29.09.2017

سليم شاه

د لندن ادبي ناسته*

نن بيا له څه مودې وروسته افغان ليکوال ۔ شاعران او د فرهنګ مینه وال د سوتهال په کاروان رستورانت کې را ټول شوي دي . هر يو چې  د رستورانت هال ته راننوځی د لارو د بنديدا او له پارکينگه گيله کيږي ، دا ځکه چې  په ښار کې د ديوالي د جشن تابيا شوې ده لارې يې بندې کړي او له ډيرو ليرې لارو ياران را تاو شوي خو دې غونډي ته يې تيارې نيولي اوځان رارسوي .

د هر ملگري په کيناستو سره دهيواد غميزه ر اياديږي ، دهيواد غميزه په دې ډول ادبي غونډو سيوري اچوي ، دوروستيو بريدونو اوپه هغو کې دزلمو سرونو لو نو ، چې هيواد نور نه خو دشملو وطن اونه دجرگو وطن بلکې دجنازو وطن شو .وطن په وينو سور شو  ۔ دبوټۍ غوښو او   اوټوټه ټوټه تنونو  وطن ترې جوړ شو  . دداسې خبرونو په ليدو او اوريدلو  د هر با وجدانه انسان په تن ويښته را نيغيږي ، اوياس اونهيلي  پرې غالبيږي. نو زموږ دنن شعر اوداستان غونډه هم ددې جوگه وه . همدا فضا پرې حاکمه وه ،

د مشهور فلسطيني ليکوال ادوارد سعيد خبرې په ذهن کې څړيکه باسي چې وايي :

٬٬له هيواد نه شړل شوي او ليرې گوزار شوي  روښانفکران له بل هر چا زيات  له غمه ډک  اوځوروونکى سرنوشت سره مخامخ دي . له وطن نه ليرې والى له اوس نه پخوا ډېره ستره ترهوونکي سزا گڼل کيده . دا ځکه چې نه يوازې کلونه کلونه بې هدفه  سرگرداني او له خپل مالت اوچم گاونډ اوټاتوبي نه ليرې والي گڼلي  ىشو بلکې  په بل وطن کې بې وطنه شخص  په منفور او دکرکې وړ عنصر باندې  هم بدل شو . ، هغه څوک چې هيڅکله دخپل ټاټوبي  اودخپل کور احساس نه کوي له چاپيريال اوخواوشا سره نا اشنا وي. پردى وي.   دتسلي يې څوک نه وي ۔ نهيلي اوناامیده وي،  نو دجذام دناروغ په څير ورته کتل کيږي .،،

زموږ هيواد هم دشلمې پيړئ ددوىمي  نيمې په پاى کې دداسې ناورين سره مخامخ شو ، څه دگاونډيو جفا اوڅه هم د هيواد  دتيرو رژيمونوناسنجيده گيو ټولنه له يو داسې نا رغانده کړکيچ سره مخامخ کړه  چې اوس له هر نسل نه باج اخيستل کيږي  ، موږ هم ددې باج يو محصول اونمونه يو ، چې ورځ تر ورځي له خپل فرهنگه ليرې کيږو ،په هيوادکې د ټوپک  سالارو ، جنگ سالار، اودجهاد  په نوم دغلو اودپرديو دگوډاگيانو   غوبل تړل شوى دى  چې  ورځ تر بلي يې ناورين زياتيږي .

۲

غونډه دپنځو بجو په شاوخوا کې پيل  شوه . دپيل په شيبو کې  غونډو درپوټونو په باب هم څرګندونې او توضيحات ورکړل شول اوديو شمير  کسانو دنیوکو او اندیښنوپه باب خبري وشوی. داهم توضيح شوه  چې که موږ ځانته روښانفکر وايو نو روښانفکر يو رسالت لري ، دنده لري ، دنظرپراخوالي لري ، اودورځي له مسايلو نه ځان خبرول غواړي چې دويلو له پاره څه ولري . خو زموږ ځينې ياران چې وړيا خبري کولو سره مينه لرې  په هماغه شان اوشوکت چې په هيواد کې يې درلود وياړ کوي ۔ نه داچې له اوسني جريان  اوپيښو سره ځان ایديت کړي.

خو په هر حال له هغه وروسته ښاغلي ظاهر محسني دخپلو ليکلي يادونو يوه په زړه پورې  برخه چې په درې ژبه  يې کښلي ولوستله ، چې  ددغه راپور په پای کې یی بشپړ متن راغلی او مل دی۔  زموږ دغونډو يو ارزښت دا هم دى  چې هغه مرضونه چې دپښتو اودرې په نوم په هيواد کې لاسبري دي  دلته يې څرک نشته بلکې کثيرالمليه فرهنگ يوه نمونه هم ده .

