رسیدن به آسمایی: 17.10.2010 ؛ نشر در آسمایی: 21.10.2010

اسدالله زمری


میین


زما تقدیر یې په سکرو لیکلی
فریاد زما دی په رنجو لیکلی
نا هیلۍ خپل یادګار زما په زړه کې
دی د نوکانو په تیرو لیکلی
د غم لړلي ژوندانه، داستان مې
بیا اوریدو ته دی په غرو لیکلی
جنون د عقل په کوڅه کې وینم
په ور ه مې نوم مې د لیونو لیکلی
سترګې مدام ځکه په اوښکو وینځم
د جانان خیال ئې په پردو لیکلی
په خپلو ښو سترګو بد نه شم لیدای
بد مې په بد ښه مې په ښو لیکلی
د عشق کعبه کې مې چله نیولې
د معبود نوم مې په شعرو لیکلی
ښکلې احساس مې د غزل تصویر کې
په ترنم او ولولو لیکلی
څه مې له ځای او له نصبه پوښتې!
میین دی هر چا په پردو لیکلی


۲۴/۲/۲۰۰۶