پوهاند دکتور عبدالخالق رشید

 

 

لايې دوې اوونۍ پرنابوده پاتې وې ، دجمعې مباركه ورځ وه چې زما يو دوست په بيړه راغى او راته ويې ويل :

ځو چې پژواك صاحب وګورو ...

رښتيا زما ملګري له ماسره څه موده پخوا وعده كړې وه چې يوه ورځ به زه راشم اوبيا به ګډه دده ليدوته ورشو...

او نن هغه ورځ رارسيدلې وه ،چې زه اوهغه دواړه داستاد د مينې په لور وخوځيدو... داستاد مينه اوس دپيښور په ډيرو ښو او د چا خبره په عصرې كورونو كې وه ... په عصري كورونو كې !

هغه مهال موږ لاپه كابل كې وو، كابل لاد اور او وينو په سيند نه لاهو شوى ، لا د رڼاوو اميدونه په كې نه وو زندۍ شوي ، هرڅوك به چې له پيښوره راغى او يا به يې د پيښور دښار د دغې سيمې باب كومه خبره كوله، نوويل به يې چې دغه سيمه د پيښور وزير اكبرخان مينه ده . هغه مهال موږ ته داخبره يو ډول ښكاريده ، خو اوس چې زه پر دغه خواشوى يم او دغې سيمې ته ګورم ،له ځان سره وايم چې په رښتيا هم دا بايد د پيښور وزير اكبرخان مينه وې ...ځكه د همدغې سيمې بره خوا جمرود هغه ميدان دى چې نامتو غازي اكبرخان دلته د سكانو د لښكر نامتو سردار هري سينګ په خپل لاس وواژه اوپه زرګونو سكانو د همدغه اوسني حيات آباد په بټې بيابان باندې منډې وهلي او د پښتنو لښكرو ورځ ورباندې توره شپه كړې وه ...

په هر ډول سيوري كاږه شوي وو،چې موږ د پيښور په وزيراكبرخان كې د استاد كورته ورسيدو او نيغ په دويم پوړ كې هغې خونې ته ورغلو چې دى په كې ناست و ، او ده مو د خپل توان په اندازه ښه او تود هركلى وكړ.

دا لومړى ځل و چې استاد ما له څوارلسو كالو وروسته ليده ،په دغه دومره موده كې اوس د ده په څيره اوكړو وړ او ان خبرو او افادو كې ډيرلوى بدلون راغلى و.

ده خبرې كولي ، غږيده ، خو هغه شور او هغه مستي چې ما د ده په خبرو كې پخوا ليدلي وه اوس يې خپل ځاى د پژواك په څپوكې د زړبودۍ او عاطفې سترګو ته پريښې و. همدا وه چې ماته د ده له خبرو سره سم د ده د يوه ډير پخوانې غزل د سربيت راياد شو او د ده دكتنې ترپايه مې هغه د ذهن لمنه پرې نښوده او همداسې راسره زمزمه كيده چې :

هم هغسې چې خنداكې هنرنشته په ژړا كي هم له سره اثرنشته ....

ما څوارلس كاله د مخه استاد په كابل كې ليدلى و، په هغه كابل كې ، په هغو شپو كې چې لاېې خپلې منګولي د سره ښامار په كومي كې بندې كړې وې ، لاېې مقاومت كولاى شو او لايې په ډاګه ويل :

_ روسانو په هر ډول انساني ارزښتونو پښې ايښې او زموږ پر هيواد يې يرغل كړى دى، دا چې دوى يرغل خپل روا حق بولي ، موږ هم حق لرو چې د دوى په مقابل كې مقاومت خپل روا حق وبولو...

هو، ما استاد په هم هغو شپو كې ليدلى و، په هم هغو شپو كې چې لايې د زړه شيمه وه او لايې روښانه سترګې او دنګه پزه د مخ په روښانه تخته باندې روښانه معلوميدي ، لاېې آواز تر خوله اوچت راووت ،او د ملي احساس په اوږو باندې تراند كوه او شمشاد هم هر چا اوچت اوريده او هر چايې هركلى كاوه ...

