05.2014 .09

بازمحمد عابد وستايل شو

جلال اباد (پژواک ٢٠ غويى ٩٣): په ننګرهار کې ختيځ ادبي بهير د ليکوال او شاعر بازمحمد عابد د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو د درناوي په موخه غونډه ترسره کړه.

د ختيځ ادبي بهير يوه غړي ايمل مړوند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ليکوال او شاعر بازمحمد عابد په وياړ يې ځکه دغه غونډه جوړه کړې وه، چې د نوموړي د ادبي او فرهنګي هڅو تر څنګ د عابد د خير ښېګڼو هڅې وستايل شي.

دى وايي که څه هم عابد له کلونو راپه دېخوا د هېواد په فرهنګي ډګر کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې خو په تېرو دريو کلونو کې يې د ټولنيزو خدمتونو لمن پراخه کړې او په يوازې ځان د بې وزلو لپاره مرستې ټولوي.

مړوند زياته کړه: ((په غونډه کې د ختيځ د فرهنګيانو او ليکوالو تر څنګ د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه ليکوالو برخه اخيستې وه.))

له لرې پښتونخوا راغلي مېلمه او د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ګلزار عالم د بازمحمد عابد د شاعرۍ د ستاينې تر څنګ د نوموړي د شخصيت ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې عابد د خاکسارۍ تر څنګ هغه ملنګ شاعر دى چې د هر چا زوړنه يې خپل کړي دي.

ده زياته کړه: ((عابد زه له ډېر پخوا پېژنم، دا هغه ملنګ دى چې په ملنګۍ د خلکو په زړونو پاچاهي کوي.))

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رييس ببرک مياخېل هم د خپلې وينا په ترڅ کې د بازمحمد عابد هڅې وستايلې او زياته يې کړه، چې نوموړى د ټولنيزو خدمتونو تر څنګ په ژورنالېزم کې هم برلاسى خبريال دى.

دى وايي: ((نن ډېر زيات خوشحاله يم، ځکه چې دا ډول حقدار کسان په ژوندون نمانځل کېږي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم وويل، چې د بازمحمد عابد په څېر خدمتګار اشخاص د ننګرهار لپاره وياړ دى.

دى زياتوي، چې عابد د يوه بايسکل په واسطه د ډېرو بې وزلو لاسنيوى کړى، ډېر معيوبين يې له ځمکې پورته کړي دي.

ګرديوال وويل: ((د ولايت مقام د نوموړي د هڅو ستاينه کوي او موږ نوموړى نن پر يوه ستاينليک هم نازوو.))

ليکوال او شاعر شرر ساپي د غونډې ګډونوالو ته د يوې مقالې په ترڅ کې د خپلې ناروغۍ پر مهال د عابد د مرستې يادونه وکړه.

هغه وويل، چې عابد د فېسبوک له لارې له ملګرو زرګونه ډالره مرسته راټوله کړه او نوموړي ته يې د درملنې په موخه ورکړې.

ساپى وايي: ((شاعري، ليکوالي او نور اړخونه يې پرېږدو، يوازې همدا چې د معيوبينو د بايسکلونو لپاره يې کوم بهير په لاره اچولى، دا د ستايلو وړ دى.))

د غونډې په پاى کې بازمحمد عابد له ختيځ ادبي بهير او راغلو فرهنګيانو د مننې تر څنګ د خپلو هڅو د لا ګړندۍ کولو ژمنه وکړه او زياته يې کړه چې په خپل زوړ بايسکل به بيا هم له شتمنو څخه مرستې راجلبوي او د بېوزلو چاره به پرې کوي.

ده زياته کړه: ((زه د دغه خوار وطن د جوړولو لپاره د خپل ځان قربانولو ته هم تيار يم.))

څو ورځې وړاندې باز محمد عابد ته د مثبت بدلون ټولنې له لوري د کال د غوره شخصيت مډال هم ورکړ شو.

ياده دې وي چې نوموړى د "شهيد محمد قاسم" د کورنۍ، د شرر ساپي د مرستې او يو شمېر نورو لپاره لسګونه زره امريکايي ډالر مرسته راجلب کړې او نوموړو اشخاصو ته يې سپارلې وه.

په دې وروستيو کې يې لسګونه ويلچر (د معيوبينو بايسکلونه) په مرسته شوو پيسو اخيستي او د ختيځ ټولو معيوبينو ته يې ورکوي.