06.06.2015

 

محمود نظری

 

 

د غلو شخصي وحدت( طنز)

 

یو مو د بیخ وهي بل مو د سر

یو مو  د سور وهي بل مو د بر

ټوله  غله دي ټګي برګي کوي

یو مو د کرکۍ وهي بل مو د ور

***

 

په  تشوخبرو کې خورا قوي دولت لرو

په ژمنو کولوکې خورا قوي زعامت لرو

دولت  موپه ناندریو کې  خوراقوي دی

 دملي نفرت لپاره خورا  قوي حکومت لرو

 په رشوتو، غلا او اختلاص کې غښتلي

په نفاق اچولو کې خورا قوي رهبریت لرو

د وحدت ټول پیچونه  مو غښتلي  دي

د واک په پیچ کې خورا  قوي سلیپیت لرو

قوی قوی خاین واکمنان پيدا او غور ه وو

خپل وطن سره هوډ  خوراقوي د خیانت لرو

تاجک نه منی پښتون او برعکس هم نور

 یو بل ته په واک کې خورا قوي ضدیت لرو

موږ هیڅکله  پوه مسلکي وزیران نه مقرروو

هغه مقرروو چې ورسره خورا قوي شراکت لرو

مشر مو خیر که اول نه دویم لمبر متفکر دی

اجراییه اول  متفکر شکر خورا قوی د رذالت لرو

 ټول کارونه دخیره اتومات  دي کلونه وخت نیسي

 دوه قوچان دیو بل سره خورا قوی په ضدیت لرو

دا وطن له اوله  غلو ته غنیمت  اوپه ارث رسیدلی

 په هغه کې اوس خاینان خورا قوی د ضخامت لرو

 ټوله له ظاهره علمي دیني جهادي دنګې ونې لري

 په هغو کې ملي غله  خورا قوي د قد وقامت لرو

 بیله مسلکي غله څوک  نه مقرر یږي په ونډه کې

موږ مشران په درواغو ویلوکې خورا قوی جرات لرو

که خره  مو د انسان په ځای مقررسي په واسطه

نه انسانیزو تر قیامته خواص هغه د خریت لرو

 چې ناکسه مو مقرر سي  وایي دا زما لیاقت دی

له نورو نه له خپلو دلاسه  خورا قوی مصیبت لرو

 د پښتنو لاس او پښه له ازله  تورې پیشي ده څټلې

موږ  پښتانه کله  دخواښی په لاسو کې برکت لرو

 چې یو پښتون واک ته ورسیږو د پښتون په پچه

هغه ګړی پاړسو وایو  د پښتو سره حساسیت لرو

موږ خپل خواړه  لکه سپي خپله سم دم  مرداروو

تر انسانانو ډیر د سپو خورا قوی خاصیت لرو

هر یو لوی هډوکی  په سپینو سترګو ځغلوو

ځکه هم تل د مشرانو په  کلمو کې قبضیت لرو

 داوطن به تر  اخیره جوړنسي چورت مه وهه

 د خاینانو   دنسل لپاره  خورا قوی ضمانت لرو

هروخت عین اوغین سره خوري لکه کولنګیان

دواک لپاره هوډ  دولس او قانون د هلاکت لرو

دا حکومت داري نه ده سمه دمه   وزلوبه  ده

دمړ مرغومي په کشیدو کې ښه اهلیت لرو

خدا ی دی د«کیري » دا یوه   محبوبه  مړه  کړي

موږ د بنو د وېښتانو شکولو څخه نور نفرت لرو