رسیدن:  15.02.2014  ؛ نشر : 15.02.2014 

 

پس از آن که شاعر ارجمند و دوست عزیزم فاروق فردا کتاب « لحظه های سربی تیر باران » را به زبان پشتو تر جمه کرد، شاعر و نویسنده عزیز بلقیس مکز، شعر« تصویر بزرگ، آیینهء کوچک» را به زبان پشتو ترجمه کرد که من از آن دو شاعر و نویسنده گرانقدر بسیار سپاس گزارم. حال دوست عزیز شاعر جوان و بالنده فرید بارانی که به هر دو زبان پشتو و فارسی دری می نویسد ، یک بار دیگر با نگاه دیگری شعر تصویر بزرگ، آیینهء کوچک را ترجمه کرده است. بارانی عزیز از تو سپاس گزارم. می دانم ترجمه یگانه پل پیوند در میان فرهنگ ، زبان ها اوادبیات است. من فکر می کنم که تر جمه از زبان پشتو به فارسی دری و بر عکس آن یکی از نیاز مهم فرهنگی در کشورماست.. چنین ترجمه هایی صدای ما را در سرتاسر کشور طنین انداز خواهد ساخت! بیایید این پل را استوار و بزرگ نگهداریم. امید وارم روزی بتوانم ترجمه پشتوی شعر هایم را به نشر برسانم!

 

د خپل مور په وېرنه کې

             چې د صبر او او حصلې ستره اسطوره وه

 

شاعر : پرتو نادري

 

      ژباړن : فرید باراني

 

 

 

لوی تصویر

        وړوکې هینداره

 

مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه

د جنتیانو په ژبه یې خبرې کولې

او د ایمان وریښمین څادر به یې هم تل په سره وو

زړه یې د خدای عرش ته پاته کیده

       چې د هغه د حقیقت په څیر لوی وو

او ما د خدای غږ د هغې له زړه نه اوریدلو

پرته له دې چې لا څوک وپوهیږي

خدای زمونږ په کور کې وو

         پرته له دې چې څوک لا وپوهیږي

لمر به زما د مورکۍ

 د غږ له شرق نه پاڅیده

 

 

مور مې د ښایست له ښیرازې  قبیلې څخه وه

مور مې

چې کله زما په لور راتله

د دواړو پلونو په اوړ چاپ کې به یې

یوه وړه کړکۍ ترسترګو شوله

چې ما د دې وړي کړکۍ له خوانه

د یو ښیراز جنت باغونه لیدل

او د خپل ژوند د نیکمرغۍ مڼه مې

           دهمدې باغ له لوړو څانګو شکاوه

 

 

 

 

مور مې د ښایست له ښیرازه قبیلې څخه وه

او د ایمان وریښمین څادر به یې هم تل په سر وو 

تندی به یې

د خدای د مینه ناکې سندرې مطلعي ته پاته کیده

چې ما به هره ورځ

د عاطفې په ژبه زمزمه کول راسره

او بیا به هغه شیبه

له خپل ډاډه ایمان نه وپوهیدم

              چې

                 د خدای شعر مانا څه ؟

 

 

مور مې د ښایست له ښیرازې قبیلې څخه وه

او د جنت د خلکو

په خوږې ژبې یې خبرې کړلې

او تحمل یې

سپینه کوتره وه

چې هر سهار به یې

خپل مینه ناک وزرونه

         د جنت په تر ټولو زلالو اوبو پریوه

لکه قاصد به د قرآن له محلونو راتله

او

 د خدای پیغام به یې زما مور ته وایه

 

 

مور مې د ښایست له ښېرازې قبیلې څخه وه

د نسب شجره یې هغه تاریخ لري

چې تنها د لمر په حافظه کې یې موندلی شو

او زه له لمر نه پوه یم 

کله چې زما مور پیدا شوه

پلار یې د فقر په جذامخانو کې

د خپل سپیداره قامت سقوط ته

 د سوګ څراغ بلاوه

               او زه له لمر نه پوه یم 

چې مور مې ټوله عمر

د تقدس او د ایمان په ګوتو

بس د یوې مسکا په هڅو پسې

د خپل ژوندون د کتاب پاڼې اړولې په لاس

اما افسوس

       چې د ژوندون تر وروستنیو شیبو

په دې ونه توانیده

چې د مسکا تازه او ښاد مفهوم

                            په حافظه وسپاري

 

