نشر در آسمایی : 10.2014.02 

 

عبدالرحمان پژواک

*

"لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

که خزان راباندی راشی که بهار"

رحمان بابا

 *

توپیر مه کوی د بلخ او کندهار

 

 

چه اوچت شی بیا ستوری د سهار

صبوحی د پاره ځان کړه ته تیار

 

په مستی کښی د ژوندون نه ویره مکړه

مستی نه وژنی تا وژنی دی خمار

 

د دنیا واړه ګټل همه بایلل دی

چه ځان بایلی تا وړی دی قمار

 

ستا د ناوي پوزه پری دی ای ساروانه

د سالار نتکی که ستا شی یو مهار

 

کوکار مه کوه جابر نه چه مختار دی

چه دی ومنل د جبر اختیار

 

تر هغه چه می د خلکو نظاری کړی

له دی خوبه چه تل یم په کښی بیدار

 

وخت د دی چه سپاره شی ځلیمان

آس کبود دی یا سرخون یا دی کهار

 

په هرات کښی زیږیدلی احمدشاه

بابا نه وو د یوازی کندهار

 

احمدشاه په ځنکندن کښی دا ویل

توپیر مه کوی د بلخ او کندهار

 

د آمو تر اټکه افغانان دی

که بدخش وی، هزاره، بلوڅ، تتار

 

د هغه نه مخکښی دور د غلجیان وو

د میرویس د هوتکیو سر تبار

 

زه پژواک یم په سکوت کښی پروت آرام

تر هغه چه د تندر شی شرنګهار