تاریخ نشر در آسمایی :  16.12.2008

 

م٠اکبر کرگر

نوې لنډه كيسه



عينكې او زاړه بوټان ؟
 


مازديگر چې له كاره ستړې ستومانه راغلم ٬ ميرمنې مې راته څو پاكټونه په مخ كې كيښودل او راته وى ويل : دا بيلونه بايد ارومروسبا ته تحويل(جمع ) شې داځكه چې وخت پرې ډير تير دى اوداسې نه چې جريمه شو ٠

ما وويل دڅه بيلونه دي ؟

هغې وويل : - دبرښنا ٬ دگاز ٬ دتيليفون اويو دوه نور ٠٠

له ما سره چې نه په جيب كې دومره پيسې وې اونه مې هم نوره سپما درلوده حيران شوم اوپه دې فكر كې شوم چې كه دا اندک پيسې چې پټې مې ساتلې وې ٬٬٬٬ په بيلونو كې وركړم نو د مياشتې تر پايه خو دخوراك له پاره څه نه لرم ٠ دولت هم دومره څه نه راكوي چې زه پرې خپله چاره وكړم ٠ دترجمانۍ له كاره خو داسې څه نه جوړيږي چې دسړي پرې چاره وشي ٠

رښتيا درته ووايم چې په هغه مازديگر مې ستړيا له ياده ووتله اودبيلونو اوكرايو فكر واخيستم ٠

په كټ كې ستونې ستاغ څملاستم ٠ بيا مې ورو تيرو كارونو ته پام شو ٬ لاس مې دميز روك ته اوږود كړ ٠ دترجمانۍ سندونه مې راواخيستل اوله ځانه سره مې وشمارل ٠ ۱۰ نيټه ٬ دولسمه نيټه ۱۵ نيټه بيا ۱۵ نيټه ۱۷ نيټه او دمياشتي تر پايه مې وشمارل خو كله چې مې جمع كړل دومره پيسى تري نه جوړېدى چې زه پرې خپل بيلونه پرې كړم ٠ زه لا په دې فکر کې وم چې دتيليفون زنگ مې فكرونه پرې كړل ٠ شيبه وروسته مې كوچنۍ لور له لاندې منزل څخه دتيليفون غوږۍ را وخيژوله ويل يي :

د((هارون الرشيد )) په نامه يو څوك دى په انگريزې خبرې كوي ٠ ته يې په کار يې ٠

تيليفون مې واخيست دهو په اواز سره هارون چې دترجمانۍ دادارې مشر و راڅخه په جدې توگه وغوښتل چې سباته ارومرو روغتون ته ولاړ شم اوهلته ديوه ناروغ ترجمانې وكړم :



هارون يو هندې مسلمان و چې نوی يې دژباړې له پاره يو دفتر خلاص كړی و ٬ما هم ورسره كار پيل كړي و ٠ لږې پيسې يې راكولې ٬همدومره چې ما پرې خپل بيلونه پرې كول ٠ خو هر وخت به زما اودهغه په اجورې ورانه وه ٠ هغه هم بل څوك نه پيژندل اوزما هم دومره بلدتيا نه وه چې چيرته ښه كار پيدا كړم ٠ نو بس زه وم اوهارون ٠

نوموړي دناروغ نوم اوپته راكړه اوويويل :

- كاكا عبيد نوميږي ٬ هغه دعصبي ناروغانو په وارد كې دى ٬ يو څه تكليف لري ٬ هيڅ ترجمان له هغه سره گوزاره نه شې كولای هيله ده چې له تاڅخه خپه نه شي ٠ هارون دا سپارښتنه وكړه اودوخت اوپتې ټينگار يې په بيا بيا سره وكړ ٠


♥♥♥

سهار نهه بجې زه د لندن ديو لوې روغتون ساحې ته داخل شوم ٠ دا روغتون لکه يو ښارگوټی چې هر څه په کې وو ٠ اوبيا په پوښتنو سره د يو ځانگړي وارد لويې دروازې ته ودرېدم ٠ دروازه مې وټكوله ٠ پيره دار راغې ٬ دساتونكو كالي يې په ځان كې وو داسې نه بريښيدل چې دادې گوندي دروغتون كومه برخه وي ٠ پيره دار لومړې يو لوى اوپيړ ځنځير له كونډې وويست اوبيا يي دكلي گانو يو لويي پنډ وكي څخه يوه لويه كلي يوه پلن قلف ته ننويسته دروازه يې بيرته كړه اوپر سريې دمالوماتو دكوټې اشاره راته وكړه ٠ دمالوماتو كوټي ته ورغلم خپله پيژند پاڼه مې وروښوده يوې څوکۍ ته يې دکښيناستلو له پاره اشاره وکړه ٠ زه هلته په يوه څوکۍ کښيناستم ٠

