عبدالرحمان پژواک

 زه پژواک د وطنوالو د ندا یم

 

زه پخپله خبر نه یم خو خدای می پری خبر دی

که نن وی که سبا وی د دنیا نه می سفر دی

 

نه د دی سفر لپاره توښه نلرم د لاري

خو تکیه می د ایمان او توکل به ماحضر دی

 

چه آفل وی په هفه ستوری زه باور کولای نشم

که زهره ده ځلیدونکی که ځلاند شمس او قمر دی

 

که څوک راشی ځما کلاته او پوښتنه وکړی وایه:

کور یی وران دی، اوریی مړ دی، دی پخپله دربدر دی

 

که شم ړوند په دواړو سترګو وطنداره غازی وروره

د زړګی په رڼه سترګه کی می ستا خواله نظر دی

 

پخپل وینو لمبیدلی شهیدان پکښی پراته دی

چیری کلی که کلا وه که مرچل دی که سنګر دی

 

ړنګی شویدی له څیرمی که حجره ده که انګړ دی

تباه شویدی له څیرمی که ډګر دی که کمر دی

 

بیا دوستانو راته وایی لوی اختر دی مبارک شه

چه په قام یی لوی محشر وی څنګه وایی لوی اختر دی؟

 

دا وینا ده ډیره ښکلی خو تر څو به پری غولیږم

ترږمی پسی رڼا ده توری شپی پسی سحر دی

 

زه پژواک د وطنوالو د ندا یم تل تاويږم

په جګ غرونو د وطن کښی که پیچومی که کمر دی.

*