عبدالرحيم هاتف

 

« ښاغلی عتیق الله پژواک د مشرانو جرګۍ لپاره کاندید شو »

 

ما ته دغه خبر د زیړی حیثیت درلود. محترم عتیق الله پژواک سربیره پر دغه چې یوی درنی علمی کورنۍ ته منسوب دی، خپله هم د عالی تحصیلاتو څښتن دی . د ژوند یوه لویه برخه یی د علم او معرفت په خدمت او د‍ هیواد د بچیانو  په روزنه کې تېره کړې ده. کله د ادبیاتو استاد پاتی شو ، کله یی د تاریخ ټولنی غړی او څیړونکی وو او بیا د پوهنی وزارت د تعلیمی نصاب د کتابونو د چاپ او خپرولو مسؤولیت یې ور په غاړه وو . په پای کې یې د پوهنې وزارت د ځانی مطبعی بنسټ کېښود او فعال یې کړ. په دغه چارو کې دی بیخی بریالی او سرلوړی و . وروسته یې رسمی دندی پریښود او په شخصی کار لګیا شو.

هغه څوک چې پژواک پیژنې د نوموړی د هېوادپالنۍ ، ولس پالنۍ او له هر ډول تبعیض او تعصب څخه د بر‌اُت تصدیق یې کوی او دغو صفتونو ته یې په درنه سترګه ګوری.

عتيق الله پژواک په خپل ټول ژوند کې  د مطالعی ، تتبع او تحقیق څخه لاس نه دی اخیستی او نه یې د روڼ اندو خبری پری ایښی دی. پر حسبی ادب سر بېره د کسبی ادب څښتن هم دی.

د شوروي یرغل په ټوله لړی کې د جهادی اپوزسیون ټینګ ملګری پاتی شوی دی ؛ خو د ده جهاد فکری او نظری جهاد وو – نه یې کوم تخریبی فعالیت کړی نه یې دا مخالفت د مادی منفعت یا مقام او څوکې د ترلاسه کولو لپاره وو –  نو ځکه یی نه لاسونه د اولس په وینو سري دی او نه یې د ناروا ګټی تور داغ پر لمن یې شته.

محترم عتیق الله پژواک تل د دموکراسی او اولسواکی پلوی کړی ده. هیله ده چې د سالم قضاوت لرونکې د نوموړی ځلانده ښی سابقی پر بنسټ هغه ته راُی ورکړی ؛ او هیله ده چې د هېواد راتلونکی پارلمان د نوموړی په شان د درد او احساس د څښتنانو د یو ځای کېدو محل شی او وکړای شی د ویجاړ هېواد د بیا ودانولو او بیا رغاونی لپاره اساسی او ګټور تدابیر ونیسی ، د خلکو حکومت ته زمینه مساعده کړی او اولس ته د خپلواکۍ ، آزادۍ او استقلال پر لور لارښوونه وکړی. او دا کار خدای تعالی ته آسان دی.