رسیدن به آسمایی : 30.10.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 31.10.2008

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د افغانستان او پاكستان جرگه گۍ

د اسلام آباد اعلاميه

 

د افغانستان او پاكستان د جرګه ګۍ لومړى گډه غونډه د ۲۰۰۸ كال د اكتوبر مياشتې په ۲۷-۲۸ مې نېټې په اسلام آباد كې جوړه شوه. پدې جرگه ګۍ كې چې له دواړو غاړو پكې ۲۵ + ۲۵ تنه ګډون لري، د امن د لومړۍ گډي جرگې د پريكړو په نتيجه كې چې د ۲۰۰۷ كال داګست د مياشتې په ۹-۱۲ مې نېټې په كابل كې جوړه شوه، رامنځته شوه. د جرگه گۍ لومړۍ گډه غونډه د پاكستان د بهرنيو چارو د وزير، ښاغلي مخدوم شاه محمود قريشى پر وينا پرانيستل شوه.

د افغانستان د لوري مشرۍ ښاغلي ډاكټر عبدالله عبدالله او د پاكستان له لوري مشرۍ د صوبې سرحد ګورنر ښاغلي اويس احمدغنى په غاړه درلوده. د پاكستان د بهرنيو چارو زير او د جرګه گۍ مشرتابه په گډه د امن دگډې جرگې د سپارښتنو د پلې كيدو لپاره يوځل بيا خپل هوډ څرگند كړ.

د جرګه گۍ بحثونه د صميمت، دوستۍ او متقابل اعتماد او اطمينان په روحيه كې ترسره شول.

جرگه گۍ دگډو كاري ناستو په پايله او له هر اړخيزو بحثونو وروسته لاندې پريكړې وكړې:

 

جرگه گۍ يو وار بيا د دواړو هيوادونو او خلكو ترمينځ د اسلام د مقدس دين د مشتركو اعتقاداتو او د ژورو تاريخي، كلتوري، عنعنوي ارزښتونو پر موجوديت تاكيد وكړ. او مكرراً يې كلكه ژمنه وكړه چې د دواړو هيوادونو ترمينځ به د دوستۍ او ورورولۍ اړيكي لا زياتې ټېنگې كړي.

جرگه گۍ ټېنګار وكړ چې دواړه هيوادونه يو له بل سره نژدې او تړلى دى. ځكه نو په يوه هيواد كې سوله او ثبات مستقيماً د بل هيواد پر سولې او ثبات مثبته اغيزه لري.

جرگه گۍ د دواړو ملتونو د سوكالۍ لپاره په سيمې كې د يوه باثبات او سوكاله ماحول او فضا رامنځته كول ضروري وبلل او تاكيد يې پرې وكړ.

پدې درك سره چې په دواړو هيوادونو كې ولسواكه نظامونه او ديموكرات موسسات فعال دي، نو له همدې امله زمينه ديته مساعده شوې چې د دواړو هيوادونو ترمينځ جدي همكارۍ او له راغلې فضا نه په استفادې سره د سولې او پرمختگ لپاره رغنده گامونه پورته شي.

جرگه گۍ باور وښود چې ورانكارۍ او ترهگرۍ د دواړو هيوادونو لپاره مشترك گواښ دى، او په وړاندې يې ګډې مبارزې ته ضرورت دى.

جرگه گۍ ترهگرۍ او ترهگريز فعاليتونه لكه، انتحارى حملې، د بې گناه خلكو وژنه او د عام المنفعه تاسيساتو ورانول د بشريت ضد او د اسلام د سپېڅلې دين له اصولو، روحيې او ارزښتونو سره منافي اعمال بولې.

په دواړو هيوادونو كې له مخالفينو سره د خبرو اترو د پيلولو پر استعجاليت او ضرورت باندې تاكيد وشو، تر څو د دواړو هيوادونو د اساسي قوانينو په رڼا كې روانې جگړې ته د پاى ټكى كېښودل شي. جرگه گۍ پريكړه وكړه چې د دواړو هيوادونو له مخالفينو سره به د خبرو اترو كانال پرانيستل شي. د همدې كار لپاره به د مخورو او متنفذه اشخاصو په گډون يوه كميټه جوړه شي تر څو د دواړو هيوادو له مخالفو ډلو سره اړيكې ټېنگې كړي. همدارنگه د جرگه گۍ رئيسانو ته واك وسپارل شو، تر څو د دغه كميټې او اړوندو ارتباطي ډلو لپاره غړي وټاكې. دا كميټه به د تروريستانو او ورانكارو عناصرو د پټنځايونو د له مينځه وړلو په اړه دواړو حكومتونو ته سپارښتنې وكړي.

هوډ وشو چې د سنتونو، عنعناتو او رواجونو نه به په دواړو هيوادونو كې د مفاهمې، د سولې د ټېنگښت او پخلاينې لپاره د موثرو وسيلو په توگه كار اخيستل كيږي.

د علماء د رول د مضبوطولو په برخه كې هوډ وشو چې پدې پروسه كې به له دوى څخه همكاري او مرسته وغوښتل شي. پدې هم موافقه وشوه چې له سيمه ييزه خلكو څخه به ملاتړ كيږي، تر څو دوى خپل سيمه ييز جوړښتونه تقويه او له هغې لارې له تروريستانو سره مقابلې او په خپلو سيمو كې د سولې او ثبات راوستو ته جوگه شي.

د دوه اړخيزو همكاريو د پراختيا او ټېنگښت په برخه كې، د امن د ګډې جرگې د پريكړو د تطبيق د څارنې لپاره يوه كميټه جوړه شوه، چې دا لاندې دندې به پر مخ وړي:

· د دواړو وروڼو هيوادونو ترمينځ د اړيكو ټېنگښت

· د تجارت،· ترانسپورت او ترانزيت په شمول د اقتصادي فعاليتونو پيلول او همدارنگه د ښوونې او روزنې،· كلتوري او پارلماني چارو او سپورټ په برخه كې د گډو فعاليتونو پراخول.

· د مخدره موادو د كر كيلې،· پروسس او قاچاق پر وړاندې گډه مبارزه.

جرگه گۍ د افغانستان او پاكستان پر حكومتونو غږ كوي تر څو د كاري كميټو لپاره دې د هغو دندو د ترسره كولو لپاره، چې ورسپارل شوي دي د تطبيق زمينه مساعده كړي.

جرگه گۍ د پاكستان د پارلمان د دواړو مجلسونو د بندو دروازو د اجلاس هغه پريكړه ليك، چې د ۲۰۰۸كال داكتوبر په ۲۲مې نېټې صادر شوى و، يو مثبت او د جرگه گۍ د كارونو او اهدافو لپاره ممد اقدام بولي.

موافقه وشوه، چې دواړه كميټې به خپل كاري گذارشات د جرگه گۍ راتلونكي غونډې ته چې له دوو څخه تر دريو مياشتو پورې به په كابل كې ترسره شي، وړاندې كوي.

 

اسلام آباد، پاکستان

د ۲۰۰۸ كال د اكتوبر ۲۸مه،