په سالون کې نږدې لس پنځلس څوکۍ پرتې وي ٬ يو تلويزيون هم مخامخ ايښی وو ٠ څو كسان هسې کښته پورته کېدل ٠ ماته يې برندې برندې کتل ٠ يو رانږدې شو ٬ په اوږه يې راته لاس کيښود ٬ ته انسپيکتر يي ؟ ماوويل : نه زه ترجمان يم ٠

تيره شپه تياتر ته تللې وی ؟ ما ويل نه ٠

ډير احمق يي ؟

ما ويل :هو يم او ته ٠

-زه ددې بې عقلانو ښوونکی يم ٠

له ليرې ديوې نرسې پام شو ٬راغله اوهغه يي له ما ليرې کړ٠ اوماته يي وويل دلته له هر چا سره دخبرو حق نه لري ٠هغهليونى يي هم زما له څنگه ليرې کړ ٠

يو سړي لکه نرس اوهم لکه ساتونکی راغى وې پوښتل :

ته دعبيد له پاره راغلي يي ؟ ما هو ورته وويل ٠

- ښه دلته کښينه زه به دې ورولم ٠ هغه په هغه بله کوټه کې دی ٠

زه منتظر شوم ٠ ښايسته زياته شيبه ناست ووم ٠

بيا يي را ته غږ کړ ٬ مستر اسلم ٬ گوديار go there (هلته ولاړ شه) ٠

زه پاڅيدم په اوږده تنگ دهليز کې په بر سر کې يوې تنگې کوټې ته ورغلم ٠ يو سپين ږيرې خو دنگ سړې هلته په څوکی ناست و ٬ را پاڅيد ٬ راته وي ويل ٬ ته افغان يي ٬ ما هو وکړه ؛

-راځه کښينه ٬

کښيانستم ٠ غوښتل مې خوله ورسره گډه کړم اوخپله ترجمانې په دې ډول اسانه کړم چې له کيسې يې خبر شم ٠

♥♥♥



هغه په يوه تنگه کوټه کې چې ايله دوه په دوه کې وه اچول شوې و ٠ په کوټه کې ايله بيله يو دخوب فلزې تخت چې زوړ اومښودې خيرن توشک په کې پروت و ٬ سرته يي دوه بالښتونه اوپښو ته يي دوه زړې خړې کمپلې پرتې وې ٠ دتخت سرته يوه زړه څوکۍ ايښې وه اوپه مخ کې يې يو کوچني ميز و چې يوه دچايو پياله داوبو بوتل اويو بشقاب پرې ځاييدل ٠ په ديوال کې يو روک (تاخچه )جوړه شوي وه چې يوه زړه دوسېه اويو څو قطۍ درمل اوبوتلونه په کې ايښودل شوي و ٠ دکاکا عينکې هم هلته پرتې وې دعينکو له پوښ سره يو ځای يو خودکار قلم اويوه کتابچه هم ايښې وه ٠ دکوټې په ليدو سره يو وار بيا زما په ذهن کې ددهمزنگ زندان راژوندې شو٠ کله چې په څلويښتمو کلونو کې دکابل په يوه ليليه ښوونځي کې وم٬ له يوه اخبار سره مې هم کار کاوه ٠ هلته به يو لوي سېاسي بندې ته ورتللم اوداخبار له پاره به مې ترې مقالي راوړلي ٬ دا سړې عبدالمالک خان دماليي پخوانی وزير و چې داود خان پرې په قهر شوي اوپه زندان کې يې ديوتومت له مخې اچولی و٠ هغه يو ډير پاک اوښکلی سړی ٠ بونډه ږيره يي درلوده ٬ يوازې له هغه سره ږيرې ښه خوند کاوه ٠ لږې خبري يې کولې ٠ دخپل سرنوشت نه انديښمن نه وو ٠ په څيره کې يې وقار اوغرور له ورايه بريښيده ٠٬ په خبرو کې يې يو متانت موجود وو ٠ داسي چې په لږه شيبه ناسته کې سړي ته دوطن تاريخ اوبيا په کې دده براءت بريښيده ٠ په خواکې به يي زيات کتابونه ايښي و ٠ داسې بريښيده چې زيات لوستل اوليکل کوي ٠ کله چې به زه ورغلم نو سم دواره به يې کښلې مقاله ماته راکړه اوويل به يي: ستا مقاله تياره ده ٠

