د استاد محمداعظم عبيدي ژوندليک

 

(1306- 1387 هـ ل)

 

محمد اعظم عبيدي د ثور ( غويي ) د مياشتې په درېمه نیټه په کال 1306 هجري لمريز  (د1927 عیسوی کال داپريل په څلورویشتمه) ،  د کابل په ښار کې زېږيدلی دی .

 

په 1333 کال کې دادبياتو پوهنځي د پښتو او دري ژبې له څانګې نه فارغ شو ، په 1345 کال کې يې پر ښوونې او روزنې کې د ادارې او نظارت په برخه کې دنيويارک دکولمبيا له يونيورسيټي نه د ماسټرۍ درجه ترﻻسه کړه او په 1351 کال يې له نوموړي يونيورسټي نه خپل تخصص هم واخيست .

 

استاد عبيدي خپله دنده د ښوونکي په توګه داستقلال په ليسه کې پيل کړه . يوه موده يې په ملي موزيم کې د فرانسوي لرغونپوهانو سره د څیړنې او لرغون پیژندنې په برخه کې هم يو ځای دنده ترسره کړې . محمداعظم عبيدي څلور لسيزې د ښوونې روزنې او فرهنګ په برخه کې په تدريسي ، اداري ، علمي او څیړنيزو  دندو او مقامانو کی خدمت ترسره کړي . ده په ۱۳۵۵کال پرېکړه وکړه ، چې د سيدجمال الدين افغانی د ښوونکو د روزنې موسسې ته - چیری چې يو مهال هلته زده کوونکی معاون او عمومی مدیر وو- د استاد په توګه ستون شی . په همدې موسسه کې يې تر1992 ز کال پورې د اروا پوهنې (روانشناسی) د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ او له يادې شوې نیټې وروسته د هیواد پرېښودو ته اړ شو .

 

استاد عبيدي په کابل پوهنتون کې د زده کړې په مهال داستان لیکنی ته مخه کړه اوپه همدې مهال د ده لنډ داستانونه په مجلو او ورځپاڼو کې خپاره شول . په ديرشمو او څلويشتمو هجري لمريز لسيزو کې يې د لوستونکو لخوا د لنډو داستانونه هرکلی وشو ، چې له امله يې څو سوه داستانونه په رسنيو کې خپاره شول .

 

په راډيو افغانستان کې استاد عبيدي د ماشومانو  د خپرونو له پيل سره يوځای ددغه پروګرامونو لپاره په سل ګونو افسانې او مالوماتي ليکنې وکړې ، ليکن د1357 کال دغويي تر کودتا وروسته يې خپلې اړيکې له راډيو او تلویزیون سره وشلولې .

 

استاد عبيدي په 1373 کال ( 1994 ) کې جرمني هیواد ته د سياسي پناه وړونکي په توګه مهاجرت وکړ او د آسمايي د مجلې له تاسيس ( د 1375 د ليندۍ مياشت 1997 کال دجنوري میاشت) نه د يادې شوي مجلې د مسوول مدير دنده ومنله او لومړۍ پنځه ګڼې د ده ترکتنې او ﻻرښونه ﻻندې چاپ شوې او تر دې مهاله يې دافغان ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او ځوانانو زياتره مطالب په پام کې درلودل .

استاد عبيدي هیڅ کله هم له کومې سياسي ګوند او ډلې سره تړاو نه درلود . ده پر افغانستان باندې د شوروي يرغل مخالفت وکړ او د دغه تيري نه وروسته د رامنځته شويو رژيمونو غندنې يې کړي . نوموړی وروسته د غويي له اتمې کال 1371 ( 1992 کال د اپريل 28) نیټې نه وروسته بيا هم د حاکمو رژيمونو د غندونکي په توګه د ولس ملاتړ وکړ .

 

استاد عبيدي يو دينداره مسلمان ، پاک نفسه انسان وو او صريحه لهجه يې درلوده . ده له افغانستان سره د زړه له کومې مينه درلوده او د قومي ، مذهبي او سمتي تعصبونو سره مخالف و؛ د افغانستان هرګوټ يې ورته خپل هیواد او هر وګړی یی  ورته یو شان هیوادوال وو. ده دافغانستان له ناوړه حالت ، او د افغانانو په منځ کې د ناباوریو او دښمنیو له موجوديت څخه سخت ناراضه وو او د خپل عمر تر پايه ، هغو ارزښتونو ته وفاداره پاتې شو ، چې ورباندې يې عقيده درلوده .

