13.07.2015

خالق رشید

 

تر کیسې د مخه یادونه :

غواړم ددغې کیسه ګۍ په اړه ، د هغې دلیکلو انګیزه له تاسو درنو لوستونکو سره شریکه کړم :

د ۲۰۰۳ کال سړې شپې ورځې وې چې زما داردو ژبی یو شاعر دوست ،کورته راغی او یوبلن لیک یې راکړ چې په هغه کې یې زه یوې وړې مشاعرې ته دعوت کړی وم چې دیوه دیپلومات چې پخوا په کابل کې دهند سفیرو دمیرمنې له خوا جوړه شوې وه ، ځای او ځایګی یې رامعلوم و ، هلته ټول دوستان ما پیژندل ، په برسرکې یومامره سړی ناست و ، دهغه په څنګ کې یې زه هم کینولم ، روغبړ مو سروکړ ، ما ځان وروپیژاند چې دلته په هند کې استا دیم خو د افغانستان یم . ده راته وخندل  او  راته موسکی شو : دا څوکاله چی هندوستان ته راځم  ستا په باره کې مې له یارانوډیرڅه اوریدلي دي ، ښه وشو چې نن مو سره ولیدل ، زه رښتیا هم حیران شوم چې د امامره او دروندسړی او له ماسره پښتو خبرې . خدای مې مل شو له خپلې حافظې مې لږ کار واخیست  راپه یاد شو چې دا خو  داردو ژبي نامتو پښتون احمد فراز صاحب دی ، رښتیا لږ احساساتي غوندې شوي وم ، له سره مې غیږ ورکړه او پښتني مینه مو له یوه بله سره وکړه . محفل ته ډیروخت پاتې و چې ما اوده اوږدې خبرې وکړې ، په افغانستا ن کې ما دپښتو شعر او شاعرۍ په اړه خبرې ورته وکړې ، څه نومونه مې ورته واخیستل چې یوازې له لایق، بینوا پرته له نورو سره نا اشنا و . په همدغو خبرو خبرو کې مو دکیسې په باره  کې هم خبرې وکړې ،ما په افغانستان او پښتونخوا کې دافسانه نګارو نومونه له پخوا ترننه ورته یاد کړل ، خودامې هم ورته وویل چې  په پښتونخوا کې زموږ داوسنۍ کیسې په برخه کې یوازې دوو تنو کیفي کارکړی چې یو یې ارواښاد مهدی پاچا او بل يی طاهراثرافریدی  دی ، د اثر دنامه په اوریدو سره راته ځیرشو :  دهغه کیسې مو هم لوستې دي ؟ ما ویل هو لاره کې ماښام او نورې می یې لوستی . بیایې راته وویل چې څنګه کیسه لیکي ، ماځواب ورکړ چې :ځای یې تراوسه هم په پښتو او پښتنو کې څوک نه شي ډکولای ...

راته په خندا شو :

 هغه په کراچۍ  زموږ  مشر دی ، مهربانه دی او زه دزړه له کومي درناوی ورته لرم ...

مشاعره مو سره واوریده او ده هم څو شعرونه په کې ولوستل چې تود هرکلی یې وشو .

زه په سبایې زه اجمیر ته روان وم ، ده راته وویل چې :

رشید صاحب  ګوره چې په کراچۍ کې هم دوه پښتانه وروڼه لرې موږ ته هم دخواجه په دربارکی دعا وکړې ...

ما هلته دوه شپې وکړې ، دوی ته مې دعاوې هم وکړې او بیامې دغه لیکنه د طاهرصاحب مهربانه نامه ته له دعا سره هلته ولیکله او ورته مې اهدا کړه ، عمریې زیات !

 

یوه اوږده لار ، یوه اوږده کیسه

 

https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/c/c0/Tahir-Afridi.jpg

ډالۍ : نومیالي  پښتو افسانه نګار طاهر  اثر افریدي ته !

زه نه پوهیږم چې زه به څوکلنه وم ، نه پوهیږم چې زما پلار او موږ څوک وو ، دمور په باره کې خو ځکه څه نه شم ویلای چې کله زه په ښو او بدو  وپوهیدم ، دهغې په باب خو مې هیڅ هم وانه وریدل ، یوازې دپلار په باره کې مې لایوڅه  خبرې او کیسې لکه دخوب لیده له یوه اوبله ، هغه له بوډاګانو او پوهوخلکو څخه اوریدې چې زیاتې تکراري نه وې ، ځکه څوک چې په دې خبرو پوهیدل هغوی لکه ناپوهان ډیرنه ګړیدل ... ترهغوچې زه په ښه او بد پوهیدمه او د راز او رمز  پوښتنې مې ځوابولې بیاهغوی نه وو ، دهغوی سرونه  زما د زړه پر تیږو باندې ایښي وو، او ارواوې یې د دوی په وینا زما له اولکې وتلې او داسې ځای ته رسیدلې وې چې ماته یې هم پته نه لګیده  اونه پوهیدم چې چیرې اوڅنګه ...؟