دکاکا عبيد د کوټې ليدو ماته ددهمزنگ هغه کوټه چې جگ چت يې درلود را تداعي کړه ٠ دهغې کوټې کړکۍ هم ډيره اوچته اودهر چا له قد نه جگه وه ٠

کاکا عبيد اوس په داسې يوه کوټه کې اوسيده ٠ هغه څو وارې دې دهليز ته راوړل شوې وخوداکترانو دا وار پتييلې وه چې نور يې خوشې نه کړي ٠ په دې دليل زه هم نه پوهيدم ٠

کاکا عبيد په هر څه اوهر چا شک کاوه ٠ هر څوک ورته دوه ډوله ښکاريده ٠ يو دهغه بيروني شخصيت اوبل دسړې يا انسان درونې شخصيت ٠ خو کاکا عبيد دليدونکي سړي په درونې شخصيت يعنې اصلي کرکتر باندې خيال ساته چې ځان پټوي اودهغه انسان داصلي شخصيتاصلي اړخ وي ٠ هغه په هر چا کې دهغه شيطانې اوزيانمن بعد پياوړې گاڼه ٠ اوپه دې ډول يي دا تصورات ان اوج ته رسولي و٠ دبدبينی احساس يي دوجود اصلي برخه وه ٠

هغه لا په چرت کې و اوزه هم دهغه اکر ته ځير وم چې دروازه ټک ټک شوه ٠ يوه ځوانکۍ نرسه را ننوتله ٠ يوه دوسيه يې په تاخچه (روک) کې کيښوده اوبيرته ووته ٠ كاكا عبيد لومړی يې هغې ته برندې برندې وکتل ٠ اوبيا يي ماته وويل :

دا گورې دا ((کنجره)) وينې دا نرسه نه ده ٠ دا ددې له پاره چې زما جاسوسي وکړي دهماغې غلې ښځې ملگرې ده چې ما په پلورنځي کې په غلا گير کړې وه اواوس دلته داکتر مکرجي پدر٠٠٠ استخدام کړي چې زما په باب رپوټ ورکړي اودشپې ماته ستنې ووهي ٠

بيايي پاس چت ته وکتل له ځانه سره يي په دري ژبه وويل : ((هر چه بادا باد))٠ زه اوس فکر نه کوم زامن اولورگانې مې دې ژوندي وي ٠ زما زامن ډير ښه اوتعليم يافته هلکان دي ٠ په خپل کار کې ډير لايق دي ٠





سره له دې چې کاکا عبيد په هر چا کې هر څه دوه ليدل ٠ اوبيا يي له هغه دوو څخه يو ه ځانگړنه غوره کړي وه يعنې انسان ته دزيان رسولو ځانگړنه دمنافقت ٬ ددروغو اوټگی ځانگړنه ٠ اوپه خپل اصلي کرکتر باندې دظواهرو پرده غوړول ٠ خو داداسې ځانگړنه وه چې ده دخپل ځان له پاره هم غوره کړې وه اوپه روحياتې لحاظ په داسې پړاو کې و ٬ چې په هيڅ ډول رښتياوو يې باور نه درلود ٠دکورنۍ په يادولو خو به هغه ديو لوی بحران سره مخامخ شو ٠ مخ به يي تک سور شو ٬خوله به يي وچه شوه اوبيا به يي غاړه صافه کړه اودټولو زامنو اولورگانو اودښځي دمهربانی نه به يي ستاينه کوله ٠هغه به تل غوښتل چې خپل ناخوداگاه يا تحت شعور کنترول کړي اودې ته يي پرې نه ږ دې چې دقضيي اصلي څه يې له خولې را ووزي ٠



يو وار په فکر کې شو پاس چت ته يي وکتل ٠ اوهمداسې په فکر کې ولاړ ٠ زما زوی ډير لايق انجنير دی ٠دانگلستا ن په جنوب کې ديوې انگريزې ملگرې سره ژوند کوي هر شيبه راته تيليفون کوي ٠ همدا يي له خولي ووتل٠



