عبدالرؤف بينوا

د مور ناره
 

د زړګي سر يې زما

د ژوند ثمر يې زما
نورالبصر يې زما 

شيرين پسر يې زما
هله پاڅېږه زويه 

راپورته کېږه زويه
زويکه لمر ختلی 

وطن يې ټول نيولی
حال د ويدنې تللی 

وخت د ويښتوب راغلی
مکتب ته ځي هلکان 

د وطن نوي زلميان
بلبلان بيا چغېږي 

همزولي ستا مستېږي
هر څوک کارونه کوي 

خپل روزګارونه کوي
هله پاڅېږه زويه 

راپورته کېږه زويه
ته هم راپورته شه ژر 

څو به بيده يې ابتر
سر ته راغلئ دی لمر 

لږ خو دې ځان کړه خبر
تر څو يې پروت بيکاره 

زويه! د خدای لپاره
وتاته پاته وطن 

خوږ يې اوسه خوږمن
خوب په کار نه راځي نن 

پرېږده دا ګرمه بړستن
وسم ميدان ته ووزه 

نوي جهان ته ووزه
د پښتون پت وساته 

د پلار غيرت وساته
انسانيت وساته 

شان او شوکت وساته
ورک کړه بې ځای چرتونه 

د سرې غرمې خوبونه
دښمن خندا کړي پر تا

خپلوان ژړا کړي پر تا
ځينې واه واه کړي پر تا

څوک واويلا کړي پر تا
هلته دښمن شو خوشحال 

خپلوان دې ګرځي ملال
ما چې ته ښه روزلې 

يا په جار جار بللې
په شيدو ما پاللې 

خوب ته مې نه ساتلې
ته ولې وغزېدې

 په ژوند و نه پوهېدې


_________________
پاڅه پاڅه د عمل جذبه پېدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا