عبدالوکیل سوله مل شینواری
پيشو
د تېلفون زنګ له درانده خوبه راكېنولم .
په بيړه مې غوږى پورته كړ :
- هلو !
ځواب راكړ شو .
- داكتر كاتونا يم … سلامونه ! څنګه ياست ؟
ځواب مې وركړ :
- سلامونه داكتر كاتونا ، پوره درې مياشتې له تاسې بې خبره وم … .
- … ډېره بنده وم … ته زما په بوختياوو ښه خبر يې … په درې ادارو كې كار كول او ټولو ته رسېدل … .
- پوهېږم ، ښاغلې كاتونا … څه نوې زړې ؟
- هر څه په خپل حال … يوازې نوي كور ته تللې يم …
- نوي كور ته ؟
هو … په درې لكه ډالرو ، په يوه اشرافي سيمه كې .
- مبارك ، مبارك !
- خير يوسې … پوهېږې عبدالله … پلار او مور زما پوره طبعه كوي … خو زه ډېره سخته طبعه … خپل رازونه او خپل ځانګړى ژوند لرم … داسې نه ده ؟
- ولې نه تاسې رښتيا وايى …
هغې بله خبره كوله چې زه په خبره كې ورولوېدم :
- رښتيا لور دې هم ځانته راولې ؟
په بيړه يې ځواب راكړ :
- نه ، هغه لېونۍ له نيا او نېكه سره خوشاله ده … او زه هم لازمه نه بولم ، چې له ما سره دې اووسېږي .
ما ته دستي د هغې د مېړه په باب پوښتنه سر ته راغله او د هغې خبره مې په نيمايي كې پرې كړه :
- او له ښاغلي ( چابه ) نه څه احوال لرئ ؟
له هغه مې هم طلاق واخېست !
- په اندېښمن غږ مې ورغبرګه كړه :
- او … دا خو ښه كار نه دى شوى .
- څنګه يې كوې عبدالله … ښه كار نه دى … خو له اوسنيو ميړونو ګوښه ژوند ډېر خوندور دى . ته پوهېږې زه خرابه ښځه نه يم … خو له هغه مېړونو نه مې هم ښه نه راځي … چې د ښځې هر قدم او پل څاري … .
- غواړم د ملګري په باب دې وپوښتم :
ژر په خبره كې راولوېده :
- په همدې خاطر مې تاسې ته تېلفون وكړ چې له نوي ملګري سره مې وپېژنئ … زه به په ټول ژوند كې دى له ځانه لېرې نه كړم … .
پوهېږې ، عبدالله چې هغه ما ته څومره نږدې دى … دا له تصوره لېرې ده .
- كولى شې چې د هغه په باب معلومات راكړئ ؟
- معلومات څه كوې ؟ بس ځان راوزګار كړه … نوى ملګرى او نوى كور دواړه به يوځاى وګورې … .
*** **** ****
زيړى مازيګر و چې د بوداپست اشرافي سيمې ته چې داكتر كاتونا هلته نوى كور اخېستى و ، ورسېدم … .
- په اسانۍ مې كور وموند . او په بيړه مې د كور په زنګ ګوته كېښوده .
- درنګ شېبه كې داكتر كاتونا ور پرانېست ، داكتر كاتونا چې يوې وړې پيشو يې د يوه عسكري باډيګارد په څېر د مخه او شا تله راتله ، ما ته په وارسره د كور هره كوټه ، پخلنځى … او د لمبلو ځاى … او نور راوښودل … .
په رښتيا هم د هغې كور په هر حساب صفتي و او د مجارستان د وګړو ډېرو كمو يې د دې توان درلود چې په داسې ګرانبيه كور كې دې هستوګنه ولري .
- د كور له ليدو وروسته دستي داكتر كتونا وپوښتلم :
- څنګه ، خوښ دې شو ؟
ځواب مې وركړ :
- ولې نه ! ډېر ښكلى … ډېر ښكلى …
په داسې حال كې چې خپله نازولې پيشو يې د ډېر ګران ماشوم په څېر غېږې ته رانږدې كوله حيرانوونكې پوښتنه وكړه :
- او څنګه !؟ زما د ملګري په باب څه وايې … ؟
- هغې پيشو ته اشاره كوله ، خو زه په دغې اشارې نه رسېدم . ځواب مې وغوښت:
- كوم ملګرى يادوې … ؟ په رښتيا مې هم ستا ملګري ته تلوسه ده … . تاسې خو ما ته وويل : چې تاسې دواړه به زما راتګ ته انتظار باسئ .
- هغې په كړس ، كړس وخندل …
- ولې هېر دې شو … هغه له ما سره ستا هركلي ته درنه رغئ څه ؟!
- دا څه وايي ، ښاغلې كتونا … تاسې سره خو دا ستاسې ګرانه پيشو وه .