 

استاد عبيدي د 1387 کال د مرغومۍ په لسمه نیټه (د 2008  کال د نومبر په دیرشمه نيټه) د ورپیښې ناروغۍ له امله د جرمنی په مونشنګلادباخ ښار کی له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې . انا لله و انا اليه راجعون

 

****

زنده گی نامهء کوتاه استاد محمد اعظم عبیدی

 

(1306- 1387 هـ ش)

 

 

محمد اعظم عبيدي به روز 3 ثور سال 1306 هجري شمسي  (24 اپریل 1927) در شهر کابل چشم به جهان گشود. در سال 1333 در  رشته ادبيات دري و پشتو  از  پوهنځي ادبيات  پوهنتون کابل  فارغ التحصيل شد. در سال 1345 در رشته اداره و نظارت تعليم و تربيه از کولمبيا يونورستي ( نيويارک )  ماستري و در سال 1351 از همين يونورستي در رشته ريسرچ در عرصه تعلیم و تربیه تخصص اخذ نمود.

عبیدی کار را به عنوان معلم در لیسه استقلال آغاز کرد. مدتی هم کارمند موزیم ملی بود و در کار پژوهش‌های باستانشناسی از جمله با تیم باستانشناسان فرانسه یی در افغانستان سهم گرفت. محمد اعظم عبیدی چهار دهه در عرصه معارف و فرهنگ در پست‌های تدریسی، اداری، علمی و ریسرچ تعلیمی کار نمود. استاد عبیدی در سال۱۳۵۲ به حیث معاون ریاست تدریسات ابتدایی و سپس به حیث مدیر عمومی امداد خارجی وزارت معارف مقرر شد. وی در سال ۱۳۵۵ تصمیم گرفت به حیث استاد به مؤسسه عالی تربیه معلم سید جمال الدین افغانی- مؤسسه یی که زمانی آن جا متعلم و بعدها معاون و مدیر بود- برگردد. وی تا تابستان سال ۱۹۹۲ که ناگزیر از ترک افغانستان شد، به حیث استاد مضمون روانشناسی تعلیم و تربیه در انستیتوت تربیه معلم سید جمال الدین افغانی، ایفای وظیفه نمود

 

عبيدي نويسنده گي را از زمان تحصيل در پوهنتون کابل آغاز کرد و نخستين داستان هاي کوتاه او در همين ساليان در روزنامه ها و مجلات منتشر شدند. در دهه هاي سي و چهل هجري شمسي به اثر استقبال خواننده گان و تقاضاي ناشران ، چند صد اثر داستاني او در نشريات گوناگون  افغانستان به چاپ رسيدند.

استاد عبيدي  از زمان آغاز نشر برنامه هاي اطفال در راديو ، کار تهيه متن اين برنامه ها را بر عهده داشت . در چهارچوب همکاري با همين برنامه ها صدها افسانه و مطالب معلوماتي و پرورشي را براي کودکان نوشت و تهيه نمود. وي اين همکاري با راديو و تلويزيون را پس از کودتاي هفت ثور1357  قطع کرد.

 

استاد عبيدي در سال1373 خورشیدی(1994 عیسوی) به حیث پناهنده سیاسی در آلمان اقامت گزید. او از بدو تأسيس مجله آسمايي (قوس 1375 برابر با جنوري 1997) مديريت مسوول آن را پذيرفت و پنج شماره نخست آسمايي تحت نظر ايشان به چاپ رسيد . تا اين زمان مطالب منتشره بيشتر نيازمندي هاي کودکان ، نوجوانان و جوانان افغان را  مد نظر داشت.

 

استاد عبيدي هيچ گاه در هيچ حزب و گروه سياسي عضويت نداشت. وي از مخالفين تجاوز شوروي بر افغانستان و از منتقدين رژيم هاي محصول اين مداخله و تجاوز بود و به همين سبب از مقاومت ملي برضد تجاوز پشتيباني مي نمود . وی پس از 8 ثور 1371( 28 اپریل 1992) باز هم  به حیث منتقد رژیم های حاکم  در صف مردم باقی ماند.

 

استاد عبیدی مسلمان متدین، و شخصیت پاکدامن و صریح اللهجه بود. او افغانستان را با تمام وجودش دوست داشت. او از هرگونه تعصب مذهبی، قومی ، زبانی و سمتی مبرا بود و هرگوشهء افغانستان را وطن و هر فرزند آن سرزمین را یک برابر هموطن خویش می دانست. وی از وضع ناگوار افغانستان ، و جو بدگمانی و  دشمنی میان افغان ها ،  سخت رنج می کشید. وی تا به آخر به آن ارزش هایی که وی به آن ها اعتقاد داشت وفادار باقی ماند.

استاد محمد اعظم عبیدی  به روز یکشنبه مورخ دهم قوس 1387 (30  نومبر سال 2008) در شهر مونشنگلادباخ جمهوری اتحادی آلمان، چشم از جهان بست. انا لله و انا اليه راجعون