دغونډې نورې برخي هم په زړه پوري وي ، خو زه دمعمول خلاف يو کار کوم اوهغه دا چې دغونډي دسر خبري خو مې وکړي اوس دغونډې دپاى  ديوه داستان يادونه کوم اوبيا دغونډې  دمنځ بوده اوتنسته راباسم .

۳

دتل په څير وکيل سوله مل شينوارې  خپله يوه په زړه پورې کيسه ((ننی لیونیان ــ پروني لیونیان))ولوستله ۔ دا کيسه ددرې ليونيانو کيسه وه ، چې يو مهال په جلالاباد کې گرځيدل . هر څوک چې اوس هم دا خبره واوري  : چې وزيرگل يې نه لري ۔ نوسم دم ورته وزيرگل ليونې په مخ کې ودريږي  چې دمخ لمنه يې را پورته کړي وې  اوخپل ملک فيصل خلکو ته ورښئ .

خو دا کيسه يوازې دوزير گل نه وه ، بلکې دغرغشتو ۔ اوجمعه خان ليوني په باب هم وه ،  چې ځينو ليونيانو ته يې دبزرگ خطاب کاوه او  ځينې به ويل  دبرخې خاوند او له عرش معلى  نه دراغلي ميلمه په نوم ياداوه. ما ته دسوله مل دليونيانو دکيسي په مهال هغه دمفلس  دکور کيسه را ياده شوه چې يو غل ورغلي و چې غلا وکړی ، خو هيڅ يې پيدا کړي نه وو، او کله چې وتلو نو ښځي اوميړه  چې په کټ کې يې ځانونه غلي کړي و خندلي وو چې  گويا غله خو څه پيدا نه کړل او تش ووت: ، غله مخ را اړولي وو ويلي وو  چې خاندئ خاندې  ښه کور لري .

ماته دليونانو دکيسې په اوريدو سره سم دم  داريانا سعيد په کنسرت بنديزونه اودموسيقې په هنر فتوا گاني را يادې شوې  چې هر لالا جې  پنډت چې هر څه وويل. فتواى گانې يې پرې وتوغولي . ايا همدا خره  اوځناورو نه وو  چې فرخنده يې ووژله؟ .همدا دمذهب  دڅادر لاندې ځناورنه دي    چې دوطن انسان ورته هيڅ ارزښت نه لري؟ دالله اکبر مقدسه کليمه يې مسخ کړه  چې هم يې دعبادت له پاره کاروي او هم يې دوژلو له پاره .  ،

خو کله  چې کيسه تر پايه ولوستل شوه يو ه ملگرې غږ وکړ  وېل يې زه يوه تبصره لرم خو په دې شرط چې سليم شاه په رپوټ کې زما نوم وانخلي  ځکه چې مرگ ومردن دى. وطن ته تگ دى نه داسې چې څوک  مې زاړومبئ نه کړي ، سليم شاه ورته وويل :

 دوزير گل په سر قسم   خورم چې چې نه به يې ليکم خو ته که ويلو ته څه لري نو  دربها يعنې  ته دې خبره کوه ، هغه چې لږ څه له ادبياتوسره اشناو و ويل : که دا کيسه يې دگارسيا مارکز په سبک کښلى واى او دا مکان يا ځاى يې  دجلالا اباد دښار پر ځاى  د ولسي جرگې تالار ترسيم کړاى واى نو يو درياليزم او ماجيک رياليزم يو ترکيب يا کچري قروت داستان به وايي ، ځکه چې دڅيړنو نه اوس جوته شوې ده  اود الحاج خاکي شاه   وړاند وينه هم وايي چى دوزير گل، غرغشتو اوجمعه خان ارواح اوس دپارلمان په ځينو وکيلانو کې دتناسخ دعملي په اساس حلول کړى او  او اوس دهغو مرحومانو ارواوې  دځينو دپړه مارو وکيلانو ، والیانو، تنظیمی قوماندانانو او نورو ما فیایی څیروپه تن اوروان کې ځاى نيولي  هره ورځ، دوزير گل په څير لمنې خپلې پورته کوي او خپل سپه سالاران اوملک فيصلان خلکو اوملت  ته ورښئ ۔ نومونه يې هم ماته راځې . خو خير دى نه به يې اخلم .