- هغې بيا په كړس ، كړس وخندل … او په خندني غږ يې وويل :
- خو زه هم همدا يادوم ، او په تېلفون كې مې هم همدا يادوله … . ښايي مېړه مې لا له ما سره دروازې ته نه واى دروتلاى ، خو دا وفاداره څنګه له ما د مخه دروازې ته دروسېده … .
- هغه بيا زمكې ته ټيټه او پيشو يې خپلې سينې پورې ونښلوله او بيا يې خپل لاسونه د هغې په سر ورتېر كړل .
- اوه ! ګرانې … ته څومره ښكلې او هوښياره يې … رانږدې شه … سينې ته مې جوخته شه … ماچه راكړه . او هغې په رښتيا څو وارې هغه ښكل كړه …. بيا يې ما ته مخ راواړاوه :
- پوهېږې عبدالله … دا اوس زما لپاره هر څه ده . په دې د لور ، ملګري ، مېړه او ټولو ما ته نږدې كسانو تنده ماتوم . او دا ځكه چې اوس هر چا پرېښې يم .
هغې خبرې كولې چې په درنګ شېبه كې يې پيشو بل پوړ ته پورته او د څه شي په راګوزارولو شوه . مېرمن كتونا په بيړه له ځايه پورته او ويې ويل :
- لكه چې بيا يې كوم قاب مات كړ … پوهېږي عبدالله دا د يوه نازلي ماشوم په څېر ده ، كله كله خپله سرتنبه ګي كوي .
كتونا په بيړه پيشو له پاس پوړه راښكته كړه . په داسې حال كې چې د هغې په سر يې خپل لاسونه تېرول … له ځانه سره په خبرو لګياوه … .
- چُرت مه خرابوه … سل قابونه درنه قربان ! پوهېږې عبدالله ، ما د مخه وويل … دا د يو سپېڅلي ماشوم په څېر ده . كله چې كار وران كړي ډيره بېګناه بڼه اختياروي او هغه رښتيا د يوه سپېڅلي ماشوم په څېر زړه لري .
هغه د پيشو په باب او د هغې د وفادارۍ په باب په خبرو كې غرقه وه چې ناببره پيشو د هغې له غېږې ټوپ كړ … او د باندې كوڅې ته يې مخه كړه … داكتر كتونا له لېرې پرې غږ كړ :
- چېرې لاړې … احتياط … ګوره د چا د موټر لاندې نه شې … جنجال راته مه جوړوه راوګرځه !
په پيشو پسې له ځايه راولاړه شوه ، خو پيشو په هر څه غوږونه كاڼه او د باندې ووته !
نن د دې د خبرو ټوله موضوع د هغې پيشو وه … هغې د خپلو خبرو په منځ كې ما ته د پيشوګانو … د هغو وفاداري ، د هغو د ډولونو ، نسلونو ، د پيشوګانو د نړيوالو مسابقو او ان تر دې چې د پيشو وژنه په ختيځ كې د كومې ګناه انډول ده . په باب اوږده معلومات راكړل .
د پيشو په باب له ډېرو معلوماتو وروسته يې وويل :
- عبدالله ، كه ته هم زما په ځاى شې ، له دې پيشو به يوه شېبه مخ وانه ړوې … پوهېږې زه زړه نه يم ، خو ځوانه هم نه يم . ما چې په ځوانۍ كې يو حسابي مين پيدا نه كړ ، اوس به په دې عمر كې داسې يو ايډيال سړى له كومه كړم … ؟ هره ورځ او هره اوونۍ د اشنايانو بدلول د يوې ښځې حيثيت ټيټوي . او نن د دغو ګڼو ناروغيو په ضررونو هم له ما ښه بلد يې .
بيا يې په خورا غرور او د موسكا په څپو كې پسې خبرو ته دوام وركړ :
دا پيشو ، ګوره معمولي پيشو هم نه ده . دا د هغې پيشو لور ده چې مور يې څو نړيوالې لوبې وړې دي … دا هم د راتلونكي كال د يوې نړيوالې لوبې كانديده ده.
د هغې خبرې خلاصې نه وې ، چې د يو موټر د ناببره بريك دروند غږ د هغې خبرې پرې كړې ، په منډه له خپله ځايه د دروازې په لور وخوځېده . ژر يې له كوڅې قهرجنې كړيكې او غږونه راورسېدل .
- ښاغليه عبدالله ، ښاغليه عبدالله ، ژر كاغذ او قلم راورسوه .
د هغې له وارخطايي ډكو كړيكو زه هم خورا اندېښمن او په بيړه قلم په لاس لارې ته ور ووتلم .
مېرمن كتونا په داسې حال كې چې ټول وجود يې لړزېده او په چېغو چېغو يې ژړل، په ما له لېرې راچېغه كړه … .