دنرسی دوينا له مخې هيڅوک دده پوښتنه نه کوي ٠ ماته دنرسې دا خبره اوبيا دکاکا عبيد دې وينا نوې خيال را ملگرې کړ: اوپه تصوراتو کې خپل کلي ته ولاړم :



ښه مې په ياد دي کله چې زه داتو نهو کالو ووم ٠ زموږ په کوچنې کلي کې يو بيوزلی بوډا اوسيده ٠ هغه هيڅ مال اوجايداد نه درلود ٠ يوه ښځه اويو ماشوم زوی يې وو ٠ تره مې ورته يوه کوټه ورکړې وه٠ دپټې يوه برخه يي چې څو متره اوږده تړانگه وه دترکاريو دکرلو له پاره يي ورکړې وه ٠ خو هغه دکار اوزيار هم نه وو ٠ بلکې غله اودانه يي هم پرموږ حواله وه ٠ هغه يوازې زموږ گاونډي و ٠ کومه خپلوي اورشته مو سره نه درلوده ٠ يو وخت هغه سخت ناروغه شو او بيا يې يوه شپه خپل روح حق ته وسپاره ٠ ښه مې په ياد دي كله چې سهار لمانځه وخت زما تره په زينه راپورته شو نو سملاسي يې زما مورته وويل ٠ خداى دې وبخښي ٠ خپل پور يې پرې كړ ٠ اوامانت يې خپل خاوند ته وسپاره ٠ زه حيران شوم خو ورسته وپوهيدم چې هغه ساه وركړه ٠ دهغه دناروغی اوبيا دکفن اودفن ټولې چاري زما کاکا گانو وکړې ٠ کاکا به مې ويل : دی زموږ گانډي و ٠ زموږ سيورې ته پروت و٠ دده له موږ سره حق و ٠ هغه يي په ډير عزت خاورو ته وسپاره ٠ ښايسته غټ ختم اوخيرات يي پسې وکړ ٠ اوپه هديره کې يې ټولو خلکو ته وويل :

ما ددې بوډا خدمت اودده دمړې خدمت پر ځان فرض باله ٠



خو بيا ددې لويديزې نړۍ اوپه تيره دانگلستان ژوند ته فکر يوړم ٠ کاکا عبيد راته ودريد ٠ ده ته مې بيا پام شو ٠ ځکه دلته په انگلستان کې چې پلار اومور بوډا شي نو نرسنگ هوم يي ځای وي٠ نرسنگ هوم ٬ دبوډا گانو ليليه وي چې شپه اوورځ په کې اوسي اوددولت يا کونسل له خوايي پالنه کيږي ٠ بختور بوډا اوبوډۍ هغه وي چې زوی اولور يې پوښتنې ته ورشي هغه هم درخصتيو په شپو کې ٠ خو نور څوک دچا په کيسه کې هم نه وي ٠

رښتيا دوه کاله دمخه زما په چم گاونډ کې يوه بوډۍ ښځه چې لور يي (( نرسنگ هوم)) ته حواله کړې وه مړه شوه ٠ ددغه بوډۍ يکې يوه لور وه هغه هم شرقې ښځه وه زموږ دملک وه ٠ خو کله چې يې لورته د((نرسنگ هوم)) استازی ورغی چې مور دې مړه شويده ٠ نو هغه چې دواده پارټۍ ته خبره وه ځان يې ونه ښوده چې گوندې دا يې لور ده ٬ استازي ته يي وويل : دبوډۍ لور په کور کې نشته سبا ته راځي در وبه يي ليږم ٠ دا ځکه چې دهغې پارټې بايد خرابه شوي نه واي ٠ اودواده محفل پرې وران شوي نه وای ٠





خو کاکاعبيد له يوازې والي په تنگ راغلی و ٠ ارومرو چې داسې صحنې به ورپه يادي شوي وي چې کله يي ماشوم زوی په کور کې پيدا شو نو څومره جشنونه اوسات تيری ٬شب شش څرنگه چهله گريز ٬څرنگه او داسې نور به يي کړي وي ٠ ارومرو چې زوی به يي څومره په ناز را لوې کړی وي ٠ هغه سهار به ورياديږي چې کله کاکا يونيفورم اغوستي و اوماشوم زوې يي په ټټر پورې کلک نيولی او په ځمکه يي کښيناستو ته نه ورکاوه ٠ نوبيا چې يې ساعت ته کتلي وي ارومرو چې ميرمنې ته به يي غږ کړی وي ٠چې ((شفيقه جان زوی دې واخله په ما ناوخته کيږي ))٠ اودماشوم په ورکولو به يي دخدای پامانی په لاس خوځولو له دروازې وتلی وي ٠