له بل کنج نه يو چا غږ وکه : چې نامه ته يې حاجت نشته ، موږ يې پيژنو ، يو خو هغه دى  چې نه پر سر ويښته لري اونه په کوپړۍ کې ماغزه . هره ورځ خپل وزير گل خلکو ته دنندارې له پاره ږدي.

بل وويل ياره دادپارلمان مشر چې گورم خو زما پرې شک راځې چې دا به هم دجمعه خان په شان  دبرخي خاوند وي اويا کيداى شي  دجمعه خان ليونې روح دکرما دفلسفي له مخې دده په وجود کې له يوې لارې ورننوتې وي . ځکه چې غلا هم کوي ، لښکر هم لري ،هيواد هم پلوري . مليشاه هم لري او  اونور څه هم . نو په ده کې به دجمعه خان روح حتمي ننوتى وى ،

بل وويل : گيله به له چا وکړو ، زه خو دعيسي لغماني نه گيله من يم   چې هسې ټک چپه کو ټک چپه کو يې ووېل هيڅ هي ونه کړل او اوس هغه هم زموږ په شان لويديځ ته راغلي دي .

۴

بايد وويل شي  چې کله غونډه پيل شوه  دپلي تخنيک دپوهنتون پخواني استاد  استاد حديد هم په کې گډون کړې وو  هغه وويل :

په دي وروستيو وختونو کې  دهيواد يو پخواني  فولکلوريست  حبيب الله رفيع  ماته ويلي دي  چې هغه دخوشحال خا ن يو لاس کښلي اثر تر گوتو کړى دې ، غواړي  هغه چاپ کړي خو ددي اثر له پاره   بايد  څو مخونه  ميناتوري رسامي شي  چې دخوشال دژوند او کړنو تمثيل په کې وي .

دڅو تنو دملگرو دنظرياتو په لړ کې اکبر کرگر وويل :  دخوشال شخصيت بيلابيل ابعاد لري ، دهغه  دستار نامه  ،بازنامه او سواتنامه اثارو اوهم دهغه داشعارو او رباعياتو په رڼا کې دا کار کيدونى دى .

 په غونډه کې د استاد حديد  له وړانديز اوخبرو وروسته د اود مقصودي  دسوله مل يو درې ترجمه کيسه ((د وینې څکه)) ولوستله چې دياد ليکوال ژباړه ډيره ښه وارزول شوه . همدارنگه دکيسي په ښکلا ييز  اواستيتيکي اړخ خبري وشوي ،

په غونډه کې  يو نيپالي ميلمه چې په پښتو اودرې پوهيږي برخه اخيستې وه  اوخپل يوشعر يې په انگليسي ژبه وړاندې کړ ،

دغونډې په نيمايي کې مشهور شاعر رضا محمدي  دتل په څير ناوخته را دننه شو هغه په داسې حال کې  چى دسر ويښتان يې دلندن شمال دهيواد دامنيت په څير گډو ډ کړي وو  په خپل ځاې کښيناست ، هغه ته دروغبړ ويلو وروسته ، ښه کيسه ليکوال  نورمحمد سعيد  خپله يوه ښه خاطره ولوستله  چې دټولو اوريدونکو له خوا ېې ښه هرکلی او وستا یل شوه، ټولو ارزيابي کړه چې دا خاطره نه بلکې يوه ښکلي کيسه ده .

له سعيد نه وروسته له اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه  چې خپله کيسه ولولي . هغه د وچ نيالگي  او بي ساه انځور په نوم يوه کيسه ولوستله  چې زياتو يارانو پرې مثبتي اوارزښتناکي تبصرې وکړي.

نورمحمد سعید د کیسې نثرشا عرانه ،روان او نمونه وباله او سوله مل یی فورم او پیغام وستایه .

 غونډه  د ماښامنې له خوړلو وروسته پاى ته ورسيده .

سليم شاه رپوټ

د لندن ادبي نا سته

داکتوبر ۲۹ کال ۲۰۱۷

له سعيد نه وروسته له اکبر کرگر نه غوښتنه وشوه  چې خپله کيسه ولولي . هغه د وچ نيالگي  او بي ساه انځور په نوم يوه کيسه ولوستله  چې زياتو يارانو پرې مثبتي اوارزښتناکي تبصرې وکړي،

نورمحمد سعید د کیسې نثرشا عرانه ،روان او نمونه وباله او سوله مل یی فورم او پیغام وستا یه

 غونډه  د ماښامنې له خوړلو وروسته پاى ته ورسيده .

د اکتوبر ۲۹ کال ۲۰۱۷

*

پورتنی متن در لیکوال اصلی متن دی او پرته له اډیټه خپور شوی دی