زیاترو خو به یې د ژوند حواله په داسې چا ورکوله چې دهغه ځانګړنې او ولولې ، وږمې او نغمې ، ماسې اوحماسې اوکیسې به یو څه زما دپلار هغو ته ورته کیدې ، خوداچې ما هم دهغه کیسې اوریدلې وې ، نه مې شوای کولای چې یا خپلو سوالو ته ځوابونه پیداکړم او یا د دوی رښتیا او دروغ تعبیرکړای شم. جالبه خو لا داوه چې په دوی کې داسې بلاګیان هم وو چې پرهیڅ هم بند نه وو، داسې رښتیا او دروغ به یې سره ګډول چې د عطار  په قطي کې هم نه وو او نه چا لیدلي او ریدلي وو .

زه تردوی ډیره مشره یم ، ما ته د دوی دهریوه په سلګونه نسله معلوم دي ، زه په دې پوهیږم چې دوی دکومو ښو ا وکومو بدو پلرونو او میندو زامن او لوڼه دي، هغوی چې دوی ته یې کسې  ور رسیدلې وې هغوی ما په خپله لیدلي وو ، ماته دهغوی ټولې ناخوالې او کمۍ داسې معلومې وې لکه  پرونۍ کتنې او پرونۍ وینې ، ماته هغوی ګردسره چې دوی یې په درنښت یادوي او یا لکه لیوان اوځناور دهغوی دناویلو او نالیدلو لپاره په منډو او ترړو دي او پرنومونو یې نارواوې کوي ،هرچاته داسې ښیي چې دهغوی رښتینې ذمه وار دي او بس داسې معلوم دي لکه لمر، خو دوی نه پوهیږي چې هغوی څوک وو ؟ څه یې کول ؟ څه یې په زړه کې وو او څه یې چې وس ورسید ویې نه کړل ، داټولې خبرې ماته معلومې وې ، دوی چې څه غلاوې او زناوې ، وژنې ، وطن پلورنې او نورې شیطاني هڅې وکړې هغه ټولې له ما پرته بله چا نه ولیدې اونه یې په اصلي رمز  باندې خبرشول ، هغوی چې صداقت او رښتیاوې ،خدمتونه  او نورې هڅې یې کړې وې هغه هم ټولې ماته معلومې وې ، هغه څه چې دوی یې تمدن بولي داماته داسې دی لکه ببګانۍ خبره ، هغه څه چې دوی پرې ویاړي دا په تورې تیارې کې هغه رڼا او روښانه ټکی دی چې ما دهغو په ترڅ کې د دوی د پلرونو ټول کړه وړه په خپلو سترګو ولیدل . یوازې یو څو تنه وو چې دځان په فکرکې نه وو، دانسان په فکرکې وو ،هغوی ته یې پیغامبران ویل ، هغوی دوی تراوسه هم نه پیژني او نه یې یادوي ، هغه هم زه یم چې پیژنم یې ، خو د دوی یو شمیر هم لکه  د دوی په شان د تیارو دیوالونه وو چې په تورتم کې راغلل او په تورتم کې ولاړل ، له هغوی هم یوازې هغه څه پاتې شول چې نه یې ځان پرې نیکمرغه کړ او نه نور ...

هو، ما یوه اوږده لار او یوه اوږده کیسه وهلی او لیدلې ده ، زما نوم ( م ځ ک ه ) دی ( ک ی س ه )  زما سکنۍ خور ده ، موږ دیوې مور اویوه پلار سکنۍ لورانې یو ، موږ پرهغو ډیرګرانې وو، کله چې مرګی راغی زموږ دواړو خویندو پرسرو یې لاسونه کیښودل ا و زما پرمور اوپلار چې هغوی هم عادي څوک نه وو یوازې یو او ناڅاپي غږ وکړ :

- دوی درنه واخلم اوکه تاسې خپل ځانونه راسپارئ ؟

مور مې زما او پلارمې د خور له سره دهغه تور لاسونه پریوه خوا او پرخپلو اوچتو سرونو کیښودل ...

او پلارمې مورته په مینه وکتل ، د وروستي ځل لپاره ورته موسکی شو :

ـ دوی باید ژوندۍ وي ، په دې چې زموږ یادون او هڅون  ته سینه اوکیسه شي ...

هو ، زما نوم (م ځ ک ه ) دی ، او کیسه زما سکنۍ خور ده ، موږ دیوې اوږدې خو سپینې لارې ترنامالوم سرمنزله د رښتینو یادونو او  رازونو ملګرې یو ...

ستاسې زړه دی چې موږ ترخپلې پولې پورې بدرګه کړئ که نه ؟

پای

اجمیر شریف

د ۲۰۰۳ کال دسامبر