ډالۍ : دخالد ځوانيمرګۍ ته !

 

دوكتور عبدالخالق رشيد

 

 

 

په تور ماښام کې
 وروستی خدای پامانی

 

هغه شپې مې ښې په ياد دي ، داسې لكه نن ، ژمى و، واوره دچاخبره په خروارو اوريدلې وه ، موږ يې په كوركې ميلمانه نه ووخو ميلمنو غوندې ناست وو، رښتيا خبره خو داوه چې موږ به په هره اوونۍ كې ددوى په كوركې سره راټوليدو، پلاريې زما داسې دوست وچې تراوسه پورې يې د دوستۍ خوږې خاطرې زما دزړه پر شيشه درز دي.

هغه ورځ مې له ياده نه ده وتلې ، واوره وه ، .ژمى و، چې دى له كوځايه ستړى اوستومانه كورته راننوت اوپرموږ ټولوكې يې لومړى خپل پلارته په ځيرځيروكتل، زړه يې ډاډه شو، ماته يې وكتل راته موسكى شو، غوښتل يې څه ووايي خو ويې نه ويل ، پلار يې غږ پرې وكړ چې :

- بچېه ښه شوې چې راغلې ، زړه مې په رټه درزاو،چې كه ته رانه شې دلاسو اوبه بياسنباد اچوي ،هو، سنباد، داسې چې نيمې په غالۍ تويوي اونيمې نوري دميلمنو پركاليو....

ده ورته وخندل او ورته ويې ويل :

هغه دوخته ګواښ راته وكړ چې دلاسواوبه بايد زه وانه چوم ...

دهغه په خبره مه شه زر كوزه چملچى راواخله....

شيبه لا نه وه وتلې چې بيرته راننوت اوپلارته يې وويل :

نه يې را كوي او وايي چې زه يې وانه اچوم نو ميلمانه به هم داسې وږي ناست وي...

موږټولو دا خبرې واوريدې، ټولو يي له پلاره هيله وكړه چې زموږ داقبوله ده چې كه كالي مولانده هم شې پروا نه كوي ، پريږده چې اوبه هغه واچوي ...

خو دده يې لومړى پلاراوبيا موږته خوله له خنداشنه وه ...

دى هغه مهال خورا خندنى اومينه ناك ماشوم و، زما موربه تل خپلولمسيانوته دا خبره كوله چې دده غوندې شي اوده غوندې ځان كړي...ځكه چې په هغې باندې په خپله دغه مينه ناكي دومره ګران وچې هرچېرې او دهرچاكره به يې دده ستاينه په خوله كې وه.

په دغه ورځ يي سره له دې چې دخپل پلار په باره كې خواشينونكې خبره اوريدلې وه بياهم موسكى اوخندنى ښكاريده.

موږ ته دلاسو اوبه سنباد راواچولې،خولكه چې پلاريې ډاريده داسې هم ونه شول هغه په ډيراحتياط سره زموږ لاسونه بې له دې چې كاليوته مواوبه راوالوزوي او ياهم دكوزې څوښكى زموږ پرخوا راواړوي راپريمينځل اوموږهريوه نن هغه په دغه مهم كارباندې لانورهم وستايه اووموپنځاوه ...

چاوې چې سنباد دلاسو اوبه نه شي اچولې ....

داخبره ګردسره دروغ ده ...

هرڅوك چې داډول خبرې كوي هغوى دروغ وايي هغوى سنباد نه پيژنې...

هغه شپې مې ښې په ياد دي ، داسې لكه نن ، ژمى و، واوره دچاخبره په خروارو اوريدلې وه ، موږ يې په كوركې ميلمانه نه ووخو ميلمنو غوندې ناست وو...

هغه ډيرې بدې شپې ورځې وې ، روسان او... لكه ليوان اوپړانګان دكابل په لارواوكوڅوكې تلل اوراتلل اوداسې په ليونۍ كې وو چې تا به ويل دزمانې تقدير ددوى په لاس كې دى اوهرچا ته يې دوى ورليكي ،همداوه چې دزياترو په تقديرونو يې لوبې هم كولې. اوموږ چې نورڅه مو له لاسه نه كيدل ، نوپه همدغوناستوپاستوبه موزړونه سړول، شعرونه به موويل اوكله ناكله به مو دوطن په باب خبرې كولې... هو دهغه وطن په باب چې له هم هغو شپوراپه دې خوا بياترننه زموږ نه شو...

دى به زموږ هريوه خولې او خبرو ته سترګې غوږونه و، اوزموږ ټولې خبرې اوبانډارونه به يې له پيله ترپايه اوريدل،زه په خپله ډله كې ترنورويارانوځوان وم ،دده به زياتې خبرې له ماسره وې ،او كله كله به چې له ښوونځي وختي راغى نوبيابه ېې زما ددفتر په لور ملا راتړلې وه او ترناوخته پورې به له ماسره ناست و او هلته به يې كتابونه لوستل او چې له ستونزو سره به مخامخ شو نو بيابه يې اوږدې اوږدې پوشتنې له ماكولې.

په دې يې زه هم ترډيرو نه پوهيدم ،خو وروسته وروسته راته روښانه شوه چې ده له شعرسره ليونۍ مينه درلوده، چې دهغه يو لوى لامل هم له ده سره وچې په هغو شپوكې هغه يوازې په زړه راتلاى شو نه په خوله ، هو ، هم هغه (لامل ) چې دده په زړه يې په هغوشپوكې لكه دكابل دديوال په شان وم ناكه كړۍ راتاوكړې وه.

