍ څرخي ٠

ل

له البرت کامو سره د هيلو په دوه لاري کې د کتاب د هغې برخې  سر ليک دي چى دفرانسوي ستر ليکوال اوفيلسوف (( کامو )) اند وژوند ته ځانگړي شويده ٠ په لومړي سرکى دهغه دژوندانه ځينو اړخونو ته لنډي اشاره شويده اوځيني اثار يي معرفي شويدي ٠ اوورپسي دکامو پر ادبي فلسفي نړۍ ليد مفصلي خبري شويدي ٠

ليکوال په ډير دقت دکامو خبره دهغه داثارو اوليکنو په هنداره کى گوري ٫ اودهغه تحت

الشعوري اودروني نړۍ ته لاره پرانيزي ٠ ليکوال هْڅه کوي کامو هغسي چې وو موږ ته راوپيژنې٠

هغه کامو چى دانسان رواني اوټولنيزو ستونزو زوراوه اودانساني ژوند په يوازيتوب اوبي گټيوالي يي باور درلود ٠ هغه ته انسان په بشري نړۍ کى يوازي پردي اوناهيلي بريښيده ٠ دغه عقيده دکامو په نژدي ټولو اثارو کي په ځانگړي توگه په وبا )) (( سقوط )) اودسيزيپوس په افسانه کې له ورايه ځليږي ٠

کامو په خپلو اثارو کې دخپل فلسفي تفکر ( پوچتوب ) پر بنسټ دانساني ژوند غمجن داستان تفسيروي ٠ هغه داستان چې دده په اند په هيڅ اوپوچ ولاړ دى ٠

سره له دې چې کامو په خپل يو اثر کې چې دمهاجرت اوامپراتورۍ تر سرليک لاندي په ١٩٥٧ کال کي خپور شوى خپل پخواني فلسفي افکار تر بيا کتنې لاندې نيسي اوپر اخلاقي ٫انساندوستانه ارزښتونو زور اچوي ٠ خو هيڅکله هم په بنسټيز ډول خپل پوچيسستي فلسفي نړۍ ليد يې                په ځينو برخو کې له  اگزستيانسياليزم سره اړخ لگوي٠

د

دکتاب بل څپرکى (( دفرانڅ کافکاپه ذهني نړۍ کې لنډ سفر  )) سرليک دى ٫ خو کله چې سړې په دغه سفر کې له ليکوا سره ملگري شي متوجه کيږي چې سفر لنډ نه دې بلکې ښايسته اوږود اوستونزمن دى ٠

موږ له ليکوال سره په دغه سفر کي ملگري کيږو ٠ او وينو چې زموږ ليکوال دعلمي څيړني پيلوځي په لاس په ډير زغم اودقت سره گام په گام اوقدم په قدم دکافکا په ذهني نړۍ کې لاره وهي٫ هر گوټ ته سر ورښکاره کوي اوهر ناروښانه دهليز روښانوي ٠

دکافکا دنننۍ نړۍ خو له ډيرو جگو ټيټو ٫ غرونو اوغونډيو ٫ کاڼو اوکږليچونو ډکه ده او پر هغه باندې دپوهيدو له پاره  ژور فکر اوځواکمنه پوهه لازمه ده ٠ ددري ژبي ستر هندي شاعر ميرزا عبدالقادر بيدل يو وخت دخپل شعرپه باب ويلي وو :

معني بلند من فهم تند ميخواهد   سير فکرم اسان نيست کوهم وکوتل دارم

دبيدل دغه خبره دکافکا په هکله هم ريښتيني ده ٠ دکافکا په فکري نړۍ کي گرځيدل اوهغه هم هسي خوشي بي هدفه گرځيدل نه بلکي ديو څه لټول اوهدفمند گرځيدل لازمه پوهه ٫ روښانه ذهن اوستر زغم غواړي ٠   

داځکه چې کافکا هسي سطحي اوسرسري خبري نه کوي بلکي په ډير ژور اوپيچلي ډول يو څه بيانوي هغه څه چې نه يوازي په ده بلکې په هغه دوران پورې چې دې په کې ژوند کوي هم اړه لري ٠ کافکا چې څه ليکلي ٫په خپل ځان او په خپل زړه يي ليکلي اوپه دې توگه يي دخپل لڼډ غمجن اوترخه رنځني ژوند انځور کاږلي دى چې سړى کولاي شي په يوه ډول دهغه وخت بشري گډ درد اورنځ هم په کې وگوري ٠

زموږ گران ليکوال اوڅيړونکي  اکبر کرگر په ادبي اوفلسفي پوهه داسي سنبال دي چې په ښه توگه توانيدلي دکافکا ذهني نړۍ ته ورننوزي اوسفر په کي وکړي ٠ څه يي چې په دغې پراخې ذهني نړۍ کې لټولي موندلې يي دي اوڅه يي چي موندلي ويلي يي دى ٠

