محمود نظری
پور اخېستل
ميرک چې په عمر کې يې اخيستل شوی پور بيرته نه وو
ورکړی په پلمو بهانو به يې پور واخيست خو ورکول يې په قسمونو ، تاويزونو، او ټوټکو
هم نه تر سره کيدل اوس هغه ټولو پيژانده چې د چا پور نه ورکوي . يو تن کليوال چې
ښار ته نوی راغلی و و خپله چرګه يې ميرک ته په پور ورکړه دواړه خوشاله ښکاريده ځکه
ميرک کليوال نه پيژاندی او کليوال ميرک.
کليوال يوازي غوښتل د ميرک کور وويني او هغه يې هم وليد او يوه شپه يې ورسره تيره
کړه او په سبا کلي ته ولاړ
ميرک ډير خوشاله وو دوه ورځي وروسته کليوال د دوه نورو کليوالو سره چې د کيمياوي
سرې اخيستلو لپاره ښار ته راغلي وو ورکړه ميلمانه شول او ضمناً يې د خپلې چرګې د
روغتيا خبر هم واخيست .يوه اوونۍ وروسته بيا کليوال سره د ميرمني او پنځه ماشومانو
د تذکرې د اخېستلو لپاره ښاره ته راغلل او شپه يې د خپل بلدي اشنا کره ورسول او د
خپلې چرګې د احوال نه يې هم خبر واخيست او ماشومانو يې هم هغه پرديسه له نژدې
وليدله. درې و رځي وروسته کليوال خپل د ګاونډي ناروعه ميرمن اود ماشومانو سره د
ميرک کره ميلمانه شول او هم يې د چرګې خبر واخېست او ديد او باز ديد يې ور سره وکړ.
ميرک سهار د چايو پر ځای په پتنوس کې د چرګې بيه مخي ته ورته کيښوده، کليوال پيسې
جيب ته کړي او ولاړ. ميرک شکر وکړ چې له دې جنجاله خلاص شو په دويمه ورځ کليوال د
سودا پسې ښار ته راغی نو د چرګې دا حوال په خاطر د ميرک کورته هم ورغی، ميرک په
مشکوک ډول ترې وپوښتل :
اخير پور خو مې درکړی بيا د څه له پاره راغلی يې ؟
کليوال په ډيره ساده ګي وويل:
د چرګې پوښتنې ته راغلی يم!
رښتيا هغه څنګه ده؟، هګۍ اچوي ؟کړت کړت کوی ؟ کلي يې نه ياديږي ؟
که ستا خوښه وي څو شپې به يې کلي ته بوځم !او د يو سوړ اسويلي وروسته يې وويل :
اې زما پرديسي خواري چرګې! چې زه دی خبر وانه خلم څوک به ستا خبر واخلي !
ميرک پوه شو چې کليوال هيڅ کله دا پر ديسه بې پوښتنې نه پريږدي نو هغه و چې مهاجر
شو