فکر مې کاوه چې کله کاکا عبيد داسې شيبې په ذهن کې راژوندۍ کوي اوداسې سوچونه کوي نو بيا به يي داروپا بې پروا ژوند ته فکر کيږي ٠ اوسني حالت ته ٬ چې بوډا دی ٬ هيڅ متره يي په وجود کې نشته٠ ورځ په ورځ کمزوری کيږي ٠ رواني بحران يي نور هم زياتيږي اودجنون تر پولي رسيږي ٠





دهغه له خولې چې هغه يو افسر وو دافغانستان داردو يو پخواني افسر ٬ دهغه په وينا چې په هوايي پوځ کې يې لويه دنده درلوده ٠ په کابل کې دهستۍ اوشتو خاوند و٠ لويه کورنۍ يې شاته وه ٬ميرمن زامن ٬لورگانې اوکورنۍ يې په لندن اوجرمني کې دډيرو شتو اوجاېدادونو خاوندان دي ٬ هيڅ شې ته اړه نه لري ځکه چې دښه ژوندخاوند دی ٠٠٠٠٠



بيايي له ما پوښتنه وکړه نوم دې څه دی؟

-نوم مې اسلم دی ٠ دلته ترجماني کوم ٬ ديوې کمپنۍ سره ترجمان يم ٬

-کله راغلی يې ؟

- دوه درې کاله کيږي ٠

-پلار دې ژوندی دی ؟

- نه کاکا ما خپل پلار نه دی ليدلی ٬ زه يتيم را لوی شوی يم ٠



بيا يې په خبره کې ورولويدم ٠ ايا زامن دې پوښتنې ته راځي؟



په دې خبره لږ وارخطا غوندې شو ٠ اوتر اوتر يې وکتل٠ لکه چې دمخه يي فکر نه و کړي٠ هو !خو له دې ځايه لږ ليري اوسي ٠ هر وخت نه شي راتلای ٬ په اونۍ کې يو وار٠

-اوميرمن دې ؟

هغه هم دخپل زوی سره اوسيږي ٬زه يوازې اوسم ٠ زوی مې اروپايي ميرمن لري اوښه دنده لري ٠ دنده يې ډيره مهمه ده ٠ هغه نه شې پريښودلای ٬

ماته هم يوازې ژوند خوند راکوي ٠ او بيا په سوچ کې ولاړ ٠

په بيا بيا مې احساس کړله چې زما له پوښتنو څخت زوريږي ٠ خو زما ناچاري وه زه په انگريزې دومره لاسبری نه ووم چې غير رسمي مسايل ښه ترجمه کړم ٠ ما ځان پوهاوه ٠ اوکله چې دهغه وکيل دعوا راځي اويا غونډه کې پوښتنې کيږي نو بايد ښه وپوهيږم ٠بيا مې پوښتنه وکړه :

نوته ولې دلته راغلی يي ؟

-دا ځکه چې ما ديوه هندو ډاکټر خيانت په ډاگه کړی دی ٠

هلته دښار په بله برخه کې يوه دسيف وی save way پلورنځی دی ٠ هلته به يوې هندي ښځې هر وخت غلا کوله ٠ ما دهغې رپوټ پوليسو ته ورکړ ٠ پوليسو ماته دنده راکړې وه ٠ ما هغه باالفعل په غلا کې ونيوله ٠ خو هغې دې ډاکټر ته وويل ٠ اودې ډاکټر زه دناروغ په نامه دلته بستر کړم ٠ دوی بايد ما خوشې کړي ٠ زه يو افسر يم ما په هوايي ځواک کې کار کړې دی ٠