پخپله دکرگر ليکني خو هم سطحي اوسرسري نه دي ٠ که چيري دده لنډې کيسې په غور ولولو نو دې ته مو پام اوړې چې دى په خپلو کيسو کې ډيرو ژورو فلسفې اوروانې مسايلو ته توجه کوي هغو مسايلو ته چې زموږ دوخت په فردي اوټولنيز شوي برخليک پوري اړوند مهم اومهم مسايل دي ٠ کر گر صيب هم په خپلو لنډ وکيسو کې ( تر هغه ځايه چې ددغه ادبې ژانر تخنيکي محدوديتونو ورته اجازه ورکړي ده ٠ ) خپل ځان اوزړه بيان کړي اوخپل درد يي چې زموږ ددوران اوزموږ دنسل گډ درد هم دې کښلي دي ٠ له دې خبرو څخه زما مقصد دانه دي چې دغه دوه ليکوالان ٠چې دخپل ادبي ٫ فلسفي نړۍ ليد له مخې يو له بله سره ډير توپير لري پرتله کړم اويو شان يي وښايم ٠

کله چې موږ له کرگر سره يوځاي دکافکا ذهني نړۍ ته ورننوزو وينو چې دي دموزيم دهغه مهربانه اوځيرک لارښود په شان چې نندارچيانو ته په خوږه ژبه اوپراخه حوصله دموزيم داثارو په باب مالومات ورکوي ٫موږ له لاسه نيسي دکافکا ذهني نړۍ ته مو بيايي دهغه په اثارو کي لکه مسخ ٫ ښکاري گراکوس ٫ دوه رگه ٫ محاکمه ٫ ٫لوږه اوهنرمند ٫ اونورو کې مو گر ځوي اوپه خوږه اوشاعرانه ژبه دکافکا دليکنو ستونزمن مفاهيم راته بيانوي اوتفسيروي ٠

دلته بايد يادونه وکړم چي دفرانڅ کافکا په ذهني نړۍ کي لنډ سفر ديو جلا رسالي په توگه پخوا په کابل کي هم خپور شوي و ٠چې اوس دنورو زياتونو سره په دې اثر کې چاپ شوي دى ٠

ت

تر فرانڅ کافکا وروسته ستر کولمبيايي ليکوال اوپه ادبياتو کې دنوبل دجايزې وړونکى (( گابريل گارسيامارکز))اودهغه سل کاله يوازيتوب ته وار رسيږي ٠ گارسيا مارکز چې دلاتيني امريکي دمعاصرو ادبياتو تر ټولو مطرح مهم اومشهور استازي دى ٠ هغه چې دژورنالست په حيث کار پيل کړي و اوبيلابيلو ورځپاڼو اوخپرونو ته يي مقالي ليکلي دخپل جادويي ناول (( سل کاله يوازيتوب )) له چاپ اوخپريدو وروسته نړيوال شهرت پيدا کړ ٠ گارسيا مارکز اوجادويي رياليزم چى په سل کاله يوازيتوب کې څپې وهې ٫ زموږ په هيواد کې هم دهمدغه اثر په وسيله وپيژندل شو ٠

ښه مي ياد دي په هغو کلونو کې چې ددغه اثر فارسي ژباړه چې دايراني ليکوال بهمن فرزانه له خوا ترسره شوي وه کابل ته راغله ٠ زموږ دهيواد دليکوالو اوفرهنگيانو له تاوده استقبال اوهرکلي سره مخامخ شوه ٠ تر کومه ځايه چې ماته مالومه ده په هغو کلونو کې په ټول کابل کې دصد سال تنهايي اثر يواځي دري څلور ټوکه شته والي درلود اوبس ٠ نوځکه هغه وخت دا اثر لاس په لاس گرځيده اوبيا بيا ولوستل شو ٠

دسل کاله يواځيتوب ناول چې دبوينديا دکورنۍ اودهغوۍ دکلي ډيريدو اوپريوتو کيسه ده ٠ په ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ کې په ډيره په زړه پورې توگه څيړل شوي اوارزول شوي چې دستايني وړ ده ٠

ليکوال لومړي دگابريل گارسيا مرکز په هکله مالومات وړاندي کوي اوورپسي دهغه دافکارو اواثارو په هکله په زړه پوري بحث کوي ٫ دهغه ځاي ناولونه اورومانونه څيړي اوپه هغو کې دژوند انځورونه لټوي ٠

ديوازيتوب اسطوره اوجادويي رياليزم ددغه بحث بله په زړه پوري اوله مالوماتو ډکه برخه ده ٠ دلته دجادويي رياليزم اودهغه دځانگړنو اوفکري پس منظر په باب څيړنه اوشنننه شويده ٠ ليکوال له دغي څيړنې اوشنني څخه دې نتيجې ته رسيږي چې دمارکز ټول اثار په تيره بيا سل کاله يوازيتوب په ډيره ژوره مانا داوسني سرگردانه اولالهانده بشريت دژوندانه تابلو ده په دغه تابلو کې چي پخپله بشريت هم ورته په ځير ځير گوري درنگونو پر ځاي په کي خپلي ويني گوري خپله وژنه پکې گوري اوخپل ساده توب پکې گور ي ٠

