د فاروق فردا څو نوي شـــــــــعرونه
 
د شهادت آذان
 
دپرواز مړو هیلو ته...،
کوترې ساندې بولي،
او نازوی کوچني بچي د شهادت په آذان،
سږکال بیاهم ښکاریانو ګوتې په ماشو ایښي دي.
 
کوترې
 
نوی موسم شو د کوترو مهاجرې ډلې راغلې خدایزده چېرې به ځي؟
ستوري دي لرې چې په غېږو کې یې ځالې وکړي
لاندې پرځمکه دکوترو د «شوقیانو» پرځای،
دانې د نورو په لمنو کې دي.
سپینو کوترو ته برجونه او بامونه هم پردي ښکارېږي.
 
رڼا
 
داورته سخته ده چې
ځان د تیارو له لومو ورغوي،
ځکه د تورو شپو ښکاري هغه ته دام ايښی دی
دلمر له وړانګو نه امسا په لاس کې ځمه ورته
او را ولمه یې د لمر کلي ته.
 
چڼچڼي
 
چڼچڼي هر څومره چې والوزي ،پرواز وکړي وزر ووهي،
آسمان...،
دزړه لمنه ورته نه تنګوي.
خو د دَمې د پاره
چې غواړي ځمکې ته ستنې شي د شنو څانګو پر ځای
بس د ښکاریانو پر منګولو کیني.
 
دښمن!!!
 
هغه به هېڅکله زه نه ویشتلم
که ورته نه وای چا ویلي چې دښمن دی ورنه مخ واړوه
چې که دې ونه واژه، وژني به دې.
او ماته هم همداسې،
چې کله موږ سترګې په سترګو شولو وپوهېدو،څوک دې دښمن؟