بيا يي ديوال ته گوته ونيوله ٠

وگوره هلته مې ډير څه ليکلي دي ٠ دا ولوله چې بيا په غونډه کې داټکي ووايي ؟

په دې کروکي( نقشه ) کې د پلورنځي دروازه په نخښه شويده ٠ هغه ميرمنې به هر وخت له دې دروازې غلا کوله ٠ اوما يي رپوټ ورکړ ٬ اوزما صادقانه خدمت اوس ماته ددې سبب شو چې زه يي دناروغ په نوم دلته واچولم ٠ هره ورځ ستنې راته وهي ٠ بيا گنگس پروت يم ٬گولۍ را کوي په زور يې را باندې خوري ٠ اوبيا راته وايي چې ته ناروغ يې ٠ ته وگوره! زه جگ جوړ سړی يم ٠ ته دوی ته ووايه زما کوم ځای ناجوړه دی ٠

زه دلته يوازې يم ٠

نو هلته له تا سره په کوټه کې نور څوک شته ؟

نه څوک نشته ٠ زه نه غواړم څوک ووينم ٠

زوی اولور دې راځي ؟



لږ په غصه شو ٠ مخ يې راواړاوه ٠ راته يي وويل :

((په دې ملک کې څوک له چا نه شخصي پوښتني نه کوي ٠ دا زما کار دی ٠

خو هغه په يوه ټکي ټينگار کاوه اوهمدومره يي ويل : زه دې هندو ډاکټر مکرجي بندي کړي يم٠ زه روغ رمټ يم ٠ ته به سمه ترجماني کوي ٠ ابله ورځ يو بل افغان زما خبرې نه ترجمه کولې ٠ نو له کوټي مې ويوست ٬ اوورته ومې ويل چې داا فغان هم دهندو نوکر دی ٠ دا سمه ترجمه نه کوي ٠ دا مې نه دې په کار ٠ که غواړې ٬ نو زه چې څه وايم ټکې په ټکې به يي ترجمه کوي ٠))

په هغه ورځ مې څه ساده اړتياوې ورته رفع کړي څه پوښتنې چې يې لازم وى ورته ځواب مې کړې ٠ اوترې رخصت شوم ٠ قاعده داوه چې دبلې ورځې له پاره يې را ته وخت وټاکه چې ارومرو به راځې اودکاکا عبيد ترجماني به کوي ٠

خو زه پوه شوم چې کاکا عبيد جدي ستونزه لري ٠ هغه دجدي خپگان سره مخامخ دی ٠ له کورنۍ ليرې شوي ٠ له لورگانو زامنو اوان له ښځې ليرې شوی اوهغوۍ نه غواړي له ده سره رابطه ولري ٠ څو واري يي پريکړه کړې چې ځان ديو لوړ تعمير څخه را وغورځوي ٠ خو گاونډيانو يې مخ نيوی کړی اوژوندی پاتې شوی دی ٠ اوبيا يې پوليسو ته احوال ورکړی چې روغتون ته يي بوځي ٠

♥♥♥

هغه مهال دروغتون په کږو وږو دهليزونو کې دروغتون لويي دروازې ته راورسيدم ٠ ډير زيات وخت ان څوساعته مې دننه په تورتمو دهليزونو اوکتو کې تير کړي وو٬ دبيرون درڼا په ليدو مې سترگې وبريښيدی ٠ رڼا بيا هم دومره نه وه ٠ تورې وريځې ټول اسمان نيولی و٠ يو ډول لوند اودپرخې دليږد نه ډك باد لگيده ٬ موټرو څراغونه لگولي وو ٠ زيات کسان اودناروغانو خپل خپلوان دروغتون له مخې تللي و ٠ ځمکه هم توره بريښيده اوپاس اسمان هم تور ٬ يواځې دموټرو مصنوعي رڼا وه چې هغه هم په سترگو بده لگيده ٬خو پوره لا ماښام شوی نه وو٠

زه لادروغتون لويي دروازې ته په رارسيدو کې وم چې په مبايل مې زنگ راغی٠ دا وار مې کاکا وو ٠ له ښې گړې بړې وروسته يي را ته وويل خدای دې وکړي چې موږ دې هير نه و ٠ لوی اختر رانږدې دې ٠ قربانۍ ته هيڅ مال نه لرو ٠ بايد قربانې وکړم ٠ په ما فرض ده ٠بايد يو څه چاره وکې ٠ ما ورته ښه وکړل اوومې پوښتلو

کاکا جانه څه ډول قرباني کوی ؟

- قرباني څه ډول وي؟ ته لکه چې اوس لندنې شوي يې ؟ ٬ په ټوکه يي وويل چې داسې قرباني چې زه اوادې دې دواړه په پل صراط سواره تيرشو ٠