د

دکتاب وروستۍ برخه دستر الماني شاعر اوليکوال يوهان ولفگانگ گويته ادبي ٫فلسفي مهم اوتلپاتي اثر (( فاوست )) ته ځانگړي شويده سره له دې چې دتاريخي فاوست په عمومي ډول اودگويته فاوست په باب ځانگړي ډول اوږده بحث اوپراخي څيړني ته اړتيا ده چې کيداي شي کتابونه پري وليکل شي خو زموږ  ليکوال اکبر کرگر په پوره توانايي سره سمندر په منگي کې ځاي کړي دي  اودادده دڅيړنيز لاسبري ښکارندويه ده ٠

په دغه برخه کي موږ لومړي په عام ډول دلسيزو په اوږدو کې دفاوست دتکوين له بهير سره اشنا کيږو او ورپسې دگويته دفاوست دتراژيدۍ ځانگړو پيژندلو لنډيز يي لولو ٠ په دې ډول ليکوال په ډير مهارت سره موږ دې غميزي ته ننباسي ٠ اودانسان اوانساني ټولني دژوندانه دغمجن داستان کيسه راته کوي ٠

دکيسي په بهير کې ناڅاپه متوجه کيږو چې په ناخوداگاه توگه دفاوست دنني درد زموږ په ژبه هم جاري شويدي ٠

(( افسوس پر ما ٫

يو عمر مې دفلسفې په وادۍ کې لار ووهله ٫ ډير وختونه مې دقانون په تورتمو دهليزونو کې دخداى پيژندنې اقاليمو ته مخه کړه ٠

خو افسوس ٫

چې تر اوسه هم له يوه ستړي ستومانه اونا هوښيار نه پرته بل څه نه يم ٠

ماته استاد وايي اوډاکټر مې بولي٠

خو ايا ما دې شاگردانو اومريدانو ته څه کړيدي ؟

يوازې په تورتمو واديو کې مې ونڅول ٠

پر شاړو غونډيو اومجهولو لارو مې سر کړل ٠

خو اوس په ډير ستړي ستومانه ٫ مات اودردمند زړه اوروح سره ٫

راتلونکې ته سترگې په لاره اوله هيڅ چا اوهيڅ شې پروا نه لرم ٠ ( ٢)

پ

په پاى کې دې پايلې ته رسېيږو ٫ چې ((ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ ))دنړيوالو ادبياتو ديوې برخې دډيرو نازکو پيچلو اوژورو مسالو دڅيړنې اوشنني په مقصد دښاغلي اکبر کر گر يوه بريالۍ هڅه وه ٠

لکه چې ومو ليدل موږ په دغه کتاب کې نه يوازې داچې له کامو ٫ کافکا ٫گارسيامارکز اوگويته سره اشنا کيږو بلکې دهغوۍ له ادبي ٫فلسفي نړۍ ليد سره هم پيژندگلوي پيدا کوو٠ اوهمدغه ټکې ددې اثر محوري ټکى هم دى ٠ مو ږ دهغوۍ څيرې دهغوۍ داثارو په هندارو کې گورو اوقضاوت پرې کوو ٠

ديوه ليکوال ٫ شاعر ٫ اوهنرمند دسمې پيژندنې له  پاره خو دهغه تر اثارو اوهستونو پرته بله کومه داسې هنداره شته چې ودې کولاى شي چې دهغه ددروني نړۍ ريښتيني څيره موږ ته راوپيژني ٠؟

د((ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ )) دکتاب دلوستولو وروسته دې پايلي ته هم رسيږوچې زموږ ليکوال په سړه سينه اولوې، زغم سره داړوندو ليکوالو دځينو اثارو پر بنسټ ديو شمير پيچلو رواني اوفلسفي مسالو شننه کوي اودبشرې ژوند دهميشني درد ونو ريښې يي پلټلې دي ٠

کر گر هغه ماڼو دى چې، په خوسا ډنډونو کې نه لامبي بلکې دريابونو ته غيږه ورته کوي اوله سترو څپو سره ډغري وهي ٠ دسمندرونو تل ته ورکښته  کيږي اوله هغه ځايه ښکلي او ځلانده مرغلري راباسي ٠

 

ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ ولولو اودهغه پيچلي موجود باطني دنيا ته سفر وکړو ٠ چې چا دانسان په نامه نومولي دي ٠

په پښتو ادبياتو کې دورته اثارو اوکتابونو دلاډيرښت په هيله ٠

٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

(١)دادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ کتاب له متن څخه ٠

دادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ کتاب له متن څخه ٠

صديق کاوون توفاني٫

  المان  جون    ٢٠٠٥ کال