په هغه ورځ چې موږ ددوى كره ناست وو، څوڅوځلې يې له خپل پلار سره دچاخبره پوس پوسى وكړ ، زما دغې شيبې ته ښه پام و،اوهغې نارامۍ ته مې هم دزړه په سترګوكتل چې يوازې يې دده دسترګو په وارخطا وارخطا كتوتعبيركيداى شواو بس، ترهغو پورې چې موږ هلته وو، له ده سره همداسې يوې نارامې څپې خپله وړتياملګرې كړې وه. زما زياته تلوسه دې ته وه چې دده دحيرانتيا په دغه راز باندې ځان پوه كړم، ډيره هڅه مې وكړه خوترډيرو يې له ماهم هغه خبره پټه وساتله ...

مازديګر ناوخته و چې كله مو خداى پامانې سره كاوه، پلاريې داترغوږ راتيره كړه چې نن مخكې تر دې چې كورته راشي په لاره كې كوم مهم سړي داخبره ورته كړې وه چې:

_ ګواكې پلار دې ....

_ په كوركې ګرده ورځې دروسانو خلاف...

_ نن ټوله ورځ دلته نامعلومو خلكو له موږ دده په باره كې...

اودده زړه په همدغودريوجملو ډيرنارامه كړى و. خوده بياهم په دغه ورځ ترهغوچې موږ هلته وو په دغه باره كې څه ونه ويل...

هغه شپې مې ښې په ياد دي ، داسې لكه نن ، ژمى و، واوره دچاخبره په خروارو اوريدلې وه ، موږ يې په كوركې ميلمانه نه ووخو ميلمنو غوندې ناست وو...

ډيركلونه تيرشوي وو،ېو وخت وچې كابل دورانۍ په منګولو كې كيوتى و، هرڅوك په هره خوا ترې تښتيدل، په هغو شپو كې په جلال آباد كې داسې ټيل ماټيل و چې دپښې ايښودو له پاره هم په ډيره سختۍ سره ځاى پيداكيده، زه هم جلال آباد ته لاړم ، څوورځې هلته وم، دكابل دترخه ژمي ترخې ورځې مې دننګرهار او پيښوردنرمواوآرامو شپو په نرميو اوګرميو كې له ياده وايستې.

يوه ورځ ډير ستړى شوي وم ، نژدې مازديګروچې دكانكورازموينه موواخيسته او خپلې كوټې ، په دې فكركې راروان وم چې اوس به بيا آرزومند او فياض خندانې خولې راته ولاړ وي او همدا ټپه به يې په خوله كې وې چې :

... روغ به ليونى شې كه درونټې مازديګرى دې وليدنه ...

زه په همدغه سوچ كې وم خو چې خپلې كوټې ته نژدې راورسيدم، زما دكوټې مخې ته يوڅوك چې ښايسته پكول يې په سرو يوې او

بلې خواته ته او راته، اول مې فكرته راغله دابه صميم صاحب وي ځكه هغه هم

هلته نژدې اوسيده اوزموږ ټولود محفلوشمه به په هغوشپوكې دىو،چې لږ ورنژدې شوم ومې ليد چې هغه هم نه و، رښتيا خبره خو داوه چې په هغو شپو كې له ځينوپكول والاوونه خلك ډيرډاريدل، دډاكترحصاري دخداى په لوري شي هغه به چې دانجنيري پوهنځې رييس له لرې وليد مځكې به دلته ځاى نه وركاوه او لاره به يې ترې چپوله ....

زه چې پكول والا آشنا ته ورنژدې شوم ، دچاخبره په ځاى مې رانه ووړ، چې ښه رانژدې شو ومې پيژند او په هغه تورماښام كې له خندا راته شين وو :

ـ كاكا زه يم ...

له غږه مې وپيژاند او له ځان سره مې ميلمستون ته بوت، هلته مو دشپې ترناوخته پورې ډيرې كيسې وكړې ، دشپې په وروستيوكې يې راته وويل چې:
ـ كاكادا به زمااو ستاوروستى ديدن وي...

رښتيا هم هغه يې شوه،اوپه څوورځوكې بيا په ننګرهاركې نه و ، له هم هغې ورځې وروسته موږ له يوه اوبله سره بيل شو، كلونه تيرشول، موږ له يوه او بله داسې ورك وو چې يوازې مو يوبل په يادوكې سره ساتل، هو، داسې چې يوله بله په ډيرې سختۍ سره خبريدو... هيچاهم نه سره خبرولواو هيچا مو هم يوه اوبل ته دژوند احوالونه نه وړل،

تيره ورځ مې دهغه، دهغه ځوانمرګ ، دهغه شاعردمرګ خبردشاعرله خولې واوريد:

اوهغه هم نورله موږ سره هم سفر نه شو...

اوماته په داسې حال كې چې په زړه مې دخلكو په خبره له غمه چاړې اوريدې

زما او ده ددرونټې دهغه تياره ماښام وروستى ناسته اودده وروستۍ خبره راياده شوه چې :

ـ كاكا دابه زما او ستاوروستې ديدن وي...

او هغه زموږ وروستى ديدن شو... !

اروايې ښاده !

ادمنتون _ كانادا

۲۰۰۴