رسیدن به آسمایی: 03.06.2010 ؛ نشر در آسمایی: 03.06.2010

 

اسدالله زمری


لوغړن خوبونه

د هجران لمبوکې سوځم، تل غمجن خوبونه وینم
د شوګیر په تیارو شپو کې، د کفن خوبونه وینم

د اوبو پر ځای په او ښکو غړوومه خپلې سترګې
په ویلو یی ویریږم ، درواغجن خوبونه وینم

نه یې زه شمه ویلای،نه یې څوک تعبیر کوی شي
چې له ټولو نه پردي دي، ډیر دښمن خوبونه وینم

له دنیا نه مې د هیلو ، څه نری لوګی جګیږي
سر تر پایه پرې لمبه شوم لوغړن خوبونه وینم

هنګامه ستا ددیدارده ،رانه ورک ځکه قرار ده
خو چې سترګې کړمه پټې څه شکمن خوبونه وینم

ورانه خونه د غماز ده ، ترینه خیږي شنې لو خړې
ما راو یښ نه کړۍ یارانو نن سوبمن خوبونه وینم

خپکۍ د شوګیرونو ، د زمري له کوره تښتي
د وصال استازی راغی، ددیدن خوبونه وینم