رسیدن به آسمایی: 31.10.2010 ؛ نشر در آسمایی: 31.10.2010

اکبر کرگر

 

د جهاني په شعر كې خيال، تصوير  او عاطفه

د جهاني په زياترو شعرونو كې ان په ازادو نظمونو كې د تصويرونو او انځورونو په تناسب  عاطفه اواحساس ډير پياوړى دى . شاعر تخيل اوانځور كښنې ته اړه نه احساس كوي بلكې نيغ په نيغه او په څرگنده او بربنډه توگه  د خير او شر جگړه بيانوي . «د تخيل قدرت يعنې هغه بشپړ  شور او هيجان چې په كار لوييږي ۔ چې هغه احساسونه او شيان او بيلابيل تجربيات او په وختونو او زمانو پوري اړوند  په يوه خاصه لحظه كې سره راټوليږي  او يا يو له  بل سره انطباق پيداكوي ۔ او په داسې يوه ناپايه شيبه  او محدود زمان كې يو پراخه ځمكه انځور وي . د تخييل قدرت يوازې هغه سركش او له مركز څخه د تيښتي او فرار  او تيت پرك وس  نه دى ٬ بلكې د مخالفو حالاتو د تلفيق له پاره داسې قدرت دى  او د طبيعيت په باب د انسان د بيلابيلو انگيرنو څخه عبارت دى ۔ تخيل په سيده توگه له حافظې راولاړيږي ۔ كله هم په زمانې تداوم كې  په حافظه كې خوندي ساتي او كله  هم هر څه غورځوي ۔ چې د حافظې ځينې برخې له منځه يوسي او د تصايرو په وسيله هغه يو د بل په خواكې كيږدي او يوه فكري او عاطفي كړۍ ايجاد كړي ۔    (۶)  طلا درمس  ۸۴۷مخ

د تصوير په نوم شعر :

سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره

لكه ماشوم په وړانگو لوبي كوم

ستا د تصوير مخې ته ودريږم

او دا يوه لحظه دې خپله كمه

هلته سينه كې غوليدلى زړگى وخوځيږي

او پردۍ مينې ته ټوپونه وهي

تصوير ژوندى شي سترگې ورپوي

پر شونډو بيا گرځي زاړه قولونه

بيا دسبا دلمر ختو په طمع

شپه تر سهاره شمعې ولگيږي

سترگې سوځي

خو يو ناڅاپه دتصوير له سترگو

د ژوند او مينې رڼا وتښتي

قولونه مړه سي

زه او تصوير پاته سو

او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه

دواړه لاسونه ليوني لاسونه

بې ارادې د تصوير خواته ځغلي

تصوير څيرې اوژمنۍ سكروټې

لمبه لمبه كي د كلو خيالونه

لايي لمبه په سترگو وينمه خاموشه نه ده

لا د تصوير بې نوره سترگې زما پر لور كږې دي

چې په سينه كې مې دزړه په تل كې

ستا له تصويره سره مينه نوى اوربلوي

او په رگونو مې بڅري گډ سي

نور دې تصوير ته هم كتلاى نه سم

يوه لحظه دې خپلولاى نه سم

او دا د ژوند سره ملگري لمبې

دا په رگونو كې ژوندي بڅري

دا د تيارو دا د رڼا ملگري

ستا د خيالونو له محله سره

په تصوريرونو رويباري نه كوي

۹۲ ۳   - ۱۲

پورتنى ازاد شعر  چې د انځور كښنې په زړه پورې بيلگه ده . د چا خبره د خوب او بيدارئ تر منځ ديو حالت شاعرانه تصوير دى . چې لوستونكي ته پيښه په مخ كيږدي . حادثه له خيال نه هستيږي . ذهن عينيت ايجادوي  او په تدريج سره لوستونكې داسې حالت ته راولي چې گويا له يوې واقعي پيښې سره مخامخ دې . حادثه سره له دې چې ټوله د راوي په ذهن او خيال كې غځيږي . خو شاعر په لوستونكي په وړاندې د يو ډول مصنوعي خوب د غالبولو نه كار اخلي اولوستونكى او اوريدونكى له ځانه سره مل كوي ، بلكې په حادثه كې ورته گډون وركوي ، او بالاخره كيسه پاى ته ورنږدې كيږي . د جهاني دا ډول شعرونه په ډيرو ساده كلماتو او تصاويرو كې سينگار شوي دي  خپل وزن يي هم  د نويو معاصرو ادبياتو او هم د پښتو ژبې د قدرت په بركت ساتلى دى .