- وليكه ! ښاغليه عبدالله : 0324-Bud
په داسې حال كې چې قهر يې ټول وجود نيولى و ، او ټول بدن يې لړزېده … له ځانه سره د لېوني په څېر اخته وه .
- دا بې وجدانه قاتل … چېرته به رانه وتښتي ؟ والله چې د پارلمان او صدراعظم پورې خو مې خپل غږ ورسوم … .
په داسې حال كې چې پيشو يې سينې پورې جوخته نيولې وه ، ما ته مخ راواړاوه .
- ښاغليه عبدالله ما وبخښه ! زه په خفګان كې خپل ځان نه شم اداره كولى … . ما تر تېلفونه ورسوه هسې نه چې ولوېږم . په سترګو مې توره تياره ده . زه بايد ډېر ژر ترافيك خبر كړم … . دا معمولي پيشو نه وه ، د خپلې مور په څېر يې د مجارستان نوم په نړۍ كې اوچتولى شو ، سږكال له دې سره پاريس ته د پيشوګانو نړيوالو لوبو ته روانه وم .
هغې په منډه د تېلفون نمبرې دايرې كړې .
تېلفون يې دا ښووله چې خورا لوى غم او ټكه پرې رالوېدلې . په تېلفون كې د يو جنرال او پوځي مشر په څېر د ترافيكو ادارې ته سپارښگتنې كوي :
- بلې … هغه بايد ډېر ژر ونيسئ ! هغه بايد ستره سزا وويني ! زما پيشو عادي پيشو نه ده … . هغې كولى شو ، په سږنۍ نړيواله مسابقه كې د مجارستان نوم پورته كړي … د هغې له مور لا چا د هوښيارو پيشوګانو نړيوالې مسابقې نه دي ګټلي … .
داكتر كتونا دغه وير داسې تروره كړې وه چې د پيشو هېڅ ډول حركت يې نه شو محسوسولى ، او فكر يې كاوه چې پيشو يې بلې نړۍ ته لېږدېدلې ده .
ژر مې د هغې پاملرنه د پيشو حال ته راواړوله :
- ښاغلې كتونا پيشو لا ژوندۍ ده … مه وارخطا كېږه !
كتونا ژر په حال راغله ، او په وارخطايۍ يې غوښتنه وكړه :
- نو ښاغليه عبدالله ، زه خو په هېڅ نه يم ، ژر كوه چې ځان روغتون ته ورورسوو.
په بيړه يې ما ته د خپل موټر كيلۍ راواچوله :
- زه په ځان نه پوهېږم … ته پوهېږې او موټر خو ژر كوه ، د خداى لپاره … عبدالله ما درك كړه … ښايې ستا لپاره دا معمولي پېښه وي ، خو په ما لويه بلا راپرېوتې ده . زه به خپل يوازېتوب څنګه وزغمم … زه به په چا لاس راكاږم … ان دا لوى كور خو له كومه مهربانه موجوده پرته زندان دى … له دې پرته له ژونده كركه لرم … . همدا پيشو وه چې په ژوند يې زما باور پيدا كړى و … ښاغليه عبدالله دا زما د مينې او وفادارۍ سمبول و … دا بايد هېره نه شي … هله ژر كوه … .
او ما په بيړه په موټر پښه ټينګه كړه ، خو لا روغتون ته نه وو رسېدلي … چې د داكتر كتونا موبايل تېلفون ته د ترافيكو د ادارې له خوا ځواب راغى :
- ښاغلې كتونا د موټر لمبر مو سم نه دى درج كړى ، كه نورې نښانې ولرئ … ژر د پوليسو ادارې ته خبر وركړئ .
د دې خبرې په اورېدو داكتر كتونا له ډېره قهره په موټر كې پورته ټوپ كړ ، خو ژر مې مداخله وكړه :
- مه وارخطا كېږئ ، هر څه به سم شي ، پيدا به شي .
ژر يې په قهر راغبرګه كړه .
تاسې څه وايئ ښاغليه عبدالله ، څنګه به هر څه سم شي … زه نشم كولى دا لوى ظلم وزغمم ، دا بې وجدانه بايد د قانون منګولو ته وسپارم … . زه به خپله ټوله سرمايه په دې لار كې ولګوم ، چې هغه ستره سزا وويني … .
دې دا خبره كوله چې موږ روغتون ته راورسېدو ، خو د موټر له راښكته كېدو سره سم د كتونا ګران بيه پيشو هم ساه له لاسه وركړه … .
او خدايه ! او په ما يې چېغه كړه :
- ښاغليه عبدالله ، درنيسه مې ! لكه چې په ما حمله راغله …
په درنګ شېبه كې كتونا يخ لرګى شوه … او چې تر څو مې بيړني امبولانس ته رسوله ، هغې هم د پيشو لار خپله كړې وه .
د سلواك جمهوريت
2002 – 3 – 30