-ما ورته وويل : کاکا نو بيا خو قچر ډير ښه دی ؟ ( په ټوکه )

- لعينه ! په قچر کله قرباني کيږي / نو بيا مې وچيړلو : نو په څه شي کيږي ٠ هغه بيا خبره راغبرگه کړه ٠ قرباني په حلال مال کيږي ٠ په خره اوقچر خو نه کيږي٬ په غوايي ٬ په پسه ٬او په وزه کيږي ٠ ته لکه چې اوس پرنگی شوي که څنگه ؟ وطن دې هيرکه؟

نور مې ونه چيړه ٬اووعده مې ورکړه چې ارومرو به يو څه برابر کړم ٠

چې په پل صراط کې بې براقه او پلی پاتې نه شي ٠

کاکا مې ښه سړې و ٠ پلار مې دې خدای وبخښې ٠ کله چې ومړ ٬ يوه مياشت وروسته يې زما له مور سره نکاح وکړه ٬ اوموږ يوه خور اوورور و خو بيا دکاکا په سېوري کې رالوي شولو ٠ ما خپل پلار ونه ليده ٠ وايي چې هغه هم ښه سړې و ٠ خو اوس داموږ ته دپلار په ځای و ٠ دمکتب په لوستلو کې به يي پر ما ډير ټينگار کاوه خو زما خور يي په کوچنيوالې کې په بدو کې ورکړه ان داسي مې اوريدلي دي چې په ديرش زره افغانيو يي وپلورله ٠ اوپيسې يې له هغه چا واخيستې چې دهغه په سر کې يې په بدو کې ورکړې وه ٠ اوس زه هم نه پوهيږم چې زما هغه ايکي يوه خور به چيرته وي ؟



دکاکا تيليفون مې يو وار بيا دگاز اوبرښنا اوتيليفون بيلونه را ته مخکې کيښودل ٠ اوزما دحيرانتيا سببونه يي نور هم زيات کړل ٠کاکا عبيد مې له ياده ووت ٠ يوازې دکاکا په فکر کې شوم ٠ کاکا قرباني پر ما فرض ده ٠ بيلونه اوبيا زما دميرمنې ټينگار ٠

♥♥♥



دغونډو په کوټه کې لوې ميز ايښې و ٠ مشر ډاکټر مخامخ ناست و ٬ په ننوتولو سره يي پر ماته څوکۍ باندې ماته دکښيناستلو سروخوځاوه ٠ داسې پوه شوم چې هغه يو رواني طبيب دی ٬په دې وارد کې دډيرو ناروغانو معالج دی ٠ خواوشاه يي نور مسول کسان ناست وو ٠نرسان اومرستندويه خدماتي کسان ٬هم و٠ يوه ښځه چې تل يي دکاکا عبيد پرستاري کوله ٠ سره وپسېدل ٠ داکټر وپوښتل :

کاکا عبيد روغتيا دې څنگه ده ؟

-( په جدي لهجه ) زه خو کومه ناروغي نه لرم ٠ ما پريږدۍ چې خپلو اولادونو اوکورنی ته ولاړ شم ٠ تاسو ولې زه بندې کړې يم ٠؟ ( په قهر) : ترجمانه دا ورته ترجمه کړه ٠

داکتر : داووايه چې درمل دې خورې ؟

زه درملو ته اړه نه لرم ٠ زه جگ روغ يم ٠زه ناروغ نه يم ٠



خوب دې شته کنه ؟

زه نه غواړم خوب وکړم ځکه که خوب وکړم دا ستا هندوان دا ټول دوکانونه غلا کوي٠ زه دنده لرم چې ددوی ساتنه وکړم ٠ ما ته پوليسو دنده راکړې اوما هيڅکله په خپله دنده کې غفلت نه دی کړي او اوس يې هم نه کوم ٠

کوم دوکانونه ؟

دا بهر ٠ دا سيف وی پلورنځی ٠ اودا نور ٠٠٠٠

څوک يي غلا کوي ؟ تاسي هندوان يي غلا کوی ؟ مخ يي ماته راواړاوه ٠ دا ورته ترجمه کړه ٠ ماترجمه کړي خو داکتر مې وپوهاوه چې دې ټينگار کوي ٠ اوبدې ردې زه نه شم ترجمه کولی ٠

