رسیدن: 29.07.2012 ؛ نشر : 30.07.2012

محمود نظری

طنز

 

خره زمري رهبري کوي

طنز دی په بدو نیوکه په ژبه خوږه
غندل د هغو چې لاره یې نیولې کږه
دطنز دنده ده کول د خاینانو رسوا
وایي د هغو په بدو کړو شاباس او واوا
هم په بدو کړو کوي خوږه نیوکه
د بدکارانو باسي یوه یوه یاغي بڼکه
طنز په خاین او لوټمار اوبه ځړوي
بډومار اوغدو ته د تمبکو ایماله ورکوي
دوپی مار چې له روده ولس تږی پرېباسي
دهغسې ټولو تاراک ګرو پرتوګ باسي
هغه زور ورچې تور غوړولی دی تنګې ته
نه ګوري د هغه زور، نسب ا و رتبې ته
طنز نه دی په تیاره کې ایله کول
نه هر سوله بوله له غاړې ټینګ نیول
مګرهر څوک په طنز نه پوهیږي
ساده یې په ظاهري مانا غولیږي
په طنز کې تشبې ، پېښې او کنایې سته
دهرې یوې بیلې ماناوي او کیسې سته
په طنز یوازې پوهیږې ادیبان او پوهان
نه اله بوله، خېله پرټوګ اونادان
کم عقل یې خر ویني نه یې ویني کډو
د بېړا خوله ورته چینګه سي لکه کنډو
بې سواده یې نه پوهیږي په مانا
داسې ګڼي چې دادب ضد دی اوناروا
دطنز اصلي موخه ده پزه پر ې خاینان
دهغوی پلویان دطنز ضد دي مبلیغان
هغوی نه غواړي څوک هغوی رسوا کړي
هغوی غواړي په پټه خلک اغوا کړي
طنز په هغه نیوکه کوي چې خوري هوږه
نه هغه چې ټوله شپه تیر وي په لوږه
طنز په هغه وهي دریشخند وملنډو کرږه
چې دشپې په تیاره کې چلیږي لکه ړنده مږه
د خبرې له مثاله درته وایم یوه بیلګه
په هلمیند کې انګریزان سوه مېښته
جنګ ډیر اوږد سو لکه د غوايي کولمه
اخیر ا امریکایانو راتلو ته پيدا سوه پلمه
افغان دولت هم دشپې په تلاشي و غوسه
ول باید افغانان هم شریک سي په شاکاسه
ولیکل خره زمري رهبري کو ي رسنیو د لندن
دځینو د غیرت سدرۍ سوه دلته په شلیدن
په غوسه سولندن ته افغان رسنې او پارلمان
چې ولي لندن رسنیو بللي دي خره افغانان
خبره ورسیده تر بهرنیو چارو د وزارت
ول لندن ته نه دی مالوم زموږ غیرت
له پا رلمانه هم د افغاني ننګ ووتله کرږه
د ارګ د میړانې او غچ دزنګولې غرغږه
اخیر یو پوه ویل وړونو دا ده یو ه کنایه
هغه لري په غربیانو کې یو ه کیسه
د اوباما دګوندانتخابي نښان دی خر
د انګریز د عسکرو نښان دی د زمری سر
مانا داچې امریکایان هیلمند ته ورغله
او قومانده یې له انګریزانو واخیسته
هغوی نه دي دارګ دمشر ان په کیسه کې
نه افغان اردو خپل سیال بولي په اساسه کې
ناحقه هر شی لکه برقي جارو مه کشوئ
تر هرڅه تر مخه ځان په کیسه پوه کړئ
طنز دی د پوهو او پر معلومانو لپاره
په خپل سوچ ګهر مه بوله خر مهره یاره
طنز لکه بادرنګ دی سريي خوږ اخیر يې تریخ
هریویې جوړوي د خپل وخت سیاسي تاریخ
طنز د نس دخوږ لپاره ترخه کپه ده
ترخه ده خو په کار یې یوه هنده ده
له بوتله عسل نه ایستل کیږي په ګوته سیده
ناچاره باید ورته کړې سیده ګوته کږه
طنز له مظلوم سره ښیي خواخوږي
د ټپي پر ټپ د غم شریکي ملهم ایږدي
طنز د مظلومو ګونګیانو ګونګه روژه ماتوي
لکه افطار د وطن پرستو تنده لوږه ورکوي

کنايې :اوبه په ځړول( بې عزته کول).تر اوبو تږی پورې ایستل(ختا ایستل)، تور غوړول (مکاري )
په تیاره کې ایله کول (بې مطالعې یو څه ویل)، ،پښې پسې ور اخيستل ( پر چا دلاور)،پزه نه درلودل (شرم او حیا نه لرل)
وییونه : اله بوله( ساده)،سوله بوله( بی سببه)، خېله پرتوګ( ناپوه). بوله ( کم عقل)،