 

مور مې له ژړا سره روږدې وه

او د ژړا له مصدر نه به یې

زرګونه نورې مشتق شوي کلمې جوړوې

زما مور په زرو ژبو

د ژړا تریخ مفهوم

د خپلو سترګو و تاریکې حافظې ته سپارل

او زما د مور سترګو

                ــ د خدای د تجلي هیندارو ــ

ښه حافظه درلوده

 

 

مور مې له سپرلي بیګانه وه

او ژوند یې د یوې لارې د میږي غوندې وو

چې د ناخوالو د عظیمو سترو کندو څخه ورو تیریږي

او په څلورو موسمونو کې به

د اهانت او د کنځلو تورې تیره ورېځې

پرې اوریدې ، او زما مور به هره ورځ

په هغه ځای کې

                د بدبختۍ لمن لمن خټي په لاس ټولوې

 

 

مور مې د صبر تیږه وه

پلار به مې

چې د خپل واړه اندیښنو وړې کښتۍ ته بادبان خوراوه

او د خپل قهر په سره رود به یې زغلاوه

مور به مې د صبر ساحل ته پناه وړه

او خپلې اوښکې به یې

د خپل څادر په څنډو پاکې کړلې

                او د خپل خدای سره یې

                         د خپلو اوښکو نه پیوند تاړه

 

 

 پلار مې عجیبه سړی وو

د خپل غرور لونګۍ چې به یې وتړله

په لمر به یې

د یوې سپینې کوترې ګومان کاوه

چې یې له لوړو اوږه څخه پرواز کوي

او ګومان یې کاوه

          چې کولای شي

زما د  مور لپاره دغه روښنایي وویشي

            او فکر یې کاوه چې میاشته

یوې رنګینې مهرې ته پاته کیږي

چې کولی یې شي

       د خپل آس په جګې غاړې یې راوځړوي

 

 

پلار مې عجیبه سړی وو

پلار به مې کله چې حضور ته غوښتم

ما به ناورین په خپلو پلو کې کاته

او خبرې به مې

                    ــ ترهیدلو مرغیو ته ورته وې ــ

چې زما د ذهن له خزان وهلي بڼ نه به یې

کوچ کولو

او ویره ، هغه خیرنو کالو ته ورته وه

چې زما اصلي څیره به یې له ما اخیسته

                پلار به مې کله چې حضور ته غوښتم

د تکلم وینه به

زما د ژبې په رګو کې له خوځښت او حرکت پاته شوه

هغه شیبه به زما د مور زړه

                     یوه روښانه بلور ته ورته وو

چې د تورتم د درې عمق ته به ور وولیدی

او

مور به مې خپله ویراني

د اضطراب او ویرې

            په آیینو کې کاته

                  او بس د پیښې انتظاره به وه

 

 

پلار مې عجیبه سړی وو

کله به یې

چې د غرور لونګۍ په سر وتاړه

زمونږ د کور د څلورو دیوالونو خواکې

         به د هغه 

یوه وړه امپراطوري جوړه شوه

او په قمچینه به یې وار کاوه

ها آزادي ، چې زه وم

        او هغه ژوند ، چې زما مور نومیده

او په زنځیر به یې تاړه

زما د مور اروا دې تل ښاده وي

له دې سره سره یې بیا هم دخدای شکر کاوه

          او د هغه به حق کې تل به یې همدا ویله

                   خدای دې یې سیوری زمونږ له سره څخه نه کموي .

.......................................................................

 

                   د شعر تاریخ :  ۱۳۶۸ لمریز کال د میزان میاشت ، کابل ښار

                  د ژباړې تاریخ : ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم لومړی نیټه ، ننګرهار