کاکا عبيد په قهر شو٠ له څو خبرو وروسته اودهماغه يکنواخته خبرو دتکرار وروسته پاڅيد ٠ اوله کوټې ووت ٬ساتونکی ورسره سم پاڅيد ٠

داکتر وويل: دده خپگان (ديپريشن) نور هم ډير زيات شوی دی دشپې خوب نه لري نرسې تاييد کړه : ټوله شپه په کوټه کې گرځي اوله ځانه سره خبري کوي داسې مالوميږي چې خپلو زامنو لور اوميرمنې ته بدې ردې وايي ٠ دی يوازې دی ٠ کورنۍ ورسره رابطه نه نيسې ٠ څو وارې مو دهغه زوی اوميرمنې ته تيليفون وکړ ٠ زوی يی وويل زه خپل جاب (دنده ) نه شم پريښودلی اوميرمن يي وويل دی ليونی دی ٠ نه غواړم ورسره ووينم ٠ زه خپل کار کوم ٠ اودی خپل کار ٠

يو وار يې لور راغله چې جامې يې پريمنځلو ته يوسي ٠ خو ده په ناوړه چلند له کوټې وويستله ٠ ورته وې ويل : زما نفر خدمت شته ٠ هغه راځي اوزما جامې پرې منځي ٠ پيره دا رته يي غږ وکړ ٠دا زه نه پيژنم دا راغلي چې زما پيسې غلا کړي ٬ زه دا نه پيژنم ٠ هغه هم ووتله اوبيا څوک مالوم نه شول ٠

زه بيا څو وارې دهغه ترجمانی ته ورغلم څو واري مې ميوه اوځيني شيان سپين کاغذونه اويوه نيمه کتابچه له ځانه سره يووړل چې خوايي بده نه شي اوخبرې راسره وکړي ٠ خو بيا ډير وخت زه دغه دندې ته چا ونه غوښتلم ٠

♥♥♥



څو مياشتي وروسته کله چې زه ديوه بل افغان سره دمرستې اودهغه دخبرو دترجمې له پاره هماغه وارد ته ورغلم ٠اوپه هماغه شان وارد ته ورننوتم هيله مې درلوده چې کاکا عبيد به هم ووينم ٠

ما سر له واره دهماغه نرسې نه وپوښتل کاکا عبيد ؟

هغې وويل : ولې ته خبر نه يي ؟

-له روغتون نه رخصت شوی دی .

-هو رخصت شوی دی ٠ خو ٬

-نو چيرته ولاړ ؟

هغه ډير قوي ديپريشن درلود ٠ پر هر چا شکمن وو ٠ له دې کبله يي لور هم نوره رانغله ٠ ميرمن يي لا دمخه ترې لاسونه مينځلي و ٠ زوی يي هم ځان ډير مصروف ښوده ٠

يو ه شپه هغه ډير نارامه وو٠

سهار خاموشي وه ٠ زه دهغه کوټې ته ورغلم ٠ دروازه مې په سختۍ بيرته کړه ٠کاکا عبيد ددروازې خوا کې پروت و ٠ هغه مې وخوځاوه ٠ دانکل انکل (كاكا٬كاكا) غږ مې پرې وکړ ٠ خو په هغه کې ساه نه وه ٠ بيا مې هم وخوځاوه ٠ غږ يي نه خاته ٠ وروله کوټې راووتم وبوگنيدم ٠ اوبيا مې دوارد مشر داکتر ته خبر ورکړ چې ٠٠

-نو دهغه اقارب راغلل ٠ ؟

نه هيڅوک هغوۍ ځان ناخبره واچاوه ٠ هيڅوک را نه غلل ٠ زوی لور ٬ اوميرمن يي هم تراوسه لا منتظر يو چې څوک به يي پوښتنه وکړي دلته يي يوه جوړه زاړه کالي عينکې اوزاړه بوټانپه دې پلاستيک خلطه کې پاتي دي دهغه يوه نښه ده ٬چې که څوک راشي وربه يي کړم ٠

- نو مړې يي؟

- دهغه مړى مو کونسل ( ښاروالۍ ) ته وسپاره اوکونسل يي بندوبست وکړ ٠

په خواشينې دنرسې له خوا را ليرې شوم ٠ داوار مې بيلونه اودکاکا قربانې هم له ياده ووتله ٠ اويوازې دکونسل په فکر کی شوم ٠



۲۳نومبر ٠۲۰۰۸ کال



لندن -٠