خو دريغه چې اوس ماهره شيبه ده ته كتل ، زه اوس له ده سره نه وم ، د ده په باب مې فكر ته داسې انځورونه راتلل او د ده داسې څه به راياديدل چې موږ كله هم اوس د هغو په باره كې فكر نه شو كولاى ، دى دخپلې زمانې يوازنى اتل وچې زما د پلار او نيكه ، ستا د پلار او نيكه په ملا نيم شوى ، په وينو ليت پيت بدن يې د نړيوالو په مخ كې كيښود او د ګردو په وړاندې يې وويل :

_ دا د آمو او اباسين د ليونيو پلار ، دا د هندكوه او شمشاد د اتلانو بابا، دغه د كروړ د حماسو اتل د آزادۍ په ډګر كې پروت دى او د خپلو ليونو له پاره آزادي غواړي ، آزادي ....

ما هم دغه تيرې را يادولې چې يوځل بيا مې دده شعر په ذهن كې راپژواك شو:

هم هغسې چې خنداكې هنرنشته په ژړا كي هم له سره اثرنشته ....

په ژړاكې هم له سره ... په خنداكې هم له سره ...

تر مازديګره ورسره كيناستو ، د ويرژلي هيواد ، په ويرونو دومره په سوز او درد غږيده چې موږ ته يې د خبرو په ترڅ كې څو څووارې ژړا راوسته . ده د خپل سركښ ملت په اوسني مظلوميت افسوس كاوه ، يو وار يې په دې اړه په ډيرو خبروكې يوه جالبه خبره ترخوله راووته ... خورا جالبه خبره :

_ زما په مرغانو كې زاڼې خوښيږي ، د هغوى الوتنه مې خوښيږي ، د هغوى د سيلونو كتارونه خوند راكوي او تر ټولو په زړه پورې لا دا چې دوى بې ( ميره ) كله هم الوتنه نه كوي ، خو دريغه چې موږ ... هو، دريغه چې موږ ...

له استاد سره د دردو د دغو يادونوله ناستې وروسته د چا خبره يو وار هم د كومې ترخې او خوږې خندا ګذر زموږ پرخوا راونه شو،د ده خبرې مې همداسې د ذهن په اوږدو او لنډو تيارو كې لارې ايستې ... لارې ...

لا دوې جمعې نورې نه وې پوره شوې چې په يوه تور ماښام بيا زما هغه دوست چې د استاد كورته راسره تللي و، بيا راغې او په ډكو سترګو ېې ترخوله راووتل :

او پژواك هم آرام شو، هو پژواك ... نور به هغه د ا ندكو او شمشاد په لړيو كې خور پژواك ونه ورو ، نور به تر ډيرو د آمو او اباسين دڅپو او نغمو يورنګى او يوزړىآواز څوك اوچت نه كاندي ، ځكه په هغه پژواك كې چې د بابا... غږ پورته شوى و، هغه نور د اوريدو نه دى او نه يې موږ اوريداى شو...

ماته هم ژړا راغله له هغه سره مې د استاد په مرګ وژړل ،د استاد په مرګ ،

هو، دپښتنودآزادى دلاري د مشال په مرګ ... !

په همدغه وير كې مې د دې كال د يادښت كتابچه ناببره لاسته راغله ، لومړۍ پاڼه مې راواړوله ،چې هلته مې د ده دهغې ورځې هغه ښكلې او شاعرانه خبره ليكلې وه :

_ زما په مرغانو كې زاڼې خوښيږي ، د هغوى الوتنه مې خوښيږي ، د هغوى د سيلونو كتارونه خوند راكوي او ترټولو په زړه پورې لاداچې دوى بې ( ميره ) كله هم الوتنه نه كوي ، خو دريغه چې موږ ... هو، دريغه چې موږ اوس ... ؟ !

خالق رشيد

بيښور د ۱۳۷۴ كال دجوزا (۱۹)