رسیدن به آسمایی :31.05.2008؛ تاریخ نشر در آسمایی :02.06.2008

 

 

ایمل هاشور

 

ډوډۍ

 

 

ډوډۍ

ډوډۍ

ډوډۍ

زما د لور بيه ده پنځه سوه افغانۍ *

راشئ زړه مې وپيرى

منګولې ښخې زما په عاطفه كې كړئ

زهر توى زما په زړه كې كړئ

رابعه جانې،**

وخانده

كاكا ته دې وخانده

وګوره په لاس كې يې ښايسته ډوډۍ ده

خوندوره

غنمګينه

خوندوره

غوړينه!

ما مې زړه ځوړند كړى

د حراج لپاره

څاڅكې څاڅكې سره وينه يې بهيږي

د تاراج لپاره

ما مې سترګې ځوړندې كړي

د حراج لپاره

تړمې تړمې اوښكې يې بهيږي

د تاراج لپاره.

وېپلوره

ويپلوره

بيه يې ده پنځه سوه افغانۍ

ډوډۍ

ډوډۍ

ډوډۍ!

 

* په كندز كې يوې ميرمنې د ولږې له امله خپله لور په ۵۰۰ افغاني خرڅه كړه

** سيد علي (مستعار نوم) خپله ۱۱ كلنه لور د ۲۰۰۰ امريكايي ډالرو په مقابل كې خرڅه كړه څو ميرمن او درې نور ماشومان يې له ولږې مړه نشي.